وروستي:

با ادب او بې ادب

استاد فضل الله رشتین

با ادب او بې ادب ادب تهذیب ته وایي  څوک چې با ادب وي هغه ته با تهذیب وايي او څوک چې بې ادب وي هغه ته بې تهذیب وايي.

با ادب هغه څوک دی چې د مقابل شخص په وړاندې په خپلو خبرو او ویناو کې له احتیاط څخه کار اخلي او داسې الفاظ استعمالوي چې په هغو کې غلطي او خطا نه وي ،

 په دی معنی چې به خپلو خبرو کې نا موزون او نا مناسب هغه الفاظ نه استعمالوي چې د مقابل لوري د خپګان او زړه بدۍ سبب کیږي، بلکې با ادب سړی داسې الفاظ او کلمۍ استعمالوي چې مقابل لوری پرې خوشحالیږي او دا احساس کوي چې د ده احترام او درناوی کیږي ، با ادب سړی تل خپلې خبرې له خوږوالي او لطافت سره کوي ،

 داسې خوږوالی چې په مقابل لوري خوږې او نرمې لکیږي ، با ادب سړی د زړه خبرې په ډیر مناسب ډول مقابل شخص ته وړاندې کوي،  با ادب سړی له مقابل شخص سره په ډیر احترام خبرې کوي او د مقابل شخص خبرې به ډیر اهتمام او شوق سره اوري او غوږ ورته نیسي، با ادب سړی د مجلس نزاکت په نظر کې نیسي او داسې حرکات نه کوي چې د مجلس اداب متضرر شي او یا ورته تاوان ورسیږي. اما بې ادب سړی چې هغه ته بې تهذیب هم ویل کیږي، هیڅکله داسې الفاظ نه استعمالوی چې د مقابل لوري د خوښۍ سبب شي ، بې ادب سړی تل داسې الفاظ استعمالوي چې د مقابل لوري په زړه لکه تیر لکیږي او هغه زخمي کوي بې ادب سړی تل غلط الفاظ استعمالوي ، د مقابل لوري شخصیت او درنښت په نظر کې نه نیسي او په ډیره بې پروايۍ سره داسې حرکات کوي چې هغه د مقابل لوري د اندیښنې او تشویش سبب ګرځي ، بې ادب سړی د مقابل لوري د زړه احساسات په نظر کې نه نیسي،  بې ادب سړی ډیر ې بې ځایه خبرې او لاپې وهي او ځان داسې څرګندوي چې له ده څخه بل پوه او عاقل سړی نشته ، په داسې حال کې چې بې ادب سړی نه عقل لري او نه هم پوهه. بې ادب سړی د مجلس نزاکت په نظر کې نه نیسي ، که یو څوک په مجلس کې خبرې کوي نو بې ادبان یې خبرو ته غوږ نه نیسي بلکې بر عکس په مجلس کې یو بل ته کوري او پسخند وهي، یا هم په موبایل کې خبرې کوي ، یا هم له اجازې پرته له مجلس څخه بهر وځي او بیا هرکله چې یې زړه وشو نو بیرته راځي. دا ډیره مهمه ده چې سړی تل له ادب څخه کار واخلي ، به ادب خبرې وکړی ، به ادب کیني او پاڅي ، په ادب سلام واچوي ، په ادب سره د مشرانو او کشرانو احترام وکړي . یوه ټولنه د با ادبو او با تهذیبو وګړو په شتون با ادبه او با تهذیبه ټولنه ګرځیدلای شي او که وکړي یې بې ادبه او بې تهذیبه وي نو هغه ټولنه د تهذیب او ادب لوړ نوم او مقام نه شي کټلای.

 په یوه کورنس کې هم چې وګړي یې با ادبه وي نو هغه کورنۍ با ادبه ګڼل کیږي او چې ادب ونه لري نو بې ادبه کورنۍ ګڼل کیږي. نو ځکه ادب ته توجه کول او له ادب څخه کار اخیستل د هر با تهذیب انسان دنده ده ، الله پاک دې مونږ ټول د ادب او تهذیب په دایره کې وساتي او د بې ادبۍ له عذاب څخه دې مونږ ټول به خپل امان کې وساتي