افغان بنسټ په جوزجان ولايت کې له سيلاب ځپلو سره د خوراکي او لومړنيو ژوند توکو مرستې وکړې
دا په شمالي ولايتونو کې د افغان بنسټ له لورې له سيلاب ځپلو سره د مرستې لړۍ ده، دا ځل افغان بنسټ په جوزجان ولايت کې د خواجه دو کوه ولسوالۍ په چوباش افغانيه او چوباش ترکمنيه کليو کې له سيلاب ځپلو سره مرستې وکړې.
دلته ډېرې کورنۍ سيلاب په بشپړه توګه له منځه وړي دي، زياتره کليوال تر شنه آسمان لاندې شپې سبا کوي.که څه هم اوس له سيلاب څخه يوه اوونۍ تېره شوې ده؛ خو لا تر اوسه خلګ خپلو کورنو ته نه شي تللای.
افغان بنسټ د تېر په څېر دلته هم د مرستې په سمه توګه د رسونې په موخه د قومي مشرانو په استازيتوب له سيلاب ځپلو کورنيو ليدنه وکړه، که څه هم کليو ته د ورتګ لار نه وه، د افغان بنسټ د مرستې وېشنې پلاوی او غړي په پښو کليو ته ورغلل، په سرايونو او خونو کې تر اوسه خټې پرتې وې، خلګ د تګ او راتګ په لارو کې تر نيم متر پورې په خټو کې خښ روان وو، د اوسېدو خونې ړنګې وې.
له زيانمنو شوو کورنيو له ليدنې وروسته سل (۱۰۰) هغه کورنۍ چې ډېرې زيانمې شوې وې غوره کړل شوې، وروسته د خوراکي توکو د وېشنې د ټيم له لورې يادو کورنيو ته د افغان بنسټ له لورې د مرستې ترلاسه کولو کارتونه چې د کورنۍ پېژندګلوي او د زيان کچه په کې ثبت شوې وه، ورکړل شول. کارتونه د دې لپاره ورکړل شول؛ څو خوراکي توکي يادو کورنيو ته ورسېږي.
د افغان بنسټ له لورې هرې يوې کورنۍ ته يوه (۵۰) کېلويي بوجۍ قزاقي اوړه، (۲۴) کېلويي بوجۍ پاکستانۍ وريجې، (۱۰) لېتره بوشکه غوړي، (۷) کېلو بوره، (۱۴) کېلو سيمه ييز نخود، يو قوطی روب، او یو پاکټ د کاليو پرمنځلو پوډر ورکړل شول.
دلته خلګو د افغان بنسټ له مرستو مننه وکړه او دا يادونه يې وکړه، چې تاسو يوازيني خلګ ياست چې راځئ او له نږدې زموږ ليدنه کوئ، د چوباش افغانيه کلي يو تن سپين ږيری وايي: (موږ له افغان بنسټ څخه خوښ يوو، هغوی له موږ سره خپله غمرازي وښوده، موږ له دوی ډېره مننه کوو.)
د چوباش ترکمنيه کلي مشر مولوي رجب د افغان بنسټ د مرستو په اړه وايي: (موږ د افغان بنسټ له مشرتابه مولوي عبدالسلام ضعيف او نورو ملګرو څخه چې له کابله زموږ د مرستې لپاره راغلي دي، ډېره مننه کوو، او له الله جل جلاله ورته د اجر غوښتنه کوو.)
د افغان بنسټ د مرستو د پلاوي په استازيتوب ښاغلی شيرآغا کريمي وايي: (دلته ډېرې بې وزله او نېستمنې کورنۍ شته؛ خو موږ هڅه کوو، چې خپلې مرستې سيلاب ځپلو اړو کورنيو ته ورسوو، موږ د خپلو وروڼو په مرسته نه ستړي کېږو.)
ياده دي وي چې افغان بنسټ په شمالي ولايتونو کې د سرپل ولايت په اوو کليو کې له (۱۳۰) کورنيو سره ورته مرستې کړې دي.
جمعه خان نائل – شبرغان
الله پاک دی دافغان بنسټ دا مرستی د خپل رضا سبب وګرځوی او خیرونه دی په دین او دنیا کی ټولو د افغان بنسټ کارکونکی ته ورسوی .
په درنښت