وروستي:

مولوي وکيل احمد متوکل: افغان پوهنتون سوداګري، نه بلکې فکر ته کارکوي

[stextbox id=”black” direction=”rtl”]

د اروپايي تعلیمي او څېړنیزې ادارې لخوا افغان پوهنتون د افغانستان په کچه دوهم باکيفيته پوهنتون بلل شوی دی.

درنو لوستونکو!

په افغانستان کې د شخصي پوهنتونونو د وضعيت په اړه مو د افغان پوهنتون مؤسس ښاغلي مولوي وکيل احمد متوکل سره ځانګړې مرکه کړې، هېله ده چې خوښه مو شي.

[/stextbox]

افغان بنسټ:- د کومو اړتیاوو پر اساس مو د افغان پوهنتون د جوړولو اراده وکړه په داسې حال کې چې په هېواد کې اوس مهال د خصوصي پوهنتونونو شمېر هم ډېر دی؟

متوکل:- د افغان بنسټ اداره یوه خپلواکه اداره ده، چې زیاته پاملرنه یې د ځوانانو فکري او علمي روزنو ته اړولې ده، دغې ادارې په پیل کې افغان مدرسه او افغان ښوونځی جوړ کړل، له ابتدایه زده کړو نه وروسته یې هڅه وکړه چې د هېواد د ځوان قشر (نارینه او ښځینه) فکري او علمي روزنې له پاره په لوړ معیار د لوړو زده کړو زمینه مساعده کړي،څو د هېواد ځوان قشر په علمي او فکري لحاظ وروزي نو پر دې اساس یې د افغان پوهنتون تاداو کېښود.

همدارنګه د درې- څلورو لسیزو د بدمرغیو له کبله په هېواد کې د علم او پوهې بهیر هم وځپل شو او دولتي تعلیمي ادارو هم دا ظرفیت نه درلود چې له خپلې اندازې زیات محصلین جذب کړي، نو دا اړتیا پیدا کېده چې خصوصي تعلیمي ادارې دې ډېرې او معیاري جوړې کړای شي، نو پر دې اساس افغان بنسټ هم وتوانید چې د هېواد د ځوان قشر (نارینه او ښځینه) د ښې روزنې له پاره افغان پوهنتون جوړ کړي.

افغان بنسټ:- افغان پوهنتون اوس مهال کوم پوهنځي لري او څومره محصلین په کې په لوړو زده کړو بوخت دي؟

متوکل:- اوس مهال څلور پوهنځي لرو، شرعیات، حقوق، اقتصاد، انجنیري، چې د 500 په شاخوا کې نارینه او ښځینه محصلين په كې په زده کړو بوخت دي.

همدارنګه موږ د نجونو لپاره هم په لوړ معیار تدریسي سیستم لرو او دوی ته د ښځینه استادانو له خوا تدریس کېږي.

افغان بنسټ:- داسې ویل کېږي چې خصوصي پوهنتونونه او مؤسسات هغه معیارونه په نظر کې نه نیسي چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته وړاندې شوي، تاسو په دې اړه څه وایاست، آیا دغه معیارونه مو په نظر کې نیولي؟

متوکل:- موږ هغه ټول معیارونه چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا موږ ته راکړل شوي، په پام کې نیولي، خو د ځینې کدري استادانو کمبود به وي او دا ستونزه نه یواځې دا چې خصوصي پوهنتونونه به یې لري؛ بلکې دولتي پوهنتونونه يې هم لري او همدغې ستونزې د هېواد علمي بهیر په نړیواله سطحه شاته پريښى.

د دغې ستونزې د حل له پاره دولت باید جدي اقدامات وکړي کدري استادان په بېلا بېلو برخو کې وروزي، څو د هېواد علمي بهیر چټکتیا ومومي او هېواد مو په نړیوال عملي بهیر برابر شي، همدارنګه د دې ستونزې د حل له پاره وخت ته هم اړتیا ليدل کېږي.

افغان بنسټ:- له نورو خصوصي پوهنتونونو او تعلیمي مؤسساتو سره دافغان پوهنتون ځانګړتیا په څه کې ده؟

متوکل:- په  افغان پوهنتون کې د افغان بنسټ ونډه ډېره ده او دغه بنسټ یوه خپلواکه اداره ده، د یوه هدف له پاره رامنځ ته شوې چې د هېواد ځوانان په علمي او فکري لحاظ ښه وروزي او په هېواد کې د علم او پوهې کچه لوړه کړي.

د نجونو له پاره مو د پردې بشپړ امکانات نیولي د دوی له پاره مو جلا تدریسي سیستم برابر کړی او د ښځینه استادانو له خوا ورته تدریس کېږي.

همدارنګه موږ د نورو پوهنتونونو او تعلیمي مؤسساتو سره هم ډېر توپیر لرو، هغه دا چې افغان د لوړو زده کړو مؤسسه یو شفاف اداري سیستم لري او د خپل اداري او تدریسي سیستم له پاره مو یو ډیټابیس جوړ کړی، چې د کار په چټکتیا، شفافیت او روڼ والي کې ډېر مؤثر تمام شوی، دغه ډیتابیس په ډېرو کمو دولتي او خصوصي تعلیمي مؤسساتو او پوهنتونونو کې لیدل کېږي.

بله ځانګړتیا مو دا ده چې موږ سوداګري نه کوو او نه مو موخه د سوداګرۍ ده، زموږ موخه یواځې او یواځې د ځوان قشر علمي او فکري روزنه ده.

څه موده مخكې یوې اروپايي تعلیمي ادارې (تضمین کیفیت اداره) چې په نړیواله سطحه د خصوصي او دولتي پوهنتونو څېړنه او ارزونه کوي، دې ادارې په نړۍ کې د 12000 خصوصي او دولتي پوهنتونو ارزونه کړې، 5000 تعلیمي ادارې یې په نوره نړۍ کې ارزولي له 5000 وروسته یې د افغانستان د خصوصي او دولتي پوهنتونونو څخه ارزونه وکړه. دې تعلیمي ادارې په افغانستان کې امریکایي پوهنتون په لومړۍ کچه وستایه، همدارنګه یې د کار د شفافیت او د لوړ تدریس سیستم په اړه یې د افغان پوهنتون ته دویم مقام ورکړ، درېیم یې د کابل پوهنتون، څلورم د کابل طب او20140601_091341 پینځم د کاردان پوهنتون وستایه.

امریکایي پوهنتون لکه څرنګه یې چې له نوم څخه څرګندېږي یو امریکايي پوهنتون دی نوځکه لومړی درجه پوهنتون شو خو په افغاني پوهنتونونو کې په هېواد کې افغان پوهنتون د کیفیت او هره پلوه لومړی مقام خپل کړ او د دې ادارې له خوا وستایل شو، دا هم افغان پوهنتون د یوې خاصې ځانګړتیا او توپیر له امله د یوې نړیوالې تعلیمي ادارې له لوري په افغانستان کې دویم مقام وګاټه.

افغان بنسټ:- ډېر پام مو سوداګرۍ او که د ځوان قشر فکري روزنې ته دی؟

متوکل:- وړاندې مې هم یادونه وکړه چې د افغان د لوړو زده کړو مؤسسې تاداو د سوداګرۍ له پاره نه دی اېښودل شوی، موږ هڅه کوو چې د ځوانانو فکري او علمي کچه لوړه کړو له همدې لامله مو د مصر الازهر پوهنتون استادان هم د تدریس له پاره نیولي، څو زموږ افغاني ځوانان او نجونې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال او په نړیواله سطحه وروزي.

د ځوانانو له پاره مو علمي سیمینارونه تر سره کړي، څه موده وړاندې د افغان پوهنتون او کابل پوهنتون د محصلینو 30 کسیزه پلاوی جاپان ته په یوه علمي سفر واستول شول چې 20 تنه د کابل پوهنتون او 10 نور د افغان پوهنتون محصلین ول، له دغه علمي سفر نه هم افغان محصلینو ډېر څه زده کړل چې دا هم د افغان پوهنتون لاسته راوړنه وه.

افغان بنسټ:- نور څه فعاليتونه او نشاطات لرئ؟

متوکل:- موږ افغان مهالنۍ لرو او د افغان پوهنتون محصلین کولای شي چې د دې مهالنۍ له لارې خپل نظر څرګند کړي د محصلینو له پاره کتابتون لرو چې په هغې کې هم علمي، سیاسي، اقتصادي، اجتماعي کتابونه شته.

افغان بنسټ:- اوس مهال په هېواد کې تقریباْ له 80 زیات خصوصي پوهنتونونه د 125000 نه ډېر محصلین روزي؛ خو د پوهنتونونو د کیفیت او کمیت په اړه د ډېرو د قناعت وړ نه دي وجه یې څه ده؟

متوکل:- وجه یې یواځې او یواځې ناامني او جنګ دی، د روانو بحرانونو له کبله موږ په اقتصادي او علمي لحاظ ډېر وروسته پاتې شو، په نړۍ کې ډېر خصوصي او دولتي پوهنتونونه دي چې په لوړ علمي معیار سمبال دي، مجهزه لابراتوارونه لري، مجهزه کتابتونونه لري، ښایسته او ښکلي پارکونه، تعمیرونه او لیلیې لري، د استادانو له پاره یې علمي سیمینارو جوړېږي، استادان یې د دولت له خوا ستایل کېږي، محصلین یې هم د دولت له خوا په بېلا بېل ډول تشویقېږی، تدریسي سیستم یې په نړیوالو معیارونو برابر وي؛خودلته په پوهنتونونو کې یواځې چپټرونه تدریس کېږي چې دا کفایت نه کوي نو دا وجه کېدای شي چې د خلکو د ناراضۍ سبب شي.

افغان بنسټ:- افغان پوهنتون د نورو عصري علومو تر څنګ اسلامي زده کړو ته څومره پاملرنه کوي او په دې لاره کې مو لا تر اوسه څه کړي دي؟

متوکل:- موږ په هر پوهنځي کې اسلامي ثقافت تدریس کوو، د عربي ژبې له پاره مو هم هڅې وکړې چې پیل يې کړو خو د لوړو زده کړو وزارت له خوا اجازه نه راکول کېږي، غواړو چې د انګلیسي او عربي په ژبه کې هم دیپلوم ولرو خو په دغه چاره کې هم د لوړو زده کړو وزارت راسره مرسته نه کوي، عربي ژبه زموږ د دين ژبه ده او زده کول یې هم په اوسني عصر کې خوار مهم دي.

د لوړو زده کړو وزارت باید له دودیزه او عصري زده کړو سره سره اسلامي زده کړو ته هم جدي پاملرنه وکړي او د خصوصي پوهنتونونو او مؤسساتو ادارې باید وهڅوي څو اسلامي زده کړې هم په ښه توګه روانې وساتي.

افغان بنسټ:- داسې هم ویل کېږي چې ګواکې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسات د زده کوونکو د سند په اړه دومره خاص پوښتنه او پلټنه هم نه کوي تاسو په دې اړه کوم اقدامات کړي او یا يې کوئ؟

متوکل:- موږ سند یواځې له زده کوونکي څخه د شمولیت له پاره اخلو او ګورو چې دغه کس د دولسم صنف څخه  فارغ شوی که نه، نورې پلټنې به وزارت کوي ځکه دا زموږ کار نه دی، د هغه محصل چې د دولسم صنف په سند کې یې ستونزه وي کله چې فارغیږي ډېرې ستونزې ورته پیدا کېږي او نه شي کولای چې د لیسانس سند تر لاسه کړي نو دا کړنه هم محصل ته ګرانه پرېوزي، د دې په اړه باید خپله محصل جدي پاملرنه وکړي، له تقلبي او غیرقانوني کړنو څخه ځان وژغوري؛ ځکه چې په راتلونکي کې ورته ډېرې ستونزې پیدا کړي.

افغان بنسټ:- د هغو زده کوونکو له پاره چې د کانکور په ازموینه کې بې نتیجې راغلي څه تصمیم لرئ؟

متوکل:- موږ ته سږکال د لوړو زده کړو وزارت له لوري 150 شاګردان رامعرفي شول چې 30 فیصده تخفیف مو ورته په پام کې نیولی، همدارنګه هغه ځوانان چې بې نتیجې شوي افغان پوهنتون ورته هم متفرقه کانکور په نظر کې درلود چې له کامیابۍ وروسته 20 فیصده تخفیف هم ورسره د پوهنتون له لوري کېږي.

افغان بنسټ:- په هېواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ کچه ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده، ډېر تکړه ځوانان د اقتصادي ستونزو  له کبله نه شي کولای خپلو لوړو  زده کړو ته دوام ورکړي افغان پوهنتون د دغسې ځوانانو له پاره څه تصمیم لري او که نه؟

متوکل:- هغه بې وزله محصلین چې اقتصادي ستونزې لري، د افغان پوهنتون له لوري په بېلا بېلو ځایونو کې استخدام شوي، همدارنګه د پوهنتون ټول محصلین 30 فیصده تخفیف هم لري، وروسته تر فراغت هم محصلین کولای شي چې د افغان بنسټ تر چتر لاندې افغان مدرسه او افغان ښوونځي ته استخدام شي او هلته په علمي ډګر کې د هېواد بچیانو ته د خدمت مصدر وګرځي؛ خو په ټوله کې افغان پوهنتون ټول محصلینو ته 30 فیصده تخفیف وکړی او ډېرې کمې پیسې تر اخیستل کېږي.

افغان بنسټ:ـ د افغان پوهنتون له پېله تر اوسه مو کومې لاس ته راوړنې درلودې؟

متوکل:- لکه څرنګه مې چې مخکې وویل افغان پوهنتون په فکري لحاظ جوړ شوی، لا تر اوسه یې دوه کاله کېږي؛ خو په ټول هېواد کې یې د لوړ علمي معیار، شفاف او روڼ اداري سیستم له کبله دویم مقام خپل کړی چې دا موږ لویه لاسته راوړنه بولو د خلکو تر منځ مو اعتماد او باور پیدا کړ او همدارنګه موږ هڅه کوو چې په علمي لحاظ نور هم  افغان پوهنتون غني کړو.

افغان بنسټ:- د لوړو زده كړو وزارت نه څه غوښتنه لرئ؟

متوكل:- اوس مهال په نړۍ كې د لوړو زده كړو بهير ډېر په چټكۍ سره روان دى، په نورو هېوادونو كې ځوانان كولاى شي چې د ورځنيو بوختياو له كبله انلاين زده كړې (تحصلات از راه دور) وكړي، له لوړو زده كړو وزارته مو غوښتنه دا ده چې له موږ سره په دې لاره كې پوره مرسته وكړي، څو انلاين زده كړې هم پيل كړو، همدارنګه د لوړو زده كړو وزارت وايي چې د دولتي او شخصي پوهنتونونو سندونه هېڅ توپير نه لري او د دواړه سكتورونو سندونه په هېواد كې د اعتماد وړ دي، نو هغومره چې دولتي پوهنتونونو ته پاملرنه كوي بايد خصوصي سكتور ته هم همدومره پاملرنه وشي.

افغان بنسټ:- په اخر كې د هېواد ځوان نسل ته څه پيغام لرئ؟

متوكل:- په اوسني عصر كې دې ځوان نسل كوښښ وكړي چې د علم په ګاڼه ځان سمبال كړي، لوړې زده  كړې دې وكړي، په ټولنه كې دې د مبتذله كړنو څخه ځان وژغوري، قوم پالنه، قومي، ژبني او مذهبي تعصبات او همدارنګه  د سياستمدارانو له ناوړه كړنو څخه دې ځان وژغوري او په لوى لاس دې خپل ځانونه د دوى د لاس الې نه جوړوي، له هغو كړنو دې ځان وساتي چې ټولنه د بحران خوا ته بيايي، د بېلګې په توګه تېر كال د كابل په پوهنتون كې د محصلين تر منځ اخ و ډب وشو، چې په ترڅ كې څو ورځې د كابل پوهنتون وتړل شو او د كابل پوهنتون محصلينو څو ورځې له درسه پاتې شول، دا او دې ته ورته نورې ناوړه كړنې د محصلينو له پاره خورا سترې زيانمنې تمامېږي، د محصل كه يوه ورځ كتاب بند شي لكه يو كال يې چې ضايع شوى وي، نو ځوانان په ځانګړې توګه محصلين بايد له دغسې ناوړه كړنو نه ځانونه وژغوري او ځانونه د كتاب او قلم سره بوخت وساتي.

افغان بنسټ:- مننه كوو چې موږ ته مو خپل قيمتي وخت راكړ او په دې اړينو مسايلو مو رڼا واچوله.

متوكل: له تاسو هم مننه كوم چې تر دې ځايه مو زحمت وباسلو او د افغان بنسټ له مشرتابه او نور غړو نه هم مننه كوم، ستاسو او د افغان بنسټ د بریا په هېله.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*