وروستي:

بیوزلي (فقر) څه شی ده او څنګه یې کمولی شو؟

محمد عارف رسولي

سریزه

په دې لنډه لیکنه کې هڅه شوې چې دننۍ پرمختیایی او انکشافی پوهې په رڼا کې د قومونو، ټولنو، سیمو او ان ملتونو په بیوزلۍ او ورپورې تړلو مهموستونزو یو څه رڼا واچول شوې. همدارنګه دبیوزلۍ په پیژندنه، ډولونو، اړونده لاملونو او ورڅخه د خلاصون په لارو هم بحث شوئ دئ. په مقاله کې هڅه شوې چې د بیوزلۍ سره د مبارزې لپاره په خپله دټولنې او دهغې دکسانواو سازمانونود وړتیا، په ټولنه کې دمشرۍ ، کلتور، ګډ سوچ، ګډ کارته لیوالتیا، انسانی پانګه، ټولنیزه پانګه، دتغیر او بدلون تنده اونورو په ونډه او ارزښت باندې خبرې وشي.

البته زما د بحث موضوع یوازې د پرمختیایی (انکشافی) پوهې او تجربو له نظره ده او باید ووایم چې دټولنوبیوزلي او ستونزې مختلف اړخونه لکه دینی، کلتوری، سیاسی، اقتصادی او نور لري او هر یو ځانته څیړنه هم غواړی چې دلته په دې مقاله کې ورباندې بحث نه کوو.

څوک بیوزله (فقیر) دئ؟

بیوزلي او فقر د دنړۍ په ډیروټولنو او هیوادونو کې شته. خو بیوزلي دنړي په پرمختللو او وروسته پاته هیوادونو کې یو څه توپیر او بیل مفهوم لري. ددې نړیوالو تعریفونو له مخې بیوزلي یا فقر دادئ چې که یوه کورنۍ او یا دیوې سیمې خلک دبیوزلۍ له کرښې کښته عاید ولري نو بیوزله دئ. دبیوزلۍ غربت کرښه دسړی سر عوایدو او یا مصرف په کچې باندې ارزول کیږی. دنمونې په توګه د افغانستان په شرایطو کې د بیوزلۍ کرښه دسړی سر عواید اویا مصرف په هره میاشت کې ۱۲۵۵ افغانۍ چې له ۲۵ آمریکایی دالرو سره برابردئ بلل شوې ده. ددې معنی داده که څوک دخپلې کورنۍ دهر غړي لپاره دمیاشتې ۱۲۵۵ افغانۍ ونشی لګولای چې په معمول شکل په ورځ کې سړي سر د ۲۱۰۰ کلوری لاسته راوړلو او یو څه بنیادی غیر غذایی اړتیاوو مصرف دئ نو ویل کیږی چې بیوزله او د فقر تر کرښې ټیټ دئ. دپرمختیایی پروګرامونو په واسطه په ټولنه کې د بیوزله خلکودشمیر او دبیوزلۍ د کچې مالومولولپاره هم د بیوزلۍ له دې کرښې د معیار په توګه ګټه اخیستل کیږی.

له بله پلوه ډیر خلک داسې وي چې اوس یې یوڅه لاس او خوله چلیږی او د بیوزلۍ تر کرښې لږ څه پورته وي او حالت یې یوڅه ښه وي خو په یوه ټکان او یوه پیښه دبیوزلۍ کندې ته ورټیل وهل کیږی، د کرښې لاندې راځي او را وتل یې ګران کار وي. دا کار په هغه وخت کې کیږی چې کوم سهي دولتي اویا نادولتي پرمختیایی پروګرامونه، د کومک رسولو ټولنیزې شبکې او ټولنیز سیستمونه کم او یا هیڅ نه وي چې دهغوی لاس ونیسي ترڅو د بیوزلۍ کندې ته ونه لویږي. همدارنګه د دې بیوزلو خلکو په سواد، کلتور، پخواني ژوند او نورو پورې هم اړه لري.

په افغانستان کې د فقر او بیوزلۍ عمومی کچه ۳۶ سلنه ده. په کلیوالو ساحو کې بیوزلي ډېره جګه ده په تیره بیا په کوچیانو کې چې ۵۴ سلنه ده. څنګه چې ۸۰ سلنه افغانان په کلو کې اوسیږی نو په کلو کې بیا بیوزلي د ملی کچې بیوزلۍ تقریبا ۸۴ سلنه جوړوی. یعنې د افغنانستان د بیوزله خلکو ۸۴ سلنه په کلیوالو سیمو کې اوسیږی. ځینو نورو بنسټیزو خدمتونو ته لکه د څکلو پاکې اوبو، د صحی تشناب، صحی خدمتونو او نورو ته لاسرسئ هم دخلکو دبیوزلۍ په کچه اغیزې پریږدي. لدې کبله دلږو عوایدو ترڅنګ افغانستان د بشری پرمختیا په نورو شاخصونو کې هم وروسته دئ او په ۱۸۷ ملکونو کې ۱۷۲ ام ځای لری. د کوچنیانو مړینه (۱۰۳ په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زیږونو کې) ترټولې نړۍ لوړه کچه ده. همدارنګه له دې کبله چې دخلکو د غذا تنوع ډېر لږ دئ نود ماشومانو پریمانه خوارځواکي یوبل زیات تشویش دئ. د ژوند اوږدوالئ په اوسطه توګه ۴۸ کاله دئ. د ۷۵ په شاوخواکې خلک نالوستي دي.

په تخمینی توګه دسړي سرپه کال کې د ۲۷۷۵ مترمکعبه اوبو په لرلو سره افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه نه دئ چې کمې اوبه لري. مګر یوازې د سړی سر تخمین ۱۴۰ متر مکعبه ذخیرې په درلودلو سره افغانستان به سیمه کې ترټولو ملکونو کمه داوبو د ذخیرې کولو وړتیا لري. د افغانستان په کلیوالي سیمو کې یوازې ۲۷ سلنه خلک دڅښلو پاکو اوبوته لاسرسئ لري، په نړۍ کې ترټولو ټیټ رقم; او په ملی کچه یوازې ۵ سلنه خلک د حفظ الصحې یا صحي تشناب لرلو آسانتیا ته لاسرسئ لري. دافغانستان د کلیوالي ساحو د ستونزمنتوب د ارزونې (NRVA) داداري د ارزوني د راپور په بنسټ زموږ په هیواد کې په ملي کچه یوازې ۱ سلنه خلک د صحی تشنابو سهولت ته لاسرسئ لري. نو داپورته ټول لاملونه زموږ د خلکو په غربت کې لاس لري.

موخذونه: د NRVA، د UNDP د ۲۰۱۱ د بشري ودې HDR) لست، د UNICEF د ۲۰۱۱ عملیاتي پلان، د افغانستان د ۲۰۱۱ کال د بشری ودې (HDR) راپور او همدارنګه د (World Bank) نړیوال بانک د اسنادو په اساس.

دبیوزلۍ پیچلې اړخونه اولاملونه

په نړیواله کچه دبېوزلۍ ورکولو او پرمختیا پوهان وایی چې بیوزلی یوڅو اړخیزه رواني، کلتوري او یو ټولنیز حالت دئ چې د پیچلو ټولنیزو، تاریخي او اقتصادی عواملو په واسطه پر کوم قوم، خلکو او ملتونو ورځي. فقر او بیوزلي پخپل ځان کې ډول ډول محرومیتونه او ناخوالې رانغاړی کوم چې د خوشاله، روغ او ګټور ژوند فرصتونه راکموی.

یوازې دچا په عوایدو او مصرف باندې ځان پوه کول د بیوزلۍ د څو اړخیزه حالت او سیی کچې پیداکولواو د ممکنه ګټورو حل لارو مندلو سره ډیره مرسته نه کوي. ځینې لوی محرومیتونه لکه د عوایدو کموالئ، لوږه، خوارځواکی، تبعیض، ټولنیز ګوښه توب، ناامیدي، منفی انګیرنې، بیځایه سیالۍ، زیرمو ته نه لاسرسئ، ښونیز، روغتیایی او دسرپناه درلودلو خدمتونو ته نه لاسرسئ هم د بیوزلۍ اړخونه دي او دوی او بیوزلي یوتربله تقویه کوي. روښانه ده چې جغرافیایی خراب موقعیت، دمواصلاتو اولارو نشتوالئ او ستونزمنتوب، نالوستي، بیلوالئ او داسې نورې ستونزې بیوزلۍ ته هم قوت او دوام وربښی.

دبیوزلۍ له خبیثې دایرې څخه ځکه څوک په آسانۍ نشی راوتلئ چې بیوزله د خپل ځان او کورنۍ په روغتیا، ښوونه او نورو پرمختیایی چارو پانګونه نشی کولای، زیرمو اوټولنیزو شبکو، او سازمانونو ته لاسرسئ نلري نو ترډېره ګوښه، بې اسرې، بې انګیزې، ناامیده په بیوزلۍ کې پاته کیږی. کله خو بیوزله او فقیر خلک دنورو له خوا په قصدی توګه بیوزله ساتل کیږی او په لوی لاس يې تیت، پاشلي او ځان ته اړ ساتي ترڅو یې له ناپوهۍ او مجبوریت څخه ګټه واخلي. غمیزه داده چې ډیر ځله همدا بیوزله له دې کسانو او حالت سره یا د ناپوهۍ او یا هم د مجبوریت له لاسه مرسته کوي او د بیوزلۍ لومه او کړۍ نوره هم ورباندې ټینګیږی.

په داسې ټولنو کې دښو کدرونو د روزلو او پنځولو کم شتون او امکان وی. که کوم چاته بخت یاری وکړي نو هغه هم دټولنې په تربګنیو کې بند پاته کیږي اوله لوړو سوچونودرلودلو بیرته پاته کیږی. که ورسره یوښه فکراو کړنلاره پیدا کیږی نوبیا خلک یې ورته غوږ نه نیسی او هم داکدرونه له خپلو خلکو سره په سمه اړیکه نیولو ځان نه خبروی. په خواشینۍ سره دا خبیثه دایره همداسې تر ډیره دوام کوی او ډیر ډیر زرین چانسونه یو پر بل پسې له لاسه ورکوي. ستر غم دادئ چې داسې یو قوم او ملت د چاخبره د فیل په غوږ کې ویده وي او بس ورځې سبا کوي، په وړو او ټیټو ستونزو او ځان غوښتنو کې راګیر وي، د راتلونکي لپاره کوم سوچ او عالی مرام او موخې نلري. په داسې قومونو او سیمو کې د سیی بدلون تنده، احساس، یو تربله منل، ګډ کار، ګدې موخې لټول، د خپلو ستونزو ارزونه او ورته دحل لارې لټول په نشت حساب وي. داسې قومونه، سیمې او ان ملتونه خپلې ټولې بدمرغۍ له نورو ګڼي، د ماشومانو په څیر له نورو ګیلې کوي او خپل مسولیت نه پیژني او یا يې نه قبلوي. دا حالت د مخدرو توکو په څیر د قومونو او ملتونو د غفلت لپاره خورا دردوونکې او لویه ستونزه ده. په ټولنه کې د بیوزلۍ ورکولو لپاره که دهر چا ځانی هڅې پکار دي خو یو هڅوونکئ ټولنیز چاپیریال، لورینه، ګډ سوچ، ګډ کار او ګډه تنده هم خورا اړین بریښی که نه نو په ټولنه کې هیڅ څوک له بل سره نه یوازې مرسته نه کوي بلکه مخه یې نیسی او بیځایه کشمکش روان وي.

ولې د بیوزلۍ په وړاندې مبارزه وکړو؟

انسان او بشر که له یوې خوا تر ټولو مخلوقاتو ډېر شریف دئ نو له بلې خوا همدا انسان که خپل مسولیتونه او مقام و نه پیژني، کبر، ظلم او بدو کارونو ته لاس واچوي نو تر ځناورو هم بد دئ. ښه انسان ته اړینه ده چې دخپلو همنوعانو د هوسایۍ، عزت، له جهالت، ظلم او بیوزلۍ څخه د را ایستلو لپاره نه ستړي کیدونکې هڅې وکړي. که څوک دا کار نه کوي نو دهغه انسانیت او خپل شرافت تر سوال لاندې دئ. په ټولو دینونو، کلتورونو او ټولنو کې د انسانانو سره مرسته او لاسنیول ستر مفهوم لري. که موږ وګورو د دنیا ستر پانګوال، د سپورت او فلمونو ستورې، ملی سوداګر اونور شتمن کسان نن سبا له بیوزلو سره ډېرې مرستې کوي او د خپلې پانګې یوه څو سلنه په دې کار لګوي. دا د لوی خدای (ج) یو حکمت دئ چې د انسان په طبیعت او فطرت کې یې د بیوزلو سره د مرستو له امله سکون او خوند ایښئ دئ او که انسانان سالم وجدان ولري نو له انسانانو سره مرسته او لاس نیوئ ورته ډېر لوړ ارزښت لري.

په اسلام کې دا مسولیت پیژندنه تر هر بل دین ډېر مهم بلل شوئ دئ. داسلام مبین دین که له یوې خوا دخلکو دشخصي سرمایې لرل او دهغو په سیي او روا توګه یې ډیرول مشروع بولي خو په اسلامي ټولنه کې محرومیت او بیوزلي هم د منلو ورړ نه ده. د بیوزلۍ دورکولولپاره په قرآن شریف، نبوی احادیثو او اسلامي فقه کې بی شمیره احکام په دې برخه کې شته دي. که هرشتمن مسلمان خپل ذکات، سرسایه او صدقې په پوره او سیي توګه ورکړي او که دا ټول په سیي مانا او د یوې سیي علمي کړنلارې له مخې د دولتونو له خوا د بیوزلۍ د ورکولو لپاره ولګول شي نوپه اسلامي ټولنو کې به غربت پاته نشي.

په اسلام کې ډیر زیات احکام، احادیث او روایتونه د بیوزلو سره د مرستو په اړه راغلي. دمثال په توګه یوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه والسلم په کور کې هيڅ د خوړلو څه نه و او نا څاپه یوه صحابی یو څه خواړه راوړل. خو یوڅه وخت وروسته کوم فقیر راغئ او د خیرات غوښتنه یې وکړه نو هغه خواړه یې ورته ورکړل او خپل ځان ته ېې هیڅ هم پرینښودل. همدارنګه په روایاتو کې راځي چې د اسلام دوهم خلیفه به په خپله د شپې له کوره ووت او د خپل رعیت حال به یې اخیست. که به یې کوم بیوزله او فقیر څوک پیدا کول نو په خپله به یې غمه خوړله.

له بلې خوا د اسلامی او انسانی همدردۍ نه ور اخوا دیوه ملت د ژوندي پاته کیدو او په خپلو پښو د ودریدو لپاره د بیوزلۍ په هکله په فردي، ټولنیزه او ملي کچه کار کول او مرسته کول د ټولو په ګټه ده. که په یوه ټولنه او یو ملت کې بیوزلي زیاته وي او څوک یې غم هم نه خوري نو هلته به غلې، قتلونه، تورتم، جهالت ، نفاق او یو تربله کرکه ډیر وي او هلته به د هیڅ کس لپاره که هغه بډای وي او که بیوزله د ژوند هیڅ خوند نه وي. په دې حالت کې به نو مضرې داخلي او بیروني کړۍ هم له بیوزلو، محتاجو او ناهیلو خلکو څخه د تولنې د ارزښتونو، ګټو او مصالحو په ضد د ځان په ګټه کار اخلي او اوبه به خړوي او کبان به نیسي. دبیوزلۍ په ضد هڅې د ټولنو او ملتونو په وده، هوساینه، د بهرنیو لاسوهنو دمخنیوي ښه وسیله اودهغوی په پرمختګ کې دروند ځای لري. نو ځکه ملتونه نن سبا په خپلو ټولنو کې د غربت په ضد زیاته هڅه کوي او دا نن سبا د نړۍ د ملکونو به اجندا کې یوه مهمه موضوع ده.

دبیوزلۍ ورکولو لارې چارې

نن په نړۍ کې ملتونه بیوزلي دخپلو خلکو د پرمخټګ او بسیا او خوشاله ژوند ترټولو لوی خنډ بولي. له همدې کبله د بیوزلۍ د پیژندلو، ورسره د مبارزې لارې چارې او پروګرامونه د هغوی په ملی اجنداوو کې خورا مهم ځای لري. نوځکه د افغانستان د پرمختیا ملی ستراتیږي او کړنلاره هم د بیوزلۍ سره مبارزې ته ډېر مهم ځای ورکوي. دبیوزلۍ سره د مبارزې مسئلې ته د ملی پرمختیایی ستراتیژۍ او کړنلارې په یوه له دریو مهمو بنسټونوکې ځای ورکړل شوئ دئ. خو اساسی مسئله او ستونزه یې د سم نه پیلي کیدو ده او جدي پاملرنه غواړي.

همدارنګه په ټوله نړۍ کې دا یو منل شوئ حقیقت دئ چې په ټولنو کې دبیوزلۍ ورکول د مدنی ټولنو، سازمانونو، قومی شوراګانو، ټولنیزو مشرانو او دولتونو یوه ملي، دینی او انسانی وجیبه او فریضه ده. له یوې خوا دبیوزلۍ سره مبارزه یو ګډ مسولیت دئ خو دهر چا برخه هم مهمه ده. که یو قوم، سیمه او ملت دبیوزلۍ سره سمه علمی مبارزه ونکړی نو دوی یوموټي نشی پاتې کیدای او پردي یې له بیوزلۍ څخه بده ګټه اخلي، په خپلو کې یې په شخړو اخته او د ځان غلامان کوی یې. دبیوزلۍ ورکول، پرمختګ کول ترټولو لمړئ یوه سیی سوچ او ځان پیژندنې ته اړتیا لری. مهمه خبره داده چې ټولنه او دهغې غړي باید دخپلو ستونزوپه ارزونه کې ځان تیر نه باسی او له خپلو تیروتنو او مسولسیتونو څخه ځان ګوښه نکړي.

ددې معنی داده چې که ملتونه او قومونه په فردی او ټولنیزه توګه دمسولیت اخیستو ته له روانی او ذهنی پلوه تیار شول، خپلې غلطۍ یې ومنلې او دناندریو په ځای یې ورڅخه زده کړه وکړه نو کیدای شي چې دعروج لامل یې شي او د پرمختګ لوړ پړاوونه ووهی. دا اصل د وګړو، کورنیو، قومونو، سیمو او ملتونو په حق کې رښتیا دئ او ټول ددې اصل تابع دي.

ولې د بیوزلۍ ورکولو پروګرامونه ډېر ځلې موثر نه وي؟

دخواشینۍ ځای دادئ چې په ډېرو بیوزله هیوادونو کې دبیوزلۍ ورکولو پروګرامونه شته، پیسې هم ورباندې لګی مګر ډېر ځله ښې پایلې نه ورڅخه اخیستل کیږي او بیوزلي همداسې خوره وي. ددې نه پرمختګ لاملونه ډېر دي چې خورا مهم یې په خپله دبیوزلو ټولنو پورته یاد شوئ ټولنیز حالت او ناخوالې دي. همدارنګه د بیوزلۍ ښه نه پیژندنه، دسیي ارزونې پر بنسټ دبیوزله خلکو دغوښتنو سره سم د هراړخیزه رغنده پرمختیایی پروګرامونو نشتوالئ او دشته پروګرامونو کمښتونه، په شته پروګرامونو کې د خپله بیوزلو خلکو د ریښتوني نه ګډون او ونډه نه اخیستل، د پلی کوونکو اداروکمه وړتیا، دپروګرامونو لنډ مهالتوب او نور مهم لاملونه شمیرل کیږی. په افغانستان کې هم له پرمختیایی پروګرامونو څخه د ښو پایلو لاسته نه راتللو ټول عوامل په یوه او بل شکل شتون لري. خوله دې وراخوا په افغانستان کې د شخړو شتون، د نالوستو خلکو لوړه کچه، په دولتي اونادولتی ادارو اوهمدارنګه دخصوصی سکتور په سازمانونو کې د خواره او مسلط اداری فساد شتون، ټولنیزې او کلتوری ستونزې او نور هم د شته پرمختیای پروګرامونو څخه د ښو پایلو د نه لاسته راوړلو مهم لاملونه دي.

دبیوزلۍ کمولو او پرمختګ لپاره په ځان کې دبدلون اړتیا

د سپیڅلي قرآن صریح نص هم راښیی چې: ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیرو ما بانفسهم. ترجمه: په تحقیق سره الله (ج) دیوه قوم په حالت کې تغیر نه راوړی ترڅو هغوی په خپلو نفسونو او ځانونو کې تغیر رانه وړي. ترڅو هغوی له خدایه په رښتیا ونه ویریږی، تقوا او ریښتینولي خپله نکړی، له بخل، کینې، ځان ځانۍ اوله یو بل نه زغملو ځان ونه ژغوري او د لورینې، یو پربل د ویسا لرلو چاپیریال رامنځ ته نکړی، پوهنې او ګډ کار ته وده ورنه کړي نو الله تعالی ورسره مرسته نه کوي.

جالبه داده چې اوسني بشری او پرمختیای علوم هم بیانوی که یو قوم او ملت د خپل ځان د اصلاح او ودې لپاره تنده او تلوسه ونلری نو بهرنی څوک لکه حکومت، موسسې او پرمختیایی کارکوونکي ورسره ډیره مرسته نشی کولای. که په یو قوم، سیمه او ملت کې د ځان د بدلون احساس نه وی نو مالی اونورې سکتوري مرستې به په اوږد مهال کې ددوی په ځان بسیا کیدو هلې ځلې نه یوازې تقویه نکړي بلکه هغه به نورې هم سستې کړي او دوی به نور هم مفت خواره او لټان کړی. ځینې مرستې خو له اصله ستونزمنې وي لکه که موږ هغو کلو او سیمو ته چې په کرنه بوخت وی د فن او پوهې پرځای خوشی غنم وروړو نوپه منځ مهاله او اوږد مهاله توګه دهغوي په کرکیلې بده اغیزه شیندي. که په یو قوم او ټولنه کې دتغیر لپاره یو څه تنده پیدا شی نو بیرونی خلک دمرستندوی په توګه کار ورسره کولای شی او ممکن د پرمختګ پروسه چټکه کړي مګر هغوی بنسټیز رول نشی لوبولای. پوهان وایی که یو قوم، ملت او یا یو سازمان د دنیا ترټولو ښه کړنلاره (ستراتیژی ) د چا په واسطه جوړه کړی خوکه په خپلو ځانونو کې د تغیر اړتیا او سوچ پیدا نه کړي په خوا شینۍ ډېر څه نه شی کولای. همدا دلیل دئ چې نن پرمختیایی پروګرامونه هڅه کوي ترڅو د پرمختګ غوښتنه په خلکو کې د ټولنیز پوهاوي په مرسته رامنځ ته کړي. پرمختیایی ټولنې او شوراګانې ورسره جوړوی او ورته په پرمختیایی کارونو لکه پلان جوړولو، د شخړو په حل، دپروګرامونو په نظارت او ارزونه کې ورسره کار کوي. که موږ ځینو قومونو او ټولنو ته ځیر شو نو راته ښه جوته کیږي چې په ټولنه کې د مثبت بدلون تنده او احساس راپیداکول، دګډو لوړو موخودرلودل، په یوبل لورینه او ګډ کارټولنې لوړو پوړیو ته رسولای شی. ګډ سوچ کول، ګډې لوړې موخې ټاکل او د لاسته راوړلو لپاره یې کارکول قومونه اوملتونه راپورته کوي او نشتوالۍ یې د هغو د نزول سبب ګرځي. اوس څه وکړوچې د بیوزلۍ خبیثه دایره ماته او خلک له بیوزلۍ څخه راووزي؟ دمثبت بدلون تنده او تلوسه په بیوزله خکلو کې څنګه راوستلای شو.

دپرمختیایی پوهنې او تجربو په بنا دنړیوالو پرمختیایی سازمانونو لکه نړیوال بانک، دملګرو ملتونود سازمانونولکه (UNDP) اونورو په اند په ټولنو او خلکو کې دبیوزلۍ دورکولو لپاره دښو پروګرامونو د پلي کولو او د مالی سرچینو د برابرولو ترڅنګ خلکو ته توان ور کول، په هغو کې دمثبت بدلون تنده او تلوسه راوستل، په شرایطو، اړتیاوو، مناسب وخت او اړینو کړنلارو دخلکو پوه کول اړین دي. دا تنده او تلوسه په خلکو کې څه وخت راځي؟

دمثبت تغیر او بدلون تنده او تلوسه دسترو او ناڅاپی بدلونونو څخه وروسته، دټولنیزوستونزو د لیدو په وخت او ورپسې او یا هم دټولنیز تهدید له پیژندلو څخه وروسته راپیدا او ورته ښه زمینه برابریږی. همدا رنګه د تعلیم پرمختګ، ټولنیزه وده، دسیاسی شعور لوړوالئ، د حقیقی رهبرانو راڅرګندیدل او شتون او ورته شیان هم په خلکو او ټولنو کې کولای شي په خلکو کې ګډ احساس او ګډې هلې ځلې راپیداکړي. ددې فرصتونو په وخت پیژندنه، دولسی پرګنو وربانې پوهاوئ او ورڅخه ګټه پورته کول د مدني ټولنو، قومي شوراګانو، د ځوانانو ټولنو، کلتوري، علمی او هنري بنسټونو په مټ او مرسته ښه ترسره کیدلای شي. دلته دولت مرسته کولای شې خو ډېره بنسټیزه ونډه خپله دخلکو، دهغوی د مدني ټولنو او ریښتینو مشرانو ده. که شرطونه برابر شول او که یو قوم او ملت ته د ستونزو، شخړو او ځان ځانیو څخه د وتو تلوسه، احساس او تنده پیدا شول نو په هر وګړي، هر کور او په ټولنیزه توګه په ټولنه کې خورا زیاته انرژی پیدا کیږی او خپله لاره منزل ته رسوی.

دبیوزلۍ په ورکولو کې د مشرانو رول

که دبیوزلۍ ورکولو لپاره ټولنیزه تنده، او غوښتنه اړینه ده نو دراپیدا کیدولپاره یې په ټولنوکې د روڼ اندو، ریښتینو، په وطن او قام مینو مشرانو د راپیدا کیدو او شتون ته هم اړتیا ده. دا دتندې پیدا کیدل او د مشرتابه راڅرګندیدل یو دبل سره نژدې اړیکې لري او یوپه بل اثر کوي. هغه مشران چې انسان ورته قیمت ولري، بیوزلي درک کړئ شي او دورکولو کلک هوډ یې کړئ وي په اوږد مهال کې دخلکو ډاډتر لاسه کوي او ترشا یې دریږي. دا مشران خلک توانمند کوی او کوښښ کوی ترڅو هغوي په خپلو پښو ودریږي. نن په بیوزلو ټولنوهم د مشرۍ کول په چټکۍ سره بدلون مومي. که موږ په مختلفو ملکونوکې و سیاسی او ټولنیزو ستونزو او چټکو بدلونونو ته وګورو نو یقین کوو چې دنن زمانې مشران که د بیوزلو لپاره خدمت ونکړي او غمه یې ونه خوري نو مشری یې دوام نکوي. دا دملت په کچه، د سیمې اوقوم په کچه سیی ده او که وګورو زښته ډیرمثالونه یې وینو. کله چې په ټولنه کې مدنی خوځښتونه، سواد، شهری ژوند او نور حاصل شی نو له خپلو مشرانو خدمت او هرومرو مثبت بدلون غواړی او که په مسالمت آمیز، مدنی شکل او د ټاکنو له لارې دا کار سرته ونه رسیږی نوخلک پاڅون ته لاس اچوی. موږپه تونس او نورو ملکونو کې ولیدل چې دزمانې قدرتمند خلک یې را چپه کړل. دابیله خبره ده چې دهغو حالت ښه شو او که نه. اوس راشو دې ته چې رهبري څه ته وايي او ښه رهبران څوک دي.

پوهانو درهبرۍ ډول ډول تعریفونه وړاندې کړي دي. خو یو مهم تعریف یې دادئ:

رهبري هغه وړتیا او ظرفیت دئ چې دخلکو یو ګروپ د یوشمیر ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره تنظیم کړي، او چې دهغوی دوام لرونکې همکاري ددې موخو د ترلاسه کولو لپاره یقینی کړي.

نوکه هغوکسانو چې د بیوزلو ټولنو مشران ځانونه بولي دخپلو خلکو په ګټه د ښه بدلون، او فقر ورکولو ښې ټاکل شوې موخې نه درلودې او خلک یې دهغو لپاره منظم نه کړل او ددې موخو دترلاسه کولو لپاره یې دخلکو دوام لرونکې مرسته ترلاسه نکړه مشري یې ډېر دوام نشی کولای. داکار خامخا کیږي البته چټکوالئ او ورو والئ یې دټولنې په داخلي او خارجي شرایطو او ظروفوپورې اړه لري. کله چې په ټولنه کې داسې حالت راشی چې کدرونه، روڼ اندي، مشران، عوام په خپلو ستونزو، بیوزلۍ ، ګډو موخو ټاکلو او دحل په لارو فکر کوي نو، لمړيتوبونه ټاکي او ورباندې عمل کوي او له خپلو تیروتنو او لاسته راوړنو زده کړه کوي نو ویل کیږي چې ټولنه وړتیا لري. اوس اړینه ده چې د بیوزلۍ ورکولو لپاره په ټولنیزې وړتیا (ظرفیت ) یوڅه رڼاواچول شي.

ټولنیزه وړتیا (ظرفیت) څه دئ او څنګه لاسته راځي؟

دټولنې د وړتیا لوړول عبارت دئ له: ټولنیزو شبکو، سازمانونو، خاصیتونو، رهبرۍ او هغه مهارتونه کوم چې اجازه ورکوي چې ټولنې د خپلو اړتیاوو او لمړیتوبونو سره سم پرمختګ وکړي.

لدې لنډ تعریفه داسې معلومیږي چې: که مو دپرمختیایی پروسې او دټولنیز کار اوهڅو په پای کې رغنده ټولنیزې شبکې جوړې، د مدنی ټولنو دسازمانونو جالونه مو د ګډ ګټور کار لپاره سره وتړل او وصل موکړل نو دخپلې ټولنې د وړتیا لوړولو لپاره مو یواوچت اړین ګام ایښئ. که مو دټولنې دټولو یا زیاتو خلکو په خواصو، انګیرنو او عادتونو کې مثبت بدلون ته دپوهاوي له لارې څرګند کاروکړ نودبیوزلۍ ورکولو او په خپلو پښو دریدلو په لور ښه روان یو. همدارنګه که مو په خپلو خلکو کې دښې مشرۍ په معیارونو او دریښتینو او دقوم د خادمو مشرانو په رول او اهمیت پوهاوئ زیات کړ، که مو ځان غوښتونکو او دخپلو ګټو پالونکو ته غوړه مالی پريښوده او ریښتیني مشران موورنه بیل کړل نو ټولنه مو دوړتیا منزل ته رسولې ده.

همداراګه وړتیا یا ظرفیت دخلکو، سازمانونو او ټولنو په مجموع کې هغه توانمندی ده چې وکولای شي خپلې ستونزې او مسئلې په بریالیتوب سره مدیریت کړی. خو دملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام (UNDP) دوړتیا یا ظرفیت لوړول او وده داسې تعریفوی چې: دوړتیا وده هغه پروسه ده دکومې په اوږدو کې چې کسان، سازمانونه اوټولنې وکولای شی چې دخپلو پرمختیایی موخو د ټاکلو او ترلاسه کولو لپاره توان پیدا، ټینګ اووساتي. یا په بل عبارت دوړتیا وده یوه پروسه او جریان دئ چیرته چې خلک، سازمانونه او ټولنې په مجموع کې دوخت په تیریدو سره وړتیا آزادوي، تقویه کوی، خلق کوي، دځان په شرایطویې برابروی او ساتی یې.

دلته ګورو چې له وړتیا سره ټولنیزه توانمندي، دستونزو حل او مدیریت تړلي دي. دوړتیا وده یوه پروسه ده، شرایط، رغنده، ګډ کار او ګډې ریښتینې هڅې غواړي. باید ورباندې پوه شو او زر مایوسه نشو. دلته موږ له انفرادی کسانو، ټولنو او سازمانونو په هکله یوځای بحث کوو او د انسانانو، سازمانونو او ټولنو وده یو تربله تړلې ده. انسان تنها وده نه کوي، ټولنه او سازمانونه په ګډه کار او هڅو ته اړتیا لری ترڅو ګډه وړتیا یې وده وکړي. په دې ځای کې په ټولنیزه او انسانی پانګو او دهغوی په پریکنده رول ځان پوهول خورا مهم او اړین بریښي.

په پای کې دهر افغان انساني، دیني، ملي او وطني دنده ده چې که غواړو چې یوه بسیا او هوسا ټولنه او ملت ولرو، له بیرونی دښمنیو ډکو لاسوهنو په امان کې شو نوزموږ هرکس، هرکلئ، هره مدني ټولنه، هره قومي او سیمه ایزه شورا، دولتي او نادولتي سازمانونه زموږ دخلکو دبیوزلۍ ورکولو لپاره باید ریشتینئ او ګډ کار وکړي. په خپله ټولنه کې بیوزلي وارزوي، له لاملونو سره یې ښه و پیژني او د سیي او علمی ازمویل شوو کړنلارو په مرسته د بیوزله خلکو دونډې اخیستلو او مشارکت په مرسته ورسره کلکه ملي اود هیواد پالنې له روحیې سره سمه مبارزه وکړو. زموږ مشران که د قومی شوراګانو په کچه وي، که په مدني ټولنو کې وي، که په ددولتي او نادولتي نهادونو کې کارکوي باید ټول په ملک کې دبیوزلۍ د کمولو او ورکولو لپاره خپلې او دخپلو نهادونو وړتیاوې په ننیو علمی متدودونو ښې وارزوي او لوړې یې کړي اوخپل رول ته ښه ځیر شي او هغه ښه ادا کړي.

دیوه سرلوړي، مستقل او هوسا افغانستان په هیله

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*