وروستي:

د حج نيت او د حج ډولونه

حج درې فرضونه لري: ۱- د احرام تړل ۲- پر عرفات درېدل ۳- طواف زيارت.

د پورته درې واړه فرضونو د پرځاى كولو ماسېوا حج نه كېږي، احرام ته د اقدام كولو په وخت كي دي په زړه كي د حج نيت او د احرام قصد وكړي او چي احرام يې وتړى بيا دي نيت په ژبه وكړي.

حا جي دي هڅه وكړي چي نيت په عربي ژبه و وايي او كه لازم و، د معلم له خُلې دي تكرار كړي كه دا هم سخته وه په خپله مورنۍ ژبه دي و وايي. ګونګی دي ېې په زړه كي نيت وكړي. په هر صورت حاجي بايد پوه سي چي د څه ډول حج لپاره احرام تړي. قارن، تمتع او مفرد په دغه درو(۳) حجو کي چي هر حج کوي نو دي

د هغه حج تصميم ونيسي او بيا دي نيت وكړي.

۱- حج قِران:

دې ډول حاجي ته په عربي قارِن وايي:

د قِران مطلب په يوه احرام باندي له يوه ميقات څخه د حج او عمرې سره يوځاى كول دي بې له دې چي د دواړو ترمنځ د زمانې فاصله راسي. په دې ډول عبادت كي عمره د حج په ترڅ كي اداكېږي، حاجي احرام د حج او عمرې د دواړو په يوه وخت كي تړي، طواف او سعى كوي او د عمرې او د حج د مناسكو ترپاى ته رسېدو پوري د احرام په قيد كي پاتېږي. دا حج ذبح لري او ذبح يې واجب ده. بيا دي خپل ورېښتان وخرېيي او يا دې لنډ كړي.

د حج قِران نيت:

﴿اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اُرِيْدُالْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهُمَا لِيْ وَ تَقَبَّلْهُمَا مِنِّي﴾.

ترجمه: خدايه! د حج او عمرې اراده مي كړې ده، نو راته اسانه يې كړې او دواړه را څخه قبول كړې.

۲- حج تمتع:

دې ډول حا جي ته په عربي كي متمتع وايي:

متمتع حاجي اول احرام په ميقات كي اغوندي

او عمره اداكوي چي په عمره كي طواف، صفا، مروا

او د سر خرېيل يا لنډول شامل دي.

بيا له احرامه وزي او عادي جامه اغوندي، د ذي الحجې پر اتمه د حج احرام تړي په حرم شريف کي،

د تمتع حج ذبح لري او ذبح يې واجب ده.

متمتع دي لومړى د عمرې په طواف كي تلبيه ويل قطع كړي، بيا دي د ذي الحجې پر ا تمه د حج لپاره له حرم شريف څخه احرام وتړي (د ذي الحجې تر اتمي مخکي احرام تړل بهتردى) بيادي حج وكړي (بې د قدوم له طوافه) او ذبح دي وكړي (كه دذبح توان يې نه درلودی نو روژه دي ونيسي چي بيا به د ذبح په باب كي خبري پر وسي) او د حج او عمرې له احرام څخه فارغېږي.

د عمرې نيت دا دى: چي د تمتع د مناسكو په پيل كي راځي.

﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهَا لِيْ وَتَقَبَّلْهَا مِنِّي﴾.

ترجمه: خدايه! د عمرې د اداكولو نيت مي كړی، نو را ته اسانه يې كړ ې او راڅخه قبوله يې كړي.

دحج او عمرې په منځنۍ فاصله كي متمتع حاجي كه زياتي فارغي ورځي ولري، كولای سي چي څو واره عمره ادا كړي. خو د ذي الحجې د اتمي ورځي تر رارسېدو مخكي دي د حج احرام وتړي او منْی ته دي روان سي. د حج د احرام تر تړلو وروسته دي د حج نيت وكړي، په حنفي مذهب كي د قِران تر حج وروسته همدا د تمتع حج فضيلت لري.

يادونه:- زموږ د هيواد حاجيانو ته په کار ده چي

د تمتع حج وکړي په دې باره کي دي په خپل هيواد کي د علماوو څخه ضرور پوښتنه وکړي ځکه زموږ زيات هيوادوال په ژوند کي يو حج کوي نو دي د تګ په وخت کي د عمرې نيت وکړي، د حج نيت دي نه کوي او که د حج نيت کوي نو دي د قِران حج شرطونه ځان ته معلوم کړي، د عمرې نيت دي هم ورسره وکړي و دغه حج ته (قِران) وايي. او که مفرد حج کوي ضرور به شرطونه ورمعلوم وي.

۳- حج مفرد:

دې ډول حا جي ته په عربي كي مفرد وايي:

له افراد څخه مطلب يو كول دي يعني چي احرام يوازي د حج په نيت تړي او د حج تر پايه پوري له احرامه نه وزي او دا حج ذبح واجب نه لري او مسنونه ذبح لري او نيت يې دادى:

﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْحَجَّ فَيَسِّرْهُ لِيْ وَتَقَبَّلْهُ مِنِّي﴾.

ترجمه: خدايه! د حج د اداكولواراده مي كړې ده، راته اسانه يې كړې او راڅخه قبول يې كړې.

دې حاجي كه د حج تر ختمېدو او د اختر د ورځو تر تېرېدو وروسته وخت درلودى بېرته دي احرام له ټا كلو ځايو څخه چي تر حرم دباندي دي وتړي او عمره دي اداكړي، تر اختر وروسته هره ورځ عمره کولای سي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*