وروستي:

چوپتيا د انسان ښکلا ده

ليکوال : مفتي رفیع الله نعماني

الله تعالی  دانسان د ښایسته جوړښت په اړه په خپل رالېږلي کتاب کې وايي :﴿ لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ﴾. د تین سورت ۴ آیت.

ژباړه : يقينا موږ انسان په ډېر ښه صورت کې پیدا کړ.

ښايست او ښکلا هغه څه دي چې تل یې په انساني ټولنو او مجلسونو کې ستاينه او یادونه کېږي . په سر کې ښکلا په دوه ډوله ده یوه ظاهري او بله باطني ښکلا ده او د هرې یوې لپاره خپلې ځانګړتیاوې او منل شوي معیارونه شته دي، چې یادول یې جلا او اوږده بحث ته اړتیا لري . د انسان د معنوي یاباطني ښکلا په زیاتوالي کې چې کومې کړنې او معیارونه رول لري هغه هم ډېر دي، خو په دې لیکنه کې یې یوازې چوپتیا تر بحث لاندې نیسو.

الله تعالی انسان ته ټولنیز طبیعت ورکړی ، څو په ټولنه کې ژوند وکړي؛ خپلې اړتیاوې د نورو وګړو په مرسته پوره کړي او له نورو خلکو سره د هغوی د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړی؛ ستونزې هوارې او غوښتنې یو له بل سره شریکې کړي، چې دا ټولې چارې د ژبې په مرسته ترسره کېږي، نو ځکه ژبه په انسان کې د خورا لوړ قدر او اهمیت څخه برخمنه ده او همدا ژبه ده چې انسان یې د نطق په صفت سره له نورو حیواناتو څخه بېل کړی دی . د الله تعالی له حکمت سره سم د انسان د بدن هر غړی د خیر او شر قابلیت لري او د کارونې په پایله کې یاد شوی غړی ځان ته د ښکلا یا د بدۍ صفت ترلاسه کوي . هر غړی که د هغو موخو لپاره وکارول شي د کومو لپاره چې پیدا شوی دی، نو د صفت او ستایلو وړ ګرځي، خو که د پیدایښت د موخو پرخلاف وکارول شي، نو د بدۍ او ترټلو وړ دی .

ژبه د الله تعالی له لویو نعمتونو او ظریفو کړنو څخه ده، اندازه او وزن یې کم، طاعت او ګناه یې لویه ده ځکه همدا ژبه ده چې د کفر او ایمان شهادت ورکوي، له هر موجود، خالق او مخلوق، خیالي او معلوم او … شي څخه تعبیر کوي او ورته د شته یا نشته لقب ورکوي. الله تعالی انسان ته ژبه د بدن د نورو غړیو په څېر د دې لپاره ورکړې ده څو د الله تعالی اطاعت، د ځان او ټولنې د خیر او اصلاح لپاره یې وکاروي .

څرنګه چې د اسلام مبارک دین د انسان د ژوند
د هرې برخې بریا او د بدن د هر غړي د سم کارولو لپاره ځانګړې پاملرنه کړې ده نو د بدن د نورو غړیو تر څنګ یې د ژبې د استعمال په اړه هم خورا ارزښتناکې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې  کړې دي چې څو نمونې یې په لاندې توګه وړاندې کېږي:

د ژبې کارول د قرآۤن له نظره:

الله تعالی په خپل رالېږلي کتاب قرآنکریم کې وايي  :﴿ مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ﴾ .
د ق سورت ۱۸ آیت .

ژباړه : هغه (انسان) یو ټکی هم داسې له خولې نشي راویستی چې خوا کې یې چمتو څارونکی نه وي. له هر انسان سره دوه داسې ملکې موجودې دي چې د انسان د هرې کړنې،
د خیر او شر د هرې وړې او غټې خبرې لیکلو ته پوره آماده دي او هېڅ شی نه ورڅخه پاتې کېږي، د ښي مټ ملکه د خیر کړنې او خبرې لیکي او
د چپ مټ ملکه بدې کړنې او د شر خبرې لیکي .

د ژبې کارول د احاديثو له نظره:

صحیح البخاري او صحیح مسلم د ابو هریره>  په روایت سره د بشریت د ستر لارښود محمد رسول الله) داسې یو حدیث را نقل کړی دی : «مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَاليَوْمِ الآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ».

ژباړه : هر هغه څوک چې په الله تعالی او
د آخرت په ورځ ایمان لري  نو د خیر خبرې
دي وکړي او یا دي پټه خوله پاتې شي.

ابن عبدالبر ویلي دي په دغه مبارک حدیث کې ډېر آداب او لارښوونې موجودې دي چې ځینې یې دادي : د چوپتیا په اړه تاکید، د خیر ویل تر چوپتیا غوره دي، ځکه د خیر ویل غنیمت دی، پټه خوله پاتې کېدل سلامت او غنیمت تر سلامت غوره دی . (التمهید لابن  عبدالبر ۲۱ ټوک ۳۵ مخ).

امام نووي وايي د رسول الله) د دې خبرې « فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ». معنا دا ده : کله چې انسان د خبرو کولو اراده وکړي، نو که خبرې یې د خیر او ثواب لامل کېږي، خبرې دي وکړي او که پوه شي چې په خبرو کې یې خیر نشته پټه خوله د پاتې شي .

د چوپتيا اهميت:

شریعت انسان ته ځکه د چوپتیا بلنه ورکوي څو انسان د ژبې په مرضونو کې له ښکېلتیا او د نا مناسبه خبرو له تر سره کېدا څخه بچ شي او په پایله کې له نورو څخه معذرت غوښتلو ته اړ نه شي . که وګورو په ټولیزه توګه خبرې په څلورو برخو ویشل کېږي : ۱ هغه خبرې دي چې سوچه نقصان وي او هېڅ ګټه ونلري . ۲ هغه خبرې دي چې هم ګټه ولري او هم نقصان . ۳  هغه خبرې دي چې نه ګټه لري او نه نقصان . ۴ هغه خبرې دي چې سوچه ګټه وي او هېڅ نقصان ونه لري . اوس راځو د هرې برخې تفصیل ته : کومې خبرې چې سوچه نقصان او بې ګټې وي له هغو څخه ځان  ساتل او پټه خوله پاتې کېدل اړین او لازم دي، کومې خبرې چې ګټه او نقصان دواړه لري له هغه څخه هم پټه خوله پاتې کېدل غوره دي، کومې خبرې چې نه ګټه لري او نه تاوان، نو هغه بېهوده او د وخت ضايع کول دي چې په حقیقت کې لوی نقصان بلل کېږي . د خبرو له څلورو ډولونو څخه یوازې یو ډول یې پاتې شوې په کومو کې چې یوازې ګټه وي او نقصان ونه لري چې په دې توګه د خبرو درې برخې له منځه لاړې او یوازې څلورمه برخه یې پاتې شوه . خو که دقیق متوجه شو دا څلورمه برخه هم له ګڼو ګواښونو سره مخ ده ځکه په دې څلورمه برخه کې هم ګناه، ریا، غیبت او…په ښکاره یا داسې پټه توګه ترسره کېدای شي چې ور باندې پوهېدل او درک کول یې ستونزمن وي، خو انسان د ژبې د مرضونو له تهدید سره مخ کوي . که څوک په دقیقه توګه د ژبې آفتونه وپېژني په یقین سره پوهېږي چې محمد رسول الله څومره غوڅه او طلایي خبره کړې ده چې  ویلي یې دي:  «من صَمَتَ نَجَا». ژباړه : څوک چې چوپ پاتې شو نجات یې وموند. دغه حدیث ترمذي، احمد، دارمي او د احادیثو نورو کتابونو روایت کړی او الباني صحیح بللی دی .

صحيح البخاري د سهل ابن سعد په روایت سره لاندې حدیث را نقل کړی دی : «مَنْ يَضْمَنْ لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمَنْ لَهُ الجَنَّةَ».

 ژباړه : څوک چې ماته د هغه شي ضمانت وکړي چې د دواړو ژامو تر منځ دي (ژبه) او د هغه شي ضمانت راته وکړي چې د دواړو پښو تر منځ دي (فرج) زه هغه شخص ته د جنت ضمانت  ور کوم .

ابن حجر د دغه حدیث شریف په شرحه کې وايي : څوک چې د ژبې حق اداء کړي یعني هغه خبرې وکړي د کومو چې کول په ژبه باندې لازم وي او یا له هغو خبرو څخه چوپ پاتې شي
د کومو چې نه کول اړین وي، نو رسول الله) هغه ته د جنت ضمانت ورکوي … ځکه په ژبه خبرې کول د هر مطلوب په ترلاسه کولو کې بنسټیز رول لري. (فتح الباري).

ابن عبدالبر وايي: له دغه مبارک حدیث څخه معلومېږي چې له انسان څخه تر ټولو لوی ګناهونه
د خولې او فرج له امله تر سره کېږي، ځکه له خولې څخه د کفر کلمه، د مسلمان آبرو تویول، د سود، شرابو او یتیم د مال خوړل او… او له فرج څخه زنا او لواطت صادرېږي. (الاستذکار).

ژبه د زړه ترجمانه ده:

 ژبه د هغه شي ترجماني کوي کوم چې انسان په خپل زړه کې پټ کړي وي، ژبه د انسان له شخصیت څخه تعبیر کوي، د انسان عقل او غوره والی د هغه تر ژبه لاندې پټ دی کله چې انسان خبرې وکړي او ژبه وښوروي نو عقل او بهتري یې څرګندېږي . ډېر کله به مو له پوهانو څخه اورېدلي وي چې یو چا ته وايي: ته لږ خبرې وکړه چې وه دي وینم! د ځینو اسلافو په اړه کتابونو لیکلي دي چې هغوبه له خبرو څخه د بچ پاتې کېدو په خاطر په خپلو خولو کې وړې ډبرې اېښودلې څو د خبرو کولو ځواک یې کمزوری کړي او د خیر د خبرو په وخت به یې لیرې کولې. ځینې کتابونو حضرت علي کرم الله و جهه ته یوه خبره منسوبه کړې ده چي وايي: (ژبه تر هرشي زیاته د اوږده بند وړ او مستحقه ده او ځکه هم الله تعالی ژبه تر دوه دېوالونو هاخوا بنده کړېده چې یو یې
د غاښونو او بل یې د شونډو دېوال دی). خو له دومره سخت بندښت سره سره بیا هم د ژبې کړنې
د حیرانتیا وړ دي، وايي د هرشي چې ضرر زیات وي د ضرر په اندازه د هغه بندول اړین دي، نو ځکه هم په غوږونو هېڅ پرده نشته، سترګې یوه پرده لري او
د ژبې لپاره دوه پردې غوره شوې دي . ژبه د یوه  څیرونکي حیوان په څېر خطرناکه ده که دي خوشې کړله نو تا به هم ټپي کړي. خبرې تر هرشي ښې او تر هرڅه بدې دي د خبرو له امله په دنیا او آخرت کې
د انسانانو مخونه هم تورېږي او هم سپینېږي.

چوپتيا د حکمت نخښه ده:

چوپتیا باید یوازې پټه خوله پاتې کېدل او سکوت نه وي ، بلکې چوپتیا باید د تفکر، دیني او دنیوي خیر ښېګڼې لپاره د پلان جوړولو یو ښه فرصت وګڼل شي، څومره زیات چې انسان د خپل ځان، خپل خالق او د هغه د صفاتو او کړنو په اړه فکر کوي په هماغه اندازه د معرفت او رب پېژندنې لوړو پوړیو ته پورته کېږي کوم چې د انسان
د پیدایښت موخه ده . دا ډول چوپتیا له انسان څخه حکیم او عارف جوړوي او همدغه چوپتیا د ستایلو وړ ده او که نه نو بتان او ډېری حیوانات خو ښه پټه خوله دي خو ستایل کېږي نه!

د چوپتيا او خبرو تر منځ انډول:

د پورتنۍ لیکنې مطلب دا نه دی چې ګواکي چوپتیا او پټه خوله پاتې کېدل په هر وخت او هر ځای کې د قدر او ستایلو وړ دي، چوپتیا په هغه صورت کې تر خبرو غوره ده چې خبرې باطلې او بېهوده وي څو انسان له رذايلو او عبثیاتو څخه بچ شي خو که خبرې د حق او خیر وي، نو بیا خبرې کول غوره دي ان تردې چې په ځینو حالاتو کې خبرې کول واجب او اړیني دي.  د ځای او حالاتو له غوښتنو سره سم پټه خوله پاتې کېدل د نرانو خوی دی، لکه څنګه چې د ځای او حالاتو له غوښتنو سره سم خبرې کول تر ټولو لوی صفت دی . د حکمت له خبرو څخه چوپتیا او د جهالت په خبرو کې بوختیا دواړه له خیر او برکت څخه خالي دي . چوپتیا او خبرې کول دواړه خپلې ستونزې لري، خو که له ستونزو څخه خالي وي نو بیا خبرې کول د چوپتیا په نسبت غوره دي ځکه الله  انبياء علیهم السلام د چوپتیا لپاره نه، بلکې د خبرو لپاره را لېږلي دي، جنت او لوړ مقامونه د خبرو په پایله کې ترلاسه کېږي، له دوزخ او د الله  له قهر څخه نجات په خبرو سره ترلاسه کېږي .

د خلاصې په ډول سره  ویلای شو که خبرې
د دیني او دنیوي خیر او ښېګڼې وي او له هر ډول ستونز وڅخه خالي وي، نو خبرې کول غوره او د ستایلو وړ دي او که خبرې کول بې ګټې او ستونزمنې وي پټه خوله پاتې کېدل اړین دي ځکه د انسان په غرقولو کې د شیطان تر ټولو ستره مؤثره آله هغه د انسان ژبه ده. د ژبې
د ضررونو او له هغه څخه د بچ پاتې کېدو لپاره په جلدونو کتابونه، ډېرې لیکنې او په هره ژبه کې په سلګونو متلونه موجود دي او د دې ټولو سپارښتنه له بې ګټې خبرو ځان ژغورل او په ګټورو خبرو بوختیا ده، خو که دا جلدونه کتابونه او سلګونه متلونه او… ټول سره راټول کړل شي بیا هم د محمد د دغه یوه مبارک حدیث «مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَاليَوْمِ الآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ».

مفهوم او محتوی ته نه شي رسېدلای .
د افسوس خبره داده چې ډېری مسلمانان
د خپلو ستونزو حل د اغیارو په کتابونو او لیکنو کې لټوي او د خپل مقدس دین له غني لارښوونو او سپارښتنو څخه بې خبره وي، الله دي مسلمانانو ته په دین باندې د پوره عمل کولو توفیق ور په برخه کړي. آمین.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*