وروستي:

د کندهار ديني مدرسې او پر ټولنه يې اغېز/ مولوي عبدالحق حماد

کندهار ښار  د هېواد له ډېرو ښارونو توپير لري، دلته خلکو خپل اصليت نه دی بدل کړی، له علماوو او دين سره يې مينه د پخوا په څېر ده، ديني مدرسې له توقع خلاف زياتې شوي ، که سړی د هېواد يو شمېر نورو ښارونو ته ولاړ شي د غربي ډيموکراسۍ  (بداخلاقۍ) ډېر اغېز  پکې ليدلای شي، د خلکو عمومي فکرونه بدل ښکاري او د ډېريو وګړو پام له دين څخه دنيا ته ډېر دی؛ خو کندهار بيا داسې نه دی، سره له دې چې راغليو!! دغه ښار ته ځانګړې پاملرنه کړې، ډېره پانګه يې ورباندې مصرف کړې او خپل ټول ځواک يې کارولی چې دا خلک له خپل فکر او اصليت څخه واړوي، بې ديني پکې خپره کړي ؛ خو ډېری کندهاريان نه يوازې د هغوی په درواغو غولېدلي نه دي؛ بلکې تر پخوا يې دين  ته ډېر پام1111111111111

اړولی، دلته په سلهاوو مدرسې وداني شوي، دعوتي خوځښتونه پيل شوي او په ټوليز ډول وګړو هغه څه درک کړي چې د انسان د دنيا او آخرت د کاميابۍ راز ګڼل کيږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ (غبرګولي ۱۵مه) د کندهار اشرفيه مدرسې د فارغانو يادغونډه په هغه ستره عيدګاه کې ترتيب شوې وه چې د طالبانو د اسلامي تحريک د مشرتابه له خوا په ۱۴۲۱ هـ ق کال په  ۱۳۵  جريبه ځمکه کې جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د اشرفيه مدرسې ۲۲۹ تنه فاضلانو ته چې سل تنه د حديثو فارغان، شپاړس تنه متخصصين، درې پنځوس حافظان او شپېته تنه مجودين قاريان وو، د فضيلت پګړۍ ور په سر شوې.

په دې پرتمينه غونډه کې د کندهار زرګونو په دين مينو او متدينو خلکو ګډون کړی و او په سخته ګرمۍ کې يې هم د جلسې ترپايه په ډېره مينه ملتيا وکړه، جلسه د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې  د هېواد له بېلابېلو سيمو راغلو علماوو ويناوې وکړې، د هغوی له ډلې د زابل ولايت شيخ الحديث مولوي عبيدالرحمن په زړه پورې وينا وکړه، نوموړي د علماوو د مسؤليت په اړه ګټورې خبرې وکړې او ويې ويل: علماء د انبياوو وارثان دي او وارث چې د خپل موروث ميراث خپل نه کړي بيا خلک وايي چې د فلاني کور خراب سو او که خپل يې کړي بيا وايي چې فلانی مړ نه دی ځکه چې ترشا ښه وارث لري؛ نو بايد علماء خپل مسؤليت ته پام وکړي او څه چې د انبياوو دنده وه هغه لار خپله کړي، نوموړي د دې ترڅنګ د علماوو خپل منځي اتفاق باندې هم ټينګار وکړ او دا يې د ښه خدمت لپاره اساسي ټکی وباله، دغه راز ويناوالو د کندهار له عامو خلکو هم ډېره مننه وکړه چې په هره لوړه ژوره کې يې د علماوو لمن نيولې او له هغوی سره اوږه پر اوږه ولاړ دي.

د دې ترڅنګ  ترانه ويونکو په زړه پورې ترانې وويلې، دغه راز  د ويناوالو له خوا مسلمانانو ته د اسلامي امارت د هغو پنځو تنو بنديانو د خلاصون په وياړ مباکي وويل شوه چې له څه باندې دوولسو کلونو راهيسې د ګوانتانامو په کرغېړن زندان کې بند وو.

دغې غونډي ته د هېواد له بېلابېلو ولاياتو څخه علماء کرام وربلل شوي وو، د افغان بنسټ په استازيتوب مفتي عبدالرؤف فراهي، مفتي عبدالحق حقاني، احمدفيصل او زه (عبدالحق حماد) بلل شوي وو.

ددې لپاره، چي علما‌ء دهر ډول سیاسي خوځښت څخه لیري او یوازي دملت په څنګ دملت دمذهبي تندي دماتوالي په موخه لا زیاتي هڅي ګړندۍ کړي دجلسې تر اختتام وروسته په حمادیه مدرسه کې -چې د هڅاند عالم او تکړه ليکوال ښاغلي مولوي عبدالهادي حماد له خوا پر مخ بېول کېږي- دټولو ولایاتو څخه د وربلل شوو علماو ګډه ناسته وه څو دټولو ولایاتو علماء خپل نظرونه سره شریک کړي او په مټ یې دمدارسو نصاب یو کړي، دهري ډلي دلاس د آلې څخه یې وژغوري او مدرسې غیر داسلام څخه دهیڅ یو فکر ښکار نه شي. دپلان سره په همدي مجلس کي دراغلو علماوو لخوا دخپلو ولایاتو دعلمي خوځښتونو حالات بیان شول، چي دټولو دخوښۍ وړ وګرځېدل.

د افغان بنسټ پلاوي او نورو علماوو له غونډي او ځانګړې ناستې وروسته د کندهار له څو مشهورو مدرسو څخه ليدنې او له علماوو سره ناستي لرلې، چې ټولو همغږۍ ته يې لېوالتيا وښووله، په ټول هېواد کې د واحد درسي نظام پر اړتيا يې ټينګار وکړ او په دې ډګر کې يې د افغان بنسټ هڅې وستايلې.

د يوې شمېرنې له مخې کندهار ښار کې د لسو لويو مدرسو ترڅنګ (۳۵۷) وړې مدرسې فعالي دي چې  زرهاوو د دين تږي پکې خپله علمي تنده ماتوي او دا ټولې يوازې د عامو مسلمانانو په مرستو چليږي او له دولت سره هيڅ ډول تړاو نه لري، د دې ځای علماء  په ځانګړې توګه ځوان علماء  خپل مسؤليت ته ښه ځير دي، يوازې د دين د پرمختګ فکر  او يو تربله ښه راشه درشه لري، عوامو سره ښې اړيکې لري او د دې لپاره چې هغوی له علماوو لرې نشي ځان ته يې رانژدې کړي دي، هغوی ته ځانګړي حلقات، درسونه  او  اصلاحي پروګرامو لري، له همدې امله په عامو خلکو کې د علماوو مينه ډېره زياته ليدل کېږي او په هره غونډه کې يې د ګډونوالو شمېر زرګونه وي، يوه ستونزه چې د څه وخت لپاره هلته را منځته شوې وه ځينو خلکو هڅه کوله د علماوو ترمنځ اختلاف  او ډلې پيدا کړي؛ خو د مصلحو مشرانو مداخلې د هغوی مخه ډب کړه او شرخوښوونکي يې پرې نښودل چې په خپلو شومو پلانونو کې برلاسي شي.

زه باور لرم  که د هېواد په هره برخه کې دغه ډول مدرسې فعالي شي، علماء خپل مسؤليت ته ځير شي او عام خلک د علماوو ترڅنګ ودرېږي، ډېر ژر به الله داسې وخت راولي چې د هېواد د مليونونو شهيدانو ارمانونه به پوره شوي وي.

په همدې هيله

عبدالحق حماد

د افغان بنسټ د تاليف او ژباړې د څانګې مسؤل

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*