وروستي:

سيد جمال الدين افغان اوپه مطبوعاتي ډګر کې يې هڅې – درېمه برخه

مفتي حبيب الله قاسمي / دديني علومو مدرس اوڅېړونکی

سيدصاحب چې افغانستان اواسلامي نړۍ په کچه دمطبوعاتو او ژورناليزم  د‌ډګر بنسټکر اوميړنی ګنل کيږي. [1] ټول څيړونکي اوتاريخ اودافغاني ژورناليزم تاريخ ليکونکي يې  د((کابل)) جريدې سيدجمال الدين افغان نوښتګر اوبنسټ اېښودونکی ګڼي.[2]  راځئ استاد زرين انځور ته غوږ شو:  (( سيدجمال الدين افغاني د افغانستان دمطبوعاتو اوژورناليزم له لومړنيو اومخکښو څېرو څخه دی …. ده دشرق غم ځپلي اوښکيل شوي ولسونه په خپلو ليکنو او خپرونوکې  دې راوهڅول چې دخپل وخت د فرعوني قدرت په وړاندې ديرغلګرو پرنګيانو په وړاندې ودريږي ، له خپل حق څخه ، له خپلې آزادۍ څخه په نره ، په ميړانه اوپه وينو دفاع وکړي … دده ژورنالستيکو هلوځلو په برکت په هغه وخت کې تقريبا په ټوله خيتځه نړې کې دژوناليزم يومبارز نهضت رامنځته شو … د کونړ دشنې اوشکلې دری په ښکلاووکې رالوی شوی سيد دخپل وطن مرکز ته راغی … دانګريزې ښکيلاک په وړاندې يې تبليغ وکړ  اوخلک يې دهغوی دظلم په وړاندې راپاڅول  داهغه وخت و چې زموږ ګران وطن اودشرق نورتې ډيرې برخې هم ددغوښکيلاک ګرو اويرغلګرو له خوا غصب شوې اولاندې شوې وې )) [3]

دمطبوعاتوارزښت  دسيد جمال الدين افغاني له نظره :

افغاني صاحب له مطبوعات سره بې کچه مينه لرله ، دمطبوعاتو په ارزښت اوګټويې ډير څه ليکلي دي .[4]  ده به ويل : ((هرامت بايد تل داخلاقو دساتنې اودنيکمرغي پرلور اوله مهلکاتو نه دژغورنې  اوله غفلت نه يو ووېښوونکی اوله ځوړتيآيوه ساتونکی اودفضايلو پرلوري يو هڅونکی اودکمالاتو پرلور يوقايد اودرازيلو نه يوايسارونکی اودښو چارو لاروته يولارښوونکی ولري  که چېرته  له بصيرته کار واخلو  اودعقل په ترازوي ېې وسنجوو . دامهال موږ دغه صفات له جرايدو او ورځپاڼوپرته په بل چا کې نه وينو . [5] ))

په يوه ليک کې نوموړي درسنيو له پاره داسې ښکلي اصول بيان کړي: ((ورځپاڼې بايد حقايق اودولس په ګټه شيان خپاره کړي دهرچا نيمګړتيا وښيي او هم يې درملنه وښيي  نه داچې له داسې مبالغوډکه وي چې  دعقل خاوند يې نه خوښوي ))[6]

که موخوښه وي  نور به له سيد صاحب سره خدای په اماني  وکړواودهېواد ددوهمې ورځپاني شمس النهار په اړه به وغږيږو.

نوربيا…


[1]  دافغانستان خپرونې : ۱۴مخ .

[2]  دافغانستان تاريخ اوخپرونې دډاکټر تنوير ليکنه ۵مخ .

[3] دژورناليزم مخکښان : مخونه ۲،۳.

[4] دمطبوعاتو دارزښت په اړه دنوموړي دمضمون ژباړه تاسو ((دافعانستان تاريخ اوخپرونې )) کې لوستلای شئ له  ۲۷نه تر ۳۱مخ پورې .

[5] مقالات جماليه  ۱۷مخ ،چې دسيد صاحب دمقالو ژباړه پکې راټولې شوې ده چې ژباړه يې زياته بې خونده ده اوما له کوم بدلون پرته له مخکني اثره راواخېسته.

[6] سيدجمال الدين دطباطباتي راټولونه ۲۶۲مخ .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*