وروستي:

د منفي افکارو مقابله

 حامد افغان

ځیني خلک یوه خطرناکه روحي ناروغي لري باید سمدستي یې دعلاج له پاره ګام پورته کړي ، دا ناروغي په یواځیتوب کې له ځان سره د بدشاګومي ، بدمرغي او بدنصیبي خبرې کول دي ، یعني یو کس له ځانه سره اخته وي چې زه بدمرغه یم ، زما نصیب خراب ده ، زما ژوند برباد ده او داسې نور … دا حالت پر انسان د منفي افکارو یرغل بللی شو او دا ستونزه بابیزه مه نیسئ ، دا حالت وژونکی او د انساني قواو فلج کوونکی ده .په دې اړه دمشهور ارواپوه ډاکټر ابراهیم الفقي څو مهم نصیحتونه په یاد ولرﺉ :

• لومړی څو سلبي افکار په ذهن کې یوځای کړه لکه : زه شرمندوکی یم ، زه بدمرغه یم ، زه ناکام یم او …. بیا یې په یوه کاغذ ولیکه ، وروسته دا کاغذ څیرې او ټوټه کړه او لرې یې وغورځوه .

• دا سلبي صفات په ایجابي او غوره صفاتو بدل کړه ، لکه : زه تکړه یم ، زه پیاوړی او زړه ور یم ، زه ډیر څه کولی شم …. دا مثبت صفات په یوه کاغذ په ښکلې خط ولیکه ، او د تل له پاره یې د تعویذ په ډول له ځانه سره ګرځوه .

• په ارام ځای کې کېنه او دا مثبت صفات لوله ، له بدن نه مو هر ډول سستي لرې کړه او کوښښ وکړه چې د ځان په اړه نوی او تازه فکر خپل کړې ، داسې چې ځان بدل او په غوره حالت کې درته ښکاره کوه . او په زړه مې د نشاط او بیداري سوجونه زیات کړه .

• له همدې ورځې نه خپل هر سوچ او داراز له ځان اونورو سره خبروته ښه متوجه شه هیڅکله د ناکامي او نا امیدي خبره مه په خوله راوړه او مه یې په ژبه کوه .

• تل د رسول الله صلي الله علیه وسلم دا حدیث په یاد لره چې وایې : زه دخپل بنده له ګومان سره له هغه سره چلند کوم ،أنا عند ظن عبدي بي ” یعني که په هر کار کې مو هوډ پوخ او عزم مو قوي و الله تعالي به توفیق درکوي .

د منفي افکارو تر یرغل لاندې که ستاسو په کورنۍ او سیمه کې څوک وي ، دا خلک د زښت زیات ترحم او مهرباني وړ دي ، د ژوند په ترخو شیبو کې هغوی ته لارښوونه د یوه یاڅو انسانانو ژوند ژغورنه ده ، یوه انسان ژوند ژغورنه دومره ثواب لري لکه ټول انسانان مو چې ژغورلې وي ، په مرسته کې یې هیڅ ډول سستي او غفلت نده په کار .

یادونه : زموږ ډیری افغانان د ژوند بدو حالاتو له بدو ټولنیزو حالاتو او ډول ډول روحي ناروغیو سره لاس او ګریوان کړې دي ، په دې ناسم ژوند کې د هغو لاسنیوی د هر دردمن افغان ، هر لیکوال او هر عالم دنده او وجیبه ده ، فکر کوم دا ډول لیکنې ددې خلکو له پاره ډیرې ګټورې دي زموږ پوهان او لیکوالان باید د سیاسي او دیني موضوعاتو په څنګ کې د ټولنیز ژوند موضوعاتو ته هم ډیر متوجه واوسې .

لطفا دالیکنه خپره او نورو مسلمانانو ته یې هم ورسوﺉ .