وروستي:

د امام بخاري (رحمه الله )ژوند او اثار

سید سعید

دامیر المؤمنین في الحدیث ، حجة المجتهدین اوشیخ الاسلام امام بخاري (رحمه الله ) اصلي نوم محمد اود پلار نوم یې اسماعیل دی،نوموړی د۱۹۴ هق کال دشوال المکرم په ۱۳مه نیټه بخارا کي – چي داوسني ازبکستان یومشهور ښار دی – زیږیدلی دی، پلار یې ډير متقي عالم ؤ، داحمد بن حفص(رح) په وینا دامام بخاري پلار (اسماعیل )چي ډیره شتمني یې په میراث پریښودله ، دمرګ په وخت کي راته وویل چي : « زمادمعلوماتوپه اساس زما په مال کي یو شکمن درهم لا هم نشته » .ښایې همدا دحلالي نفقې برکت اولامل به وي چي خدای جل جلاله یې له زوی (امام بخاري رحمه الله )څخه ددین دومره لوی کار واخیست .

په ماشومتوب کي دامام بخاري له سره د پلار دشفقت سیوری پریوت ، خومور یې خورا پرهیزګاره اوهوښیاره ښځه وه خپل زوی یې په ډیره ښه توګه وپاله ان چي بې اوداسه یې شیدې لا هم نه ورکولې ،کله چي محمدبخاري دزده کړي جوګه شومور یې دلیک اولوست په موخه مکتب کي داخل کړاو خپل یتیم زوی یې په دې هیله دعلم زده کړي ته وقف او هڅاوه چي خدای جل جلاله به ددین ښه خدمت ځني واخلي .امام بخاري دلسو کالوپه عمر ؤ چي دمبارکو احادیثوشوق مکتب ځني پریښوداوپه مختفلوځایونو کي یې د احادیثودزده کړي لټه پیل کړه.

امام بخاري په شپاړس کلنۍ کي دخپلي مور اوورور(احمد) سره مکې مکرمې ته ولاړ دحج داداکولووروسته یې موراو وروربیرته بخارا ته ستانه شول ، خوامام بخاري هلته پاته شو اوپه حرمینو شریفینو کي یې داحادیثواو نوروعلوموزده کړي ته ادامه ورکړه ، امام بخاري دمبارکي روضې څنګ کي د (قضیا الصحابة والتابعین اوالتاریخ الکبیر )په نومونو دوه کتابونه تصنیف کړل . اوپه حرمینو کي تر دوه کاله تېر ولو وروسته بیرته بخاری ته راستون شو .

امام بخاری د علم په طلب پسي بلخ ، مصر، بغداد،کوفې،حجاز او….. ته سفرونه وکړل اودمختلفو استادانوڅخه یې داحادیثواو نورو علوموشتمني تر لاسه کړه،حافظ ابن حجر په فتح الباري کي دامام بخاري داستادانو شمېر (۱۰۸۰) ښوولی دی .

امام بخاري ډیر ذکي اود پیاوړي حافظې څښتن ؤ، په شپاړس کلنۍ کي یې دابن المبارک او وکیع کتابونه یاد کړل ، محمدبن حمدویه دامام بخاري له قوله لیکي چي : دامام بخاري دوه لکه غیر صحیح او یولک صحیح احادیث یادوواودبخاري شریف احادیث یې دشپږ لکه حدیثونو څخه انتخاب کړي دي .

دبخاري استاد قتیبه بن سعید وایې : ماچي په خپل عمر کي څومره راویان اوفقهاء لیدلي دامام بخاري غوندي پوه اوذکي سړی مي نه دی پکي لیدلی، دنومیالومحدثینووینا ده چي : تر اسمان لاندي دخدای جل جلاله پر ویړه مځکه یې دامام بخاري په شان په احادیثو پوه شخص نه دی لیدلی ،لوی عالم محمد بن ابي حاتم الوراق وایې :« یوه شپه مي خوب لیده چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم مخکي امام بخاري تر شا ورپسي روان وي له کومو ځایونو څخه چي انحضرت صلی الله علیه وسلم قدم پورته کړي بخاري پرهماغه ځای پښه کښیږ دي » .

دامام محمد بن اسماعیل (رحمه الله ) تر ټولومعتبر اومشهورتصنیف (صحیح بخاري) دامت دعلماوو په اتفاق سره دمځکي پر مخ تر قران کریم وروسته تر ټولوکتابونو اصح کتاب دی، شاه ولی الله دهلوي (رحمه الله ) وایې چي : ترجامع بخاري مخکي داحادیثوکتابونه په څلورو بیلابیلوفنونولکه : احکام، تفسیر،سیرت اوزهدکي لیکل شوي وو، خوامام بخاري همدغه څلور واړه فنون په جامع بخاري کي په مرفوع اومسند روایتونوسره راجمع کړي دي .

دصحیح بخاري دلیکلو په اړه خپله امام بخاري وایې چي : الجامع (بخاري شریف ) مي دشپږ لکه احادیثو څخه په شپاړس کاله موده کي تصنیف کړ اودځان اوخپل رب جل جلاله تر منځ مي حجة قایم کړ، محدثینوټول احادیث پر اتو برخو ویشلي دي (عقاید، فتن، احکام، تفسیر، سیر،رقاق، مناقب اوتاریخ )په کوم کتاب کي چي یادي شوي حصې جمع شوي وي جامع ورته ویل کیږي ، په بخاري شریف کي همدغه اته واړه برخي را یو ځای شوي دي نوځکه جامع بخاري بلل کیږي . امام بخاري (رحمه الله ) وایې ماچي به په خپل جامع بخاري کي کوم حدیث جمع کاوه لومړی به مي غسل وکړ، بیابه مي دوه رکعته نفل اواستخاره وکړه او وروسته چي به مي دهمدې حدیث په صحت اوثقه والي باندي ښه یقین شو بیابه مي ولیکه .

ابن حجرعسقلاني دجامع بخاري ټول احادیث ( ۷۳۹۷) ګڼي البته ځیني علماء ددې شمېر سره څه اختلاف لري ،دصحیح بخاري غیر تکراري احادیث ( ۱۷۶۱ )دي ، په بخاري شریف کي دکتاب په نامه عنوانونه لکه : کتاب العلم اوکتاب الایمان ( ۱۶۰ ) دي اودبابونو شمېر یې ( ۳۴۵۰) ته رسیږي .

په بخاري شریف باندي ډیر زیات شروحات لیکل شوي چي ډیر ي زیاتي مشهوري شرحي یې عبارت دی دحافظ ابن حجر دفتح الباري ، دحافظ بدرالدین عیني دعمدة القاري اودشاه انور شاه کشمیري دفیض الباري څخه.

امام بخاري (رحمه الله ) داصح الکتب (جامع بخاري ) څخه علاوه لاندي نورتصنیفونه هم کړي دي .

تاریخ الکبیر، تاریخ الاوسط، تاریخ الصغیر، بر الوالدین، الادب المفرد، خلق افعال العباد،جزء رفع الیدین ، جزء قراءة خلف الامام ، کتاب الضعفاء، جامع الکبیر، کتاب العلل،مسند الکبیر ، تفسیرالکبیر ،کتاب الاشربة، کتاب الهبة ، اسامي الصحابة، کتاب الفوائد ، کتاب الوحدان ،کتاب المبسوط اوکتاب الکني .

دامام بخاري (رحمه الله ) درس ته دلیرو علاقوڅخه خلګ ورتلل اودعلم تنده یې په بخارا کي دامام بخاري په درسګاه کي خړوبیده ،ابن حجر عسقلاني دامام بخاري دشاګردانوپه اړه لیکلي چي : « دامام بخاري څخه دصحیح بخاري درس (۹۰) زره شاګردانواوریدلی دی » .دامام بخاري (رحمه الله ) دذکاوت اوعلمیت خبر ترډیرو لیروسیمواوحکاموپوري هم رسیدلی ؤ .

په بخارا کي دعباسي خلافت نائب امیر خالدبن محمدالذهلي دامام بخاري څخه دهغه په قصر کي داحادیثو دتدریس غوښتنه وکړه خوامام بخاري یې غوښتنه رده کړه اوپه ځواب کي ورته وویل چي: زه علم نه خواروم اودادعلم سپکاوی دی چي دباچاهانو دربار ته یې وروړم ، وروسته بیا والي ځني وغوښتل چي دکورنۍ غړوته یې دتدریس یوه ځانګړې حلقه جوړ ه کړي چي نوروطالب العلمانو ته پکي دګډون اجازه نه وي امام بخاري(رحمه الله ) دوالي داغوښتنه هم رد کړه او قاصد ته یې وویل : داچي ځیني خلګ به مي په درس کي حاضر وي او نورکسان به بیازما په درس کي دګډون اجازه نه لري جائز نه دي، که څوک دعلم شوق لري زمامسجد او کورته دي راشي اوکه زما همدا کار دوالي په طبع برابر نه وي دتدریس مخه دي مي ونیسي چي دقیامت په ورځ دالله تعالی په دربار کي عذر ولرم .

له همدې کبله دبخارا والي امام بخاري (رحمه الله ) ته دبخاراڅخه دوتلوامر وکړ، د سمرقند خلګودامام بخاري (رحمه الله ) څخه هلته دورتللوغوښتنه وکړه امام بخاري سمر قند ته په لاره څه وخت دخرتنک په کلي کي تم شو ، وروسته چي یې سمر قند ته سفر پیل کړ دضعف له امله یې له خلګوڅخه په همدې ځای کي دپاته کیدو عذر وغوښت ، په همد ې وخت کي امام بخاري دعا وکړه چي : « یا الله ! ستا دا پراخه مځکه راباندي تنګه شوه روح مي د رقبض کړه »!، وروسته یې ارام وکړاوپه همد ې حالت کي یې روح له تنه والوت .

انا لله وانا الیه راجعون !

امام بخاي (رحمه الله) دڅه کم ۶۲ کالو په عمر په ۲۵۶هجري قمري کال له دې فاني نړۍ څخه ودارالبقاء رحلت وکړ، په جنازه کي یې دسمرقند اونور سیموډیرو زیاتو خلګو ګډون وکړاودسمرقند څخه ۶میله لیري دخرتنک په کلي کي خاروته وسپارل شو دمقبرې څخه یې څو ورځي دمشکو بوی ولاړیده .

مأخذونه : [ دلیکوال یادښتونه ،دفضیلت پګړۍ دمولوي محمد عمر خطابي تصنیف اوانټر نیټي منابع]