وروستي:

قرانکريم د زړه رازونه وايي / دوهمه برخه

مفتي حبيب الله قاسمي

قران پيژندنه :

ددينی علومو مدرس  اوڅېړونکی

 د زړه کيفيتونه :

قرانکريم  دزړه ډير نادر او نااشنا کفيتونه بيانوي ، خودزړه دنيکمرغي يوازې دخدای پاک په تړلې بولی فرمايي چې : زړونو واکمن يوازې الله پاک دی اوفرمايي: ((د زړونو نرمول اوسختول دخدای پاک په واک کې دي)) .[1] او ((خچن زړونه د خدای پاک په اراده پاکيږي)).[2]دغه راز وايي: (( په زړه کې دايمان مينه خدای پاک غورځوي ، له کفر ،بي لاري او بغاوت سره کرکه هم خدای پاک په زړه کې پيداکوي)) . [3]  اوځيني زړونه ډير ښه اوغوره بولي: ((ځيني زړونه هېڅ وخت خدای پاک ته ورتګ نه هيروي او دا اندېښنه ورسره تل وي يووخت خدای پاک  ورتلوني يو)). [4]؛خودلته قرانکريم يوبل ستر راز څرګندوي اوهغه داچې: ((  ددې سترو ځانګړنوله پاره  د زړونو انتخاب خدای پاک کوي)). [5]   اوس دلته  دزړه هغه کيفتونه په ترتيب ليکو چې قرانکريم بيان کړي دي :

 دزړه لومړی کيفيت : په بريا ډاډه کېدل :

 پر ځينو زړونو الله پاک ددين په لاره سختې ددې له پاره راولې چې ډاډ يې په برخه شي اولارښوونه کوي چې : ((له کړاوونو وروسته په بريا باندې زړه ډاډه کوي)) .[6]

 دزړه دوهم کيفيت : په لورينو اومرسته خوشاليدل:

داسلام په لومړی سرکې الله پاک مسلمانانانو ته لارښوونه کړې وه چې له نويو مسلمانانوسره مرستې وکړي اوپسې ددې له پاره ورکړئ چې د هغوی زړونو اسلام ته ليواله اومات شي ځکه انسان داحسان تابع دی اونمک يې سترګو ته ولاړ وي چې په دې سره قرانکريم دا راز بيانوي چې لورينې زړه نرموي .[7]

 

د زړه دريم کيفيت : زبون وهل:

 بې ايمان زړه ډير ژر زبون وهي په دې اړه قرانکريم دا راز  څرګندوي: ((زړه زبون وهي)) [8] او: ((په ځانګړي ډول د کافرانو زړونه خدای پاک د مسلمانانو په وړاندې ډير زبون وهلي کوي)).[9]

 د زړه څلرم کيفيت : پياوړي کېدل:

موږ چې ددين په لاره کې ديوه کمزوري سړي زړه ته ګورو چې ستر شاهکار اوکارنامه ترسره کوي نوورته حيرانيږو چې فلاني سړی دومره ستر کار ترسره کړ؛ خو قرانکريم لارښوونه کوي چې داکومه دحيراني خبره نه ده دالله پاک ژمنه ده چې ((دباطل په وړاندې کمزوري زوړونه هم خدای پياوړي اوغښتلي کوي او پياوړتيا وربښي)). [10]

   د زړه پنځم کيفيت : آرمان جن زړونه :

زړه غمونه اوناهيلي له ځان سره ترډيرو ساتي، قرانکريم دغه راز داسې بيانوي : ((زړه ارمانجن کيږي اوارمانونه اوحسرتونه ترډيره ساتي))[11] .

 د زړه شپږم کيفيت : زړه ورتيا او ډاډمنېدل:

که څه هم په ظاهره زړه په کړاوونوځوريږي اوناهيلي کيږي ؛خوډير دتعجب خبره داده چې ددين په لاره په کړاوونو زړه ډاډمن کيږي او قرانکريم داراز داسې څرګندوي : ((ددين په لاره کې دسختيواوستونزو  پرمهال خدای پاک  زړه ته ډاډ بښي)).[12]ځکه چې ((دايمان  له برکته الله پاک زړه ته غوره لارې ښيي))[13] . او ((په ښوکارونو کې زړه ته همت خدای پاک وربښي  مرسته يې کوي  )). [14].

 

د زړه اوم کيفيت : دزړونو يوبل ته ورته والی :

لکه چې ځيني انسانانوپه څېره کې يوبل ته ورته وي همداسې زړونه هم يوبل ته ورته کيدلای شي ،قرانکريم دښو خلکو زړونو يوبل ته ورته بولي اودغه راز دبدعمله خلکو زړونه هم يوبل ته ورته وبولی لکه داچې له مسلمانانوسره په عناد اوحسد اوکينه کافرانو زړونو يوبل ته ورته بولي قرانکريم فرمايي : ((دکافرانو زړونه يوبل ته ورته دي )).[15]

 د زړه اتم کيفيت : دزړه کرکه په مينه بدليدل:

مشهوره دادچې دزړه پاچاهي ړنګه شي بيا نه رغيږي اويوچاته په زړه کې کرکه ولويږي بياپه مينه نه بدليږي خو قرانکريم که چېرته انسانان په چلند اوخوی کې بدلون راولي نوهغه کرکه بېرته په مينه بدليدلای شي دغه راز  بيادغه راز فرمايي : ((داسې هم کيدلای شي چې زړه دې لومړی له يوه شي کينه ولري بيايې هغه کينه په  مينه هم بدليدلای شي)) [16].او((د دوه کرک جن زړونه ترمنځ يوازې خدای پاک الفت راوستلای شي ددنياټولې پانګې دوه داسې زړونه نه شي سره يوځلای کولای چې ترمنځ يې کرکه  وي)).[17] ((دځينو پېښو له امله دزړه کرکه اوغوصه په خپله سړه شي)) .[18]

د زړه نهم کيفيت : دبې ګټې شي په مينه بوختيدل:

زړه چې په تورتم کې اېسار شي نوبيا دبې ګټې شيانوپه مينه داسې بوخت شي چې دګټې وړ شيان ترې پاتې شي دغه راز قرانکريم دبني اسرائيلو په اړه بيانوی چې : ((زړنوته يې دخوسي عبادت داسې ورننوت چې په همدې عبادت به ددوی زړونه خوښېدل سره له دې چې ددې کار دوی هېڅ ګټه نه وه)) [19]. اوس هم موږ ډير خلک وينو چې زړه دداسې بې ګټې مينې په دام کې اېسار دي چې نه يې ديني اونه هم دنياوي ګته ورته لري .

 د زړه لسم کيفيت : يو زړه ددوه مينو ځای نه دی:

ډير خلک ددې هڅه کوي چې په زړه کې ډير مينې يوځای کړي خو قرانکريم دزړه يوډير نادر واقعيت بيانوي : ((په يوه زړه کې دوه مينې نه ځايږي)) [20].

د زړه يولسم کيفيت : اخلاص 

په زړه کې چې هرڅه تيريږي الله پاک دهغه پراساس پريکړې کوي که چيرته ديوه ښه کار په پيل کې په زړه کې ښې خبرې تيريږي نو هغه کار خدای پاک دمنلو وړ وګرځي دغه کيفيت چې زړه يې لري هغه هم خدای پاک ته څرګند دي قرانکريم وايي چې  : ((دهرښه کار په پيل کې په زړه کې څه تيريږي خداي پاک پرې خبروي)) [21]

 د زړه دولسم کيفيت : نرمښت:

 قرانکريم دنرم زړه ګټه بيانوي چې هغه که چېرته زړه نرم وي پرهغه خلک راغونډېږي اوله داسې زړه سره ناستې ته نور زړونه زړه ښه کوي قرانکريم وايي ((نرم زړه بل نرم زړه ته ورګډيږي اوله سخت زړه کرکه کوي ))[22]

 

                 نوربيا ……………………………


[1] المائده ۱۳ ايت .

[2] المائده ۴۱ايت

[3] الحجرات ۷ايت

[4] المومنون ۶۰ايت

[5] الحجرات ۲ايت

[6] الانفال ۱۰ايت.

[7] التوبه ۶۰ايت

[8] ال عمران ۱۵۱ايت .

[9] الانفال ۱۲ايت ،الاحزاب ۲۶ايت .

[10] الکهف ۱۴ايت .

[11] ال عمران ۱۵۶ ايت .

[12] الفتح ۴ايت.

[13] التغابن ۱۱ايت

[14] الانفال ۱۱ايت .

[15] سورت البقره ۱۱۸ايت .

[16] ال عمران ۱۰۳ايت .

[17] الانفال ۶۳ايت .

[18] التوبه ۱۵ايت.

[19] البقرة ۹۳ايت  . او تفسير ابوسعود لومړی ټوک ۱۳۱مخ .

[20] الاحزاب ۴ايت

[21] الفتح ۱۸

[22] ال عمران ۱۵۱ايت

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*