وروستي:

شوال مياشت او د ټول کال روژې

ليکوال : مفتي عبدالروف

د پيل خبرې

د مسلمان د ښېرازتیا او هدایت لپاره الله په مسلمان ډول ډول عبادتونه فرض کړي دي، کوم مسلمان چې دغه عبادات او کړنې په ښه ډول ترسره کړي د دنیا او آخرت ټولې کامیابۍ به ورپه برخه شي او د الله له لورې چې کومې  ژمنې شوي دي د هغو ټولو وړ به وګرځي،خو که چیرې مسلمان له دې څخه سرغړونه وکړي او په خپل ژوندانه کې دغه کړنې پلې نه کړي، نو دغه مسلمان به د تل لپاره په دنیا او آخرت کې له ناکامۍ سره مخ وي او د داسې مسلمان لپاره د الله له لورې کومه ژمنه هم نشته .

په دغو عباداتو کې یو هم روژه ده، روژه د الله له لورې په مسلمان دکال په اوږدو کې یوازې یوه میاشت فرض شوې ده او هغې ته  د رمضان میاشت وايي چې په دې نژدې کې پر مونږ او تاسې تېره شوه، الله دې ټول عبادات په خپل دربارکې قبول کړي .

د روژې په اړه په یوه حدیث کې رسول صلی الله علیه وسلم وایې :

 الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة يقول الصيام أي رب منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعني فيه ويقول القرآن: منعته النوم بالليل فشفعني فيه قال فيشفعان .([1])

ژباړه : قرآن او روژه به د قیامت په ورځ د بنده په حق کې سپارښتنه کوي،روژه به وایي: ای ربه!دا سړی ما د ورځې له خوراک او له شهواتو څخه راګرځولی و، نو دده په حق کې زما سپارښتنه ومنه او قرآن به وایې : دا بنده ما د شپې له خوب څخه ایسار کړی و، زما سپارښتنه دده په حق کې ومنه،راوي وایې د دوی دواړو سپارښتنه به ومنل شي .

د روژې له میاشتې پرته ځینې نفلي روژې هم شته چې په شریعت کې مسلمان ته د هغو د سرته رسولو سپارښتنه شوې ده لکه د محرم،عرفې، ايام  بیض، سه شنبه، پنج شنبه او دغه راز د شوال روژې چې دا اوس زمونږ او تاسې مخې ته را روانې دي.

غواړم  دلته د شوال د روژو او دغه راز په دې میاشت کې (چې د دوو اخترونو منځ راځي) د واده کولو په اړه څو خبرې له تاسو سره شرېکې کړم .

د شوال شپږ روژې

شوال په اسلامي میاشتو کې لسمه میاشت ده او د دې میاشتې لومړۍ ورځ د مسلمانانو لپاره کوچنی اختر او د خوشالۍ ورځ وي، د حدیثو په کتابونو کې په دې میاشت کې د شپږو روژو نیولو لوی فضیلت راغلی دی، رسول صلی الله علیه وسلم وایې : من صام رمضان ثم أتبعه ستا من شوال كان كصيام الدهر .([2])

ژباړه : چا چې د رمضان روژې او ورپسې د شوال شپږ روژې ونیولې دا داسې ده لکه ټول عمر یې چې روژې نیولې وي .

د حديث تشريح او د  امامانو اقوال: امام نووي رحمه الله وایي : امام احمد او امام شافعي له پورتني حدیث څخه د دلیل په نیولو سره د شوال شپږو روژو ته مستحب وایي او له اختر  وروسته پرله پسې نیولو ته یې ترجیح ورکړې، که چا پرله پسې ونه نیولې او یا یې د میاشتې په لومړیو ورځو کې ونه نیولي، نو دا هم سهي ده او د پرله پسې روژو نیولو ثواب به ترلاسه کړي .([3])

 امام مالک رحمه الله دغه روژې مکروه بللې دي،امام ابوحنیفه رحمه الله ته هم دکراهيت  نسبت کیږي او له امام ابو یوسف څخه په دې شرط ددغو روژو د کراهيت خبره نقل شوې ده چې پرله پسې ونیول شي، خو علامه قاسم ابن قطلوبغا په خپله رساله[تحر الاقوال في صوم الست من شوال] کې دا خبره ثبوت ته رسولې ده چې د امام ابوحنیفه او امام ابویوسف رحمهما الله مذهب هم د شوافعو او حنابلوو په څېر ددې روژو د استحباب دی، او د وروستني پېر عالمانو هم دغه روژې مستحب بللي دي .([4])

د الله قانون: مَنْ جَاۗءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ عَشْرُ اَمْثَالِهَا  ۚ وَمَنْ جَاۗءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزٰٓى اِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُوْنَ [الانعام۱۶۰]

چا چې ښېګڼه وکړه نو هغه ته یې لس برابره ثواب دی او څوک چې له بدي سره راغی نو له یو برابر پرته کومه زیاته سزا نه ورکول کیږي او نه به کوم ظلم پرې وشي .

د رمضان میاشت که څه هم ۲۹ ورځې وي الله په خپل رحم سره بنده ته د ۳۰ روژو ثواب ورکوي او دشوال له شپږو روژو سره ۳۶ روژې کیږي .

نو د الله قانو ن دی چې د یوې نیکۍ ثواب لس چنده ورکوي،نو شپږ دېرش (۳۶) ورځې  په لسو کې د ضرب کولو سره درې سوه شپېته (۳۶۰) ورځې راځي او کال هم ډېر ځله (۳۶۰) ورځې وي، نو د روژې له میاشتې څخه وروسته د شپږو روژو په نیولو سره الله پاک مسلمان ته د یوه کال د روژو د نیولو ثواب ورکوي .([5])

امام طیبي رحمه الله وایي : دا له دې امله چې الله د یوې نیکۍ ثواب  لس چند ورکوي.([6])

یو  بل حدیث کې د شوال د شپږو روژو په اړه داسې راغلي دي:

عن ثوبان مولى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال : من صام ستة أيام بعد الفطر كان تمام السنة { مَنْ جَاۗءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ عَشْرُ اَمْثَالِهَا} . ([7])

د رسول صلی الله علیه وسلم مریی ثوبان رضی الله عنه  روایت کوي چې رسول صلی الله علیه وسلم وویل : چا چې د روژې له میاشتې وروسته  شپږ روژې ونیولې دا داسې ده لکه ټول کال یې چې روژې نیولې وي، او دا آیت يې ولوست { مَنْ جَاۗءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ عَشْرُ اَمْثَالِهَا }.چاچې ښېګڼه وکړه نو هغه ته یې لس برابره ثواب دی .

څنګه کولای شو د ټول عمر  روژو نيولو ثواب ترلاسه کړو؟: د ټول عمر د روژو د نیولو څو صورتونه دي چې په هغو کې یو هم په پورتني حدیث کې یاد شوی صور دی، او بل صورت يې دادی چې یو سړی هره میاشت د بیض د ورځو (د هرې میاشتې دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم) روژه ونیسي او د الله قانون دادی چې د یوې نیکۍ ثواب لس چند ورکوي، يعنې په مياشت کې درې ورځې روژه نيول د ټولې مياشتې د روژې د ثواب لامل دي او دا ددې امت له ځانګړتیاوو څخه ده، او بل صورت یې دادی چې په  هره میاشت کې درې روژې (د میاشتې په سر، منځ او آخر کې يوه يوه روژه) ونیول شي. ([8])

لومړی قضاء او که د شوال روژې ونيول شي؟: که چا په روژه کې د ناروغۍ يا بل عذر له امله کومه روژه خوړلې وي،نو پکارده چې لومړی  د هغې قضایي  راوګرځوي او بیا د شوال روژې ونیسي .

د شوال روژو نيولو وخت: د شوال شپږ روژې د همدې مياشتې په اوږدو کې هر وخت نيولای شئ .

دشوال روژو نيولو طريقه : د دین عالمان په دې اړه په یوه خوله نه دي چې ايا د شوال روژې پرلپسې نیول غوره دي او که جلا جلا؟ په حنفیانو کې امام ابویوسف دغه روژې جلاجلا نیول غوره بللي دي، او ځینو نورو حنفي عالمانو دغه روژې په پرله پسې نیول غوره بللي دي او همدې قول ته مفتي محمد تقي عثماني صاحب هم ترجيح ورکړې ده .([9])

د اخترونو ترمنځ واده کول: په عامو خلکو کې  مشهوره ده چې د دوو  اخترونو ترمنځ -چې د شوال میاشت هم پکي راځي- باید واده  ونشي، دا خبره  له اسلام  وړاندې د جاهلیت په زمانه کې هم مشهوره وه او ویل کېدل که چا د شوال په میاشت کې واده وکړ نو د خاوند او مېرمنې په منځ کې به یې د تل لپاره کرکه وي او کله به هم بريا تر لاسه نه کړي، خو داخبره له حدیثو سره په ټکر کې ده ځکه چې رسول صلی الله علیه وسلم د دوو اخترونو ترمنځ په همدې میاشت کې له  عایشې رضي الله عنها سره واده کړی دی، او عایشه رضي الله عنها په هغو خلکو رد کوي چې دا ډول عقیده لري او د يو حديث په ترڅ کې د خپل واده کيسه داسې بیانوي :  تَزَوَّجَنِي رَسُولُ اللَّهِ  صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي شَوَّالٍ وَبَنَى بِي فِي شَوَّالٍ فَأَيُّ نِسَاءِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ أَحْظَى عِنْدَهُ مِنِّي قَالَ وَكَانَتْ عَائِشَةُ تَسْتَحِبُّ أَنْ تُدْخِلَ نِسَاءَهَا فِي شَوَّالٍ ([10])

ژباړه : رسول صلی الله علیه وسلم  ماسره د شوال په میاشت کې کوژده او په همدې میاشت کې یې را سره واده وکړ، نو د رسول صلی الله علیه وسلم له بیبیانو څخه کومه یوه یې له ماڅخه زیاته هغه ته نژدې وه؟ راوي وایي چې عایشې رضي الله عنها به خوښوله چې په شوال کې د ښځو ودونه وشي .

د حديث تشريح او د عالمانو اقوال: عربانو به په دې میاشت کې واده کول نه خوښاوه او ددې میاشتې له توري څخه به یې بدپالي نیوله او ویل به یې چې شوال له “شول” څخه اخیستل شوی دی اود “شول” معنا ده : له منځه تلل، نو هغوی به دا انګیرله چې که یو څوک په دې میاشت کې واده وکړي نو د خاوند او مېرمنې په منځ کې به یې کرکه رامنځته کیږي او کومه برخه چې د مېرمنې له مېړه سره ده، د دې میاشتې له امله به هغه له منځه ځي .

عایشه رضي الله عنها وایي چې زه  رسول صلی الله علیه وسلم ته ډېره ورنژدې وم، امام قرطبي رحمه الله وایې : په دغو تورو (کان احظی عنده مني) کې عایشه رضي الله عنها په هغو عربانو نیوکه کوي چې په دې میاشت کې يې د واده کولو په اړه بدپالي کوله او معنا یې دا شوه چې ما واده وکړ خو کوم تاوان یې ماته را ونه رساو او آن دا چې زه رسول صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو مېرمنو ډېره نژدې وم .

په شرح نقایه کې دي چې شیعه ګان ددوو اخترونو تر منځ  واده کول نه خوښوي .

امام سیوطي رحمه الله وایې : خلکو به  نه  خوښوله چې د شوال په میاشت کې واده وکړي له دې امله چې پخوا زمانه کې په دې میاشت کې وبا راغلې وه .

امام نووي رحمه الله وایي : زمونږ عالمان دې حدیث ته په کتو سره په دې میاشت کې پخپله کوژده کول، بل ته یې کول او دغه راز مېرمن را واده کول مستحب بولي، د حدیث په اخر کې عایشه رضي الله عنها د جاهلیت په وخت او دغه راز په هغو خلکو باندي نیوکه کوي کوم خلک چې په دې میاشت کې له کوژدې او واده  کولو څخه ډډه کوي.

ددې میاشتې له تورو څخه بد پالي نیول هیڅ حقیقت نه لري او دا د جاهلیت د زمانې له کړنو څخه دي چې هغوی به د “شوال” له تورو څخه بدپالي نیوله .([11])

د جاهليت دودونو څخه ځان وژغورئ! مسلمان باید د جاهلیت د وخت او د نورو قومونو له دودونو او کړو وړو څخه ځان او خپله ټولنه وساتي او د هغه څه پیروي وکړي چې اسلامي شریعت او د بشریت ستر لارښود حضرت محمدصلی الله علیه وسلم يې لارښوونه کړې ده .

الله په قرآن کریم کې وایې:اَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُوْنَ  ۭوَمَنْ اَحْسَنُ مِنَ اللّٰهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُّوْقِنُوْنَ . [المائدة ۵۰] ژباړه: نو آیا دوی د جاهلیت (د زمانې) حکم غواړي؟ د یقین کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله ښه حکم ورکولای شي؟

د پورتني آیت په تفسیر کې امام اسماعیل بن کثیر رحمه الله وایي: څرنګه  چې د جاهلیت په وخت کې خلکو د خپلو خوښو (خواهشاتو) سره سم له ځانه جوړ شوي ګمراه کوونکي قانون پر بنسټ پرېکړې کولې، نو الله هغه کسان بد ګڼي چې د هغه له را استولي خیره ډک مضبوط قانون پرته په هغه قانون پرېکړې کوي،چې بنسټ یې نفساني غوښتنې وي یا د کوم انسان له خوا جوړ شوی قانون وي چې په شریعت کې هیڅ اصل ونه لري .

په دې اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم يو حديث کې وايي:  أبغض الناس إلى الله عز و جل ثلاثة  (و ذكر منها) و مبتغ في الاسلام سنة الجاهلية…….

ژباړه : درې کسان الله ته ډېر ناخوښه دي (یو له هغو څخه) هغه تن دی چې په اسلام کې د جاهلیت (د زمانې د خلکو) رسم او دود غواړي .

دغه راز  د روستي حج پر مهال عرفات ميدان کې د يو لک او څلرويشت زره صحابه وو په وړاندې رسول الله صلی الله عليه وسلم د جاهليت د زمانې د دودنو په اړه داسې وویل: ألا كل شيئ من امر الجاهلية تحت قدمي موضوع .

واورئ! د جاهلیت د زمانې ټولې کړنې زما تر پښو لاندې دي .([12])

د شوال مياشتې مهمې پېښې: ۱-  د هجرت په دریم کال شوال  میاشتې په پنځلسمه نېټه د اسلام لویه  غزا (احد غزا ) پېښه شوه، هغه جګړه دومره خونړۍ وه او غشي دومره ورېدل چې له امله یې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماسپښین لمونځ په ناسته وکړ او پر هغه صلی الله عليه وسلم  نژدې اویا مرګوني بریدونه وشول چې په پايله کې يې  دوه مبارک غاښونه  شهیدان  او د خول دوه کړۍ یې په مبارک مخ کې ننوتلې ، خو بيا هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ژبه دا دعا وه (خدایه! زما قوم ته لارښوونه وکړې دوی نه پوهیږي) په دې غزا کې د رسول صلی الله علیه وسلم ګران تره حضرت حمزه رضی الله عنه په شهادت ورسول شو او په همدې غزا کې په صحابوو کې د رسول صلی الله علیه وسلم د شهادت چیغه ګډه شوه .

۲- د هجرت په پنځم کال د شوال د میاشتې په اتمه نېټه د خندق غزا پېښه شوه، پر مدینې د حملې لپاره  د کفارو  لس زره کسیز  لښکر چمتو شو، رسول صلی الله علیه وسلم ددې یرغل د مخنیوي لپاره له صحابوو سره مشوره وکړه، سلمان فارسي رضی الله عنه د خندق کندلو مشوره ورکړه، نو رسول صلی الله علیه وسلم دغه مشوره خوښه کړه، د مسلمانانو ددعاوو او زاریو وروسته د خدای پاک  مرسته راغله او د دښمن لیکې ماتې شوې .

۳- د هجرت په اتم کال د شوال د میاشتې په اتمه نېټه د حنین غزا پېښه شوه، د مشرکانو د ځپلو په موخه رسول صلی الله علیه وسلم له  دولس زره کسیز لښکر سره د حنین په لور روان شو.([13])

 ۴- د هجرت په اتم کال  شوال  میاشت کې د حنین له غزا  ورسته د طایف غزا پېښه شوه .([14])

 ۵-  د هجرت په دریم کال د شوال په اتمه نېټه د یک شنبې په ورځ غزوه “حمراء الاسد” رامنځته شوه.([15])

 ۶- د هجرت په دوهم کال  شوال  میاشتې په نیمایي د شنبې په ورځ “غزوه  بني قینقاع” رامنځته شوه.([16])

 ۷-  د هجرت په لومړي کال  شوال  میاشت کې د  امت د لویې عالمې او د رسول صلی الله علیه وسلم د ګرانې مېرمنې حضرت عایشې رضي الله عنها کوژده او واده وشو.

۸- د هجرت په څلورم کال  شوال  میاشت کې رسول صلی الله علیه  ام سلمة رضي الله عنها سره نکاح وکړه .([17])


([1]) مسند احمد،رقم ۶۶۳۷

([2]) الصحیح لمسلم،رقم ۲۷۵۶،ریاض الصالحین،رقم ۱۲۵۷

([3])الصحیح لمسلم ۳/۵۸۴ ط :البشری،تحفة الاحوذي۳/۱۸۳ ط :دار الحدیث القاهرة

([4]) درس ترمذي ۲/۵۹۹

([5]) معارف الحدیث ۲/۴۸۷ ط :انتشارات فاروق اعظم. ایران

([6]) مرقاة ۴/۴۷۶

([7]) سنن ابن ماجه،رقم ۱۷۱۵

([8]) معارف السنن ۵/۴۴۴

([9]) درس ترمذي ۲/۶۰۰ . وفی الدرالمختار : (وندب تفريق صوم الست من شوال) ولا يكره التتابع على المختار،۲/۱۳۶

([10]) رواه مسلم،رقم ۳۴۸۱ ط :البشری

([11]) مرقاة المفاتیح ۶/۲۷۶ ط :دار الکتب العلمیة . وکذا في فتح الملهم ۶/۳۹۱ ط:مکتبة دار العلوم کراتشي

([12]) ابن کثیر ۲/۵۶۰ ط :دار الکتاب العربي

([13]) سیرت ښوونه ۱۰۸ تر ۱۲۰ ط : نفیس خپرندویه ټولنه

([14]) الرحیق المختوم ۴۲۴ ط : دار ابن حزم

([15]) الرحیق المختوم ۲۹۷ ط : دار ابن حزم

([16]) الرحیق المختوم ۲۵۶ ط :دار ابن حزم

([17]) سیر الصحابیات مع اسوة صحابیات ۵۴ ط : مکتبه اسلامیة

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*