وروستي:

په افغانستان کې دمطبوعاتو شاليد او لومړۍ نومورکې جريده – دويمه برخه

مفتي حبيب الله قاسمي / دديني علومو مدرس اوڅېړونکی

په افغانستان کې دمطبوعاتو شاليد:

دمخه يادونه وشوه چې زموږ په هېواد کې رسنۍ (مطبوعات ) نژدې يونيم سل کاله تاريخ او سابقه لري، چې دسياسي بدلونوورباندې اغېر لرلی دی،  زموږ په هېواد کې دمطبوعاتو لومړنی څرک  د نولسمې پيړۍپه پای (۱۲۷۵ل)کې دامير شيرعلي خان په دوره(۱۲۴۳ل – ۱۲۵۷ل)کې دعلامه سيدجمال الدين په نوښت پيل شو. چې تردې دمه (۱۳۹۳ل دحمل مياشت ددې ليکنې ترليکلو) يې يوه نيمه پيړۍ بشپړيږي په دې موده زياتې جريدې خپرې شوې  اومطبوعات له ډيرو پړاوونو تېر شوي دي کله له رکود اوکله هم له ازادي برخمن شوي دي.

ددې ډګر دلومړنی بنسټ اېښودونکی اونوميالي ميړنۍ سيدجمال الدين افغان په پله يې پل اېښي دی دخپل دغه مسير له پاره يې زيات کړاوونه اوزندانو ګاللي دي دحقايقو په خاطر يې ژوند له لاسه ورکړی دی،  خوبيايې هم له کار لاس نه دی اخېستی،  دوی که څه هم په ظاهر يوازې دژورناليزم دډګر مخکښان ګڼل کيږي خوپه حقيقت کې يې خپل قلم دظلم دمخنيوي اودخپلواکي دترلاسه کولو اودخلکو دذذهنونو روښانه کولو له پاره چلولی دی اوهروخت يې دنېواک (استعمار) اوښکيلاک په وړاندې عام خلک پاڅون ته هڅولي دي، اودسترو پېښو اتلان او شاهدان پاتې شوي دي،دوی په دې موده دخپل ګوډ ومات اقتصادسره سره دمطبوعاتو بهير تود ساتلی   اوپاللی دی .

ددې ډ‌ګر ميړني ډير زيات دي خوڅرنګه چې داليکنه په دې ‌‌‌ډګر يوازې دعالمانو هڅو ته ځانګړې شوې ده له همدې امله ددې ډګر دنورو اتلانوله روح نه په ډيره بښنه موږ يوازې دعالمانو هڅې دلته ليکو اوخدای مه کړه معنا يې دانه ده چې موږ په دې ډګر دنورو سترو انسانانو هڅو اوخواريو ته ددرنښت په سترګه نه ګوروځکه په حقيقت کې عالمانو دهغوی په مټ دغه ستر کارونه اووياړونه ترلاسه کړي دي. [1]

 دهېوادلومړنی نوم ورکې (کابل ) جريده اومسول مدير يې :

د((کابل)) جريده  دافغانستان لومړنۍ جريده بلل کيږي او له ((شمس النهار)) جريدې دمخه  خپره شوې ده .[2] که څه هم څېړونکي يې دخپريدا د نيټې په اړه يوه خوله نه دي ،ځيني څيړونکي يې دخپريدا نېټه د امير محمد اعظم خان واکمني ښيي اوځيني نور يې بيا دامير شيرعلي خان د(۱۲۴۲هـ ش ـ ۱۲۴۵هـ / ۱۸۶۳ــ ۱۸۶۶م  ) کلونو ترمنځ دوره ګڼې [3] .

((کابل)) جريده په لومړي سر کې لاس کښلې (قلمي) وه اوبيا وروسته دکابل په رسمي مطبعه کې خپره شوه اودخلکو ترمنځ يې زيات شهرت وموند، په پښتو اودری ژبويې مضامين لرل.  څرنګه چې ددغې جريدې يوه نسخه هم په لاس کې نشته ځکه خويې په اړه څيړونکو څه نه دي ليکلي خودومره خبره يې  کړې چې: ((دغه جريده بايد دافغانستان دژورناليزم په تاريخ کې دلومړنۍ نومورکې جريده په نامه ياده کړو)).[4]



[1] په دې اړه ډاکټر محمدحليم تنوير دخپل ارزښناک کتاب  ((دافغانستان تاريخ اوخپرونې)) په پای کې  له ۷۵۹نه تر ۷۶۶ ښکلي اوپه زړه پورې اوږده ليکنه لري له ټولو سره يې خپله زما موافقه ضروري نه ده  .

[2] دژوناليزم مخکښان : ۴مخ  .اريانا محله ۱۳۳۰ل کال دثور ګڼه ((شمس النهار ))داستاد عبدالروف بينواليکنه. تاريخ معاصر افغانستان دسيد سعد الدين هاشمي ليکنه ۹۲مخ . سيدجمال الدين افغاني وافغانستان کابل . ۱۳۵۵ل .

[3]  دافغانستان تاريخ اوخپرونې . ۱۴مخ . سير ژورناليزم درافغانستان کاظم اهنګ  کابل مطبعه ۱۳۴۹ل لومړی مخ . شمس النهار مقاله اريانا مجله ۱۳۳۰ل کال دثور ګڼه ((شمس النهار ))داستاد عبدالروف بينواليکنه.

[4] دژوناليزم مخکښان : ۴مخ  .

نوربيا..

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*