وروستي:

ګناه او ډولونه يې

مولوی سیف الله ساعی

 ګناه په دوه ډوله ده لويه ګناه او کوچنۍ ګناه لويه ګناه هغه ده چې د کوونکي په اړه يې په قران يا احاديثو کې ګوت څنډنه ،لعنت يا ټاکلې سزا راغلې وي لکه د چا وژل ، بد لمني کول ،په چا تور پورې کول ،غلاکول يا شراب څښل يا هغه ګناه په قران او احاديثو کې له  ګوت څنډنې ،لعنت يا سزا پرته بيان شوې وي  خو زيان او خرابي يې د مخکېنيو غوندې يا له هغو څخه هم زيات وي لکه په حديث راځي (( الکبائر : الاشراک بالله وعقوق الوالدين وقتل النفس واليمين الغموس )) ژباړه : لوی ګناهونه د الله سره شريک نيول ،د مور او پلار څخه سرغړونه کول ،د چا وژل او په درواغو لوړه کول دي .يا يوه ګناه څوک سپکه ګڼي او هر وخت يې کوي نو دا کوچنۍ ګناه په لويه ګناه بدليږي چې له توبې پرته نه بخښل کيږي او که داسې نه وي هغه بيا کوچني ګناهونه بلل کيږي چې په ښو کړنو له منځه ځي .

کله ګناهونه په خپل منځ کې هم  لوی او کوچني وي  يوه ګناه لکه د چالاس پرې کول د هغه تر وژلو کوچنۍ ګناه ده خو هغو ته تر ښکنځلو بيا لويه ګناه ده

او کله د خلکو تر حال پورې هم د ګناه لوی والی او کوچنی والی تړاو لري لکه صحابه وو رضی الله عنهم ،تابعينو ،نېکانو او علماوو ته سپک ويل تر هغه لويه ګناه ده چې يو عام چاته يې څوک وايي په ځينو احاديثو کې چې د ګناهونو ځانګړی شمېر لکه درې ، څلوريا اوه  بيان شوی هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ځينو خلکو ،ځايونو او حالاتو ته په کتو سره  بيان کړی داسې نه چې همغه بيان شوي  لوی ګناهونه دي نور نشته خو ګناه چې هر ډول وي بايد ځان ترې وساتل شي ځکه د الله او دهغه د رسول څخه سرغړونه ده که الله مکړه له چا وشي نو سملاسي يې دې پرېږدي ، دالله څخه دې بخښنه وغواړي او په راتلونکي کې د نه کولو پخه اراده وکړي .[1]


[1] /الجاهل بمسائل الاعتقاد وحکمه ۶۷/اشرف التوضيح ۱/۲۰۹.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*