وروستي:

جادو او کوډې/ درېیم لوست

مولوی سیف الله ساعی

جادو او کوډې داسې اغېز ته ويل کيږي چې لامل يې پټ وي اود قران او احاديثو په اصطلاح کې هر هغه حيرانوونکي کارته چې له شيطانانو څخه په ځانګړو کلمود مرستې غوښتلو  ،ياد ستورو عبادت کولو ،يا په ناحقه د يو چا وژلو بيا يې دوينې  کارولو ،يا د ناولتيا په حال کې اوسېدلو په مټ  وشي دېته کوډې ويل کيږي له کوډو څخه هر څوک داسې اغېزمن کېدلای شي  لکه له لوږې، تندې او ناروغۍ څخه آن تردې چې د الله جل جلاله په ځانګړو استازو هم د الله په حکم اغېز کولای شي لکه په رسول الله صلی الله عليه وسلم د  يهودانو کوډې کول او په هغه يې ځينې اغېزې ښکاره کېدل  او د وحي په مرسته بيا هغه ته معلومېدل او د هغه له منځه وړل دا ټول له صحيحو احاديثو څخه ثابت دي او کعب رضی الله عنه وايي (( لولاکلمات اقولهن لجعلتنی اليهود حمارا )) ژباړه : که هغه يو څو کلمې چې زه يې وايم نه وای يهودانو به زه خر ګرځولای وی . دکوډو زده کول بل ته يې ښوول او پر هغو عمل کول ټول ناروا دي ځکه په هغو کې اعتقادي يا عملي کفر وي يا هم د کومې لويې ګناه تر سره کول وي همدا رنګه په قران کې د بابل له يادو شويو کوډوپرته نور هر هغه تعويذ چې په هغو کې له پېريانو او شيطانانو مرسته غوښتل کيږي يا داسې توري پکې کارول کيږي چې معنا يې څرګنده نه وي او له شيطانانو او پېريانو څخه د مرستې احتمال وي پکې هغه هم د کوډو حکم لري ناروا دي ياد قران او احاديثو له تورو څخه د ناروا موخو لپاره کارواخيستل شي بيا هم ناروا دي خو که له مسلمان څخه د زيان لرې کولو په موخه يا له روا کړنو څخه کار پکې واخيستل شي او چاته د زيان رسولو لپاره هم نه وي بيا ځينو علماوو روا بللې دي .