وروستي:

محرم او عاشورا د سنتو په رڼا کې

لیکنه: شیخ صالح منجد

ژباړه: سید مصطفی حماس

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد خاتم الأنبياء وسيد المرسلين وعلى آله و صحبه أجمعين و بعد:

إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ ﴾ التوبة:36

وعن أبي بَكْرَةَ – رضی الله عنه – عن النبي – صلى الله عليه وسلم: السَّنَةُ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ: ثَلاثَةٌ مُتَوَالِيَاتٌ ذُو الْقَعْدَةِ وَذُو الْحِجَّةِ وَالْمُحَرَّمُ، وَرَجَبُ مُضَرَ الَّذِي بَيْنَ جُمَادَى وَشَعْبَانَ. رواه البخاري 2958

محرم ته له دې امله محرم وايي چې په تحريم باندې یې زيات تاکېد شوی دی، او دا چې الله تعالی فرمايي: فَلا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ. تاسو په دې مياشتو کې په خپلو ځانونو باندې ظلم او تيری مه كوﺉ.

دا ځكه چې دا مياشتې د نورو په پرتله ډيرې زياتې د درناوی او احترام وړ دي، او په دې کې ظلم او تيري كول د نورو میاشتو په پرتله ستره ګناه لري.

حضرت ابن عباس رضی الله د دې مبارك ايت كريمه په اړه داسې وايي: په دې ټولو مياشتو کې په خپلو نفسونو باندې تيری مه كوﺉ، او بيا په ځانګړې توګه په دغه څلورو مياشتو کې، نو ځكه یې دا څلور مياشتې له حرامو مياشتو څخه وګرځولې، او د دې حرمت او درناوی یې لوی ورګرځولو، په دې مياشت کې ګناه تر ټولو زياته او لویه ګناه شميرل کېدله، او د خير، ثواب او نيکۍ كارونه په کې سرته رسول هم همدومره زيات اجر او ثواب لري، لكه چې ګناه په کې زيات وبال لري.

 امام قتاده چې مشهور عالم دی د دې ايت كريمه په تفسير کې داسې وايي: په دې مياشتو کې ظلم كول د نورو په پرتله ډيره لویه ګناه ده، او په دې مياشت کې صالح او نيك اعمال سرته رسول هم د نورو مياشتو په پرتله زيات د اجر او ثواب وړ بلل کېږي.

كه څه هم چې ظلم په هر حال لویه ګناه ده، خو يو شمير شيانونه ته الله تعالی يو خاص عظمت وركړی دی، لكه څرنګه چې الله تعالی د مخلوقاتو څخه يو شمير غوره كړي دي، لكه په ورځو کې د جمعي ورځ، په انسانانو کې پيغمبران، او په خبرو کې ذكر، په ځمكه کې جوماتونه، په مياشتو کې د رمضان او د محرم مياشتې، په شپو کې د قدر شپه ‎…

نو په كار ده چې د هغه څه درناوی او تعظيم وشي كوم چې الله معظم ورګرځول، نو د قوي ايمان غوښتنه هم دا ده چې د هغه څه زيات درناوی وشي چې الله تعالی یې عظمت كړی دی.

په محرم مياشت کې د نفلي روژو فضيلت:

له حضرت ابي هريره رضی الله څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: له رمضان نه وروسته تر ټولو غوره روژه، د الله د میاشتې محرم روژه ده. رواه مسلم

په دغه حديث شريف کې وايي چې شهر الله المحرم، د میاشتې نسبت الله تعالی ته شوی دی. دې ته د تعظيم او درناوی اضافت ويل کېږي، په دې اړه ملا علي قاري وايي چې له دې څخه مراد د محرم ټوله مياشت ده.

د رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له كړنو څخه دا څركنديږي چې هغه يوازي د رمضان مياشت په بشپړه توګه روژه نيولې ده، او دلته یې د محرم د مياشتې په اړه د روژي يادونه كړيده، دا په حقيقت کې د نوافلو لوري ته ترغيب او تشويق دی، نو مانا دا چې ټوله مياشت روژه نيول نه بلكه د دې میاشتې زياته برخه روژه نيول دي، او همدا راز له رسول اكرم صلي الله عليه وسلم څخه ثابت شوي دي چې هغه به د شعبان په مياشتې کې هم زياته روژه نيوله، او کېداي شي چې هغه مبارك د عمر په وروستيو کې د محرم د میاشتې فضيلت ته اشاره كړې وي.

الله تعالی ځینې ځایونو او وختونو ته فضیلت ورکړی دی. په دې اړه مشهور عالم عز بن عبد السلام رحمه الله وايي: د ځایونو او وختونو فضيلت په دوه ډوله دی، دنيوي فضيلت، او ديني فضيلت. دا د الله تعالی له لوري يوه لورينه ده چې په خپلو بندګانو یې كړې ده ترڅو په هغې کې د زياتو اجرونو او ثوابونو ترلاسه كولو فرصت ورته برابر كړي، نو دا په حقيقت کې د الله تعالی مهربانۍ ته راجع کېږي چې په خپلو بندګانو یې احسان كړي دی.

عاشورا د تاریخ په پاڼو کې

له حضرت ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی چې رسول اكرم الله صلي الله عليه وسلم چې كله مدینې منورې راغی، نو يهود یې وليدل چې د عاشورا روژه یې نيوله، رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چې دا څه دي، هغوی وويل چې دا ښه ورځ ده، هغه ورځ چې الله تعالی بني اسرائيلو ته له خپلو دښمنانو څخه نجات وركړ، نو موسی عليه السلام د خوښۍ او شكرانې په توګه دا روژه نيوله. نو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ورته وويل چې زه د موسی عليه السلام په حق کې له تاسو ډير وړ يم چې زه هم روژه ونيسم، نو هغه صلی الله عليه وسلم روژه ونيوله او نورو ته یې امر وكړ چې روژه ونيسي. رواه بخاري

د امام احمد د روايت له مخې دا هغه ورځ ده چې د نوح عليه السلام كښتۍ د جودي په غره کښیناسته او نجات یې وموند، نو د شكرانې په توګه نوح عليه السلام روژه ونيوله.

د عاشورا روژه نيول د رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له بعثت څخه وړاندې د جاهليت په دور کې هم دود وو، له حضرت عايشې رضی الله تعالی څخه روايت دی چې وايي: د جاهليت په دوره کې به خلكو دا ورځ روژه نيوله.

اما قرطبي رحمه الله وايي: دا چې له اسلام څخه وړاندي قريشو دا ورځ روژه نيوله، ممكنه ده چې هغوی له دې شريعت څخه وړاندې شريعتونو ته ژمن او پابند وو، لكه د ابراهيم عليه السلام شریعت، او دا هم ثابته شويده چې رسول الله عليه وسلم به مخکې له دې چې مدينې ته هجرت وكړي، نو دا روژه به یې نيوله.

همدا راز چې رسول الله صلي الله عليه وسلم مدینې منورې ته راغی، نو يهود یې وليدل چې په دغه ورځ یې خوښي او خوشالي كوله. رسول الله صلی الله عليه وسلم یې د لامل پوښتنه وكړ، نو هغوی د ياد شوي حديث په يادونې سره ځواب وركړ، او صحابه وو كرامو ته د اختر لمانځلو په توګه د مخالفت امر وكړ.

نور بیا…

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*