وروستي:

له اوبو پسې روان یمه صحرا ته!

الفت پاڅون

د پښتو ادب پلار لوی فیلسوف ستر خوشحال بابا وایې :

دګلونو قدر چا زده

دبلبل که دبورا زده

په جهان کې خو یو، یو دى

چې هنر یې دکیمیا زده

دا رښتیا ده چې شعر زیاتره د دماغو پر ځای له زړه راوځي، ځکه خو يو شمېر وايي چې زړه د عواطفو مرکز دی. شاعران هم په خيالاتو کې عجيبه جادوګري کوي، ځانته نوي او ځانګړي جهانونه جوړوي، سپوږمۍ، ستوري او لمريې ځانګړی کيفيت لري، کله دی ورځې او کله هغوى د ځان په طرف راښکته کوي.

ډېرى وخت د يو چا غم په زړه ګرځوي او ان کله نا کله خو پر ځان د ليونتوب څپې هم راولي. د ژوند په دغه اوږد سفر کې مې د ګڼو ليکوالو او شاعرانو ليکنې او شعرونه د ژوندانه له غمونو پُر کيفه ليدلي او لوستي، خو غواړم چې د يوه داسې شاعر پر شعر او د شعر پر ځانګړتياو وغږيږم چې له نامه سره يې ګڼ ځوانان اشنا دي.

د شاعرانو په دې ګلورین بڼ کې د شهنواز باقر د شعر له خوشبويۍ برخمن شوى يم او دغه بوى پر ما تاثير کړى غواړم خپل تاثرات هم در وړاندې کړم. کله نا کله خو داسې فکر هم وکړم لکه باقر مې چې له ماشومتوبه د راز او نياز ملګرى وي او هر څۀ چې وايي زما په فکر کې له وړاندې موجود وي خو يوازې په حرکت يې باقر راولي.

د ښاغلي باقر د شعر لمن ډیره لویه او پراخه ده د لوړوخيالاتو او ژورو افکارو نښې په کې له ډېره ورايه ښکاري او ډېرى وخت په خپل شعر کې مینه، محبت، ښکلا، غم،ا تلولي، بیچاره ګي، مظلومیت، سادګي، همدردي ا و نور…

په داسې ښکلي او روان انداز رانغاړي چې د ډېرو په زړونو کې يو شمېر ورک او غلي شوي حرکات او اوازونه راژوندي کړي.

باقر هڅۀ کړې چې شعر له ډېرو سختو او مبهمو الفاظو او لغتونو وساتي او دى په دغه برخه کې تر ډېره کاميابه بريښي.

نوموړى د لوړ شاعرانه تخیل او فطري استعداد خاوند دی. کله ناکله له ژونده ډېر ناراضه شي او دغه مايوسي يې پر شعر هم اغيزه پريباسي.

زما په شانتې هر یو شی به زندګي نه لري

چې کوم یو ګل راشوکومه خوشبویي نلري

تر ټولو مهمه خبره دباقر په شاعرۍ کې داده چې ترکيبونه او انځورونه یې نوي او خوا‌ږه دي.

ویده شوی په ژړا ژړا وم شپه وه

چې راویښ شومه په کور کې مې چینه وه

زړه زما ورپسې وران و یو څو ورځې

خوشې شوی دماشوم نه غباره وه

اوس راوواته سړی د حویلۍ نه

ټکولې مې کال مخکې دروازه وه

باقر عارفانه او رومانټیکه شاعري هم کوي، خو د خپل ولس پر حال هم درديږي او ياد درد ته د شعر جامه ور اغوندي.

په ژوند نه یم په دې یم چې خون ونه کړي خدایه

ویریږم له انسان نه وهم منډې،منډې،مندې

دنیا نه ده باقره که ریښتیا راباندي وایې

ځنګل دى له حیوان نه وهم منډې،منډې،مندې

دباقر ټوله شاعري ترنورو بیله ده او ښه شعر هغه دی چې ډیر اوریدونکي او لوستونکي د ادب نړۍ ته یوسي او دشاعر شاعرانه اوهنرمندې نغمي یې په زړه خوږې ولګیږي چې داهنر د باقر په ټوله شاعرۍ کې شته دی .

محبت دې یم راوستی انتها ته

داوبو پسې روان یمه سحرا ته

راستنه شه ژوندون نه غواړم له خدایه

اوازونه اوس کوم خپلې دعا ته

دباقر له شعرونو سره په فیسبوک کې اشنا شوم او دې ته لیواله وم چې دده ټوله شاعري ولولم د باقر ډیره شاعري مې ولوستله اوکله به مې چې هم په ادبي غونډو کې د ویاندويۍ چارې پرمخ وړلې نو زیات وخت به مې د باقر شعرونه لوستل.

دشهنواز باقر د شعر د ستاینې له پاره راسره الفاظ یاري نه کوي باقر په هر بیت کي ښکلي آنځورونه، ترکيبونه او نادرې تشبه ګانې په داسې مهارت کارولي چې هر لفظ يې زړه ته لارې کوي.

هو د لفظونو دا انځورګر تل له ځانه سره نوى خيال لري او انشاءالله يوه ورځ به د پښتو ژبې د سترو ليکوالو او شاعرانو په قطار کې شمېرل کیږي.

په همدې هيله

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*