وروستي:

اخلاق/ د نجيبه سارا بياباني له نوي اثرڅخه

اخلاقي فضيلت د شُهرت څخه لوړ او ارزښت يې له مادياتو څخه لا لوړ دی ، ځکه چې اخلاق د شهرت پشان د نورو رخه (حسادت) نه راپاروي او نه هم د مادي دولت پشان خطر سره مخامخ دی . د ښو اخلاقو نتيجه د راستۍ ، باور ، ثبات ، صداقت او انساني کراماتو پايله ده.  ښو اخلاقو خاوندان د ټولنې د روح پشان د حکومتونو د ثبات او قوت د پايدارۍ ضمانت کوي ، چې په تدبير او سياست کې تل برياليتوب دی ، ځکه چې عالي صفات په ټولې هستۍ باندې د حاکميت او سعادت بېلگه وړاندې کوي . ناپېليون وايي ، ٫٫ معنوي قوت په جگړه کې په پږنيزه (جسمي) قوت اغېزه لري او اخلاق د يوه ملت په قوت او پرمختگ باندې اغېزه اچوي ،، .

د ټولو مذاهبو حقيقت په اخلاقي پانگې باندې ولاړ دی ، چې دغه پانگه د هرراز ستونزو او شر مخه نيسي . که يو کس د علم او مادي دولت اعتبار ونلري خو د ښو اخلاقو خاوند وي د نړۍ په هر گوډ کې د باور او اعتماد وړتيا لري . يو عالم وايي ، ٫٫ زما د قوت او اقتدار د وصولو لار يوازې زما اخلاق دي ،، . رښتيا چې د دې لارې موندل څه اسانه کار ندی ، خو د ژوند تر پای پورې اوږده بلکې د نسلونو د اقتدار او قوت د ساتلو لار ده، چې د دې لارې د حفاظت وياړ د يوې ټولنې د پرمختگ د يوه ملت د عظمت او د يوه حکومت د ثابتېدو لار بلل کېږي چې هر انسان د ښو اخلاقو په درلودو سره د تل لپاره د معنوي پانگې مالکيت لري .

اخلاق ـ باور زېږوي ، باور ټولنه همغاړې او سموي :

فرانسس هورنر يو سکاټلنډی وکيل او وټپوهاند (اقتصادپوه) ؤ چې د خپل ژوند په اوږدو کې يې اته ويشت (۲۸) پسرلي تېرېده پخپلې ټولنې کې داسې محبوبيت او باور درلود چې په مړينې يې ټول ښار ژړېده . همدارنگه يو بل عالم ـ ب. فرانکلن خپل پرمختگ يوازې خپل ښه اعمال گڼل نه عقل او ذکاوت . دی د امريکې يو ټولپوهاندی (علامه) و چې د دوهم ټولگي پورې يې زده کړې کړي وې ، نورې زده کړې يې د غريبۍ له کبله په رسمي توگه ونشوای کولای . دی وايي، ٫٫ ما د ژبې فصاحت نه درلود تل مې په لیک او لوست کې لغوي تېروتنې درلودې ، خو زما خپل اخلاق وچې د خلکو تر مېنځ مې د باور لاره پرانيسته ٬٬ . هو صداقت او استقامت او په حقيقت باندې درېدل هغه اخلاقي قوت دی چې انسان پخپل ځان کې د پاک روح مرسته ويني او د تل لپاره د همدغه پاک روح په مرسته د پرگنو په منځ کې د باور او محبوبيت هغه بېلگه گرځي چې د رڼا ستوري پشان ځلېږي . د هر چا لپاره په صداقت د دندې سرته رسول او د ژوند لوړو هيلو ته په سپېڅلي اند کتل د اخلاقو ښه نيت او وسيع نظر لرل او پېرزوينې د ټولنې د سمون بېلگې دي . څرنگه چې انساني کراماتو ته د درناوۍ په اړوند د اخلاقي سمون او روزنې په اړه چې نن سبا زموږ ټولنه دغې روزنې ته زښت زيات اړمنه ده په ځانگړې توگه ، ځوان کهول (نسل) ته پکار ده چې ددغې روزنې د حقوقو په لاسته راوړو سره پخپل عالي تفکر مسولانه غور او هڅه وکړي چې په ځان کې اخلاقي روزنې ته وده ورکړي او انساني وجايب په صداقت ، عفت ، راستۍ او وگړدوستۍ (بشر دوستي) سرته ورسوي . د ځينو پوهانو د نېکو اندونو په ټينگار سره که څوک د پوهې برسېره د ښه او صادقه اوصافو خاوند نه وي هېڅکله د سپېڅلو انسانانو په کتار کې نه ځاېږي .  ننني ځوانان په ځان کې باید د دغه اهم رسالت د سرته رسېدو په لاره کې د زغم په هڅه زموږ په دې ويجاړې ټولنې کې اخلاقي بېلگې وروزي او له هغو مادياتو څخه چې د دوی د اخلاقي سېک (قوه) پانگه سپکوي او يا له هغې پوهې څخه چې د خپل غرض له مخې د عمل په ډگر کې د بې حُرمتۍ سره مخه کېږي او ټولنه د لا بربادۍ پر لور روانوي ډډه وکړي . ځکه چې اخلاق د انساني جوهر سېک اوځلانده گوهر دی چې انسان هېڅکله د دغه قوت چې دننه په هر انسان کې موجود دی که يې په قدر او قيمت پوه شي او د سالمې روزنې لاندې يې ونيسي نه پښېمانه کېږي . په ضمانت سره وېلی شم چې په ټولنه کې به د لمر ځای ونيسي او تر ابده به ددغه ځلانده گوهر چې نېک اخلاق بلل کېږي د نسلونو نسلونو لپاره به په ټولنه کې د تاريخي رڼا نه هېرېدونکې وړانگې ځای ونيسي . لکه يوسف(ع) چې الله(ج) له کوچنيوالي په اخلاقي فضايلو باندې دومره ښکلی کړی و چې د ښکلا تازه گي او خوشالي يې د طبيعت ځانگړتيا او د الله(ج) پېرزوينه وه چې د نورو لپاره زړه راښکونکې او د زده کړې بېلگه شوه . تاسو هم هڅه وکړۍ او خپل پسرلی د ژمي په سوړ موسم او تود اوړی په مني مه اړوۍ . د ژوند هر موسم ته په طبعي ښکلا ځانگړتيا ورکړۍ . د هر موسم نه ځانگړی خوند او رنگ واخلۍ . نورو ته يې هم په خپلو اخلاقي فضايلو او پېرزوينو کې څرگند کړۍ . ښه اخلاق د دوستانو زياتوالی دی ، او بد اخلاق د دوستانو کمی او يوازېتوب دی چې يوازېتوب په جنت کې هم ارزښت نلري ، ځکه چې د يوه لاس څخه غږ نه وځي . نو په يوازېتوب کې به انسان څه سعادت وويني؟ . عمر ډېر لږ دی چې هر څومره ډېر شي له سلو (۱۰۰) څخه نه اوړي . سل (۱۰۰) کاله ددې نړۍ داسې تېرېږي لکه خوب لیدل چې انسان پرې نه خبرېږي . ځکه چې شپه په خوب او ورځ په ويښه تېرېږي . سم نيم عمر په خوب او خيال کې تېرېږي ، نيم نور يې د ژوند په کړو وړو ، غم او ښادۍ کې . نو که دا نیم نور ژوند په اخلاقي کردار او خلاسه ټنډه د دوستانو تر منځ په ټولنه کې تېر کړو يو خوند خو به ترېنه واخلو . او که په بدې ژبې ، بد کردار و بد عمل او يوازېتوب کې تېر شي نو د گور او کور توپیر به څنگه ومومو؟ ، او په پائ کې که مو معنوي ژوند ته خدمت کړی وي خو لاښه او که مو په مادي ژوند کې هغه هم په يوازېتوب او بد کردار کې تېر کړی وي نو آيا وروسته له مرگه به د دوعا هيله ولرو ؟ که نه ؟ ؟ . د يوې کورنۍ ارزښت په اخلاقي روزنه کې دی چې د لوړوالي او درناوۍ بېلگه گرځي ، زړونه هغه چا ته نژدې کېږي چې خوشاله (خوشحاله) او خندانه مخ ولري . ژبه او زړه مو يو غږ کړۍ او د خپل ژبې حفاظت وکړۍ ، ځکه چې کله کله همدا سرکښه ژبه ده چې خپل صاحب د هلاکت خواته راکاږي . د قار(قهر) او احساساتو په وخت کې خپله ژبه سپکه مه کاروۍ . په هغه څه چې نه پوهېږۍ مه يې وايۍ او هغه چې پر تاسو لازم نه وي په ژبه يې مه راوړۍ . په هر چا باندې چې ژبه حاکمه شوه خپل ارزښت له لاسه ورکوي . د هوښيار ژبه د عقل په واک کې ده . د عقل بې مشورې هېڅکله نه ښوري .کومې ژبې چې روزنه يې نه وي لیدلي داړوونکي ځناور ته ورته والی لري چې له پړي خلاص شي نوخوړل کوي . په تعادل سره د ژبې ساتل فرض بلل شوی دی ځکه چې انسان تر خپلې ژبې لاندې پټ دی . په ډېرو ځايونو کې سکوت د انسان قدر زياتوي د انسانانو ژبه د دوی د اعمالو ښکارندويي کوي .څرنگه چې ښه شی (څيز) ښه ساتۍ همداراز خپله ژبه هم ښه وساتۍ. په کوم ځای کې چې د خبرو اړتيا نه وي خبرې کول خير نه لري ، نو ځکه خو هره خبره ځانته ځای لري. داسې خبرې وکړۍ چې وروسته د کاشکې وړ نه وي . د زړونو د لاسته راوړو لپاره هڅه وکړۍ چې له يوه کس څخه نيولې بيا تر ټولنې پورې داسې خواږه الفاظ وکاروۍ چې وروسته له تاسو يې نور په وياړ وکاروي . راځۍ چې هغه سرمايه خپله کړو چې اخلاقي روزنه ورته وايي ، چې له يوه کس څخه پيلېږي او ټوله ټولنه پرې رڼا کېږي او د نسلونو نسلونو د روغې روزنې ، بېلگه گرځي . که تاسو غور وکړۍ ، ډېرې جړې که په کورنۍ کې وي او که په ټولنه کې رامنځته کېږي اصلي وجه يې اخلاقي روزنه ده ، چې ډېر لږ کسان د دې روزنې څخه برخمن دي او زښت زيات له دغې روزنې څخه محرومه پاتې شوي دي چې د بدې ژبې او بد خوی په وجه د جوړجاړي څخه وروسته پاتې دي . همدا ژبه ده چې د ټولو بدبختيو اصلي سبب گرځېدلې ده . که چېرې د ښځې او خاوند د کورنۍ د غړو ، دوستانو او خپلوانو او نورو کسانو تر منځ پر خلاسه ټنډه خندانه څېره ، نېکو اخلاقو او خوږه ژبه يو د بل سره اړيکې ونيسۍ ، ژوند به څومره خوږ او خوندور وي ؟ . هو ! او دا هم بايد هېر نه کړو چې انسان له تېروتنو خالي ندی . خير که يو کس لږه نيمگړتيا ولري او بل ترې تېر شي او هېر يې کړي . هماغه ساعت که يو کس له غوسې يا د ورپېښې شوې ناروغۍ په وجه يا هم د گيلو او احساساتو له کبله ونه توانېږي چې خپله ژبه يا غوسه وزغمي ، سمدلاسه دې مقابل لوری ورته غبرگون نه ښکاره کوي ، خو وروسته دې متوجه کړي چې بيا ځنې تکرار نشي او پخپل اخلاقي کردار او ژبه کې دې بدلون راولي او د راتلونکي لپاره به ورته تجربه او سبق وي . ځکه چې د اشتباه تکرار گناه ده او بې باوري زېږوي .

ښه اخلاق ـ د زغم لارښود دی :

په هر حالت کې د ستونزو مخې ته په خلاسه ټنډه مثبت فکر او مُسکو شونډو ودرېږۍ او هر کلی ورته ووايئ . د ژوند په لاره کې د کنډوکپرو سره ، د کږلېچونو سره ، د سمې او هوارې سره ، د سختيو او ستونزو سره لاس او گرېوان د خپلو اخلاقو په مرسته مبارزه وکړئ . هڅه وکړئ چې په ناموزون حالت کې په اعصابو قابو او په ځان کلک باور پیدا کړئ ځکه چې په غيرعادي توگه د غوسې خوړل هنر دی ، نه په عادي توگه . بلاخره ارواپوهانو او ټولنپېژندونکو دا واقعيت په ثبوت رسولی دی چې ځينې اخلاقي عاملونه شته چې د بشر په ټولو افرادو کې يو ډول دي او په ټوله نړۍ کې د انسانانو تر مېنځ يووالی لري چې ځينې هيلې دي چې د انسان په ځانگړتياؤ او کردار يا عمل باندې نفوذ يا تسلط پيدا کوي لکه جنسي احساس ، د بدن د ساتلو احساس ، د ځان د پرمختگ احساس ، د ټولنې سره د پزړه پورتيا احساس ، د لايزال يانې خدای (ج) سره د عقيدې احساس چې دغه احساسات که مثبت وروزل شي د ټولنې د پرمختگ باعث گرځي ، او که منفي وکارول شي انسان حتی د مرگ سره مخامخ کوي . ټولنيز تاسيسات لکه کورنۍ ، مذهب ، اقتصاد او سياست سيستمونه (غونډالونه) رامېنځته کوي چې انسان يوازې په ډوډۍ خوړلو ژوند نشي کولی ، که څه هم چې د انسان په ژوند کې ډېر اهميت لري . د بېلگې په توگه ،٫ همدا اخلاقي فضايل دي چې د کورنۍ ښه روزنه ، د تعلیم او تربيې زده کړه په مدرسه يا ښوونځي کې ، د علم زده کړه ، د عالي تحصيلاتو په دوره کې او همداراز د زده کړې څخه هغه تجارب چې د دندې په ساحه کې له ټولنې څخه اخيستل کېږي او ټولنه ده چې تاته د ښه شخصيت او يا ناوړه شخصيت پېرزوينه کوي ، دا ځکه چې ستا په اخلاقي فضايلو پورې اړه لري چې ته کومه وړتيا لرې ؟ او دغه فضايل ستا په روحاني قووې پورې په مستقيمه توگه تړاؤ لري  چې د ښو او بدو په مېنځ کې ستا قوه يا ستا د قووې پانگه په کوم لوري درنښت پیدا کوي چې د ټولنې د لرليد په تله کې ستا ارزښت او ددروندوالی ثابتوي ، چې ددغه اثبات لپاره ته يې ، ستا تفکر دی ، ستا قووه او فعاليت دی ، ستا د زړه خواهشات يا ستا هوا او هوس دی ، ستا حاکميت دی ، ستا باور او اعتماد پخپل نفس دی ، ستا اراده او ستا قوت دی چې ټولنې ته ستا د والا مقام وړتيا وړاندې کوي ، چې د دا ټولو اخلاقي فضايلو چوکاټ د انسان د پاک عقيدت چوکاټ دی . انسان د عقايدو په چوکاټ کې ځانته روزنه ورکوي تر څو پخپل ځان او نفس تسلط ومومي او د ټولنې د سالميت لپاره د وگړو تر مېنځ که ښځه وي يا نارينه د اعتماد او باور وړ گرځي . د بېلگې په توگه : الله تعالله د سزا ورکولو يانې د مجازاتو په نوم انسان ته له بدو څخه د ځان ساتلو لپاره د دوزخ نوم ياد کړی دی او همداراز يې د ثواب په نامه د مکافاتو په خوشاله (خوشحاله) کولو انسان ته د ښو اعمالو او اخلاقي فضايلو د زده کړې په لاره کې د جنت په نوم يانې د ژوند څخه د والا مقام خوند اخيستل او خوشالول دي چې دغه دواړې بېلگې په دغه يوې لنډې جملې پايته رسي يا پدغه لنډ متل تغيرېږي چې هم د دوزخ او هم د جنت مثال ورکوي : ښه عمل د لارې مل ، يا ښه خوی به دې سلطان کړي بد خوی به دې په ځان پورې حيران کړي ، يا هم چې بد گرځې بد به پرځې ، يا چې ښه کړې امیدوار اوسه که بد کړې خبردار . دا هرڅه زموږ په اعمالو پورې تړاؤ لري . جنت او دوزخ د انسان د وجود برخه ده . زموږ نفس کې يانې په ځان کې د ژوند ښه او بد موجود دي چې زموږ په روزنې پورې اړه لري ، چې د انسانيت مخ څرگند کړو ، که د انسان په جامه کې حيوانیت خپل کړو؟ خو انسان مؤظفه دی چې په تريخ حقيقت مَين وي او د حقيقت څرگندول د خپلې مينې په وجه چې د حقيقت سره يې لري ستونزې حتمي وگڼي . جان پيم وايي ، ٫٫ که زه د حقيقت د څرگندولو لپاره صدمه او عذاب ووينم ښه يې گڼم له هغه څخه چې حقيقت صدمه وويني ،، . رښتيا هم چې حقيقت ته صدمه رسول او يا حقيقت پټول داسې مانا ورکوي چې موږ نه غواړو سوکاله ژوند ولرو ، د خپلې ټولنې د پرمختگ لپاره نه غواړو ښه ايمانداره او وظيفه پېژندونکي خلک وروزو او په اخلاقي فضايلو د ژوند کولو محيط ښکلی کړو چې يا خو د ژوند سره پزړه پورتيا نلرو او يا د نهيلو بنيادمانو په شان د نن يوو سبا به نه يوو باندې اکتفا وکړو او معنوي ژوند ته په بې ارزښته سترگه وگورو ، يا نه غواړو چې موږ يا زموږ کورنۍ يا هم ټولنه په ارامه اعصابو په ځانگړي توگه زموږ خويندې او ميندې د امن په ماحول کې ژوند وکړي . دا ځکه چې د اخلاقي فضايلو څخه بې برخې يوو . د اخلاقي روزنې کمی احساسوؤ ، په نفس باندې تسلط نلرو . د ايمان او عقيدې څخه بې برخې شوي يوو . کله چې په انسان باندې نفس غالب شي ايمان او عقيده يې هم په تزلزل کې ولېږي ، د ښو او بدو تميز نشي کولی ،د اخلاقي قوت ځای يې هوا او هوس نيسي ، د بصيرت رڼا يې ورو ورو له منځه ځي ، د مادياتو په مينه کې يوازې او يوازې د ځان د خوشاله کولو لپاره فکر کوي ، ځکه چې ځينې بنيادمان د منفي اخلاقو د سېک تر اغېزې لاندې دومره ځان وروزي چې د يوه روږدي بنيادم په توگه نشي کولی چې خپل ناوړه او ټيټ خصلت ته تغير ورکړي ، ځکه چې د عادت بلا په بسم الله نه ورکېږي . تر څو چې د روزنې لاندې ونه نيول شي او زغم خپل نکړي . نو پدې توگه ټوله ټولنه رنگ اخلي او يوه ستونزمنه بداخلاقي په ټولنه کې خپل تسلط پيدا کوي چې د بدو چارو په واک کې انارشي (گډوډواکي) په ټولنه کې رامنځته کېږي ، چې د وگړو ژوند د خطر سره مخامخ کېږي . دا خطر په ځانگړي توگه د اناثو طبقې لپاره د مرگ سره په واضع توگه لاس او گرېوان کېدل دي .

د بداخلاقۍ په مرض اخته ټولنه او د نوي نسل سالمه ضمانت :

څرنگه توانېدلی شو چې په داسې حالاتو کې د بداخلاقۍ په مرض اخته ټولنه کې د خپلو بچو او راتلونکي نسل د ښه ژوند ضمانت وکړو؟ يو عالم وايي ، ٫٫ د نړۍ ټولې ژمنې (وعدې) او زېري تزويري او غولوونکي دي ،، رښتيا وايي ! تر څو موږ پخپله د ايمان ، عقيدت  او ښو اخلاقو خاوندان نشو هېڅکله د ټولنې د ارامۍ ، د هېواد د آزادۍ او د ځان د خپلواکۍ په خوند نه پوهېږو . د انسان لپاره تر ټولو عالي تگلاره د ژوند داده چې اعتماد په نفس ولري او پخپل زيار او هڅې خپل مقصد او مُقام ته ورسېږي ، نه د بل په تکيه . په دې باور ولرۍ چې با اراده او زړور انسانان د ډېرو عالي مفکرو له کتاره زړه سواندي ، متواضع ، خندانه او مينه ناک خلک دي او په ټولنه کې په شفقت او مُلايمې طبعې باندې مُسما دي او واقعآ مهربانه هم دي . ډارن او بې زړه خلک تل زشته طبع لري او سره له دې سخت زړي ، متکبر ، درواغجن ، عُقده يي او شيطان مزاجه ، حسود دي او په پزې مچ هم نه پرېږدي .

سر چارلز ناپير چې د ملکې ويکټوريا په وخت په هند کې مشهوره جنرال و د ښکار ډېر شوقي و ، د دې لپاره چې نه يې غوښتل حيواناتو او آلوتونکو ته نور زيان او صدمه ورسوي نو يوه ورځ يې له ښکار څخه لاس واخيست ، ځکه چې ډېر جسور ؤ . رښتيا چې مېړانه په تېرېدو کې ده نه په وژلو کې . همدا شان ٫٫ فوکس٬٬ د خپلو ښو اخلاقو ، صادق او مهربانه زړه خاوند و ، د مينې او احترام په وجه يې ټول خلک ځانته راکاږلي و . خپل شرافت او حيثيت ته يې بې شانه پزړه پورتيا درلوده ، کومه کيسه چې د ده په هکله پاتې ده واقعآ چې په څرگند ډول د ده حقيقت ثابتوي ، وايي يوه ورځ يو سړی چې فوکس يې پوروړی و په ډېر قهر د ده کور ته په داسې حال کې چې ده خپلې پيسې حسابولې ورغی او خنجر يې پرې راووېست او خپلې پيسې يې ترې وغوښتې . فوکس په ډېره سړه سينه پداسې حال کې چې پيسې يې په لاس کې تيارې نيولې وې ، په مهربانۍ ورته ووېل زه دغه پيسې بايد ٫٫ شريدان،، ته ورکړم زه د هغه پوروړی يم او له بلې خوا بې له خپل شرافت څخه چې د يوه سند په توگه مې د اعتبار لپاره ده ته وړاندې کړی بل سند يې له ما څخه نه دی اخيستی . که چېرې زه مړ شم نو شريدان د خپلو پيسو د غوښتنې لپاره هېڅ سند نه لري چې خپلې امانتي پیسې په لاس راوړي . کله چې پور غوښتونکي دا خبره واورېده ژر تر ژره يې خپل خنجر په تېکي کې خوندي کړ او سم د واره يې ووېل ، ٫٫ بس ما هم خپلې پیسې ستا شرافت ته په پور درکړي چې کله دې وموندلې بيا يې راکړه يوازې او يوازې ستا په شرافت اکتفا کوم٬٬. فوکس چې وليدل چې پورغوښتونکي په ده باندې باور وکړ نو د مننې په ويلو يې ورته ووېل ! زما د پاره همدومره بس دی چې پر ما دې اعتبار وکړ ، شريدان باید لږ نور هم صبر وکړي ځکه چې ستا غوښتنه له هغه مخکې ده او باید ستا پور ادا کړم .

د احساساتو او اخلاق تر منځ واټن :

څرنگه چې انسان په هراړخيزه توگه اخلاقي روزنې ته اړتيا لري د ارواپوهنې له نظره ښه غؤر يا ښه فکر هغه وخت وده کوي چې انسان په ټولنه کې د اعتماد و زغم  او ښواخلاقو خاوند وي . د نېکو اخلاقو خاوند هېڅکله د احساساتو له مخې کار نه اخلي ، بلکې د عقل او منطق په وسيله مخ پر وړاندې درومي او پخپل اخلاقي تسلط سره په ارامو اعصابو د فکر کولو موقع لري او مثبت گام اوچتوي . اخلاقي روزنه د حکمت څخه خالي نده او هېڅکله يو اخلاقي انسان چاته د غوسې کولو شرايط نه مساعده کوي او پخپلې روزل شوې ژبې هېچاته د تېري حق نه ورکوي او نه پخپله په چا تېری کوي . اخلاقي انسان معمولآ د وجدان خاوند هم وي او پخپل گفتار او کردار باندې د وجداني تعليماتو پر اصولو عمل کوي . برسېره پر وجدان دا کسان د ادب او احترام احساس هم لري هر هغه څوک چې د دغو صفاتو خاوند وي د انسانيت تر ټولو عالي بېلگه بلل کېږي ، ځکه چې په اسلام کې د دغسې عالي شخصيت خاوند ته اشرف مخلوقات ويل شوي دي ، چې زموږ محبوب پيغمبر حضرت محمد (ص) د ډېر زيات عالي صفاتو خاوند ؤ ، ده مبارک (ص) به هر سپين ږيري ته احترام درلود ولؤ که يهود به هم و ځکه چې حيا او احترام د ايمان جُز بلل شوي دي او د اخلاقياتو يوه ځانگړې برخه ده چې د ټولو انسانانو د سعادت د کورنۍ د نېکبختۍ اصلي وجه يو او بل ته په درنده سترگه کتل دي او بې له دغه احساسه ايمان او باور له کمزورۍ سره مخه کېږي او په ټولنې باندې خپلې ناوړې اغېزې شيندي او سوله مختل کېږي . همدا راز پرمختگ او تکامل ته هم صدمه رسېږي له بلې خوا د مذهب او ديانت يو بل مفهوم احترام دی چې د ټولنې په وگړو کې يو تر بله د اړيکو ساتل دي او پاک خدای (ج) ته د بشريت نژدې کېدل دي . که څه هم چې د ښو اخلاقو خاوند په مرور او آرامۍ سره د شهرت پړاؤ ته رسېږي خو د ده عالي صفات هېڅکله پټ نه پاتې کېږي او هر څوک يې د اوصافو او عالي شخصيت درناوی کوي او په قدرسره يې لاره تعقيبوي ،کېدای شي ځينې بنيادمان د شخصي حسادت له مخې يو کس ښه معرفي نه کړي او د اخلاقي روزنې او عالي قوت نه يې رخه راشي او يا د حوادثو په اثراتو کې همدا د لوړ صفاتو خاوند يو څه وخت د ستونزو سره لاس او گرېوان شي خو په يقين سره داسې انسانان د صبر او استقامت او زغم په وجه ژر يا وروسته د ژوند په سختيو غالبه کېږي او ډېر ژر د خلکو د احترام او باور وړ گرځي ځکه چې پسرلی له خپلو وږمو نشي پټېدی . ريچارډ برينزلي شريډن د انگلستان يو مشهوره تياتر لیکونکی او نامتو سياسي خطيب ؤ چې په ۱۸۱۶م زېږدي کال کې مړشو او د ده د تياتر مشهوره ډرامې، يوه يې د (School for Scandal )

 (د رسوايۍ لپاره ښوونځی) په نوم او بله يې د (سيال) ( Rival ) په نامه وه ، چې له کبله يې دی د ډېر شهرت خاوند شو، خو په افسوس سره چې د شريډان نوم اوس هم د ضعيف الاخلاق په نوم د انگلستان په لیکوالانو کې يادېږي . د ده په هکله ويل شوي دي چې که شريډن اخلاقي اعتماد درلودای ممکن خلکو به په ده باور کړی وای او په ټوله نړۍ کې به د ده نوم او شهرت حکومت کړی وی خو بيا هم انگليسان وايي په افسوس سره چې د اخلاقي امتياز څخه لاس ولی ؤ ، نو ځکه دد ه ټول څرگند کمالات او فضايل تقريبآ عقيم او بې فايدې پاتې شول . که څه هم چې په ظاهري اخلاقو ډېر جذاب او جلب کوونکی و خو په هېڅ راز يقيني وزن يې نه درلود ، نه په ژوند کې نه په سياست کې . که څومره هم چې ده ځان ډېر مافوق باله ، خو پانگه يې سپکه وه . کيسه وايي ، ٫٫ يوه ورځ يو ممثل د تياتر له مدير څخه خپله لاس باړه غوښتله ، شريډن ورته ډېرې ستغې کلمې ووېلې او په لوړ غږ يې ښکنځلې ورته وکړې چې تا خپل مقام او منزلت پېژندلی دی ؟ ممثل ځواب ورکړ ، ښاغليه ! زه خپل مقام ډېر ښه پېژنم ، خو زما او ستا تر منځ توپیر هم ډېر ښه پېژنم ، ته د اصل او نصب په وجه ترما ښه امتياز او تفوق لرې خو زه د ژوند په گام کې د اخلاقي رفتار او کردار په وجه له تا مافوق يم  او له تا څخه ډېر امتياز لرم .٬٬ همدا راز بورک چې د شريډن خپل وطنوال ؤ او د ده په زمانه کې د خپلو نېکو اخلاقو او ښو خواصو د يو عالي کرکټر خاوند هم ؤ چې په ۳۵ کلنۍ کې وکالت ته انتخاب شو او د پارلمان په کرسۍ کېناست او د ښه نوم له کبله يې د انگلستان په سياست کې تل پاتې نوم وگاټه . د ده د ښو اخلاقو صفات زښت ډېر دي خو ددې برسېره د ده د عصبانيت او تُندخويۍ او يا هر وخت ناوړه احساساتو د ده ذاتي استعداد ته صدمه ورسوله . په رښتيا چې په ژوندانه کې اعتدال واقعآ چې د ژوند کولو يوه اهمه طريقه ده چې هر څوک باید د اعتدال د فقر څخه ځان وساتي . ځکه چې د اعتدال نشتوالی هرراز صفت له منخه وړي او انسان حقير او بې قدره کېږي . اخلاق هغه  مدرسه ده چې د مور له غېږې او د کورنۍ چاپېريال څخه پیل او ټولنې ته رسېږي چې په دې مدرسه کې انسان هره ورځ نوی سبق اخلي چې ددغه سبق د تجربې لاسته راوړل ، د ښو او بدو دواړو د زده کړې هيله لري چې گام په گام انسان د راز راز آزمون سره مخامخ کوي او زموږ د اعمالو نتيجه که هر څومره کوچنۍ هم وي په لاس راکوي . هېڅکله او هېڅ حرکت جزوي مه گڼۍ ځکه چې په ژوند کې ډېر کوچني کوچني او ناقابله جزوي شيان په نظر راځي چې زموږ په سرنوشت باندې يا زموږ په راتلونکي باندې ډېر ژور اثرات اچوي . هر حرکت ، هر تفکر او هر احساس زموږ په تربيت و زموږ په فکري قوې او عادت باندې په راتلونکي کې ډېر عُمده تاثیرات لري . پدې ترتيب سره انساني اخلاق تل په تغير او تبديل کې دي چې په ژوند کې يا مخ په ښکلا رڼا څرگندوي يا مخ په بدرنگۍ ترږمۍ راولي . يا مخ په ښه والي د صعود خواته پرمختگ کوي يا مخ په بدۍ د نزول او پستئ خواته درومي . ژوند پخپله زموږ د پاره ښوونکی دی ، مدرسه ده او پوهنتون دی ، ځکه چې ژوند د ښو او بدو د زده کړې هغه ټولنه ده چې له خپل چاپېريال څخه پیلېږي . په واضح ډول څرگنده ده چې له کورنۍ څخه د مدرسې تر ملگرو له مدرسې څخه پسې بيا د پوهنتون تر غړو او د پوهنتون څخه بيا تر دندې او ټولنې تر وگړو رسېږي چې دا هره مرحله په مرحله ، پل پر پل يا خو مخ په وړاندې انسان د ستورو نوم گټي يا به په مځکې کې په سيوري پسې لالهنده گرځي . يا تر ښو لا ښه کېږي چې ښه به ويني يا به له بدو بدتر کېږي چې په بدو پسې به گرځي . ځکه خو يو متل دی ، ٫٫ چې ښه گرځي ، ښه به گرځي ، چې بد گرځي بد به پرځي ،، .

د مسولیت احساس صداقت رامنځته کوي  :

يو عالم وايي : هېڅوک مجبور او مکلفه نه دي چې په نړۍ کې دې ارومرو بډای ، عالم  او يا د تدبير خاوند وي، يا دې لوړه رتبه ولري ، خو هر څوک او په هرچا فرض او واجبه ده چې صادق او راستکاره وي . ځکه چې يوه ورځ په صداقت او عفت کې ژوند تېرول په سل کاله علم ارزي ،،. همدا انساني اخلاق دي چې د حوادثو له مېنځ څخه لوړ شخصيت په وجود راولي . زموږ حقيقي سېک زموږ له اخلاقو سنجول کېږي چې له مثبت لوري د ټولنې د پرمختگ وجه گرځي او له منفي لورې د ټولنې د وروسته پاتې کېدو او ورانۍ سبب گرځېدلی شي . د بېلگې په توگه : په يوې کورنۍ کې هم همدا شان يو ورور د خپل چاپېريال د تاثير او شرايطو په حوادثو کې د ځان لپاره قصر جوړوي او بل ورور د لټۍ او دون همتۍ په وجه د عمر تر پايه په يوې ويجاړې جونگړې کې د کمبختۍ شپې ، ورځې تېروي ، حتی يو کاڼی هم د ضعيف النفسه بې ارادې انسانانو لاره بندولی شي او  د ارادې او متين عظم خاوند لپاره هرراز ستونزې د پرمختگ په لورې د سوقولو لاره پرانيزي او د خپلو اخلاقو په وجه هم له خپلې مخې او هم د نورو د لارې کاڼي لرې کولای شي . دوی په تدبير او زغم سره خپله لاره هواروي او هېڅ ډول خنډ د دوی لاره نشي بندولی . سن برنارډ وايي : ٫٫هېڅوک بې له ما نشي کولی چې ماته زيان راورسوي ، کومې صدمې چې ما ته رارسېږي ټولې زما له خپله لاسه رارسېدلای شي کله چې زه د رنځ او مُشقت سره مخامخ کېږم ،، . پوهېږم چې اصلي وجه يې ځما خپله خطا او اشتباه ده . په رښتيا کله چې انسان خپلې خطا او اشتباه ته ملتفته شي او خپل عزم او اراده په کار واچوي نو پخپله پوهېږي او ځان د اصلاح او نيکۍ مديون بولي او له بدۍ نه اجتناب کوي ، ځکه چې موږ او تاسو به ډېر اورېدلي وي چې هر عمل عکس العمل  لري . يعنې هر عمل او عکس العمل سره مساوي دي . نو د اخلاقو په عمل کې هم دا يو روڼ حقيقت دی چې د ښو او بدو اعمالو تاثير هم همدا شان عمل او عکس العمل لري نو ځکه خو يو متل دی چې وايي : ډېر نري وېښته هم سيوری لري ، واقعآ چې په ټولنه کې انسانان ډېر څه اخلي او ډېر څه له لاسه ورکوي چې دا هم يو روڼ حقيقت دی انسان دی چې پخپل عمل سره ټولنې ته گټه رسوي او د خپل عمل عکس العمل پخپل راتلونکي نسل کې ويني ، ځکه چې د ټولنې جوړښت يو واقعي انسان د خپلې کورنۍ په جوړښت کې لیدای شي چې همدا راز د ټولنې ويجاړېدل هم که څوک غور وکړي له کورنۍ څخه پيل کېږي او ناسالمه راتلونکی يې بېلگه وړاندې کوي . د عالي اخلاقو اېجاد يا روزنه بې له جديت ، زغم ، زيار او رياضت څخه په لاس نه راځي نو باید چې تمرين وکړو او تل خپل گفتار و رفتار او کردار په پام کې ولرو چې زموږ هوا او هوس زموږ په اختيار کې وي او حاکم اوسو چې په اخلاقي ارادې پخپل نفس وکولای شو حکومت وکړو ځکه چې کېدای شي ، خپل مرام يا مقصد ته د رسېدو په لاره کې موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو او کله کله مغلوب او پاتې راشو خو بيا هم له ټولو ستونزو سره سره ، نهيلې نه شو او مبارزه وکړو که چېرې زموږ روح قوي او زړه مو پاک او صادق وي ، بې له شکه د ستونزو له هر ميدان څخه بريالي راوځو او خپل مقدس ارمان ته به رسېږو ځکه چې زموږ زيار او زغم به د پرمختگ په لاره کې زموږ د هيلو او عالي اخلاقو په مرسته چې موږ تشويقوي مخ پر وړاندې ځو او هر راز زيار او زغم چې زموږ له خلوص او صداقت څخه څرگندېږي زموږ د اخلاقي بنياد او د ښو احساساتو د بنسټ ډبره ثابتېږي . د لوړو شخصيتونو تر ټولو ښه بېلگه د بشريت په تاريخ کې د ډيوې په توگه څرگنده ده ، موږ په دې وجه موظفه يوو چې د دغې رڼا په سبب د ښو اخلاقو د حصولو لپاره په عالي توگه هڅه وکړو چې زموږ مقصد او منظور باید غني کسب او معنوي ثروت وي نه مادي بډایه وياړ . لوړ مقام د يوه انسان لپاره د شرافت او اخلاقو څخه ډک ژوند دی نه د بې پتۍ والا مقامات . د پښتنو يو شاعر وايي ، ٫٫

په سرو وینو کې لت پت ښه يم په پت کې     نه د سرو زرو په تخت باندې بې پته

رښتيا هم پدې دوه کرښو کې د ايماندارۍ ، صداقت ، ديانت او پخپل نفس باندې د صادقو احساساتو څومره اعتماد ځلېږي چې تاريخ يې د ځان په باور نازېږي او تر موږ يې رارسوي چې موږ څه ترېنه لاسته راوړو . باید چې ډېر متقي او ډېر متدين انسانان ووسوؤ ، باید چې د رښتيا ويوونکو د راستکارئ او امانتدارۍ لاره غوره کړو ، نه د نفوذ او اقتدار لاره چې د خيانت او د بد اخلاقۍ په وجه والا مقامات ښکاره شو .

سپېڅلي احساسات د اخلاقو سرچينه ده :

د انگلستان د ملکې وېکټوريا خاوند پرنس کونسورټ د ډېرو ښو اخلاقو خاوند او فاضل سړی ؤ چې هر څوک د ده د ښو اخلاقو تر نفوذ لاندې راتلل . کله چې ملکې د وېلنگټن دارلفنون جايزې ورکولې نو د عادت په توگه به يې هر وخت دا جايزې د ماشومانو په لاس وېشلې چې د سپېڅلو اخلاقو ، نرمو زړونو او نجيبو روحونو خاوندان وه . تل به د معمول پشان چې کوم ماشوم ددې ستاينو څخه برخمن و نو د ډالۍ د وېشلو په لړ کې همدوی لومړی حق درلود چې دا حق پرنس کونسورټ ورکړی ؤ . واقعآ چې د هرچا سپېڅلي اخلاق په رفتار ، گفتار او اعمالو کې څرگندېږي چې معنوي پانگه يې درنده ده . داسې ډېر بنيادمان به د هر چا سره په ټولنه کې مخامخ شوي وي چې د معنوي پانگې څخه به يې مادي پانگه ډېره اوچته وي خو د انساني ستاينو (صفاتو) څخه به برخمن نه وي او خپل ټول انساني صفات او اخلاقي تله به يې په مادي فساد هېره کړې وي او په خپل شتو به نازېږي خو په افسوس سره چې په اصل کې به ډېر ناتوانه ، غريب او بې وزلی همدا د مادي دولت او شتو خاوند وي ، ځکه چې د اخلاقي مېړانې په فقر به لکه يو لېونی ناروغ اخته وي او د علاج لاره به نه پېژني چې د دغو خلکو دغه ساري ناروغي د ټولنې لپاره نه يوازې عيب بللی شو ، بلکې يو تر ټولو ډېر مهلک ميکروب دی چې د راتلونکي نسل لپاره د يوه لوی خطر په توگه حسابېږي . په دې هکله د مور او پلار او نورو مشرانو جدي پاملرنه په کار ده او پخپله د ځوان نسل ځيرکتيا او غور هم لازم بولم چې د مادياتو د لاس ته راوړلو لپاره له داسې کسانو څخه چې د شر او فساد په میکروبونو تر ستوني ککړ دي ځان وساتي ، تر څو د ښو اخلاقو په فقر اخته نشي او د انساني او ښې روزنې له چوکاټ څخه ؤ نه وځي . که څه هم د اخلاقو په جوړښت کې تجربې او بېلگې ډېر اهم تاثير لري خو اصلي ريښه او اساس يې د مور غېږ او د پلار کردار دی چې د انسان په روحاني قوې باندې متکي ده ځکه چې يوازې همدا قوه ده چې بشري ژوند پیلوي او استقلال او فعاليت وگړو ته ورکوي . يو شاعر چې دانيال نومېږي وايي ، ٫٫ که انسان پخپله خپل ځان څرنگه چې دی ونشي کولای لوړ مقام ته ورسوي نو يو حقير او ناڅيزه موجود به وي ، ځکه چې بې له روحاني قوې چې دننه په انسان کې يو فعاليت جوړوي ، چې له ارادې يا اخلاقي ريښې څخه سرچينه اخلي بې له دغو قوتونو څخه د انسان ژوند بې منظوره او بې مقصده کېږي ، لکه ډنډ اوبه چې هېچا ته يې گټه نه رسېږي او که د سيند په شان روان وي نه يوازې دا چې خپل خانته يې ډېرې گټې دي بلکې ټولو خلکو ته يې گټه رسېږي . حتی ټوله ټولنه ترېنه مستفیده کېږي . کله چې قوي اراده اخلاقي عناصر په حرکت او فعالیت راولي او انسان د خپل عالي مقصد لپاره له شخصي گټې څخه سترگې پټوي او د تقوا او دندې (مسولیت) پېژندنې چوکاټ ته ننوځي  هغه وخت ويلای شو چې يو انسان د کمال سرحد ته رسېدلی دی . د عالي اخلاقو بېلگه او د مېړانې په صف کې ولاړ د ټولنې د پرمختگ مخکښ والا صفته انسان بلل کېږي ځکه چې دغه روحاني قوت دی چې د انسانانو گفتار، اعمال او رفتار د نورو لپاره د زده کړې بېلگې جوړوي او د دغسې اشخاصو وراشې (اقوال) او لفظونه هر يو ځانگړی فعل او حرکت لري . له بل پلوه د هر انسان لپاره فعالیت بې له صداقته ، بې له خلوص او سپېڅلو اخلاقو د هر راز ډېرو فعاليتونو سره سره د تکبر ، عناطلبۍ او ځان غوښتنو په ناروغيو اخته کېدل دي ، چې له داسې بنيادمانو څخه جباران ، مخربين ، د فساد جوړوونکي او د ټولنې ورانوونکي جوړېږي. د خپل شوم تقدير په مرسته له وحشت څخه ډکې نخشې د جهان او انسان لپاره جوړوي. همدا راز بيا ددې بنيادمانو پر خلاف داسې خلک شته چې د روحاني قوې په برکت د فعاليت سره سره له نجابت ، اخلاق ، تهذيب ، صداقت او خلوص څخه ډک دي . د ژوند قانون يې د انساني دندې پېژندنه ده چې دا رنگه انسانان په عمومي توگه په دنده ، معاملاتو او کورني ژوند کې عادل د انصاف خاوندان او روحآ يا په فطري توگه په انساني کرامت پوهېږي . څرنگه چې عدالت د حکومت او اساس يې يو ملت جوړوي ، د يوې کورنۍ د ادارې لپاره هم همدا شان عدالت ضروري گڼي چې پخپل گفتار او کردار کې امین او صادقه وي ، د دښمنانو سره د عدم تشدد او مېړانې څخه کار اخلي ، د بې وزلو سره د رحم او شفقت له لارې گام پورته کوي . يو عالم وايي : هېڅکله د مجادلې پر مهال په لفظي خنجر د چا زړه مه زخمي کوۍ . رښتيا وايي ! ځکه چې زړه د خدای کور دی او د خدای کور ته باید په درناوۍ سره سر ټيټ کړو او د انسان او انسانيت تر نامه لاندې د انساني کراماتو درناوي ته غاړه کېږدو او د تور او سپين په نامه د وگړو د حقوقو سپکاوی ونه کړو ، ځکه چې د نړۍ پرمخ دغه يو بشر دی چې نړۍ پرې ودانه ده او د دغه بشر تر منځ يوازينی توپير د خصلتونو ، ژبو او مذهبونو له مخې اټکل کېږي ، نه د رنگونو له مخې او نه د مالدارۍ او نادارۍ له مخې . هر هغه انسان چې د صداقت ، ديانت ، راستۍ ښو اخلاقو ، ښه تهذیب او سپېڅلتيا استازيتوب کوي چې په هره ټولنه کې وي د هغې ټولنې د پرمختگ او جوړښت بېلگه ده او د راتلونکي روغ نسل زېری ورکوي . که د انسان د ژوندانه تاريخ ته غور وکړو نو دا ثبوت به په لاس راکړي چې هېوادونه او په هېوادونو کې حکومتونه هغو کسانو ساتلي دي چې په کار او زيار کې صادقه ، ايمانداره او د سپېڅلي احساساتو او عقيدې خاوندان وه ، چې هم يې د ځان لپاره او هم يې د نورو لپاره ژوند خوندور کړی ؤ . د مسولیت احساس يې په واقعيت او صداقت سره پخپل وجود کې روزلی و او پخپلو انساني خواصو يې انسانان په غېږه کې نيولي وه او د مسولیت احساس يې پخپل عمل کې ورښودلی ؤ. په واقعيت سره چې د انسان لپاره اخلاق هغه محرکه قوه ده چې د ځان په څرگندېدو د انسان په طبعيت کې په عالي شکل سره د حقيقي انسانیت معرفت کوي او د پت او احترام لياقت پیدا کوي . په ټولنه کې د اعتماد او باور وړ گرځي . د ايماندارۍ ، صداقت  او عقیدې سمبول يادېږي چې د راتلونکو نسلونو لپاره د نېکبختۍ تاریخي بېلگې وړاندې کوي . ځکه خو امرسون وايي ٫٫٬ بې ريا او د اخلاقي روزنې خاوندان د خپلې ټولنې روحونه دي ، چې يوه ټولنه يې د ژوند کولو قابليت لاس ته راوړي ،، . هو ! يوه ټولنه هغه وخت د نزول خواته درومي چې د اخلاقي فساد دروازې په اسعارو خلاسې شي ، او يوه ټولنه هغه وخت د پرمختگ پر لورې گام اوچتوي چې د اخلاقي روزنې په کار کولو سره د فساد مخنيوی وشي او د بدبختۍ دروازې وتړل شي .

درناوي د اخلاقو پر بنسټ ، نه د شهرت پر اساس:

فقر انسان نه وژني خو اخلاقي فسادونه انسان د مرگ کومې ته راکاږي . که څوک د شهرت له مخې د يوه کس عزت او احترام ساتي او درناوی ورته کوي خو اخلاقي روزنه يې په نظر کې نه نیسي زما په اند دغه عقیده په ټولنه کې د يوه نه رغېدونکې ناروغۍ په توگه ناسالمه انتشار پیدا کوي او يو بل ته د ناروغۍ په توگه سرايت کوي نو زموږه ټولنه د دغې ناروغۍ په وجه محدوده او له نظره ولېدلې بې قدره بې ارزښته کوي . ځکه چې شُهرت د احترام وړ نه دی، بلکې انسان او انسانيت د درناوۍ وړ دی ، ځکه چې په هر هغه چا کې چې د انسانيت فضایل نه وي ولؤ که هر څومره پوه عالم او د لوړو تحصيلاتو خاوند هم وي د ټولنې په درد نه خوري . بې عمله عالم د بې ثمرې ونې بېلگه ده . عمل دی چې د انسان د ارادې او باور ضمانت کوي او په ټولنه کې اعتماد او باور رامېنځته کوي . نظر او عمل دوه بېلابېل قوتونه دي چې ددغه دوؤ قوتونو په يوځای کېدو سره انسان د خپل مقصد پړاؤ ته رسېږي او که چېرې دغه دوه قوتونه يو له بل څخه بېل شي نه يوازې انسان خپل هدف ته رسېدلی نشي بلکې د ضعيف النفسه بنيادم د نوم په گټلو په ټولنه کې د بې باورۍ په لومه کې نښلي او د هر چا په خولې کې د بې عمله او بې اعتماده شخص په نوم يادېږي . همداراز کېدای شي ډېر عالي شخصيتونه چې د علومو په وجه د وخت او عصر سره برابر وي خو د اخلاقي روزنې له پلوه لکه صداقت ، ايماندارۍ، وظيفه پېژندنه او بشر دوستۍ د نشتوالي په وجه له يوه نالوستي کلیوالي بزگر څخه ډېر وروسته پاتې وي . چې دا پخپل ذات کې د يوې ټولنې لپاره د کمبختۍ د خطر زنگ دی ځکه چې دا عالي شخصيتونه په پوهې برسېره په عمل او ارادې کې ناکامه دي . په ژبه کې تېز او په عمل کې سُست او لټان دي . دا نه يوازې لوی عيب بلل کېږي بلکې د ټولنې د ورانۍ او د راتلونکي کهول لپاره درمل نه لرونکې ناروغي بلل کېږي او د انسانيت له نوم سره نه ښايي ځکه چې ټولنه بې له روزنيز عمل څخه هېڅکله د ودې او پرمختگ په لور گام نشي اوچتولای . همداراز داسې کسانو ته ټولنه هېڅ د باور او اعتماد تصدیق نشي ورکولای . راځۍ چې شاته وگرځو او د تاريخ پاڼې واړوو چې په همدې ټولنه کې ډېر نالوستي خلک تېر شوي دي ، چا به لیدلي او چا به اورېدلي وي چې همدا نالوستي کسان د هېواد د ساتنې لپاره د خپل وطن په نوم د دين په نوم ، او د ناموس په نوم له لوستو کسانو څخه ډېرې قربانۍ ورکړي دي . ټولې نړۍ ته يې خپل عقیدت ، صداقت ، ايمانداري او مسولیت پېژندنه ثابته کړې ده . دوی په بې ريا مخ د لمر په شان ځلېدلي  دي او پخپل عمل کې يې خپل هوډ څرگند کړی دی . همدا نالوستي د پاک زړه خاوندانو د جگړې پر مهال د مُشقت او زيار پر مهال په ډېرې سادگۍ او صداقت سره دا منلې ده چې د تقدیر سره لوبه نه کېږي او ځان يې د ژوند کولو لپاره د ژوند حقیقت ته تسلیم کړی دی ، خو د ژوند ناخوالو او ستونزو ته هېڅکله د بې پتۍ په نوم ځان ندی تسلیم کړی او د نرینه يا مېړه نوم يې په هر راز زحمت او غربت کې ساتلی دی . د ژوند هر اړخیزې ستونزې يې په سړه سینه زغملي . لاس او گرېوان يې د ستونزو سره د مبارزې په ډگر کې هڅه کړې ده . تر اخري سلگۍ پورې يې خپله سينه سپر کړېده ، خو ناخوالو ته يې د تسلیمۍ غاړه نده کږه کړې . همدغو نالوستو وطن ساتونکو ، تقدیر ته د تسلیمېدو په نوم خپله هڅه جاري ساتلې او د يا مرگ يا خپلواکۍ په شعار يې خپل هېواد تر ننه پورې پخپلو وینو خوندي ساتلی دی . زموږ د دغو نالوستو او په انساني او اخلاقي روزنو روزل شوي په عقیدې ولاړو هېوادوالو دغه تاريخي بېلگې يې تر ننه پورې ژوندۍ دي چې کېدای شي د دوی دغه بې ساري افکار او عقاید په ننني عصر کې د گوتو په شمېر په نړۍ کې ومومو چې نظر او عمل يې يو تر بله لکه د زنځير کړۍ سره نښتي وه او په اخلاقي عقايدو ولاړ استواره او د عزم او ارادې خاوندان وه . هاغه مېړني د ميندو او خويندو د پت ساتونکي د ټولنې د پرمختگ حاميان په تعادل سره په ژوند مينان د تاريخ ځلېدونکي ستوري او د هېواد د خپلواکۍ قربانيان وه.

راځۍ چې نظر او عمل سره يوځای کړو او د تېر شوي تاريخ بېلگې په پام کې ونیسو . لومړی د خپل زړه په روزنه کې هڅه وکړو او د عقيدت سره پزړه پورتيا پيدا کړو څو پخپل وجود کې صداقت او ایمانداري وروزو چې د اخلاقي روزنې په درشل کې چې د انسان انساني قوت ته وده ورکوي خپله کړو تر څو چې موږ د انسان نوم ته درناوی ونکړو د اخلاقي روزنې سره پزړه پورتيا پيدا نکړو ، دغه روزنه له هرشي څخه ځانگړې لوړه او مهمه ونه گڼو هېڅکله نه شو کولای چې خپل مقصد او حقيقي بخت لیک وپېژنو. صادقه انسان طبعيتآ د تقلب دښمن دی . رښتيا ويونکی د دروغجن مخالف دی او عادل د ظالم مخ نيوونکی دی باید يو تر بله په جنگ او مقابله کې وي او همداراز صالح انسانان د خپلې بريا پخاطر هڅه کوي چې په ناصالحه کسانو بريالي شي . دغه انسانان په ټولو تاريخي آثارو کې د خپل ولس د اخلاقو استازيتوب کولای شي . دغه انسانان د خپل شجاعت ، مېړانې او ښه فطرت په وجه په ټولنه کې سرلوړي او د درناوۍ وړ دي . ځکه چې که دوی دوامداره مبارزه ونه کړي او د شراو فساد مخه ونه نيسي سبا به په دغو ناصالحه بنيادمانو ټوله نړۍ ډکه او هره ټولنه به مخ په ورانئ ويجاړه وي . نو راځئ چې د انسان د سپېڅلي نامه تر سرلیک لاندې د اخلاقي روزنې په مرسته هم د ځان او هم د نورو په روزنه کې تکل وکړو ځکه چې د نړۍ پر مخ په دغو صالح انسانانو نړۍ ودانه ده او د دغو انسانانو تر مېنځ د خصلتونو او عقايدو لوی توپیر دی چې صالح انسانان له ناصالحلو څخه بېلوي ، نه د مالدارۍ او نادارۍ په وجه او د انساني تهذیب له مخې له حقیقت څخه سترگې پټې نه کړو . يو عالم وايي ، ٫٫ که زه د حقيقت د څرگندولو لپاره صدمه او عذاب ووينم ، ښه يې گڼم له هغه څخه چې حقیقت صدمه وويني ،ځکه چې انسان موظفه دی چې په حقيقت مئين وي ،، . د حقيقت څرگندول د خپلې مينې په وجه چې د حقيقت سره يې لري ستونزې حتمي وگڼي ، ځکه چې د ټولنې د جوړښت بېلگه اخلاقي روزنه او د حقيقت منل او دا د ملي گټې منل دي .

ما مخکې هم ووېل ! ډېر عالي شخصيتونه چې د علومو په وجه د وخت او عصر سره برابر وي خو د اخلاقي روزنې په وجه لکه صداقت ، تقوا ، وظيفه پېژندل او ایماندارۍ په فقر اخته دي او د اخلاقي فضايلو څخه ډک نالوستي کليوال بزگر پسې د صداقت او ایماندارۍ په وجه نشي رسېدلای چې داسې بنيادمان په ټولنه کې د پېژندو پر مهال له وروستو لا وروسته گڼل کېږي . خو که په خاصه توگه د شهرت او مقام په وجه يې عزت او احترام ته خلک سرټيټوي او په ځانگړي توگه يې د پوهې احترام ساتي زما په آند دغه عقیدې ناسالمه ځکه دي چې زموږ دغه لويه نړۍ څومره محدوده له نظره ولېدلې ، بې قدره او بې ارزښته کوي ، ځکه چې ټولنه هېڅکله په بې عمله انسانانو نه جوړېږي .

والټر سکاټ د برتانيې يو نامتو شاعر، کيسه لیکونکی ، ډرامه لیکوال ، خبریال او يو پوه وکیل ؤ. دی وايي: ٫٫ ما خپل ټول عمر په مطالعې او مرکو کې تېرکړ ـ د ښوښو عالمانو سره مې وکتل او خبرې مرکې مې ورسره وکړې او ښه ښه کتابونه مې ولوستل چې د خپل مهال ډېرو نامتو لیکوالانو لیکلي ؤ خو زه په جرات سره ويلای شم کوم افکار او عقاید چې مې په نالوستو کسانو کې د جگړې پر مهال د زيار ، عذاب ، درد ، لوږې او تندې پر مهال په دوی کې لیدلي دي يا د سادگۍ او صداقت له مخې د هڅې په نامه د دوی د تېر مهال دوستانو ، گاونډيانو په باره کې مې اورېدلي دي پرته دسپېڅلو کتابونو مې هېچېرې او هېچا له خولې نه دي اورېدلي او نه مې د دوی د افکارو او عقایدو ساری لیدلی دی ،، . د دې لپاره چې اکثرآ زموږ نالوستي خلک د نورو څخه د اورېدو پر مهال پخپل ځان کې د ښو افکارو ، ښو عقايدو عمل روزي او بې له دې چې پوه شي خپل ځان د نوروڅخه په اورېدو سره د صداقت او رښتينولۍ په عمل عياروي او د ښو او بدو تميز کوي او خپل نالوستی عقل د ښو په زده کړه کې او د بدو څخه پرهېز کولو په چلنج کې اچوي . په ټینگې ارادې سره نه يوازې ځان بلکې خپله ټوله کورنۍ روزي . د گناه او ثواب تر نامه لاندې هېڅکله داسې عمل ته غاړه نه ږدي چې د دوی د مېړانې ، عقيدت او صداقت نامه ته صدمه ورسېږي او د شرم احساس وکړي . که د لنډې بېلگې په توگه يې يادونه وکړم د قرآن شريف له مخې چې شيطان په خپل وخت کې د پوره علم خاوند و چې نن يې د انسان له وجوده څومره ناوړه گټه اخيستې ده چې ورور په ورور له مېنځه وړي. کورونه ورانوي . د هر اړخيزه فسادونو لارې هواروي . ټولنه ويجاړوي ، هېوادونه ورانوي په ميليونونو انسانان بې گناه له مېنځه وړي . د هر عصر د تقاضا سره سم له خپل قدرت څخه ناوړه گټه پورته کوي چې زما لپاره پخپل آند د دغسې شخصيتونو چې شهرت په هر مقام کې وي او په عمل او نظر کې يې واټن اټکل کېږي او د ناسالمه عقیدت په لور روان وي نه يوازې د احترام وړ ندی بلکې په څرگنده توگه باید ښکاره شي او د يوه بې ایمانه ، بې عمله او په ټولنه کې دې د بې باورۍ بېلگه شي چې راتلونکو نسلونو ته د اخلاقي کمزورئ په توگه د عبرت مثال شي .

اخلاقي عمل د لوړوالي محرکه قوه ده چې په معنوي سېک په زړونو واکمني کوي :

دولت او ثروت اخلاقي لوړوالی نشو بللی او نه هغه علم د درناوۍ وړ گرځېدلی شي چې عمل ورسره نه وي . برعکس د تخريب او فساد وجه گرځي ځکه چې دنيا کې ماديات ، بې عمله علم ، فساد او بد اخلاقي يو تر بله ډېر نژدې اړيکې لري . ماديات د هغو کسانو په لاس کې چې عزم او اراده نلري په نفس حاکميت نلري ـ يا نشي کولای چې نفساني هوا او هوس اداره کړي، د دام په مانا د ټولو فسادونو او مصيبتونو سرچينه ده . څه د ځان لپاره څه د نورو لپاره ، خو برعکس معتدله ژوند يا متوسط الحال ژوند چې د پوهې په عمل ښکلی وي او کله کله د بعضې ضرورتونو په وجه انسان کار ته اړباسي او د غربت سره يې اشنا کوي د اخلاقي روزنې او تهذیب د لوړوالي لپاره له اندازې زياته موثره ده . د يو کس لپاره کېدی شي خپله عقیده ، تقوا ، عفت ، قناعت د عمل هڅه وي چې د مېړنو په ډله کې راځي لکه يو پلار چې خپل ځوی ته د ژوند کولو د طريقې سبق ورکوي چې د ډېرو انسانانو لپاره د ژوند سرمشق (سرلاره) گرځي ـ همدا پلار چې بورنز نومېږي وايي ،٫٫ اخلاق او کردار دې د مېړنو کړه ولؤ که يو دينار ونلرې ،، ځکه چې که څوک د پاک زړه څښتن او صادقه نه اوسي په يوه دینار هم نه ارزي . په واقعيت سره چې د انسان لپاره اخلاق يوه محرکه قوه ده چې پاکو احساساتو ته وده ورکوي . څوارلسم لویي وایي ،٫٫ سلاطين يوازې د هڅې کار او مسولیت پېژندنې په ساحه کې کولای شي سلطنت وکړي . د بېلگې په توگه :  که د زده کړې سره عمل او د عمل سره اخلاق ملگرتيا ونه کړي بيا به هماغه متل پرې تدبيقېږي چې ٫٫پلانی سړی بې عمله ملا دی٬٬ . بې عمله ملا يانې هغه څوک چې نظر لري او عمل نه څرگندوي نو ځکه خو د علم يا د زده کړې او عمل تر مېنځ واټن پروت دی او ددغه واټن د لرې کولو وسيله نېک اخلاق ، پاک عقیدت ، صداقت او ایمانداري ده چې د انساني ضمير اړتيا ده او انساني ضمير پرته له منطقه بې ريا ريښتونی عدالت او انصاف جذبوي او درناوی يې کوي . تاسو وگورئ د ډېر لوی اقتدار خاوندان د پوهې مخور عالمان او د زده کړې مربيان مري او دارالفنا ته ځي . په پږني (فيزيکي) لحاظ د خلکو له مېنځه ورکېږي او بالاخره خاورې کېږي خو د همدغو لوړو اشخاصو د خپلو لوړو شخصيتونو بېلگې وروسته له مرگه ژوندۍ پاتې کېږي او په صديؤ صديؤ د دوی د اعمالو ، افکارو او ښو اخلاقو ـ يا د تل پاتې بېلگې دي چې نه هېرېدونکي د تاريخونو په زړونو کې له يوه کهوله بل کهول ته په ميراث د زده کړې وړ گرځي چې په پرله پسې نسلونو باندې ژورې اغېزې کوي . پدې وسيله د دوی روح د تل لپاره د اخلاقي څلي په شکل کې راتلونکو ته گټه رسوي . هغه کسان چې د اخلاقو د عظمت پړاو ته رسېدلي دي د لمر د وړانگو پشان د بشري ټولنې اخلاقي محيط رڼا کوي او خلکو ته د فضيلت او تقوا په لاره کې لارښوونه کوي . ښه اخلاق او عالي خصلت د زده کړې او پوهې سره اړيکې نلري ځکه چې که هر څومره يو کس د سياسي اختياراتو خاوند وي او د وسيع قدرت خاوند هم وي تر څو چې په يوې تولنې کې د ښه اخلاقو ښه کرکټر او د ښه تربيت خاوند نه وي نشي کولای چې پخپل ټول قدرت او دولتي واکمنۍ سره يوه ټولنه د پرمختگ په لور د لوړوالي خواته سوق او اداره کړي . د انسان معنوي سېک او اخلاقي قدرت په زړونو واکمني کولای شي ، د ټولې ټولنې باور او اعتماد وړتيا پيدا کولای شي ، نه د مادي او هاغه زده کړې توان چې د عمل په توان کې کمزورتيا لري . عمل او اخلاق دوه ټینگې اړيکې دي چې د انسان مسولیت ورته په گوته کوي نو ځکه ويلای شو چې اخلاق د هغه انسان په وجود کې لیدلای شو چې د ويښ قضاوت يانې وجدان خاوند وي چې دغه کسان د مسولیت احساس کوي او په عمل کې د اخلاقي قوې په ملگرتيا حرکت کوي . نو راځۍ چې په ځان کې اخلاقي روزنې ته وده ورکړو او انساني وجايب په صداقت ، عفت ، راستئ او وگړ دوستۍ سرته ورسؤو . هيله ده چې زموږ ځوان کهول د دې روزنې د حقوقو په لاسته راوړلو سره پخپل عالي دماغ مسولانه غور او هڅه وکړي چې موږ او تاسو د ځان د سوکالۍ او د خپلې ټولنې د سوکالۍ لپاره هغه معنوي سېک ته چې په موږ کې د اخلاقي انسانانو روح روزلی شي له ډېر غور څخه کار واخلو او د انسانیت په وړاندې د مسولیت احساس پیدا کړو او هغه څه چې د ځان لپاره خوښؤو د نورو لپاره يې هم خوښ کړو .

انساني کرامت ته درناوی د ښو اخلاقو بله بېلگه :

راځئ چې يو څو شېبې د خپل زړه تل ته ورننوځو چې د انسان ژوند ته د ځان پشان ارزښت ورکړو او له خپل ځان څخه يې بېل ونه گڼو . که د تېر شوي مهال پاڼې وگورو چې په دې ارته نړۍ کې د انسان په نامه يوه مور او يو پلار اوسېدل او نن هغه تشه نړۍ د هماغو دؤو انسانانو په وجه د هغوی په نسلونو تر ستوني ډکه ښکاري . که تور ؤ که سپين ، که سور ؤ که زېړ ، ټول د هغو دؤو انسانانو د موجود څخه په وجود راغلي دي ، چې نن لکه د بڼ رنگين گلونه د نړۍ د ښکلا او رڼا وجه بلل کېږي .

که مذهب زموږه بېل دی پردي نه يؤوله يو بل نه

د ماليار بڼ کې گلونه هر يو گل په يوه رنگ دی

په حقيقت کې د هماغه يوه پلار او مور ثمره ده چې آدم (ع) او هوا انا (ع) نومېدل چې د دوی د وجود له برکته الله(ج) د دنيا پر مخ د دوی د اولادونو د نسلونو لپاره طبيعي او کسبي نعمتونه د دوی په زيار د ژوند کولو او ترقۍ لپاره رامېنځته کړي دي . دوی ته يې عالي دماغ ، عالي مفکورې ، د علم د زده کړې لپاره پېرزو کړي دي چې دا نن يې په سترگو وينو چې همدا نننۍ نړۍ چې د ساينس او تخنیک په نوم يادېږي او د بشر د هر راز سهولت وجه پکې څرگنده ده . دا هماغه پخوانۍ نړۍ ده چې د دؤو انسانانو له وجود څخه مېنځ ته راغلې ده . په اقوامو يې وېشلي ، په ژبو يې وېشلي او په مختلفو عقايدو يې وېشلي دي . هاغه وخت چې نه پکې د تور نوم يادېده او نه د سپین يوازې او يوازې د خدای د بنده يعنې د انسان نوم څرگند ؤ . هغه وخت چې نه ته وې او نه زه ، نه ترقي وه نه پرمختگ ، خو بيا هم انسان موجود ؤ . او د انسان په نوم د انساني کراماتو د درناوۍ په وجه يوه مشترکه وجه څرگنده وه چې نن يې اخلاق او تهذيب بللی شو چې د همدې اخلاقي روزنې او انساني تهذيب په مرسته يو انسان د بل انسان سره د اُنس او محبت شریکه وجه او متقابل درناوی لري . او يو د بل حقوقو ته په درنده سترگه گوري او د دې حقوقو پېژندنه انساني کراماتو ته درناوی کول دي چې له تهذيب يا اخلاقي روزنې څخه لاس ته راځي او انسانان سره نښلوي او د سا تر حده يې يو بل ته نژدې کولی شي . همداراز د ناوړو کړو وړو په وجه نژدې دوستان چې په وينه کې سره شریکه وجه لري يو تر بله يې پردي کوي او حتی له خواږه ژوند څخه يې محرومه کوي او که چېرې دغه په اقوامو وېشلي انسانان هر يو د خپلې ټولنې لپاره د عمل هڅه وکړي د اخلاقي روزنې په مرسته کولای شي په زړونو حکومت وکړي ، چې په دې وجه کولای شي د خپلې ټولنې د وياړ جوگه شي . د دغو بېلگو د وړاندې کولو موخه مې د انسانانو د نظر او عمل او اخلاقي روزنې پورې تړاو لري چې انسان لومړی باید د خپل زړه په روزنه کې يانې خپل عقیدت سره پزړه پورتيا پیدا کړي او پخپل وجود کې صداقت او ايمانداري وروزي چې دې ته اخلاقي روزنه ويل کېږي . د ساري په توگه په اوسينيو حالاتو کې نن سبا په افغانستان کې د مادي قوت خاوندان دي چې د شر او فساد دروازې يې د نوي کهول پر مخ پرانيستې دي او د همدغو ناوړو اعمالو د سرته رسېدلو لپاره د آزاده بازار په نامه هېوادوال د فقر ، بدبختۍ او ناخوالو سره روږدي ساتلي دي . ددې آزاده بازار په نامه نن ورځ په افغانستان کې کوم جنايات نه دي چې نه کېږي ؟ په پرديو اعصارو باندې د خپلو اعصارو په پرتله چې د فساد زېږنده ده همدا د مادياتي اعصارو خاوندان دي چې ورځ په ورځ د هېواد راتلونکی نسل د آزاده بازار د ډيموکراسۍ په نوم د بد اخلاقۍ او ناسالمه ژوند تورې کندې ته وراچوي ځکه چې په هر هغه هېواد کې چې ځوان نسل د اخلاقي روزنې پر ځای د مادياتو د پیدا کولو په وجه د شر او فساد په زده کړې کې وروزل شي او د مافيايي غونډال (سيستم) تر تعقیب لاندې وده وکړي آيا څه فکر کوئ چې هغه هېواد به له اشغال څخه خلاص شي ؟ ـ يا د هغه هېواد هېوادوال به د خپلواکۍ سوچ ته وزگار شي ؟ محال دی ! نن زما په هېواد کې د گوتو په شمېر يو څو جنايتکاران او يو څو جنگسالاران واکمنان دي او ټول ولس يې د خپل پايښت لپاره د مرگ سره لاس او گرېوان کړی دی . که چېرې موږ ټول د اخلاقي روزنې ملاتړي نه شو د صداقت ، عقیدت ، ديانت ، بشردوستئ ، ايماندارئ او هېوادپالنې افکار پخپل عمل کې د واقعي انسان په څېر د نړۍ انسانانو ته او په ځانگړي توگه نوي کهول ته په څرگنده ډول په گوته نه کړو او د تور او سپين نوم د يو انسان او يوه هويت تر نامه لاندې ورک نه کړو ، هېواد به مو اشغال وي ، مشران به مو بې استدلاله او ځوانان به مو بې اعتداله وي . کور به مو وران ، ښار به مو ويجاړ ، بې سره او بې پولې به مو د پردو د دود او دستور په ښکېلاک کې ځان او ټولنه ښکېل کړې وي . کاروان به مو په بې سره او سره به مو بې واکه وي .

نه به زه يم نه به ته يې

که دا حال وي زموږ هسې

زموږ تاوان د پردو گټه

که بازار وي زموږ هسې

تر ټولو ښه صفات که په ښځينه کې وي يا په نارينه کې هغه د شجاعت اخلاق دي . يانې دېته په ژورې ارزونې سره انساني کراماتو ته د درناوي خبره رامېنځته کېږي چې دغه انساني کرامات د ځان يا خپل نفس سره يانې باطني حواسو سره جهاد وکړو تر څو مو ظاهر او باطن د اخلاقي فضايلو د بڼ ښکلا پيدا کړي او په صداقت او ايماندارۍ د خپلې ټولنې رڼا وگرځو . دېته موږ د جهاد بنفس هڅوب هم ويلای شو چې له مخې يې دغه مفاهیم په ځان کې نغاړي : لکه اېثار ، بل ته تېرېدنه ، بښنه کول ، د ژبې سره پام کول ، انسان ته ارزښت ورکول ، ولس پالل ، په ځان باور او ژبې اخلاقي روزل چې د دې په پام کې نیولو سره انسان د روحاني ولایت پولې پورې رسېدی شي . د انساني کرامت د درناوي اړونده سکالو ته زموږ گران پيغمبر حضرت محمد(ص) په خپل حدیثو کې ډېرې اشارې کړي چې دوه یې دلته ستاسو مخې ته ږدم : الله(ج) هغه انسانان نه خوښوي چې له ژبې څخه ناوړه گټه پورته کوي (صحيح بخاري) . همدا رنگه يې د با اخلاقه مسلمان نښه په بل حدیث کې داسې ښکاره کړې چې وايي :  مومن کس هاغه دی چې د هغه له ژبې څخه بل انسان په امن کې وي. (صحيح بخاري) . دغه کار پخپله شجاعت او مېړانه ده يانې هغه شجاعت چې تل په حقيقت استواره وي . صداقت ، انصاف او عدالت پکې ضميمه وي . هغه انسان چې د پت خاوند وي د هوا او هوس واږی يې پخپل لاس کې وي او پخپل نفس باندې حکومت کوي . که چېرې انسان له دغو صفاتو او فضیلت څخه برخمن نه وي بې له شکه چې د ژوند له ټولو خوندونو څخه به محرومه پاتې کېږي . امين انسان په فطري توگه د تقلب دښمن دی . رښتيا ويوونکی د دروغجن مخالف دی ، عادل د ظالم دښمن دی او باید تل ورسره په جگړه کې وي که د خپل بريا ـ يا په دغو بې انصافيو باندې د غالبېدو لپاره مبارزه وکړي . تل دغسې انسانان په ټول عمر کې د تاريخ په رڼا کې د ښو او نېکو اعمالو بېلگه گرځي او په فطري توگه اخلاقي جرات او ټولنیز حاکميت لري او همداراز که د ښو او بدو ترمېنځ دغه جگړه د دايمي مبارزې ـ يا په اصطلاح د جزا او سزا يانې مجازات او مکافات موجود نه وای د نړۍ پر مخ به د فساد ، ځان غوښتنو ، شخصي گټو حکم چلېدی او همدغو ناسالمو بنيادمانو به په زور او جبر حکومت کولای . ټول لوړ ممصالحين ، د سامله پرمختگ د لارې شهيدان ، د حق پلويان ، په واقعيت سره د بدکردارو ، درواغجنو ، بدلارو، بداخلاقو او متکبرو دښمنان دي . دغه صالحين هېڅکله نه غواړي چې ټولنه له دغو مفسیدینو ، ناصالحو بنيادمانو څخه ډکه شي او د سالمه پرمختگ لارې بندې ، ورانې او ویجاړې کړي . دغه صالحه انسانان دي چې د سر په قربانۍ خپله ټولنه سپېڅلې ساتي او په صداقت سره د حقيقت په لاره گام اوچتوي . د نړۍ زمام او اداره تل د قوي او زړورو انسانانوپه لاس کې ده . ضعيف النفسه بنيادم له ځان څخه هېڅکله ، هېڅرنگه اثر د ټولنې پر صفحه تل پاتې نه پرېږدي . لکه څرنگه چې فعاله او د پت خاوندان لکه ستوري ځلېږي او هر څوک د دغه نور په رڼا کې د هدايت لاره موندلی شي او راتلونکي د دوی له نېکو افکارو او اخلاقي زړورتياؤ څخه زده کړه او تجربه لاس ته راوړي . ټولنې ته له دغو کسانو څخه په ځان باور پر نفس حکومت او ټینگ هوډ سرايت کوي او انسانان مطمئين او زړور کوي .

جرات په عقيدې او ارادې پورې تړلي دي:

جوليوس سېزار د روم لومړنی ټولواک ؤ ، دی يوه ورځ په بېړۍ کې ناست ؤ ناڅاپه د سمندر په څپو توپان راگډ شو . د بېړۍ کپتان له ډېراضطراب او غوسې څخه نژدې ؤ چې د بېړۍ واک له لاسه ورکړي ، چې په همدې وخت بل کپتان چې ډېر زړور و غږ يې وکړ ، ولې وېرېږې ؟ ستا په بېړۍ کې سېزار (قيصر) ناست دی . دا چې د لرغوني روم په پير کې پاچايانو او ټولواکانو ته په عقيدتي لحاظ په درنده سترگه کتل نو ځکه د بېړۍ کپتان د سېزار په نوم اورېدو ډاډمن شو . په ريښتيا چې د زړورو او مطينو انسانانو قوت لکه مقناطيس راښکونکی دی چې نور د ځان خواته راکاږي چې ضعيفه النفسه بنيادمان يا چوپتيا ته اړباسي او يا يې د ځان خواته د متابعت لپاره تحريکوي . ځکه چې د جرات خاوند د ارادې خاوند چې د ستونزو او موانعو سره مخامخ هم شي هېڅکله ځان له لاسه نه ورکوي او نه نهيلی کېږي او له خپلې ارادې څخه په شا نه گرځي . کله چې ديوجنز لاتيوس (ديوژن) د يونان يو فيلسوف اراده وکړه نو ٫انتيستنيس، چې د يونان لرغونی فيلسوف اوسوفیست (استاد) ؤ ورته د سبق لپاره ورغی او دغه فيلسوف څخه يې غوښتنه وکړه چې دخپلو زده کوونکيو په کتار کې يې شامل کړي،  خو انتيستینس امتناع وکړه او د ده هيله يې رد کړه ، خو ديوجنز لاتيوس دومره اصرار وکړ چې انتيستینس خپل د لاس د ښکلا لرگی پرې اوچت کړ او تهديد يې کړ چې که ژر ترژره  له ده څخه ولاړ نشي نو سر به يې ورمات کړي . ديوجنز له تهديد څخه ونه وېرېد او پخپل ځای هماغه شان ثابت ولاړ ؤ او ورته يې ووېل : ٫ ومې وهه خو ته به هېڅکله ونشې کړای چې ما له خپل هوډ څخه واړوې او زما هوډ څخه به ټينگ لرگی هم پیدا نه کړې . انتيستينس چې دده د ارادې قوت ولید ويې نشوای کولای چې له ديوژن (دیوجونز) سره مقابله او مقاومت وکړي . مجبوره شو چې په شاگردۍ يې ومني . کله چې د انسان د  هڅې قوه د قل او پوهې سره يوخای شي نو خامخا انسان خپل هدف ته رسېږي چې يوازې فکري قوه او استعداد چې هر څومره زيات هم وي بې له ټینگې ارادې يوازې انسان نشي کولای چې خپل مقصد لاس ته راوړي . هڅه ده چې انسان د اخلاقو محرکه وجه بلل کېږي چې دغه محرکه قوه انسان په ځان باوري او ټینگې ارادې ته اړباسي . د ژوند کولو د طريقې ، لاره او چاره ورښيي او د ژوند څخه گټه پورته کوي چې ددغې گټې څخه راتلونکې ټوله ټولنه حاصل لاسته راوړي . هغه بنيادمان چې د ژوند کولو په لار ځان نه پوهوي تل محدود پاتې کېږي . د بېلگې په توگه : ځينې بنيادمان په غټ ټبر ، لويې کورنۍ کې په لوی لاس يوازې پاتې شوي دي . يوازې او يوازې يې ځانونه پخپل وړوکې کورنۍ کې تر ښځې او اولادوپورې محدوده ساتلي دي . نه په مور ، نه په پلار ، نه په خور ، نه په ورور او نه په نورو نژدې دوستانو چې په کورنۍ پورې اړه لري ـ يا يې په کلي او ټبر پورې تړلي دي په هېچا ځان نه خبروي . دغه بنيادمان نه يوازې د هېچا په درد نه خوري بلکه دغه محدوده شوي کسان حتی د احساس له مخې هم بې برخې دي او د ټولنې په سطحه د هېڅ انسان لپاره د درد درمل نشي کېدی . دا ځکه چې دوی د يوې کوټې تر چت لاندې تر ښځې پورې يا تر خاوند پورې په دغه محدودیت کې خپل خوږ ژوند د يکنواخته ژوند په درشل کې د تاوتريخوالي سره سره ورو ورو د مايوسۍ او نهیلتوب خواته کاږي . د گيلو او پلمو سره سره خپل بې فعالیته او بې احساسه ژوند څخه هم سر ټکوي دا ځکه چې دغه کسان د دؤو وجوهاتو قربانيان دي . يو خوا د مادياتو مئينان دي له بلې خوا د حرص په ناروغۍ اخته دي ، چې د دې ناروغۍ درمل يوازې او يوازې پوهه او اخلاقي روزنه ده چې د معنوي او حقيقي ژوند کولو په طرز او طريقه پوهه ورکړای شي او له محدود ژوند څخه ټولنیز ژوند ته تحريک شي چې د فعالیت د هڅې په وجه وکولای شي د ژوند له نعمتونو څخه چې د يوې کورنۍ و يو کلي ، يو ټبر غړي دي برخمن شي ، چې لومړی د مور ، پلار ، خور ، او رورو څخه پېلېږي او ورو ورو ټولنې ته راوځي . ماديات پرسته او حريص بنيادمان هېڅکله په ټولنې کې ځای نشي پیدا کولای ځکه چې دا هغه محدوده خلک دي چې تر خپلې گټې پورې محدود پاتې شوي دي .  د دوی لرلید نشي کولای چې بې له ځان څخه د بل چا لپاره مثبته غوښتنه وويني . دا بنيادمان نه يوازې د بل لپاره خير رسوونکي ندي ، بلکې د خپل ژوند لپاره هم نه رغېدونکې ناروغي ده چې په ټول عمر کې يوه ورځ هم بې ريا ژوند نشي کولای . تل دوه مخي ، درواغجن او په ظاهره توگه ځان ښه څرگندوي . په خولې باندې ډېر تېز خو په عمل کې پڅ او ولېدلي کسان دي . هر شي او هرې لارې ته بې له هڅې د امکاناتو د خوبونو له دريڅې گوري او په دې نه پوهېږي چې د هر کار امکانات په هڅې پورې اړه لري . دغه بنيادمان د خپلو نژدې دوستانو سره هم لکه يو دوکاندار معامله کوي . په زړونو کې د نورو حسرت خوري خو په څرگند ډول د يوه مطمئين شخص په توگه تمثيل کوي . نه د چا د غم سره د شریکېدو اصول پېژني او نه خپلې ستونزې له چا سره شريکوي . تل داسې څرگندوي چې گنې له دوی نه بل نېکبخته نشته خو خدای مو دې له داسې حالاتو وساتي چې د ساه پوهنې له نظره د څومره روحي ستونزو سره د وېرې او اندېښنې په جال کې نښتې دي چې د شيطاني قوت او تکبر له وجې يې خپل خوږ ژوند د بې خبره خطرناکو حوادثو د مرگ سره مخامخ کړی دی . که چېرې دغه بنيادمان چې د ژوند په نه رغېدونکې ناروغۍ چې د مادياتو مينه او د حرص خوند دی اخته شوي دي له ما څخه د علاج پوښتنه وکړي نو زه به ورته بې فيسه ډاکټر وروښېيم چې هېڅ مادي نقصان به ونه ویني او سمدلاسه به پخپل کور کې جوړ روغ رمټ شي . تاسو به کېدی شي چې وپوښتۍ چې دا بې فيسه ډاکټر څوک او څنگه دی ؟ غوږ شۍ ! دا بې فيسه ډاکټر په ژوند کې دا څو وجې دي . لومړی اراده ده ، دوهمه تواضع ده، درېيمه صداقت ده، څلورم سخاوت ده، پينځم له محدودیت څخه تولنيز ژوند ته ترجيح ورکول دي . که ددغه بې فيسه ډاکټر په مشورې هر څوک گام واخلي او په دغه چوکاټ کې د ځان او زړه په روزلو اراده وکړي ، هېڅکله به د ناڅاپي ناروغۍ سره مخامخ نشی خو دا هم باید په ياد کې ولرو چې د دغه ډاکټر چوکاټ ته ورننوتل نه يوازې چې روحي او فيزيکي روغتيا ده بلکې د ټول عمر د نېکمرغۍ ضمانت او د معنوي ژوند جوړېدل دي ، چې تلپاتې بېلگې به يې د ټولنې د پرمختگ لپاره لاره هواره کړې وي . راتلونکي به په چټکۍ مخ پر وړاندې درومي او په درناوۍ سره به د دغه انسان نوم نمانځي . اخلاقي جرآت ، اراده او زړورتيا چې کله له زغم سره يوځای شي ستونزې او زیار چې هر څومره زيات او رنځ ورکوونکي وي او خلکو يې له مېنځه وړلو ته د مهال سوچ هم کړی وي انسان پرې غالبه کېږي . ځکه چې عزم او اراده انسان هڅوي او د سالم پرمختگ په لور يې تحريکوي چې دا پخپل ذات کې د اخلاقو روزنه ده . کله چې انسان د صبر او استقامت څخه کار اخلي او نېکو کارونو ته غاړه ايږدي په اصل کې د ځان او خواصو روزل دي چې انسان ورسره عادت کېږي او دا عادت ورو ورو د انسان په وجود کې وده کوي چې پړاؤ ته په رسېدو سره د خپل زغم پايله او ثمره د لوړ مقام او عالي شخصيت په توگه په زړونو کې تلپاتې لاسته راوړي . په خلکو کې په څرگند ډول معرفت پیدا کوي او ټولنه نه يوازې زده کړه ورڅخه کوي بلکې تقلید يې کوي ځکه چې د نړۍ هر ښه شی پخپل وجود ټينگ دی او که دا نه وای نړۍ به د اوسېدو او ژوند کولو ځای نه وای . لومړی د فکر کولو نتيجه ده ، دوهم د زړه د قوې اثرات دي ځکه چې موږ ټول پوهېږو چې همدا زړه دی چې په ټول عمر کې زموږ په ژوندانه حکومت کوي او اداره کوي يې . په ټولنه کې د نبوغ خاوندان د عقل او فکر په مثال دي او د ښو اخلاقو خاوندان د دوی د روح او وجدان پشان د نبوغ د خاوندانو تمجيد او صفت کوي چې همدا د ښو اخلاقو صاحبان خپل مخې ته يوه بېلگه جوړوي او پیروي يې کوي . لوړ خلک تل استثنا او ځانگړتياوې لري او لوړوالی په نړۍ کې تل نسبي وي . د انسان گټه له ژوند څخه يوه اندازه محدودیت لري چې ځینې خلک نشی کولای دا فرصت يا وخت په لاس راوړي چې ځان لوړوالي ته ورسوي . لاکن هرڅوک کولای شي چې خپل مسولیت او وظايف په راستۍ او شرافتمندۍ سره تر خپلې وسې سر ته ورسوي . کولای شي چې د فطري قوې څخه گټه پورته کړي او خپل ژوند په عفت سره تېر کړي . کولای شي چې په هرکار کې حتی په جزيي مسايلو کې صحیح العمل ، متدين او رښتياويوونکي وي . د ژوندانه تر ټولو لوړ مقصد او منظور ته رسېدل د والا اخلاقو څرگندونه ده چې د ځوان نسل د خير او برکت ضامنه ده .بهترينه تله د ښو او بدو د توپیر لپاره ژورفکر او ژوندی احساس دی چې د بصيرت په روښانه سترگو يې لیدلی او د ضمیر په غږ يې اورېدلی شو . د دې تلې د انصاف په ساتلو کې د ايماندارۍ ، صداقت او استقامت پلوي باید وکړو ، ښو ته ښه او بدو ته باید بد ووايو تر څو مو د عمل په گام ځان د انسانیت مقام ته رسولی وي . خدای تعالله(ج) د ښو اخلاقو بهترين خوښوي ، نه تر ټولو ځواکمن او قدرتمند ترين

د انسان په نوم بېلگه د انسانیت شه

چې تاریخ دې تل خوندي کړي پخپل زړه کې

که ته مړ شې چې هندو مسلمان دواړه

يو دې مينځي په زمزم او بل دې سوزي په لمبه کې

1 څرګندونه on اخلاق/ د نجيبه سارا بياباني له نوي اثرڅخه

  1. خادم اخلاقمل // نوومبر 17, 2014 at 6:46 am // ځواب

    اسلام علیکم
    درنو مشرانو ډېره مننه ښکلې لیکنه مو خپره کړېده او باید چې ووایم ماشاالله ډېر د الله شکر دی چې داډول خویندې او میندې هم شته چې د ټولنې روزنې لپاره لستوڼي بډوهي . الله مو تل برمياله لره .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*