وروستي:

قراني اعجاز او د واټیکان عذرونه

حامد افغان /

دكتور إبراهيم خليل په خپل کتاب ” لماذا أسلم صديقي، ورأي الفاتيكان في تحديات القرآن ” کې د یوه مصري عيسايي ډاکټر کیسه راخیستې ده، دې مصري د قرانکریم د مقابلې په نیت د “وانتهت تحديات القرآن ” په نوم د یوه کتاب د لیکلو اراده وکړه، دې مصري ډاکټر یو لیک ولیکه او د نړۍ مختلفو برخو کې هغه دوه زره عالمانو، علمي ادارو، پوهنتونونو او نورو هغو ادارو ته ولیږه چې په عربي ژبه او ګرامر کې یې کار کاوه او ماهرين یې لرل، ده پخپل لیک کې ولیکل: ټولې نړۍ او بشریت ته قران د مقابلې اعلان کړی دی، په دې اعلان یې په سلهاو کلونه تېر شوي دي، هغه یو عجیب اعلان دی قران وایي چې که انسانان په قران کې شک لري چې دا د الله کلام ندی نو د قران د یوه کوچني سورت په څیر کلام دي دوی برابر کړي، د بیلګې په توګه لکه د قران 112نمبر سورت، دا د قران تر ټولو کوچنی سورت دی، چې ایله پنځلس کلمات لري نو قران بشریت ته اعلان کړی دی چې د هغه په څیر دومره کوچنی کلام تیار کړئ.

مصری عيسايي ډاکټر په خپل لیک کې زیاتوي: محترمه! فکر کوم چې که د قران د دې تحدي او اعلان مقابله وکړو د یاد شوي سورت په څیر خبرې تياري کړو چې د قران په څیر وي او یا که شونې وي له هغه ښې وي؛ په دې سره به مو د مسلمانانو په مقابل کې ستر برياليتوب ترلاسه کړی وي، لطفا مهرباني وکړئ اقلاً د قران په څیر پنځلس کلمات راولیږئ چې په بلاغت کې د قران په څیر او یا له هغه زیاتې وي.

دکتور ابراهیم خلیل په خپل کتاب کې دا دوه زره ادرسونه هم راوړي دي چې هغو ته مصري ډاکټر لیکونه لیږلي وو، مصري ډاکټر دا کار په کال 1990م کې ترسره کړی دی او دې دوو زرو ځایونو ته یې څلور ځله لیکونه لیږلي دي، نو ده ته اته زره 8000 ځوابونه رسیدلي دي، او دا به مو زړه ومني چې د دې ځوابونه لویه برخه عذرونه و او آن د عیسایت د ستر مرکز واټیکان له لوري هم عذرونه ورته راغلل، ډاکټر ابراهیم د ډیرو ځوابونو عکسونه اخیستي او پخپل کتاب کې یې راوړي دي، د بیلګې په توګه د لندن د ختیځ او افریقایي څیړنو مرکز او مشهورې نړیوالې عيسايي رادیو “مونتي کارلو” هم عذرونه ورته لیکلي چې دې مقابلې ته موږ نه وړاندي کیږو.

واټیکان په ځواب کې ورته لیکلي و: موږ د عیسایانو په صفت دا نه منو چې قران د الله کلام دی او دا منو چې قران د عربي لغت د فصاحت او بلاغت په لحاظ خورا لوړ او بې ساری کلام دی، که څه هم ویل کیږي چې د قران ځیني غوره ځایونه له مقدس کتاب سره برابر دي خو د دې دا معنا نشوه چې دا د مقدس کتاب په څیر د الله وحي ده، او د مقابلې په صورت کې یوه لویه ستونزه داده چې که فرضاً موږ د قران په څیر عربي کلام تیار کړو د حکم او دریمګړي په توګه به څوک پریکړه کوي چې دا زموږ کلام د هغه په څیر دی یا نه دی. نو واټیکان هم له ځواب نه معذرت وغوښت، مصري ډاکټر واټیکان ته مکرر لیکونه ولیږل چې باید خامخا د پنځلسو کلماتو عربي کلام ورته برابر کړي او ورته ویې لیکل چې د واټیکان (هغه مهال مشر) “لیو ” موږ د حکم او دریمګړې په توګه ټاکو خو بیاهم له واټیکانه عذرونه راغلل!! .

سبحان الله! د نړۍ له مختلفو برخو نه څو زره د عربیت ماهرین او د عربي ځانګړې ادارې څو څو ځله وننګول شوې چې د قرانكريم د دې کوچني سورت: إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَر* فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ* إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ . سورة الكوثر . په څیر عربي کلام ترتیب کړئ خو په ځواب کې د ټولو له خوا عذرونه راغلل. نو د قرانکریم دې تحدي او د مقابلې اعلان ته اوس هم څوک ځواب نشي موندلی چې وایي: وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ . البقره. یعني موږ چې په خپل بنده کوم کتاب نازل کړی دی که تاسو د هغه په اړه شک لرئ نو د هغه په څیر یو سورت راوړئ او له الله پرته خپل ملګري هم راوبولئ که تاسو رښتیني یئ، که تاسو ونکړی شئ او هیڅکله به ونکړی شئ نو له هغه اوره وويریږئ چې خلک او ګاڼې به یې د سونګ توکې وي، د کافرانو له پاره تیار کړل شوی دی.

مصري عيسايي ډاکټر دویم ځل بیا کوښښ وکړ، د نړۍ مختلفو پوهانو، ادارو، ټولنو او واټیکان ته یې لیکونه ولیږل چې د قران د “علق ” کلمې بدیله کلمه ورته پیدا کړي چې د دې کلمې هومره معاني او مفاهیم ولري او یا یې نیمابي ولري خو دویم ځل یې بیا د مطلوب ځواب پر ځای “عذرونه” ترلاسه کړل. دکتور ابراهیم خلیل هم پخپل کتاب ” لماذا اسلم صدیقي وتحدیات الفاتیکان ” کې هم د “علق ” کلمه له لنډ تفصیل سره راخیستې ده او موږ یې زیات تفصیل را اخلو داکلمه د قرانکریم په د “العلق ” په سورت کې اوومه کلمه ده: ” خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ” [العلق: 2]، دا کلمه په عربي کې خورا زیات مفاهیم او معناوې لري چې دلته یې له لغوي تفصیل مخکي د اعجاز بحث را اخلو.

د قرانکریم د ‘علق’ کلمې اعجاز

د ‘ علق ‘ په کلمه کې په رښتياهم هېښوونکی اعجاز نغښتی ده هغه داسي چې د عربي لغت کتابونو د دې کلمې 31 معناوې کړې دي اوس که د دې کلمې ټولې معناوې په دقت سره وڅیړل شي دا هره معنا د انسان یو ځانګړی صفت ده!! یعني کله چې د مور په ” رحیم ” کې د ښځې او سړي ماده منویه سره ګډه او ځاې شي او سره غوښه وګرځي له همدې مهاله رانیولي تر هغو چې انسان پوره سړی/ښځه وګرځي په دې موده کې په انسان کې د دې کلمې یو دېرش معناوې د هغه مختلف تشریحي، فزیکي، روحي، عاطفي او ټولنیز صفتونه دي.

د ‘علق’ کلمه چې له ” ع ل ق ” نه جوړه شوې ده موږ په پښتو کې ‘ د غوښې سخته ټکړه ‘ سره ژباړو په انګليسي کې په Blood Clot سره، او په عربي کې د عربي لغت مشهور کتاب د ابن منظور “لسان العرب ” ته ورځو، لسم ټوک د ‘ق’ ماده، له 261 نیولې تر 270 پوري یعني پوره لس مخونه:

1- علق في الشيء علقا: یعني خښېدل او نښتل. لکه د انسان لومړۍ ماده د مختلفو اجزاو له سره نښتلو او ترکیب وروسته رامنځته شي.

2- علقت الشيء علقا: لزمه، داسي نیول چې له لاسه دي ونه وځي.

3- علقت نفسة بالشيء: په یوه شي پوري ځان تړل.

4- علقت منة كل معلق: له یوه شي سره زیاته مینه لرل. مینه علاقه او تړاو د انسان صفتونه دي.

5- اعلق أظافرها في الشيء: په یوه شي کې نوکان خښول.

6- رجل علاقية: له یوه شي سره عادت کیدل. تعود او عادت اخیستل د انسان له خویونو نه یو ده.

7- علق علاقا وعلوقا: خوراک.

8- العلق: هر خوراکي شی.

9- علوق: شیدې.

10- عليق: نری مشروب لکه اوبه.

11- العلوق: منى الفحل: ماده منویه.

12- يعلق في الشيء من شجر: له ونې میوه او یو شی ترلاسه کول.

13رجل ذي معلقة: په هر شي پوري د سړي نښتل.

14- المعلق: هغه شی چې لوښی پرې صفا کیږي.

15- علق الثوب من الشجر علقا: په ونه کې جامه ځړول.

16- العليق: نبات معروف يتعلق بالشجر ويلتوي علية، پيروتې، معلوم بوټی چې په ونو تاويږي. انسان هم په مختلفو شیانو پوري د اړیکې په مهال نښلي.

17- المرأة العلوق: هغه ښځه چې میړه یې مینه نه ورسره کوي. کرکه او نفرت انساني خوی ده.

18- العلوق: المنية، یعني مرګ.

19- العلاقة: جګړه او شخړه، ‘رجل معلاق’ جګړه مار سړی.

20- العلق: الدم الجامد الغليظ، وچه او سخته وینه.

21- علقة: د اوبو یو ډول سور رنګه ژوې ده لکه وینه.

22- علق: د اوبو یو ډول تور چینجی.

23- علقة:د اوبو سور رنګه چینجی ده په بدن پوري نښلي او وینه زبښي. لکه د مور په ګیډه کې جنین.

24- العلاقة: لیري کیدل او کرکه.

25- العلائق: د پلورنې شیان. لکه له تجارت سره د انسان اړیکه او د هغه اړتیا.

26- العلق: په یوه شي کې تر ټولو ښکلی او ارزښتناک شی، لکه په انسان کې روح.

27- العلاقى: القاب او د ویاړ او فخر توري. د حسب، نسب، پوهې او نور مختلف القاب انسان خوښوي.

28- العلاقى: سخت جدل او بحث کوونکی انسان یعني د جدل مینه وال.

29- معلاق: د بلیغې ژبې څښتن.

30- علقت المرأة: یعني ښځه بلاربه شوه.

31- وما يعلق على يدها من خير ای ما ذقت: د هغه له لاسه ښه شی او خیر نه څکل.

د دې معني او تفصیل او په انسان یې تطبیقول او چسپول روښانه او ښکاره دي ځیني یې بیخي روښانه او ځینو ته یې موږ نغوته وکړه، نو خبره صفا شوه چې د قرانکریم یوه کلمه څومره تفصيلات او تشريحات لري او بیا عجیبه دا ده چې دا ګڼ شمیر معناوې د انسان مختلف صفات او خویونه دي!! او د انسان دا هر صفت د مختلفو علومو له نظره اوږدې تشریح او سپړنې ته اړتیا لري نو پرته له مبالغې دا یو حقیقت دی چې د دومره اوږدو تفصيلاتو او دقیقو معلوماتو د بیانولو له پاره څو ټوکه کتاب ته اړتیا ده خو قرانکریم دا تفصيلات په دې یوه کلمه “علق” کې ځای کړي دي!! . سبحان الله القائل: ” خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ” .