وروستي:

په افغان ښوونځي کې یو ورځنی علمي سيمینار تر سره شو

دغه سیمینار تېره ورځ د (استعداد دې وکاروه!) تر عنوان لاندې تر سره شو.

سیمینار د (OTED) تعلیمي موسسې د مؤسس او د بشري ودې او پیاوړتیا سلاکار، نړیوال ټرینر ښاغلي دکتور حیات الله عتید له خوا وړاندې شو، په سیمینار کې د افغان ښوونځي د استادانو په ګډون د ښوونځي د نهم، لسم، یوولسم او دولسم ټولګي شاګردانو او همدارنګه د افغان بنسټ ځینو غړو هم ګډون کړی و.

سیمینار د قاري صیب حکمت الله له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په ویلو پیل شو، وروسته د استعداد په اړه ښاغلي دکتور عتید هر اړخیزه معلومات د سیمینار غړو ته وړاندې کړل، نوموړي د خپلو خبرو پیل د (استعداد دې وکاروه!) تر عنوان لاندې پیل کړې، ښاغلي دوکتور عتید په لومړي سر کې د دغه سیمینار د ارزښت په اړه خبرې وکړې او وې ویل: ((دغه سیمینار ستاسو د بدلون سیمینار دی، په دې سیمینار کې به موږ هڅه وکړو چې تاسو ته هغه څه در زده کړو چې په تعلیمي محیط کې ستاسو د بدلون سبب شي، د دغه سیمینار په تر سره کولو سره به تاسو خپل قدمونه د بریا په لور نور هم ګړندي کړئ او هغه ناهیلۍ به مو ټولې له منځه لاړې شي کومې چې ستاسو د پرمختګ خنډ شوي دي)) ده زده کوونکو ته د ښوونکو د احترام په اړه هم اشاره وکړه او له زده کوونکو څخه یې وغوښتل چې تل د ښوونکو احترام وکړئ، ځکه همدا ښوونکي دي چې تاسو روزي او ستاسو د راتلونکي ژوند د پرمختګ او ترقۍ هیلې یې په زړونو کې دي، ده وویل چې د ټولنې په ترقۍ او پرمختګ  کې له بل هر چا ښوونکی ډېر زیار باسي او هڅه کوي چې ټولنې ته یو سالم، فعال، وطن دوست، ولس مل شخصیت وروزي، له دې وروسته نوموړي د غونډې د جوړښت او همدارنګه د بشپړې منظمې صحنې نه هم رضایت وښود.

وروسته د ماشوم د پیدایښت او د هغه د روزنې په اړه هم خبرې وشوې ده زیاته کړه چې ماشوم ته باید تر اووه کلنې پورې مینه ورکړل شي، ماشوم سره باید له الفت نه کار واخستل شي، له هغې وروسته د ماشوم د ذهن وده پیلېږي او کولای شي چې په ډېر ښه شکل سره د ده حافظه پراختیا وکړي؛ خو که له ماشوم سره له ناوړه چلند کار واخیستل شي او یا هم د کرکې او کینې په سترګه ورته وکتل شي نو نه دا چې ماشوم به پر ذهني ډول فلج شي؛ بلکې د ماشوم راتلونکی ژوند به هم له خنډ او ستونزو سره مخ شي، نو له دې امله باید له ماشومانو سره ناوړه چلند ونه کړو او له دوی سره د مینې، محبت او الفت له لارې ژوند مخ ته یوسو، زموږ مبارک دین هم د ماشومانو له پاره د ښې روزنې او پاملرنې په اړه ډېرې لارښونې کړي، د اسلام مبارک دین هم وایي چې ماشوم سره باید تر اووه کلنۍ پورې د لوبو، ساعت تېریو له لارې چلند وشي، دویمه دوره کې باید د هغه د تربیت او ښې پالنې په اړه فکر وشي او په درېیمه دوره کې یعنې د 21 کلنۍ په دوره کې باید له هغه سره د ملګرتیا چلند وشي، ده همدارنګه وویل چې د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ باید فاصله نه وي او ښوونکی باید له زده کوونکي سره داسې چلند ونه کړي لکه یو امر یا مدیر چې له خپل مامور سره کوم چلند کوي؛ بلکې په علمي محیط کې باید د ملګرتیا فضا حاکمه وي، نه د امریت او مدیریت.

له دې وروسته نوموړي د ژوند په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې په ژوند کې باید هر څوک غوره موخې ولري او دغو موخو ته د رسېدو له پاره باید ګړندي ګامونه واخلي، ژوند خو عموماً له ستونزو سره مخ وي؛ خو د دغو ستونزو سره باید مبارزه وشي او د حل لارې چارې یې ولټول شي؛ ځکه که موږ د ستونزو د حل له پاره جدي ګامونه وانخلو؛ نو کېدای شي چې ټول ژوند مو له ګواښ سره مخ شي، ځینې ځوانان ډېر وخت پر بې ځایه شیانو مصروفوي چې دا هم ژوند له خنډونو سره مخ کوي، په اوسني وخت کې اکثره ځوانان نیټ ډېر کاروي، ځینې ډېر خوبونه او ډېرې خبرې کوي او ځینې نور بیا په ژوند کې د خوراکونو ډېر شوقیان وي، چې دا هم ستونزې دي او دغه ډول ځوانان له خپل ژوند نه هم نا هیلي وي؛ ځکه دوی له دغه ډول ستونزو نه د ژغورنې پر لاره ځانونه عاجز بولي او وایي چې دا زموږ له وسې پورته خبره ده، نو همدا ده چې بیا انسان د تباهۍ پر لور ځي؛ خو باید هڅه وشي چې د ستونزو په مقابل کې مبارزه وشي او د حل لارې چارې یې ولټول شي، ښاغلي عتید د کامیابۍ او خپلو موخو ته د رسېدو له پاره د غرڅې او کیشپ مثال ورکړی. ده زیاته کړه چې په سمه لاره تلل که د کیشپ په څېر وي د غرڅې د ناسمې لارې له تګ نه بهتره ده، ځکه کیشپ چې پر سمه لاره روان دی کېدای شي وروسته له ډېره ځنډه خپل هدف ته ورسېږي؛ خو هغه غرڅه چې ګړندي ګامونه اخلي او پر نا سمه لاره روانه وي هېڅکله به هم خپل هدف ته ونه رسېږي، ولې چې لاره یې غلطه اختیار کړې، د خپلې موخې او هدف برعکس روانه ده؛ نو لومړی باید ښه هدف ولرو او وروسته بیا د هغه هدف له پاره هلې ځلې وکړو تر څو خپل هدف ته ورسېږو؛ خو هدف مو باید چې وهم او ډار نه وي؛ بلکې حقیقت وي، یعنې فکر مو باید ډېر لوړ وي او پیل وړوکی وي، داسې فکر باید ولرو چې موږ افغانستان د نړۍ د نورو پرمختللیو هېوادونو پر څېر اباد او سوکاله کړو د هغه ځای خلک باید دلته مزدوریانې وکړي، دا سیمه باید دومره پوره امنه او آرامه کړو چې هر څوک په کې د ژوند تېرولو ارمان ولري، د دې موخې او هدف له پاره کار باید وړوکی پیل کړو.

همدارنګه ښاغلي دوکتور عتید د هېواد اوسنۍ وضعې ته اشاره وکړه او وې ویل چې په افغانستان کې موږ درې ډوله دښمنان لرو او د دې دښمنانو د له منځه وړلو له پاره باید جدي او ګړندي ګامونه پورته کړو.

لومړی دښمن مو ناپوهي یا جهل ده، موږ او تاسو ټول د همدې دښمن د منځه وړلو له پاره باید سره لاسونه یو کړو تر څو دغه لوی دښمن له منځه یوسو.

دویم دښمن مو فقر او غریبي ده، په هېواد کې له دریو لسیزو راپدېخوا جګړې روانې دي، د هېواد اقتصاد مو خراب دی، کار نشته، وزګارتیا ډېره ده، له همدې امله رانه د علم مراندې شکول شوي دي او دومره وخت مو نه دی پیدا کړی چې علم حاصل کړو، بس د یوې مړۍ ډوډۍ له پاره له سحره تر ماښامه ورک یو؛ نو دا مو هم یو بل غټ دښمن دی.

درېیم دښمن مو په هېواد کې داخلي اختلافات دي، چې دا دښمن مو له لومړي دښمن نه زېږول شوی، یعنې په هېواد کې مو ژبني، قومي او سمتي تعصبونه دي، موږ ټول انسان یو، د همدې خاورې بچیانو یو، په ګډه باید دې خاورې او دې خلکو ته خدمت وکړو؛ خو متاسفانه چې دغه دښمن مو د هېواد ابادولو او دې خلکو ته د خدمت کولو له پاره نه پرېږدي او غواړي چې په هېواد کې همداسې ګډوډي وي؛ خو د ناپوهۍ له کبله پر موږ دغه دښمن هم زور شوی، زموږ د ټولو افغانانو یو هدف دی او هغه دا چې هېواد مو آباد کړو او د هېوادوالو له پاره هر اړخیزه اسانتیاوې برابرې کړو.

موږ باید هڅه وکړو چې لوی فکر ولرو، وړوکی کار ورته شروع کړو؛ خو فوراً یې باید پیل کړو، یعنې د کار په شروع کولو کې باید سستي ونه کړو؛ ځکه که د کار په شروع کولو کې سستي وکړو نو بیا خپل هدف ته نه شو رسیدلی،

په ژوند کې موخه او هدف ډېر اړین دی خو ښه هدف چې انسان د کامیابۍ لور ته کش کوي له هر څه نه زیات اړین دی او بیا همدغه هدف ته د رسیدو له پاره ورو ورو تګ ضروري دی، تر څو بریا تر لاسه کړئ؛ خو بریا دې ته مه وايئ چې ګواکې لوړې رتبې او لوړې تنخواګانې واخلئ او ژوند مو سوکاله او آرامه شي؛ بلکې له ځان سره سره باید د خلکو د هوساینې او د هېواد د آبادولو هوډ هم ولرو تر څو مو له علم، پوهې او استعداد څخه خلکو ته هم ګټه ورسېږي. یعنې اساسي هدف مو باید د انسان جوړونه وي نه د خپل ژوند هوساینه.

همدارنګه دکتور عتید د لوړو زده کړو په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل چې لوړې زده کړې ډېرې مهمې دي؛ خو باید چې په خپله خوښه وشي نه جبري، ده د جبري زده کړو په اړه د یو ځوان قصه وکړه چې څه موده وړاندې یو ځوان ما ته راغلی او راته یې وویل چې زه د کمپیوټر ساینس د  دویم کال محصل یم، خو کمپیوټر ساینس مې هیڅ نه زده کېږي او په دې دوه کالو کې مې ایله دومره کړای شو چې کمپیوټر خلاص او بند کړم له دې ور اخوا مې هیڅ هم نه دي زده. ده زیاته کړه، ما ترې وپوښتل چې ولې دې کمپیوټر ساینس انتخابوو؟ ده راته وویل: زموږ کور ته یو میلمه راغلی و او هغه مې د پلار په مخکې د کمپیوټر ساینس صفت وکړ چې کمپیوټر ساینس ښې پیسې لري نو پلار مې راباندې جبري کړه چې زویه ته باید کمپیوټر ساینس ووایې؛ خو زما له کمپیوټر ساینس سره هیڅ علاقه نه وه؛ نو له همدې امله مې اوس هیڅ هم نه زده کېږي. ښاغلي عتید ځوانانو ته د جبري زده کړو د خلاصون په اړه وویل: ځوانان باید پر خپله خوښه زده کړې وکړي نه د بل چا د خوشحالولو او یا د بل چا پر خوښه. دوی ته باید وخت ورکړل شي تر څو هغه هیلې او امیدونه چې دوی یې له ځانو سره لري ورته ورسېږي.

ده همدارنګه د یوه اردني ځوان مثال هم ورکړ چې په اردن کې د ده په یوه علمي سیمینار کې ګډون کړی ؤ او هغه ځوان د انجنیرۍ په اخري سمستر کې و، نوموړي رانه مشوره وغوښته چې زما د خوښې پوهنځي اقتصاد دی او زه باید اقتصاد ووایم نو هوډ یې وکړ چې له دې وروسته اقتصاد ووایم نو هماغه و چې نوموړی د اردن یو اقتصاد پوه ځوان شو او د اردن هېواد له پاره یې د اقتصاد د پرمختګ یو منلی پلان جوړ چې اوس ورته د اردن دولت له خوا د میاشتې 5000 ډالره معاش ورکول کېږي، نوموړی راته ایمیل کړی و او راته لیکلي وو،  که ما لس کاله نور هم په انجنیرۍ کې تېر کړي وو او د دکتورا تر کچې مې زده کړې په کې کړې وې هم به مې دومره امتیاز نه و اخیستی، لکه اوس چې د اقتصاد پوهنې پر لاره کې راته راکول کېږي، په هر صورت لوړې زده کړې باید د ځوان پر خپله خوښه وشي، نه جبري. یعنې پر خپله خوښه چې د څه شي هیله او امید لرئ په هغه کې ښه وځلېږئ نو تاسو به له پوهنتونونو فارغ نه یاست چې بیا به تاسو ته د دندې چانسونه پیدا کېږي او خلک به تاسو ته د دندې له پاره وړاندیزونه کوي، نو اړینه ده چې له څه سره شوق لرئ په هغه کې ښه وځلېږي، د ساټیفیکټ او سند شوقیان مه اوسئ؛ بلکې د پوهې او علمې شوقیان شئ، دا به نه بیا تاسو له دومره ستونزو سره مخ کړي او نه به بیا تاسو پر رواني او عصبي ناروغیو اخته کېږئ، ډېری فارغ التحصیل ځوانان مو اوس مهال له رواني او عصبي ناروغیو سره لاس او ګریوان دي، وجه څه ده؟ دوی پر خپل تخصص کې ځليدلي نه دي او هسې ځانونه یې خلاص کړي، نو ځکه اوس له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي.

د دغو ټولو ستونزو حل څه دی او له موږ نه غوښتنه څه ده چې باید وی وکړو؟

لومړی باید ځان وپیژنو، د خپل ځان پیژاندنه اړینه ده،

دویم دا چې خپل استعداد استعمال کړو، معنی دا چې موږ له خپل استعداد نه ګټه پورته کړو او همدارنګه د آینده ژوند له پاره هدفونه وټاکو، ژوند داسې دی لکه روان موټر، روان موټر کې موټروان مخ ته 80 یا 85 فیصده متوجه وي او شا ته 20 یا 15 فیصده متوجه وي،  نو موږ هم باید له تېر ژوند نه د عبرت په توګه کار واخلو او د راتلونکي ژوند له پاره ستر ستر هدفونه وټاکو او د هغو هدفونو له پاره بیا زیار وباسو تر څو خپلو هدفونو ته ورسېږو.

 دا ؤ د (OTED) تعلیمي موسسې د مؤسس او د بشري ودې او پیاوړتیا سلاکار، نړیوال ټرینر ښاغلي دکتور حیات الله عتید سیمینار چې په افغان ښوونځي کې د ښوونکو او زده کوونکو له پاره وړاندې کړ.

په دغه سیمینار کې د افغان بنسټ د غړیو په شمول تقریباً سلو کسانو ګډون کړی، ناستو کسانو د ښاغلي دکتور عتید ډېره ډېره مننه وکړه او د سیمینار نه یې رضایت وښود، دوی دا ډول علمي سیمینارونه ډېر اړین وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې په آینده کې دغه ډول علمي سیمینارونه په نورو تعلیمي مرکزونو کې هم تر سره شي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*