وروستي:

روژه د قرآن او قرانپوهنې میاشت

لیکوال : حامد افغان/
قرانکریم د الله جل جلاله په نعمتونو کې ستر نعمت دی، او دا ستر نعمت موږ ته د مبارکې روژې په میاشت کې راکړل شوی دی ځکه خو روژه د قران میاشت بلل کیږي قرانکریم وایې: شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن (البقرة:185)، روژه هغه میاشت ده چې قران په کې نازل شوی دی، او په رمضان کې د قدر په شپه کې نازل شوی ده: انا انزلناه في ليلة القدر، له دې امله د روژې او قرانکریم ترمنځ ځانګړې او ژورې اړیکې شتون لري.
تاسو د لیږ ځنډ له پاره د دې نعمت د نزول زمانې ته را سره ولم، په خپل فکر کې ځان د نبوت په زمانه کې فرض کړئ هغه مهال چې د مختلفو پیښو په اړه په ستر لارښود محمد صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ باندي د قرانکریم ایتونه نازلیدل، د کال په اوږدو کې به چې څومره نازل شوی وو هغه به جبرائيل علیه السلام د روژې په میاشت کې له رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ سره بیا تکرارول، ( سَنُقْرِئُکَ فَلاَ تَنْسي) .د رسول الله صلی الله علیه وسلم او جبرائيل علیه السلام ترمنځ دا سپيڅلې قراني مدارسه به هر کال په روژه کې یو ځل وه په کوم کال چې رسول صلی الله علیه وسلم وفات کیدی په هغه کال دوه ځله وه.
له دې امله باید په روژه کې قرانکریم ته ځانګړې توجه وکړل شي د امام مالک ابن انس رحمه الله په اړه ویل کیږي چې روژه به راغله د حدیثو درس به یې پرېښود او له بل هر کار نه به یې لاس واخیستی یواځي د قرانکریم تلاوت به یې کاوه او په هغه کې په تدبر به بوخت و داراز د امام سفیان الثوري رحمه الله په اړه په روایاتو کې راغلي چې نور ټول نفلي عبادتونه به یې پرېښودل یو تلاوت به یې کاوه. له قران سره د سلفو علماو د اړیکو په اړه به په ځانګړې لیکنه کې تفصيلي خبرې کوو. باذن الله تعالي.
یوه ډیره مهمه خبره باید په پام کې ولرو هغه دا چې له تدبر او تفکر پرته ډیر تلاوت کولو څخه له تدبر سره کم تلاوت غوره ده ډیر تلاوت مطلوب نده مطلوب او آرموخه د قرانکریم زده کړه، په معنا یې ځان پوهول او بیا هغه په خپل ژوند کې عملي کول دي، او دې ته (تدبر) وایې، په دې اړه څو ایتونه درته ژباړم: كتاب أنزلناه إليك مبارك ليدبروا آياته} (ص:29)، یعني کتاب مو تاته درکوي دی مبارک کتاب دی د دې له پاره چې په ایتونو کې یې تدبر وکړل شي. بل ځای قرانکریم وایې: أفلا يتدبرون القرآن أم على قلوب أقفالها (محمد:24)، دوی په قران کې ولې تدبر نه کوي ایا د دوی زړونو ته قلفونه لویدلي دي.
دې لاندي ایت ته باید ډیر متوجه شو دا ایت زموږ له حال سره بیخي برابر ده او کټمټ زموږ د مسلمانانو موجوده حالت څیړي، الله په قران کې د مخکینیو امتونو حالت بیانوي او وایې چې هغوی امیان وو په کتاب نه پوهیدل یواځي لفظي تلاوت به یې کاوه، {ومنهم أميون لا يعلمون الكتاب إلا أماني} (البقرة:78)، الأماني د الأمنیة جمعه ده او امنيه تلاوت ته وایې لکه په بل ایت کې هم امنيه د تلاوت په معنا راغلې ده: و ما أرسلنا من قبلك من رسول و لا نبي إلا إذا تمنى ألقى الشيطان في أمنيته . او په ځانګړې توګه په دې ایت کې له امنيه نه مراد تش لفظي تلاوت ده داسي چې په معنا او مفهوم یې نه پوهیږي ځکه مخکي (لایعلمون الکتاب) راغلي دي.
د اهل کتابو دا یادونه د هغوی د غندنې او له خپل کتاب سره د نامناسب چلند په ډول شوی ده یعني هغوی پخپل کتاب نه پوهیږي یواځي یې لفظي تلاوت کوي!! او زموږ په حال خو ژړا په کار ده ځکه زموږ ډیری خلک آن په لفظي تلاوت هم نه پوهیږي او که څوک پوهیږي هغوی یې په معنا او مطلب نه پوهیږي یواځي الفاظ تکراروي او که پوهیږي هم هغوی هم چنداني د (تدبر) په کیسه کې ندي الا من رحم الله. والي الله المشتکي.

د اصول الفقه د علم له تعریف سره سم د قران لفظ او معنا دواړه قران بلل کیږي (القران اسم للنظم والمعني معاً) یوه معنا یا یو لفظ قران نشي بلل کیدلی او له دې امله که په بله ژبه د قران ژباړه خپریږي باید د قران عربي متن ورسره وي او کنه یواځي ژباړه (معنا) قران نشي بلل کیدلی.
دا چې د قران لفظ او معنا دواړه یوځای قران دی نو پخپل ځای کې دواړه مهم هم دي یعني د قران لفظ او معنا دواړه مهم دي ځکه د الله جل جلاله له لوري رسول لله صلی الله علیه وسلم ته دوه دندې سپارل شوې وې لکه په دې ایت کې راغلي دی: ربنا وابعث فيهم رسولا منهم يتلو عليهم آياتك ويعلمهم الكتاب والحكمة ويزكيهم [البقرة : 129] . زموږ ربه! دوی ته داسي رسول وروليږه چې ستا ایتونه ورته تلاوت کوي او کتاب او حکمت ورښیې او پاکوي یې. په دې ایت کې د قران له زده کړې مخکي (یتلو علیهم ایاتک) راغلی دهراغلی.
لکه څرنګه چې په صحي توګه د قرانکریم تلاوت مهم ده دا راز د قرانکریم فهم او تدبر هم لازمي ده او دواړه د مومن دنده او د مومن فریضه ده په دې اړه یو نبوي حدیث را اخلو چې دواړه یې لازمي بللي دي، رسول الله صلي الله علیه وسلم وايې: کوم خلک چې الله په کور (جومات) کې راجمعه شي د الله کتاب تلاوت کوي او پخپلو کې یې تدریسوي دوی ته به ارام ورکړل شي، په رحمت کې به پټ کړل شي، د رحمت ملایکې به پرې چاپیره وي او الله به په خپلو مقربینو کې یادونه وکړي. ما اجتمع قوم في بيت من بيوت الله يتلون كتاب الله ويتدارسونه بينهم إلا نزلت عليهم السكينة ، وغشيتهم الرحمة وحفَّتهم الملائكة ، وذكرهم الله فيمن عنده. رواه مسلم (2699) .
د قران د تلاوت په اړه پخپله قرانکریم وایې: الذين آتيناهم الكتاب يتلونه حق تلاوته [البقرة:121]، یعني هغه څوک چې موږ کتاب ورکړی دیورکړی هغوی یې په حقه سره لاوت کوي، د تفسیر امام قتاده رحمه الله وایې: صحابه کرام هغه څوک دي چې قران یې په حقه سره تلاوت کاوه. الجامع للقرطبي ، 1/91 .
د قران تلاوت چې په دې ایت کې یې یادونه شوې ده په دوه ډوله کولی شو یو یې فقط ترتیل او لوستل دي او الله جل جلاله رسول الله ته د دا ډول تلاوت امر هم کړی و لکه قرانکریم وایې: وأمرت أن أكون من المسلمين . وأن أتلو القرآن } [النمل : 91 ، 92] . یعني ماته امر شوی ده چې له مسلمانانو نه شم او ااو چې قران تلاوت کړم، په ګڼ شمیر روایاتو کې راځي چې رسول الله به د قریشو کفارو ته قران تلاوت کاوه او په یوه ایت کې راغلي دي: قل لو شاء الله ما تلوته عليكم [يونس : 16] . یعني ته ورته ووایه که د الله خوښه وی ما به تاسو ته نه و تلاوت کړی.
او د تلاوت دویم ډول د قران اتباع او پیروي ده او تلو او تلاوه اتباع او پیروي ته هم وایې لکه: والقمر إذا تلاها } [الشمس : 2] ، اي اتبعها، لکه امام القرطبي د بابونه حق تلاوته په تفسیر کې کاږي: ای يتبعونه حق اتباعه باتباع الأمر والنهي فيُحلون حلاله ، ويحرمون حرامه ويعملون بما تضمنه، یعني امر یې منل او له نهي یې ځان ژغول، حلال یې حلال او حرام یې حرام بلل په حقه تلاوت ده. الجامع للقرطبي، 1/92 . د په حقه تلاوت په اړه عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وایې: والذي نفسي بيده ! إن حق تلاوته أن يُحِلَّ حلالَه ، ويحرم حرامه ، ويقرأه كما أنزله الله ،ولا يحرف الكلم عن مواضعه ، ولا يتأوَّل منه شيئاً على غير تأويله. په هغه ذات قسم چې زما روح یې په واک کې ده حق تلاوت داده چې حلال یې حلال او حرام یې حرام وبلل شي او داسي تلاوت شي لکه څنګه چې له الله هالله نازل شوی دی، او مراد یې له خپله ځایه ونه ښورول شي او هیڅ شی یې ناسم تاويل نکړل شي. تفسير ابن كثير ، 1/175 .
خلاصه دا شوه چې د قرانکریم په تلاوت کې تدبر او په هغه عمل لازمي ده د صحابه کرامو په اړه راغلي دي چې هغوی به تر پنځه او لسو ایتونو زیات قران نه تلاوت کاوه کله به یې چې مثلا پنځه ایتونه ښه زده کړل او ورسره به یې عملي کړل بیا به یې نور تلاوت کاوه. مشهور او لوی تابعي أبو عبد الرحمن السلمي رحمه لله وایې: ماته هغو صحابه وو خبره کوله چې موږ قران ور نه ویلې لکه عثمان ابن عفان عبدالله بن مسعود او نورو، دوی ویل موږ به له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه لس ایتونه وویل نور به مو تر هغو نه ویل څو به دا لس ښه زده کړل او هغه به مو عملي کړل. نو موږ به قران علماً او عملاً دواړه زده کاوه. الإتقان ، 2/389 ، التفسير الكبير ، 2/132 .
روژه د قران میاشت ده باید قران په کې تلاوت او زده کړل شي زموږ عام خلک د قران د زده کړي هیڅ اراده نلري او له قران سره علاقه یې د هغه الفاظ لوستل وي یعني یواځي تلاوت ده، او د مومن کار او د مومن مسؤلیت تر دې ډیر لوړ او لوی ده لکه مخکي مو وویل د قران یواځي تلاوت هم مهم او مطلوب ده او دهغه زده کړه هم مطلوب او مهمه ده او دا دواړه په یوه بل تکملیږي او د مومن دنده او مسؤلیت ده چې دواړه زده کړي. الله دي په قران د پوهيدلو مینه او توفیق رانصیب کړي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*