وروستي:

محرم الحرام د شکر اېستلو مياشت ده

تلوسه

د محرم الحرام میاشت د ماتم او غم میاشت نه ده بلکې د شکر ایستلو میاشت ده:

د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته ولاړ نو یهود یې ولیدل چې د عاشورا په ورځ یې روژه نیولې وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی څخه وپوښتل چې تاسې ولې په دې ورځ روژه نیولې ده؟ نو هغوی یې په ځواب کې وویلي چې دا هغه غوره ورځ ده چې الله تعالی موسی علیه السلام او د هغه قوم ته په دې ورځ نجات ورکړی وو او فرعون او د هغه قوم یې غرق کړی وو او په همدې ورځ موسی علیه السلام روژه نیولې وه چې د الله جل شأنه څخه شکرګزاري وکړي او د همدې امله موږ هم روژه یو، نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: مونږه له تاسې څخه په موسی باندې ډیر حق لرو او له تاسې څخه موسی ته ډېر نژدې یو نو له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې ورځ روژه ونیوله او نورو ته یې هم امر وکړ چې په دې ورځ باندې روژه ونیسي. (حدیث متفق علیه) امام احمد هم همدا حدیث د ابی هریرة رضی الله عنه څخه روایت کړی دی او په مخکني حدیث کې یې دا ټکي زیات کړي دي [او دا همغه ورځ ده چې د نوح علیه السلام کشتۍ په جودي په غره باندې په دې ورځ ودریدلې وه نو بیا نوح علیه السلام په دې ورځ روژه ونیوله ترڅو یې د الله شکر پر ځای کړی وی]

د عبد الله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی هغه وایي چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاشورا په ورځ روژه ونیوله او نورو ته یې هم په نیولو امر وکړ نو صحابه کرامو ورته وویل چې یا رسول الله دا هغه ورځ ده چې یهود او نصاری یې عظمت کوي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې راروان کال روارسید انشاءالله نو موږ به د محرم په نهمه ورځ هم روژه ونیسو، ابن عباس رضی الله عنه فرمایې چې بل کال تر هغه وخت راو نه رسېده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو (رواه مسلم ۱۹۱۶)

ابی ذر رضی الله عنه روایت کوي چې ما د رسول الله صلی الله عیله و سلم څخه وپوښتل چې کومه (وقت) د شپې څخه غوره دی او کومه میاشت غوره میاشت ده نو وې فرمایل: غوره د شپې څخه د شپې نیمایې برخه ده او غوره د میاشتو څخه (شهر الله) د الله میاشت ده هغه چې تاسې یې محرم بولې (رواه النسائي).

همدارنګه د دې میاشتې په فضیلت کې د ابي قتادة رضی الله عنه څخه روایت دی چې یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د عاشورا د ورځې د روژي په هکله پوښتنه وکړه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: زه په الله تعالی باندې حساب کوم چې (د دې روژې په برکت) د تېر یو کال ټول ګناهونو بخښنه وکړي.

 نو د دې پورتنې حدیثونو څخه معلومېږي چې عاشورا یا د محرم میاشت عظمت د کربلا پورې هېڅ تړاو نه لري او د کربلا غمجنه واقعه په دې ورځو کې فقط یو حادثه وه نه دا چې دغه ورځ د کربلا د غم نه ډکې واقعې په خاطر دومره منزلت لري دا د شکر ورځ ده او په دې ورځ باید د الله جل شأنه څخه د شکر ایستلو په نیت روژه ونیول شي نه دا چې په دي ورځ ماتم وشي.

که څوک غواړي چې په دې ورځ کې د الله شکر ګزار شي او د تېر کال ګناهونه یې وبخښل شي نو فقط یوه لار یې ده او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لار چې په دې ورځ باید روژه ونیسي د دې نه پرته نور هر عمل که فقط دې ورځي ته خاص کېږي لکه د حلوا وېشل او یا داسې نور اعمال چې فقط د همدې ورځې په خاطر کېږي نو بدعت دی او د ثواب څخه یې ګناه زیاتېږي او که یو انسان په عادي نیت باندې د دې په خاطر نه چې دا د عاشورا ورځ ده کوم خیرات یا صدقه کوي یا هم کوم بل نیک کار کوي نو هېڅ باک په کې نه شته اما که فقط د همدې ورځې په خاطر یې کوي نو په بدعاتو کې راځي او بدعت په ګناهونو کې شمېرل کېږي.

د دې نه پرته په دې ورځ باندې ماتم کول جنډي تړل ځان وهل یا بل کوم کار کول په دین کې هېڅ کمه سابقه نه لري د ثواب پر ځای د ګناهونو تله درنوي. والله اعلم

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*