وروستي:

دديني مدرسو نصاب د وړتيا او نيمګړتيا په تله کې (لومړۍ برخه)

یادونه: څو کاله پخوا مو دا لیکنه د مشال په مجله کې خپره کړې وه وروسته مو د رسالې په شکل هم خپره کړه او یوځل بیا یې د انټر نیټ له لارې خپرول بې ګټې نه بولم، لیکنه اوږده ده په څو برخو کې به یې را اخلو دا یې هم سریزه: حامد افغان

سرېزه

په يوه موضوع تفصيلي ليکلې خبرې خلګ کتاب بولي، داکتاب بياپه مختلفو برخو،بابونو اوفصلونو(څپرکو) وېښل شوى وى ؛خوددې کتاب په پيل کې بيايوه ډله خبرې راوړل کېږي،چې هغه پخوانيوخلګو دمقدمې ياديباجې په نامه يادولې اونن داتوري په پښتوکې په ((سريزه)) سره اړول شوي اوژباړل شوي. ملاصاحبانو په درې څلور_پنځه مياشتې رخصتې تېره کړې وه غاړې به تازه اوفکرونه به روڼه ول نوکله به يې چې کتاپ شروع کړدمقدمې مباحثوته به بېرته شول اوايله په دوه مياشتې کې به له مقدمې خلاص اودمقصد ټکوته به ورنيږدې شول.مقدمة العلم يامقدمة الباب اوددې په تعريفونوکې به
دتقريرونو طوفان اوسيلۍ شروع وې.

دکتابونو ليکوالانو هم په لوى لاس په مقدموکې جنجالونه جوړ کړي و.هغوى هم دعربي ژبي خزانې ښې پلټلې اوچاڼ کړې وې اوسخت اونامانوس توري به يې په زورپه مختلفو عباراتو کې تخته کړي اوځاى کړي وو استعارې اوتشبيهات به يې په خپلوخبروکې پييلې وې دوخت دواکمن به په ځاى اوبې ځايه صفتونه کړي وواوداړوندفن اوعلم اهميت اوفرضيت په اړه به يې ډېردلا ئل راوړي و.په دې مقدمه کې به داسې بحثونه کېدل چې ډېروبه يې له اړوندفن اوآن کتاب سره لا اړيکي هم نه لرلې ، دلته به دمثال په توګه دسرخبري دامورالحرب په هکله وې .
المقدمة:بکسرالدال المشدده وفتحها والمقدمة ماخوذة من مقدمة الجيش .بيابه نودجيش په ميمنو،ميسرو اوقلب باندې خبرې کېدلې .زماياديږي چې ډېرپه اصطلاح منتهي طالبانو ته به داستعارو اوتشبيهاتو درسونه ډېرسخت وو ددې لامل داؤ چې دمعاني، بيان اوبديع دفنونو يواځنى کتاب د”تفتازاني”صاحب مختصر (مختصرالمعاني) به چې دبديع فن ته رسېده رخصتي به پرې رامخې ته شوه .
له دې زړو او”خولووهلو” خبرو نه مې موخه داده ،چې زموږ دمدرسو دمباحثو سور،بر اوعرض نه ؤ معلوم اوله ټولو لويه بده لا داوه ،چې زموږ له ګډوډنصاب نه به چې څرنګه يوطالب فارغ شو، سمدستي به په تدريس بوخت شو .نن اوله ډېري مودې راهيسې په نړۍ کې د”دارالمعلمين” په نامه دتعليم اوتربيې يوه مهمه مرحله موږ شاته غورځولې ،دتدريس دنازکې اومهمې دندې له پاره نويوفارغانو ته هيڅ پروګرام نشته.
له دې روان رکود اوڅوسوه کلن جمودسره دخواشيني ځاى دادى چې په علمي اومدرسي کړيوکې لاتر ننه دنوښت اوويښتيا نـښې نښانې نه ترسترګوکېږي اوهماغه زوړملا اوزړې تراويح دي؛ هماغه قاضي اوحمدالله ،ميبذى ،صدرا اوشمس بازغه ده ،چې په خرپ سره تدريس کيږي.
دې زړو،سوليدلو،ورستو اوله و خته تېروفنونو زموږ ډېرځوانان له هدف څخه تېرکړي اودشيرين عمرډېري مياشتې اوکلونه يې ورڅخه خوړلي دي ،په همدې موخه ديوناني فلسفې په تاريخي سېراوېون باندی ېوه لنډه ليکنه ګرانو لوستوالو ته وړاندې کوم: څووپتييل شي چې دافن له يونان نه اسلامي نړۍ ته څه ډول راغلى دى؟ اوڅومره فجايع اوغميزې يې زيږولي دي؟ وروسته مې د روان مدرسي نظام په ځينې کړاوونواونيمګړتياولنډې خبرې کړې دي اوپه ترڅ کې مې ځينې مشورې اونظريي وړاندې کړ ېدي چې شايد رغوونکي اونوښت راوستونکې به وي.

دمدرسې اومکتبي
کړيوترمنځ بعداوليريوالي:

ناپوه اوناخبره ولسونه هروخت داستعمارګرو اواستثمارګرو تربريد اويرغل لا ندې وي ،دهغوى دډول ډول چالونو اودسيسو ښکاروي اوهروخت دزوروروله خوازبيښل کيږي.
خيردادپردېوله يرغلونو اوبريدونو شکايت اوسرشکونى اوس زموږ يوه روا ني ناروغي ګرځېدلې ده اوهرڅه چې راپيښيږي هغه په نوروتپواوپه دې توګه په ګرمو ]اوکړمو باروږي يوڅه سپکوو که نه هرڅه موږ ته له خپله لاسه راپيښ دي . ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي [النَّاسِ
دپردېوله بې رحمي اوزموږ له نااهلي نه دراپيښو ستونزو لړليک اوفهرست خوډېراوږد دى خوزه يې يواځې هغه برخه رااخلم چې زمونږ له موضوع سره تړاولري اوهغه دتعليم اوزده کړې موضوع ده، دهند په نيمه وچه کې له ډېري مودې راهيسې دوه ډوله تعليم اوزده کړه رواج ده :چې يوې ته ديني اوشرعي پوهه وايي اوبلې ته دنيوي اوعصري پوهه وايي،دلومړي ډول تعليم اړوندخلګ طالب ،چړي،ملا،مولوى اودشيخ صاحب په نومونو سره ياديږي .اوددويم ډول زده کړې خلګ دمحصل،مکتبي،تعليم يافته اوماسټر په نومونوسره ياديږي اوس به راشو چې دې دتعليم دووه والي ياثنويت ستونزې مونږ په کوموربړو اوستونزو اخته کړي يو ؟ اودزده کړي ددووکړيوترمنځ پروت خليج ديوه دين ديوه ملت وګړي ؛ديوه کور ديوه ټاټوبي استوګن خلګ
څومره يوله بل لير ي ساتلي دي ؟!
زمونږ ددې دووکړيو ليريوالى زمونږ په سياسي اوټولنيزو ډېرو ربړو اوغميزو کې پوره ونډه لري اودلنډوڅولسيزو مختلفو پيښو ته که ځېرشو، له نورو ډېرو لاملونو نه به دتعليم دثنويت اودوه والي جراثيم ډيري ستونزي زيږولي وي اودايو داسې حقيقت دى چې پوه خلک يې درک کولاى شي خوله بده مرغه چې ددې ويجاړونکي رنځ ددرملني له پاره چاپه زړه پورې کارنه دى کړى، دې ستونزې مونږ په معنوي توګه هم ډېرځپلي يو،ديوه احمديوزوى بريالى که له مکتبي زده کړې سره اړيکي لري اوبل زوى توريالى يې په مدرسې زده کړه بوخت يي نودواړه په خپلوکې په ژبه نه سره پوهيږي.
مسټر بريالى وايي:مولوى صاحب توريالى اودهغه اندوالان تورفکري اوزاړه پالان دي ددوى ارتجاعي افکار دترقي اوپرمخيون په لاره کې خنډونه دي اوټولنه څوسره کاله شاته ټيل وهل غواړي دمسټر بريالي په اند ملاتوريالى اودهغه دفکراواندملګري (ملايان)دوخت په ژبه نه پوهيږي اوپه زړو لاروروان دي دبريالي خيلوداځينې په حقيقت ولاړې اوځينې له حقيقته لري خبرې تردې ځايه پورې لا ځان رسوي چې وا يي ملاصاحبان دکلتور زاړه اووراسته توکي دي څوچې داتوکي د کلتور اوتمدن له اډانې نه ايستل شوي نه وي داکلتوراوتمدن دپرمخيون په لاريون نشي کولاى اودې ته ورته
نورهم ځينې خرافات اوحقائق شته چې بايداصلاح اوتسليم کړل شي.
داراز ملاتوريالى هم دبريالي خيلوله لاسه په لړمانه کې پوخ اوزړه يې خوړين دى هغه وا يي مسټر بريالى له دينه لري اوپه اسلام اومذهب نه ده خبرهغه دمکتبي کړيو اړوند خلک له قرآن کريم اوحديث نه ناخبره اوبې دينه بولي،ملاتوريالى وايي :مسټر بريالى داسلامي تهذيب اوتمدن له ښيګڼو اوفضائلو ناخبره اوپه لويځوال تهذيب مين دى دوى مسلمانوټولنو ته دلويځوال تهذيب دراواردولو هڅې کوي اودلويديځ دتيکنالوژي اوساينس په پلمه په مسلمانانو کې فحاشي اوبربنډوالى خپرول غواړي داسمه ده چې مسلمان بايدله علم اوپرمختګ سره مينه ولري.ولې دلويديځ دپرمختګ
په موادوکې دهغه تهذيب بی دېنی اوټولني بربادونکي اخلاق مسلمانان له ستونزو سره مخ کوي اوله خپل اصيل تهذيب نه يې لري کوی .داراز دملا توريالي په خبروکې نورهم ډېر حقائق شته اوځينې داسې بې ځايه خبرې هم لري چې دهغو مسؤليت په اصل کې ده ته راجع کيږي.
دادتعليم ددووه والي اوثنويت په پايله کې هغه رامنځته شوې مفکورې دي چې ديوه لوري له خوابل اودهغه بل لوري له خواخپل سيال ته متوجه دي اودادوه تقريباً متضاد نظرونه اودهغو پلويان زمونږ په ټولنو کې فعلا شتون لري اودټولنو دډېروودو اوپرمختګونو په وړاندې خنډدي.
دتعليم دې ثنويت په مختلفو وختونوکې ګڼ شمېرستونزې زيږولې اوکه حالت همداسې پاتې وي تردې زياتې ناخوالي اوبوږنوونکې پيښې به وزيږوي. همدانن چې زموږ په ټولنه کې ماشومان ددرس ويلوجوګه کيږي دمامور صيب جان اغا زامن مکتب ته روان وي اودملاصيب نظردين زامن مدرسې ته .
اوس پوښتنه داده چې څوک شته چې ديوه ملي اواسلامي دردپه لرلو سره دې ستونزې ته ځېرشي اوداتېري بدی پايلې اوراتلونکو ترهغو بدعواقب په نظرکې ونيسې اوديوه داسې مشترک نصاب له پاره هڅې په کارولويږي چې ديوه هيواد اويوه ولس زامن په ګډو ميزونو له يوډول تعليمي نصاب نه دعلم اوپوهې په ګاڼو وپسولل شي؟!!

دايوه ارزو دايوه هيله دملت هر دردمن اوويښ عالم اوپوهه ته دخواستونو اوزاريو په بدرګه وړاندې کوم اوکاش چې هرعالم هرپوهاند هردردمن اوپوهه هيوادوال ته مې داتوري دخپل زړه په وينو ليکلي واى څويې دهغوى په زړونو اغېزشندلى واى .

2 څرګندونې on دديني مدرسو نصاب د وړتيا او نيمګړتيا په تله کې (لومړۍ برخه)

  1. Hamid Afghan // May 11, 2014 at 11:35 am //

    نورزی صیب خدای مکړه د علماء یو کار هم زه بې ارزښته نه بولم او نه په علماو کې څه وایم . دا ډیره اوږده لیکنه ده پاتې برخې هم لري که تاسو ټوله لیکنه ترپایه تعقیب کړئ زما مقصد به درته روښانه شي.

  2. نسیم نوروزي // May 5, 2014 at 10:40 am //

    حامد صیب : همدغه علماء ؤ چې په ګران وطن کې یې په خلکوکې اوس هم داسلام ټینکه روح پوکلي وه ، چې تراوسه هم کوم غیر اسلامي قانون ورته دمنلو ده ، هو دامنم چې ځیني نیمګړتیاوي به یې درلودي ، خوداسي هم نه ده چې تاسو یې یومخ بي ارزښته بولۍ ،

Comments are closed.