وروستي:

سپېڅلې مېرمن خديجه الکبری/ شرر ساپی

شپه پر مکې راخپره شوه؛ خو له کعبې نه طواف ونه درېده. د پخوانيو کورنيو مخورې مېرمنې په حرم کې د تروږمۍ په جامه کې له بيت الله نه تاوېدې، وينځې ورپسې وې او د هغوى اشارو ته منتظرې وې.

خدېجه بنت خويلدله نورو مېرمنو سره له بيت الله نه تاوېدله او د کعبې له رب نه يې غوښتل، چې په سوداګرۍ کې يې برکت واچوي. په سوداګرۍ کې په ترلاسه کړې ګټه خوشاله ښکارېده، شام ته يې لېږلې قافله د قريشو له ټولې قافلې سره برابره وه او د سوداګرۍ په نړۍ کې ډېره بختوره وه؛ خو له خاوند سره يې په ګډ ژوند کې بخت نه درلود.

هغه د لوړ همت او غښتلې عاطفې څښتنه او په دين ولاړه مېرمن وه، هغه مهال به ډېره خوشاله ښکارېده، کله چې به يې له خپل تره ورقه بن نوفل نه د پېغمبرانو او دين په اړه واورېدل، ډېر ځل به يې خيالونو وزرې وکړې او د فضيلت په اسمانونو به يې الوت وکړ، چې د خپل عصر د نارينه وو او ښځو هيلې او ارزوګانې پسې نه شوې رسېدلى، هيله يې لرله چې د خپل مېړه په ژوند کې لويې پېښې په خپلې غېږه کې راونيسي. کله چې پنځلس کلنه شوه او له عتيق بن عبدالله المخزومي سره يې واده وکړ، هڅه يې وکړه چې خپل مېړه د مکې د مشرانو سيال کړي؛ خو پخوا تر دې چې په ټولنه کې يې نوم ياد شي، د مرګ کومې ته ولوېد او مړ شو.

له لومړي مېړه څخه وروسته يې له هند بن زراره سره واده وکړ، له هغه نه يې هاله او هند وزېږېدل، چې په ابوهاله مشهور شو. دغه واده هم ډېر دوام ونه کړ، له پنځه ويشت کلنۍ نه مخکې سپېڅلې او د قريشو د مېرمنو ميره بې مېړه شوه.

د طواف له بشپړېدو وروسته کور ته روانه شوه، وينځې ترې چاپېره روانې وې. کور ته چې ورسېده، د ابولهب او عدي بن حمراء الثقفي له کور نه د موسیقۍ غږونه راپورته کېدل. هغه د ګاونډي د کور اوازونو ته تم نه شوه، بلکې نوره هم ګړندۍ شوه، د خپل کور په دروازه ننوته.

په دهلېز کې روانه شوه، کيڼ اړخ ته له ځمکې نه دوه ګامه لوړه کوټه ودانه وه، چې اوږدوالی يې له لسو ګزو اووښت او سور يې څلورو ګزو ته رسېده. وينځې ورپسې وې، تر دې چې د ښي اړخ يوې وړې دروازې ته ورسېده او ورننوته، دوه پوړۍ وختله، بيا په اوږده دهلېز کې روانه شوه، چې په کې درې دروازې لګېدلې وې؛ لومړۍ دروازه له کيڼ اړخ نه يوې وړې کوټې ته غځېدلې وه، دوهمه دروازه له ښي اړخ نه مستطيلې کوټې ته ماته وه او درېيمه دروازه مخامخ لګېدلې وه. همدغه دروازه يې خلاصه کړه، له ورننوتو مخکې يې خپلو وينځو ته مخ راواړاوه او په نرمه لهجه يې ورته وويل، چې لاړې شئ او ويدې شئ.

خدېجه د خوب ځای ته ورغله، پراخه برنډه ده چې اوږدوالی يې نهه متره او سور يې څلور متره دی، بيا يې خپلو ويدو ماشومانو ته له مينې او عاطفې نه په ډک نظر وکتل، خپل کټ ته لاړه، پر بالښت يې لا سر نه و ايښی، چې په خواږه خوب ويده شوه.

د خديجه الکبری له ټوک څخه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*