د یوې معلمې د خولې کیسه
رالېږونکې- تلوسه
په یوه ښوونځي کې یوه پیغله ښوونکې وه، هغه ډېره دینداره او هوښیاره وه، یوه ورځ ترې یوې ښوونکې ملګرې وپوښتل چې ته دومره پوهه او هوښیاره ښوونکې یې تر اوسه مو ولې واده نه دی کړی؟ دې یوه کیسه ورته را واخېستله او هغه کیسه داسې وه:
د یوه سړي یوه ښځه وه له هغې یې پنځه لوڼې وې، په شپږم ځل یې چې ښځه حامله شوه میړه یې ورته وویل: که داځل مو هم لور وزیږوله ستا له لور او یا ستانه به ځان خلاصوم. د زیږون ورځ راغله او شپږمه لور یې وزیږوله! میړه یې سخت په غوسه شو، ماخستن یې نوې زیږیدلې لور له ځانه سره واخېستله، په یوه کارټن کې یې واچوله او د جومات خوا ته یې کېښودله په دې نیت چې په شپه کې به یې څوک واخلي او دی به ورنه خلاص شي.
سهارچې جومات ته ورغی لور یې چا نه وه وړې بېرته یې کورته راوړه، بله شپه یې بیاجومات ته یووړه اوهلته یې کېښودله سهار بیاچا نه وه وړې په دې ډول یې شپږ اوه ځله دا نوې زېږیدلې لور جومات ته یوړه او راوړه اخرستړی شو او پرې یې ښودله، په دې سره یې مور هم خوشاله شوه.
د الله شان ګوره دا ښځه چې اووم ځل حامله شوه خدای زوی ورکړ خو په لوڼوکې یې یوه لور مړه شوه! د وخت په تېرېدو سره الله جل جلاله دې سړې ته پنځه زامن ورکړل، چې یو زوی به یې پیدا کېده یوه لور به یې مړه کېدله، پنځه زمن یې چې پوره شول پنځه لوڼې یې وفات شوې یواځې هغه کشره لور یې پاتې شوه چې پلار به جومات ته وړه څو ځان ورنه خلاص کړي څه وخت وروسته یې ښځه هم وفات شوه، زامن یې ځوانان شول او لور یې پیغله شوه.
معلمې کیسه پر مخ بیوله او ویې ویل: د دې سړي زامن چې ځوانان شول ودونه یې وکړل او هریو له خپل واده سره ولاړ پلار یې اخر له هغې لور سره پاته شو چې ده به په ماشومتوب کې جومات ته وړه څو ځان ورنه خلاص کړي شپې ورځې ګرځې نن هغه پلار په ډېرکمزوري حالت کې ده، خپلو ټولو زامنو پرې ایښی هر یوپه خپله مخه تللی خوهماغه لوریې ساتي چې ده یې وجودنشوی زغملی اوڅو ځله یې دهغې د ورکولو کوښښ کړی و!.
معلمې خپلې ملګرې وپوښتلې چې تاسو به داکیسه نه یې اوریدلې او نه به د نجلۍ او دهغې پلار پیژنئ؟ هغوی وویل: نه موږ یې نه پیژنو، معلمې وویل: هغه نجلۍ زه یم…، تاسو له ماپوښتنه وکړه چې واده شوې ولې نه یې، زه اوس واده نشم کولی ځکه زه خپل پلارنشم پرېښودلی هغه ډیر کمزوری ده او ساتنه یې زماپه غاړه ده، زامن یې کله په میاشتو کې پوښتنې ته راشې او نور هریوخپل کارکوي. اوس مې چې پلار ته هروخت زما دماشومتوب کیسه وریاده شي ډیر خپه او پښیمانه شي او سخت وژاړي.
مسلمانانو وروڼو! د الله جل جلاله کارونه ټول له حکمته ډک دي، په پښتني ټولنه کې هم دا منحوثه او منحرفه کارونه تر سره شوي دي، د لور او زوی ورکړه د الله جل جلاله له لوري ده، په دې کې باید ښځه ملامته نه کړو، ځکه هغه هم د الله جل جلاله مخلوق ده…