وروستي:

د اسلام د لومړي خـليفه ابوبکرصديق رضی الله تعالی عنه پېژندنه

د مولوي محمد زکرياغزنوي ليکنه

د ابوبکرصديق رضی الله تعالی عنه نوم او نسب :

د ابوبکرصديقرضی الله تعالی عنه خپل نوم عبدالله، د پلار نوم يې ابوقحافه عثمان، لقب يې عتيق (آزاد) او ټول امت د نوموړي په صداقت او رښتينولۍ متفق دی، ځکه چې نوموړي په نارينه لويانو کې تر ټولو وړاندې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم ايمان راوړی دی او هغه يې رښتونی ګڼلی.

د ابوبکرصديق رضی الله تعالی عنه غوره والی

ابوبکرصديق رضی الله تعالی عنهرضی الله تعالی عنه به هر وخت له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مل وو او د هغه هره خبره يې رښتيا ګڼله، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله له معراج څخه راستون شو او د مکې خلکو ته يې د خپل سفر په اړه خبر ورکړ ، نومشرکانو دا خبره ونه منله او له ابوبکرصديقرضی الله تعالی عنه څخه يې د ټوکو په ډول پوښتنه وکړه چې ملګری خو دې نن داسې داسې خبرې کوي!! نوموړي پرته له دې چې فکر وکړي سمدلاسه يې وويل : که هغه رښتيا داسې ويلي وي زه پرې باور لرم او آن تر دې هم په ډېرو خبرو يې باور لرم چې تاسو يې نه منئ.

دغه راز نوموړي هغه وخت خپله ټوله کورنۍ پرېښوده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې له مکې څخه د مدينې پر لور هجرت کاوه او په ثور سمڅه کې يې ورسره درې شپې تېرې کړې چې الله پاک يې په قرآن کريم کې هم يادونه کړې ده.

يو ځل رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: جبريل راته هغه دروازې راوښودلې چې زما  امتيان به ترې  جنت  ته ننوزي، ابوبکر صديق رضي الله وويل :  کاشکي زه هم درسره وای؛  نو ما به  هم  ور ته کتلي واى . رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل:  ای ابوبکره!  ته به زما په امتيانو کې تر ټولو لومړی جنت ته ننوزې .

د ابوبکرصديق رضی الله تعالی عنه ځيرکتيا او فراست

رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل عمر په وروستيو شپو کې يو ځل وويل : الله جل جلاله خپل يو بنده ته د دوو خبرو اختيار ورکړ چې يا هغه څه غوره کړي چې په دنيا کې دي او يا هغه څه چې له الله سره دي؛ نو ده هغه څه غوره کړل چې له الله سره دي . په دې خبره نورو صحابه وو څه ونه ویل يوازې ابوبکرصديق >پوه شو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل مرګ ته اشاره وکړه؛ نو ويې ژړل، دغه راز کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو ټول صحابه کرام ډېر خوابدي وه او حواس يې بايللي وه .  عمرفاروق >له ډېرې خوابدۍ توره په لاس راغی ويې ويل : که هر چا وويل چې محمد صلی الله عليه وسلم وفات شوی دی زه به ورڅخه سر پرې کړم؛ خو يوازې ابوبکرصديق >وو چې په دې دردمنه پېښه کې يې هم حوصله ونه بايلله او منبر ته وخوت صحابه کرامو ته يې داسې وينا وکړه : واورئ! هر چا چې د محمد صلی الله عليه وسلم عبادت کاوه هغه دې خبر شي چې محمد صلی الله عليه وسلم وفات شو او چا چې د الله جل جلاله عبادت کاوه هغه دې پوه شي چې الله تل ژوندی دی .

بيا يې دا آيت ولوست : ﴿وَ مَا مُحَمَّدٌ اِلَّا رَسُوۡلٌ ۚ قَدۡ خَلَتۡ مِنۡ قَبۡلِہِ الرُّسُلُ ؕ اَفَا۠ئِنۡ مَّاتَ اَوۡ قُتِلَ انۡقَلَبۡتُمۡ عَلٰۤی اَعۡقَابِکُمۡ ؕ وَ مَنۡ یَّنۡقَلِبۡ عَلٰی عَقِبَیۡہِ فَلَنۡ یَّضُرَّ اللّٰہَ شَیۡئًا ؕ وَ سَیَجۡزِی اللّٰہُ  الشّٰکِرِیۡنَ ﴿۱۴۴﴾ [آل عمران: ۱۴۴]

ژباړه : او محمد (صلى الله عليه وسلم) خو
(د پيغمبرانو  له ډلي څخه)  يو پيغمبر دى، تر هغه
د مخه هم ډېر پيغمبران تېر سوي دي. نو که هغه (د خپل اجل په رسېدو سره)  ومري يا ووژل سي(لکه چي دښمنانو ګده کړې وه) آيا تاسي (له اسلامه) پر شا کېږئ (او هغه څه چي هغه درپرې ايښي دي پرېږدئ) ؟ او څوک چي (له اسلامه) بېرته اوړي  هغه الله ته هيڅ تاوان نه سي رسولاى (خو خپل ځان ته ستر تاوان رسوي) خو څوک چي(پر ايمان ثابت پاته سي او د اسلام پر نعمت باندي) له شکر ايستونکو بنده ګانو  څخه سي الله به (ډېر ژر ښه بدله او)ثواب ورته ورکړي.

د ابوبکرصديق رضی الله تعالی عنه خلافت

د حضرت محمدصلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته نبوي جومات ته څېرمه د “بنوساعده” په څپره کې د مدينې خلک راټول شوي وه  اوغوښتل يې د هغه ځای ناستی وټاکي. عمرفاروق رضی الله تعالی عنه چې خبر شو ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه يې له لاسه ونيو دواړه ورغلل او عمرفاروق رضی الله تعالی عنه مسلمانانو ته په زړه پورې وينا وکړه او بيا ټولو په يوه خوله ابوبکرصديق رضی الله تعالی عنه د مسلمانانو خليفه وټاکه.

ترخليفه ټاکل کېدو وروسته ابوبکرصديق >مسلمانانو ته په خپله لومړنۍ وينا کې داسې وويل : “اې خلکو! نن چې ستاسو چارې ماته وسپارل شوې ؛ نو که ما ښه کول مرسته مې کوئ او که له بريده واوښتم بيا راته لارښوونه کوئ. رښتيا امانت او درواغ خيانت دی، تاسو کې ځواکمن زما په وړاندې کمزوری دی چې د مظلوم  حق ترې واخلم، جهاد مه پرېږدئ؛ ځکه چې کوم قوم جهاد پرېږدي الله يې خواروي، څو چې زه د الله منم تاسو زما منئ او که ما د الله ونه منله؛ نو تاسو هم زما مه منئ” 

د ابوبکرصديقرضی الله تعالی عنه وفات

ابوبکرصديق رضی الله تعالی عنه  تر دوه کاله او اووه مياشتې خلافت وروسته دجمادي الثاني په اوومه د دوشنبې په ورځ ناروغ شو، کله يې چې يې ناروغي  سخته شوه،  عبدالرحمن بن عوف >يې راوغوښت اودعمرفاروق رضی الله تعالی عنه په اړه يې ترې پوښتنه وکړه، هغه ورته وويل: عمر فاروق له هغو ټولو غوره دی چې په اړه يې ته فکر کوې، بيايې عثمان رضی الله تعالی عنه څخه پوښتنه وکړه هغه هم مثبت ځواب ورکړ، بيا يې علي کرم الله وجه راوغوښت ، هغه  ورته وويل : باطن  يې له ظاهره  ډېر ښه دی او په موږ کې د هغه په شان بل څوک نشته.

بيا يې د نورو صحابه وو سره  له مشورو وروسته عمرفاروق رضی الله تعالی عنه خپل ځای ناستی وټاکه.

د ابوبکرصديق رضی الله تعالی عنه  ناروغۍ پنځلس ورځې دوام وکړ او دهجرت په ديارلسم کال دجمادی الآخرپه يويشتمه نېټه د درې شپيتوکلونو په عمر يې د تل لپاره  دنيا سره مخه ښه وکړه او د خپلې لور عائشې &په کوټه  کې د محمدصلی الله عليه وسلم ترڅنګ خاوروته وسپارل شو.