وروستي:

د شمال سېلاب ځپلي د پناه ځای غواړي

د روان (۱۳۹۳) لمريز کال د غويي مياشتې په (۸) نېټه د هېواد په شمالي ولايتونو او په ځانګړې توګه په جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې سېلابونو راغلل، د زياترو هېوادوالو د اوسېدو ځايونه يې له يوې مخې ړنګ کړل، له مالي زيانونو پرته يې ډېرو کورنيو ته ځاني زيانونه هم واړول، د طلوع نيوز ویب پاڼې د خبر پر بنسټ تقريباً د مړو شمېر (۲۸۰) تنو ته رسېږي.selaab 9

په سرپل ولايت کې د صيادو ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي خيرمحمد د کورنۍ درې تنه چې د کورنۍ د مشر مېرمن، نږور او زوی يې و، سېلاب له ځانه سره وړي وو، لسګونه کېلومټره وړاندې له څو ورځو پلټنې وروسته کليوالو مړي پيداکړل.

سېلاب د اوسېدو ځايونه او خونې زیاتره له منځه وړي دي، له سېلاب ځپلو سيمو د سړي ډار کېږي، د مړو حيواناتو بوی او ژوندي ضرر رسونکي نورې حشرې هغه څه دي، چې له ډېرې ليرې يې انسان حس کولای شي، که څه هم له سېلاب نه يو اوونۍ تېره شوې ده، د اوبو ډنډونه د وچېدو په حال کې دي؛ خو تر نيم متر پورې خټې اوس هم په سرايونو کې پرتې دي.

په کومو کورونو کې چې څه د ګټنې وړ توکي پاتې دي، کليوال يې د ځانګړو لارو په ګټنه راباسي؛ خو ډېر څه دګټنې وړ نه تر سترګو کېدل.IMG_0308

د جوزجان ولايت د خواجه دو کوه ولسوالۍ د چوباش افغانيه کلي مشر مولوي نورالدين وايي: (موږ په ډېرې خوارۍ ځانونو ته کورونه جوړ کړي وو، ځوانان به مو پاکستان او اېران ته د کار لپاره تلل چې يو ښه سرپناه ځان ته جوړي کړي، ټوله خواري مو سېلاب له منځه يوړه، اوس له کلي يو کېلو مټر لرې ليليې دښتې ته څېرمه په دښته کې اوسېږو، خونې مو نړېدلي دي، او په سرايونو کې لا تر اوسه اوبه ولاړي دي، که موږ ته څوک دلته بيا هم د سرپناه ځای جوړ کړي، بیا به هم دلته سېلاب راځي، دا سيمه اوس د سېلاب تر خطر لاندې شوه، له اړوندو مسؤولينو، ملي سوداګرو هيله لرو، چې موږ ته يو خوندي د اوسېدو ځای رابرابر کړي، موږ اوس ليلې دښتې ته څېرمه په دښته کې اوسېږو، په دې سخته ګرمي، تېز باد او خاورو کې شپې سبا کوو.)

په روانه مياشت کې د هېواد څو شمالي ولايتونه د طبعي پېښو ښکار شول، د بدخشان په اروګو ولسوالۍ کې د خاورينې غونډۍ د ښويیدو له کبله لسګونو کورنۍ او لسګونه هېوادواله د مرګ مېلمانه شول، دا د هېرولو نه دي؛ خو دلته په سرپل او جوزجان کې ژوندي انسان د مرګ لپاره شپې او ورځې سبا کوي.

جمعه خان نائل