وروستي:

(حیران یم چې نفرت ته اوزګاریږې خلک څنګه؟)

عبدالرحيم (ثاقب)
له څو ورځو راهیسې په ځینو ویب سایټونو کې د مشورو اوتوصیو ګرمه لړۍ پیل شوې.
په دغې مشورتې لړۍ کې هرلوری دځان درنه او دجانب مقابل سپکه وايي چې په دې سره د هرجانب پلویان هم احساساتي کیږي او دهغوی پر لیکنو باندې په خپلوتبصروکې اظهار مافي الضمیر ښه په صراحت سره کوي.
داچې دغه ډول لیکنې داسلامي امت كوم درد واكولاي شي او یا په اوسني حساس وخت کې ورته څومره اړتیاده په دې اړه قضاوت درنو لوستونکوته پریږدم ، خوکوم برداشت چې ما ترې اخیستی هغه داچې دا ډول لایعني لیکنې پرته له دې چې له دښمن سره د مسلمانانو د وحدت په لا ځپلو کې مرسته وکړي بله هیڅ ګټه نه لري.
دا لیکنې چې محترم لیکوالان یې په هرغرض او نیت کوي هغه په دوی پوري تړاولري ،خو چې پر هغو باندې لیکل شوې تبصرې او تأثرات سړی ګوري، نو دا ورته له ورایه ښکاري چې دغو لیکنو دمسلمانانو په منځ کې دویدو فتنو په راویښولو کې څومره منفي اغیزه کړې .
د فتنو راویښوونکو په اړه په اسلامي روایاتوکې داسې توري راغلي : (الفتنة نائمة لعن الله من أيقظها)
ژباړه : فتنه ویده ده ، هرڅوک چې یې را ويښوي پرهغه دې د الله تعالی لعنت وي .
که څه هم چې محدثین کرام د دغه حدیث متن ضعیف بولي،خو مفهوم یې صحیح ګڼي.
فتنه دعربي لغت له مخې دکفر،شرک ،ضلالت، اختلاف ، ابتلاء ،محنت ، مینې جنون او… په مانا ده، خو په دغه حدیث کې د مسلمانانو په منځ کې اختلاف او تفرقه اچول تري مراد دی.
نن ورځ چې اسلامي امت په کومو ستونزو او ذلتونو مبتلاء دی دهغه اساسي لامل د دوئ خپل منځي فکري، فرقه يي او تنظیمي شخړې او اختلافات دي .
الله تعالی په ډیر تأکید سره مسلمانان له هرډول خپل منځي اختلافاتو څخه منع کوي ،هغوی ته په صراحت وايي چې : ای مسلمانانو تاسو په خپلو منځو کې تنازع او اختلاف مه کوئ ؛ کنه تاسوبه وشندل شئ او بوی به مو ولاړشي.
له بوی څخه دمسلمانانوقوت او هیبت مقصد دی .
نن د همدي داخلي اختلافاتو له وجې د نړۍ یونیم ملیارد (پنځلس زره ملیونه) مسلمانان د ۱۴ ملیونه یهودانو په مقابل کې کمزوري او ذلیل دي.
سبحان الله ! د اسلامي امت پر دغسي ویرجن حالت باندې هر مسلمان ته د اوښکو پرځای له سترګو څخه د وینو بهول او بیا پر هغوباندې بي اتفاقه مسلمانانوته دوحدت اویوالی پیغام لیکل په کاردي، نه داچې لا د خپل زخمي زخمي امت پر پرهرونو باندې د فتنې، نفرت او تفرق مالګې ور دوړوئ او دهغوی عقیدوي او اسلامي وحدت د تنظیمي اوسیاسي مردودو اختلافاتو په تفرق ټوټه ،ټوټه کړئ.
ای زما د رنځیدلي ولس درنځونو ترجمانانو مسلمانو لیکوالانو !
له تیرو ۳۵ کلونو راهیسې مو دویرجن ولس متحد جسد د دښمن د نفاق او اختلاف په خنجرونو پرهر ،پرهر شوی ، اوس لتاسو څخه د ملي وحدت په مرهمو د خپلو پرهرونو د علاج تمه لري ، هیله ده پرشړیدلوزخمونو یې د مینې ، ورورولي او یوالي پټۍ ورکیږدئ!
حمزه باباڅه ښه وايي:
دا ژوند زمونږه کم د محبت لپاره هم دی حیران یم چې نفرت ته اوزګاریږې خلک څنګه