وروستي:

ځانګړى راپور/ په افغان ښوونځي كې د استادانو له پاره څلور ورځنى علمي سمينار پيل شو

دغه سمينار تېره ورځ د احمد شاه بابا مېنې د افغان ښوونځي په څانګه كې  د ودان علمي مؤسسې د روزونكو له خوا پيل شو.

سمينار د قرآن كريم په څو مباركو ايتونو پيل شو،  وروسته د افغان ښوونځي او مدرسې عمومي مدير مفتي عبدالرؤف فراهي د دغه سيمنار پر ګټو لنډه رڼا واچوله او له استادانو يې وغوښتل چې په دقت سره  له دغو روزونكو څه لاس ته راوړي. نوموړي زياته كړه، چې د دغه سيمنار په دايرولو سره به د افغان مدرسې او ښوونځي استادان تر ډېره بريده هغه نيمګړتياوې چې د تدريس په بهير كې لري رفع كړي.

وروسته د ودان مؤسسې د روزونكو له خوا د دغه سيمنار پر ارزښت خبرې وشوې او استادانو ته يې د هر ډول علمي مرستې ژمنه وكړه، د روزونكو له ډلې يوه تن افغان وېبپاڼې ته وويل:

«موږ هڅه كوو چې استادانو سره هغه څه شريك كړو چې اوس مهال دوى ور سره په علمي ډګر كې لاس او ګرايوان دي او نه شي كولاى چې خپل شاګرد په علمي او فكري لحاظ وپوهوي، همدارنګه دغه روزونكي زياته كړه، د دغه سيمنار د دايرولو موخه همدا ده، چې څرنګه د استاد او شاګرد تر منځ د الفت فضا حاكمه شي او استاد څرنګه كولاى شي چې خپل شاګرد په علمي لحاظ د دې جوګه كړي چې په تدريسي ساعت كې كومه ستونزه ونه لري. »

په دې سيمنار كې دا او دې ته ورته نورې خبرې چې د ښوونكي او زده كوونكي له پاره ګټورې تمامېداى شي د ودان علمي مؤسسې د روزونكو له خوا استادانو ته واورول شوې.

په سيمنار كې د افغان ښوونځي د استادانو سربېره د بګراميو په احسان مېنه كې د افغان مدرسې استادانو هم ګډون كړى، دوى هم د دغسې تعليمي سيمنارونو دايرول په اوس وخت كې ډېر اړين وبلل او دغه كار يې د پوهنې په بهير كې يوه  بله لاسته راوړنه وبلله.

د دغه علمي سيمنار په اړه د افغان مدرسې يو تن استاد مولوي عبدالله د افغان بنسټ ويبپاڼې ته وويل:

«د علمي سيمنارونو دايرول يو ستر كار دى، خو له بده مرغه چې په هېواد كې داسې سيمنارونو ته څوك ارزښت نه وركوي، وجه يې دا ده چې په اكثره سيمنارونو كې روزونكي د دې وړتيا نه لري چې استادان په بشپړه توګه وروزي او نه هم دغه روزونكي خپل ځانونه مسؤول ګڼي، بلكې لوټه په اوبو كې كيږدي او پرې تېرېږي، چې دا له يوه فرد سره نه؛ بلكې له يوې ټولنې سره جفا ده، ده زياته كړه، خداى دې وكړي چې دغه روزونكي د افغان مدرسې او افغان ښوونځي له استادانو سره دغه ډول چلند ونه كړي او هغوى ته په پوره ايماندارۍ سره اړين او ضروري تدريسي توكي ور زده كړي.»

په علمي سمينارونو كې د روزونكو له خوا زيات زور د ښوونكي پر روحيه وي او ټينګار كېږي چې ښوونكى بايد په پوره رحم او مهربانۍ سره له زده كوونكي سره چلند وكړي تر څو زده كوونكي په علمي ډګر كې د استاد درس په ښه توګه اخذ كړي او د بې رحمۍ احساس ونه كړي او همدارنګه له خپل ښوونكي سره له عقديي چلنده هم وژغورل شي.

په هېواد كې اوس مهال په علمي مركزونو كې اكثره زده كوونكي له ښوونكو سره يو ډول عقده يي چلند كوي او حتى لا زيات ښوونكي د زده كوونكو له خوا ګواښل كېږي هم، وجه يې دا وي چې ښوونكى يا پر خپل مضمون برلاسى نه وي او يا هم په ټولګي كې د ټولګي اصول او قوانين نه مراعتوي او يا هم زده كوونكي ته تدريسي او علمي كړنلارې نه وي ښودل شوي، پر همدې اساس په هېواد كې د پوهنې وزارت دا لازمه ګڼلې چې د علمي مركزونو استادانو ته علمي سيمنارونه داير كړي تر څو هغه فاصله چې د ښوونكي او زده كوونكي تر منځ رامنځ شوې را لنډې او له  منځه يوسي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*