وروستي:

افغان پوهنتون خپلو ښځینه فارغانو ته دیپلومونه ورکړل

نن چهارشنبه د روان لمریز کال د لړم میاشتې په ۳۰مه نېټه یو شمېر خويندو ته، چې د عربي او انگلیسي ژبو د زده کړو یو کلن تحصیلي پروگرام يې بشپړ کړی وو، په یوه غونډې کې د افغان پوهنتون لخوا دیپلومونه ووېشل شول.

غونډه سهار په نهو بجو د قرآن کریم په تلاوت پیل ورپسې یوې تنې محصلې وینا وکړه، د هغې له وینا وروسته د افغان ښوونځي د دریم ټولگي نجونو زده کوونکو د پوهنتون ترانه وویله.

د غونډې په بله برخه کې د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د افغان پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي وکیل احمد متوکل خپله ارزښتناکه وینا واوروله، زیاته یې کړه، چې افغان پوهنتون د افغان بنسټ هغه علمي او تحصیلي کړۍ ده، چې غواړي خپلو هېوادوالو ته د ژوندانه اړین علمي او تحصیلي خدمتونه وړاندې کړي.

د افغان بنسټ د علمي فعالیتونو په اړه یې زیاته کړه: نوموړی بنسټ له څو کلونو راپدېخوا د دین او هېواد د خدمت تر شعار لاندې جوړ او تر اوسه یې وکولای شوای، په علمي ډگر کې افغان ښوونځی، افغان مدرسه او افغان پوهنتون تاسیس کړي، له دې سربېره د علمي او تحقیقاتي څېړنو په برخه کې له پر لیکې دارالاقتاء سربېره نور اړین خدمتونه هم وړاندې کړي دي، چې د ښوونځیو او دیني مدرسو د ملاتړي نصاب د کتابونو چمتو کول یې د یادولو وړ دي.

له دې سربېره لس گونه علمي اثار ژباړلي او چمتو کړي دي. د ټولنیزو چارو په برخه کې تر (۲۰۰) دوه سوو اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره نقدي مرستې هم کوي.

د یادولو وړ ده، چې افغان پوهنتون د بنسټ په ابتکار او هڅو او د دوو تنو نورو هېوادوالو د شخصي پانگونې سره په کابل کې دوه کاله وړاندې تاسیس شوی دی.

افغان پوهنتون تل هڅه کړې ده، د افغان ولس نارینه او ښځینه نسل ته بشپړ اسلامی او افغاني چاپېریال چمتو او د لازمو اسانتیاوو له برابرولو سره سره خپل نور تحصیلي خدمتونه وړاندې کړي، چې اوسمهال څلور پوهنځي (شرعیات، حقوق، انجنیري او اقتصاد) لري، له دې سربېره د عربي او انگلیسي ژبو د زده کړو دیپلومونه هم لري.

په غونډه کې د استاذانو، محصلینو، سربېره د افغان پوهنتون د ښځینه څانگې مسؤولې، د افغان بنسټ د ښوونیزو چارو سلاکارې او د پوهنتونونو یو شمېر ښځینه استاذانو هم گډون کړی وو.

د یادولو وړ ده، چې دا غونډه د ښځینه فارغ شوو محصلانو لپاره ځانگړې شوې وه، چې یوازې د پوهنتون ښځینه محصلانو او فارغانو گډون درولود او د افغان پوهنتون د ښځینه څانگې لخوا يې چارې تر سره کېدلې.

غونډه د دیپلومونو له وېش وروسته په ۱۱:۰۰بجو د دعا په ویل پای ته ورسېده.

راپور: د افغان پوهنتون د نشراتو څانگه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*