وروستي:

محرم او عاشورا د سنتو په رڼا کې / دویمه برخه

لیکنه: شیخ صالح منجد

ژباړه: سید مصطفی حماس

لكه څرنګه چې د ابي موسی رضی الله دحديث له مخې دا څرګنديږي چې وايي: يهودانو به د عاشورا ورځ د اختر په توګه لمانځله، او د يو بل روايت له مخې وايي چې د خيبر يهودانو به دا ورځ د اختر په توګه ګڼلو، او ښځو به یې په دې ورځ زيورات استعمالول، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته داسې وويل چې تاسو يوازې په دې ورځ روژه ونيسئ. رواه البخاري

د حديث شريف له ظاهر څخه داسط ښكاري، چې په روژه باندې امر كول د دې مانا لري چې د يهودو مخالفت وشي، دا ځكه چې هغوی به دا ورځ اختر ګڼله، او د اختر په ورځ څوك روژه نه نيسي، بلكه ښه خوراكونه كوي او خوښي كوي،

دا د علامه ابن حجر د خبرو لنډيز وو چې وړاندي شو.

د عاشوا د ورځي د روژې نيولو فضيلت:

له حضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دی چې وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم د عاشورا د ورځې په شان د هيڅ بلې كومې ورځې داسې په جدي توكه اراده نه كوله چې روژه ونيسي، لكه څرنګه یې د عاشورا ورځ ته ليوالتيا درلوده

همداراز رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د عاشورا د ورځې د روژې په نيولو سره زه هيله كوم چې الله تعالی به د تيركال ګناهونه پرې وبښي. رواه مسلم.

په حقيقت کې دا د الله تعالی يو لوی احسان او فضل دی په چې د يوي ورځې په روژه نيولو سره د يوه كال ګناهونه راته بښي، ريښتيا هم چې الله تعالی د لوی فضل او احسان درلودونکی دی.

عاشورا كومه ورځ ده

د لغت علما وايي او جمهور علما هم په دې نظر دي چې عاشورا د محرم د میاشتې لسمې ته وايي او تاسوعا د محرم د میاشتې نهمې ته وايي، او د احاديثو ظاهر هم په دې باندې دليل دی، او د لفظ اطلاق هم په دې مانا باندې تفسير کېدلای شي او د لغت د علماؤ هم همدا رايه ده

بله خبره دا هم ده چې دا نوم يو اسلامي نوم دی چې په جاهليت کې په دې نامه سره نه پيژندل کېدله. (كشاف القناع، دوهم جلد، صوم محرم)

ابن قدامه رحمة الله عليه وايي: عاشوار د محرم لسمه ورځ ده، او دا وينا سعيد ابن المسيب او امام حسن البصري هم كړيده، لكه څرنګه چې ابن عباس رضی الله تعالی روايت كړی دی چې وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم دعاشورا په روژې نيولو سره امر وكړ، او هغه د محرم لسمه ده. (رواه ترمذي)

د عاشورا سره د نهمې ورځې روژه نيول هم مستحب دي

له حضرت عبد الله ابن عباس رضی الله تعالی څخه روايت دی چې وايي: كله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د عاشورا ورځ روژه ونيوله، او د هغې په روژه نيولو یې امر وكړ، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم، ته صحابه كرامو وويل چې يا رسول الله: دا خو هغه ورځ ده چې يهود او نصارا یې تعٰظيم كوي. نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل: كه ژوند وو په راتلونکې كال کې به انشاالله تاسوعا يانې نهمه ورځ هم ورسره ونيسو، هغه زياتوي چې راتلونکې كال چې راغی رسول الله صلي الله عليه وسلم وفات شو. (رواه مسلم)

امام شافعي رضی الله تعالی عنه ويلي د محرم نهمه او لسمه ورځ روژه نيول مستحب كار دی، ځكه چې پيغمبر صلي الله عليه وسلم لسمه د محرم روژه ونيوله، او د نهمي یې نيت او اراده وكړه.

د تاسوعا د روژې نيولو حكمت

ويلی شو چې د عاشورا ورځ څو مرتبې لري، هغه لږ مرتبه یې همدا ده چې يواځې په همدې ورځ روژه ونيول شي، او لوړه مرتبه یې دا ده چې نهمه هم ورسره ونيول شي، او څومره چې د محرم په مياشت کې زياته روژه نيول کېږي، په هماغه كچه یې اجر او ثواب هم زيات دی.

امام نووي د محرم د نهمې ورځې يا د تاسوعا د روژه نيولو حكمتونه داسې ياد كړي دي:

۱: لومړی دا چې پدې روژې سره به د يهودو مخالفت راځي.

۲: دوهم دا چې د عاشورا ورځې سره يوه بله ورځ هم د روژې په توګه وصل شوه، لكه څرنګه يوازې د جمعي ورځي د روژي نيولو څخه منع راغلې ده.

۳: دريم دا چې په دې برخه کې احتياط كول چې لسمه ورځي او نهمه ورځ روژه نيول هسې نه مياشت كمه شي، او دا خبره امام خطابي هم كړيده، اوهسي نه چې څوك په اشتباه کې واقع شي، نو نهم به په شمير کې د لسمي راشې، او دا په غلطۍ او اشتباه سره او كه دواړه ورځې ونيول شي، نو له دې شبهي هم د وتلو يوه لاره شته او تر ټولو قوي حكمت یې هم دا دی چې د اهل كتابو مخالفت وشي.

امام شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له اهل كتابو سره د تشبیه او ورته والي څخه منع كړيده، او دا په ډيرو زياتو احاديثو کې لكه د عاشورا د دې حديث په څير چې وايي: كه زه راتلونکی كال ژوندی وم، نو نهمه ورځ به هم روژه ونيسم (الفتاوي الكبری، شپږم جلد)

ابن حجر رحمه الله چې په دې حديث شريف باندې كومه تبصره كړيده داسې وايي: دا چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د نهمې ورځې اراده وكړه په دې مانا نه وه چې هغه به يوازي د محرم نهمه روژه نيسي، بلكه مانا دا چې هغه به یې له لسمې سره يوځای كوي، او له دوو وجو نه يو د احتياط له مخې، او بل دا چې د اهل كتابو مخالفت وشي. چې قوي احتمال هم دا دوهم دی،

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*