وروستي:

افغانستان څرنگه ژغورلاي شو ؟

مولوي وکيل احمد متوکل (د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير)

د اوس لپاره د افغانستان په گڼو ننگونو کې غبرگه جگړه تر ټولو جدي گواښ دی، تر دې جنگ مخکې د افغانانو خپلمنځي کړکېچ يو گونی جنگ وو، اوس چې بهرني يرغلگر ځواکونه هم دلته دي؛ نو دوه گونې مبارزه ده د افغانانو او بهرنيانو تر منځ او همدا راز د افغانانو او افغانانو تر منځ.

منلی حقيقت دادی چې په هر جنگ او جهاد پسې سوله راځي، ډېر ځله هماغه د جنگ اړخونه د سولې اړخونه هم وي؛ خو د سولې لپاره د منځگړيتوب رامنځ ته کېدل هم يوه اړينه موضوع ده، دا منځگړيتوب د يوه بې پرې هېواد او افغان سوله غوښتونکو وړ شخصيتونو څخه جوړېدلای شي.

غربي نړۍ د امريکا په مشرۍ د افغان حکومت او طالبانو (د افغانستان اسلامي امارت) گڼ بېلابېل موضوعات لري، چې ځينې يې بايد د افغانانو او بهرنيانو تر منځ بحث شي او ځينې نور بايد د افغانانو او افغانانو تر مينځ وڅېړل شي؛ خو لومړی د طالبانو او امريکايانو مخکې توافقات بايد عملي شي لکه : د گوانتانامو او امريکايي بنديانو تبادله، په قطر کې د طالبانو د دفتر رسمي فعاليت پيلېدل او درې اړخيزو خبرو اترو ته چمتووالي، وروسته بيا پر نرمو ټکو ږغېدل په کار دي.

دغه ټولې کړنې مثبتو ارادو ته اړتيا لري، مرکچيان بايد له ټولو خواوو څخه پوه، خواخوږي او مؤثر اشخاص وټاکل شي، له مطبوعاتو سره هم بايد په مسؤولانه ډول په پخلاکوونکې لهجه څرگندونې وشي، کاري تسلسل او پر وخت تعقيب هم خورا اهميت لري.

د بنديانو خلاصون په تېره بيا ډېر مؤثر شخصيتونه لکه حاجي بشر ” نورزي ” چې په متحده ايالاتو کې بندي دی او يا هم په پاکستان کې ځينې بندي طالب مشران خوشې کول او د بې ځايه عملياتو بندول د ولسي باور جوړلو لپاره کارنده رول لري.

د نويو سياسي نيونو په تېره بيا د بهرنيانو لخوا د افغانانو بندي کول ډېر منفي اغيز ايجادوي، د ملېشو او اربکيانو جوړول يا د سولې د عالي شورا لخوا د جذب او ادغام په پروسه کې د سمبوليکي تسليمۍ پروگرام د سولې لپاره کومه گټه نه لري يوزاې د وخت او امکاناتو ضائع کول دي.

په راتلونکي کې د خپلمنځي جگړو مخنيوي ډېر اړين دي، کوم چې د ډېرو هېوادوالو ژوره اندېښنه ده؛ نو د سولې راتگ ته چې د گاونډيانو هم په گټه دي د منځگړي گروپ د حقيقي فعاليت له لارې ولسي تلوسه جوته ده.

په پايله كې بايد افغانان د اساسي حل په توگه په دې سره سلا شي، چي پر يو موټي مركزي اسلامي سياسي سيستم هوكړه وكړي او خپلو ربړېدلو خلكو ته له فساده پاك سوكاله ژوندانه زيرى راوړي او هيڅ بهرني پوزي په خپله تاريخي خاوره كې و نه لرو.

د افغانستان د مسلمان ولس د خپلواک او بسيا ژوند په هيله !

1 څرګندونه on افغانستان څرنگه ژغورلاي شو ؟

  1. احسان زرمتي // مې 13, 2014 at 10:41 am // ځواب

    مننه، ډېره ښه موضوع مو څېړلې، خدای دې وکړي چې زر تر زره عمل پرې وشي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*