وروستي:

د پوهې د ترلاسه کولو غوره لار

حامد افغان

په دې کې شک نشته، چې نن سبا د پوهې او زده کړې وسایل او لارې چارې د پخوا په پرتله ډېرې شوې، اسانه شوې او پرمختللي دي، ډير پخوا خو دا ستونزه بېخي زياته وه ان تر دې پورې، چې د شاگرد ټوله تکيه به په خپل ذهن وه، ځکه هغه مهال د چاپ اسانتيا هم نه وه او يوازې د گوتو په شمار به هرڅه روان و او نن الحمد لله د زده کړې لارې چارې بيخي اسانه شوي دي، ان تردې پورې، چې ستر نړيوال پوهنتونونه د (تعليم عن بعد) يا له لېري زده کړو منظم  پروگرامونه لري او زده کوونکې کولای شي د انټرنټ له لارې داخلې وکړي او ټول درسونه په اسانۍ سره په خپل کور کې تعقيب کړي.

نن سبا د زده کړو مختلفې لارې شته او له دې مختلفو لارو نه يې يوه داهم ده، چې سړی د خپلې خوښي پر موضوع کتابونه پيدااو مطالعه يې کړي؛ ځکه په هره موضوع تقريباً په هره ژبه کې پريمانه کتابونه او مقالې لیکل شوي او نن سبا په دې ډول معلومات ترلاسه کول بيخي عام شوي دي. ډيری کسان ليدل کېږي، چې په دې توگه يې ډير معلومات ترلاسه کړي وي؛ خو پوهان ليکي، چې د زده کړې او تعليم تر ټوله غوره لار د استاد او شاگرد طريقه ده، چې تر زمانو راهیسې راروانه ده، په دې اړه علماو شرايط او ضوابط ليکلي او ددې لارې د ښه  والي او اهميت په اړه يې څرګندونې کړي دي؛ زه غواړم دا ليکنه په دې موضوع اوږده کړم.

د پخواني اندلس د غرناطې اوسيدونکي ستر امام ابو اسحاق ابراهيم بن موسی اللخمي الشاطبي (۷۹۰هــ) د خپل غوره کتاب : الموافقات په دولسمه سريزه کې  په دې اړه ډيرې په زړه پورې خبرې کړي دي، چې یو څو بېلګه يې دلته را نقلوم؛ دي وايي: د علم او پوهې د ترلاسه کولو تر ټولو گټوره لاره داده، چې د اړوند فن له محققينو پوهانو څخه ترلاسه کړل شي، زموږ خبره په هغه علومو کې ده، چې نظر او پوهې ته اړتيا لري؛ نو په داسې علومو کې خامخا استاد ته اړتيا شته که څه هم ځينې خلک په دې اړه مخالفت کوي، چې ايا له استاد پرته علم ترلاسه کېدلی شي او کنه؟ موږ وايو، چې شونې ده او امکان لري؛ خو په مروجه توگه داسې معلومېږي، چې له ښوونکي پرته پوهه او علم نه شي ترلاسه کېدلي او په ټوليزه توگه پوهان په دې خبره اتفاق لري.

ويل کېږي، چې علم د سړيو په سينوکې او وروسته کتابونوته نقل شو او کېلياني يې د همدوی په لاسونوکې دي؛ له دې خبرې داسې معلومېږي، چې پوهه به له همدوی (علماوو) څخه ترلاسه کېږي، ځکه له دې پرته بله لارنشته او د دې خبرې اصل هغه صحيح حديث دی، چې امام بخاري، امام مسلم او امام ترمذي رحمهم الله په خپلو کتابونوکې رانقل کړی دی.

ژباړه: الله جل جلاله دا علم داسې نه ختموي، چې  له خلکو نه يې واخلي، بلکې علم د علماوو په له منځه تللو سره ختمېږي؛ تردې پورې، چې يو عالم به هم پرې نښودل شي او خلک به ناپوهه مشران کړي له هغوی نه به پوښتنې کېږي او دوی به په ناپوهي سره فتواوې ورکوي؛ نو په خپله به بېلارې او گمراه شي او نور به هم گمراه او بېلارې کړي.

کله چې خبره داسې شوه؛ نو بې له شکه، چې علماء په خپله دعلم کېلياني دي او په دې خبره د ټولو پوهانو اتفاق دی؛ خو له کوم عالم څخه، چې علم ترلاسه کېږي، د هغه لپاره پوهانو شرطونه ايښی دی؛ هغه دا چې له یو عالم څخه، چې کوم علم ترلاسه کېږي، هغه بايد د دې علم پر اصولو په پوره توگه خبر وي او وکولی شي خپل مطلب په واضحه توگه نورو ته ورسوي؛ د یاد علم او په هغه پورې د اړوندو جزییاتو په اړه یې، چې کومې نيوکې او اعتراضونه موجود وي، په ځوابولو یې پوره قدرت ولري؛ دا شرط نشته، چې خطا کېږي به نه، حتماً انسان خطاوې لري؛ خو په ټوليزه توگه  د محقق عالم درې نښې ښودل شوي، چې په لاندې ډول دي:

۱. په خپل علم عمل او دا ځکه ضروري ده، څو يې خبره د باور وړ وگرځي او که خبرې يې  د عمل پر خلاف وي، بيا د دې وړ نه دی، چې زده کړه ترې وشي او نه د دې وړ دی، چې  په دې علم کې د ده پيروي وشي .

۲. دویم دا چې د دې علم د باوري پوهانو په لاس روزل شوی وي او له هغوی نه به يې دا علم تر لاسه کړی وي او له هغوی سره به يې وخت تېر کړی وي؛ نو کوم علوم، چې د ده استادانو لرل او خلکو په هغوسره متصف بلل، دی هم بايد په هغو علومو متصف وبلل شي او د سلفو علماوو همدا لاره وه .

۳. له چانه چې علم ترلاسه کېږي، د هغه پيروي به هم کېږي او زده کوونکی به کوښښ کوي، چې د هغه اخلاق او اداب په ځان کې پيدا کړي، لکه صحابه کرامو، چې کوښښ کاوه، د رسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق او خويونه خپل کړي. دا راز تابعينو کوښښ کاوه، چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم اخلاق خپل کړي؛ په دې توگه په ټولو زمانو کې دا تعامل روان و؛ خو کله چې دا تعامل پرېښودل شو، بدعتونو او بېلاريو سرونه راپورته کړل؛ ځکه د خپل لارښود او استاد د لارې او پيروي د پريښودلو دا موخه کېدلی شي، چې پريښودونکې کومه بله لاره موندلي ده او هغه د خپلو خواهشاتو پيروي ده  .

دکره او محقق عالم ملتيا او صحبت:

په دې دویمه نښه کې يوڅه خبرې اوږدوو او په عقلي او نقلي توگه یې ثابتوو، چې د کره او محقق استاد ملتيا او له هغه سره ملازمت ضروري دی. د دې لومړي بېلگه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د صحابه کرامو رضی الله عنهم ملگرتيا او ملازمت ده او د هغه خبرې او کړنې زده کول او پرې عمل ده او په هر حالت کې د هغه په خبره اعتماد او باور کول و؛ له ده څخه چې دوی کوم عمل او قول په کوم ډول حاصل کړي، هغه يې کټ مټ عملي کړي؛ که هغه خبره به د دوی  په عقلونو برابره وه يابه نه وه، دوی به منله او په هغه به يې يقين کاوه او هغه به يې حق باله. دا ډول تسليمي ا و انقياد هغوی  د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ملگرتيا او له هغه سره د ناستې پاستې په برکت ترلاسه کړي و او د هغه د مبارک صحبت دا اغيز ښکاره و، چې دوی يې هرې خبرې ته د مننې سرونه ټيټول.

د بېلگې په ډول د حديبيې د سولې پرمهال، د حضرت عمربن الخطاب رضی الله عنه کېسه را اخلو، چې امام بخاري رحمه الله تعالی په خپل صحيح کتاب التفسير في تفسيرسورة الفتح باب: ))اذيبايعونک تحت الشجرة(( کې راخيستې ده؛ عمر بن الخطاب رضی الله عنه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: يا رسول الله!  ايا موږ پرحق او دوی باطل نه دي؟ هغه ورته وويل: هوکې ولي نه، عمر وويل: چې داسې ده؛ نو ولې موږ له حق سره سپکې ته غاړه کېږدو؛ موږ  بايد بېرته وگرځو، ترڅو الله جل جلاله زموږ او دوی په منځ کې پرېکړه وکړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: اې د خطاب زويه!  زه د الله رسول يم هغه به مې هېڅکله ضايع نه کړي، عمر صبر ونه کړ، په غوسه و او ابوبکر رضی الله عنه ته ورغی هغه ته يې هم هماغه خبره وکړه، هغه هم هغه خبره ورته وکړه، چې دی د الله رسول دی او هغه به يې هېڅکله ضايع نه کړي.

وروسته په رسول الله صلی الله عليه وسلم د الفتح سورت نازل شو او هغه يې حضرت عمر ته وروليږه، هغه چې دا ايتونه ولوستل؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل : يا رسول الله! ايا دا فتحه ده؟ يعنې دا د حديبيې سوله په حقيقت کې فتحه ده، هغه ورته وويل هوکې. بيا هغه خوشاله شو، د حديبيې د سولې پر مهال د ډيرو صحابه کرامو همدا حال و او په دې سوله خوښ نه وو؛ خو کله چې رسول الله صلی الله وسلم دا پرېکړه لاسليک کړه، دوی مجبوره و او ويې منله. که څه هم د دوی له رأيې سره برابره نه وه او دوی ټول پرې خفه وو .

امام شاطبي وايي: دا قاعده په ټول تاريخ کې همداسې راروانه ده؛ داسې کوم امام او لوی انسان به پيدا نه کړل شي، چې هغه دې يو لوی استاد  او لارښود يا په اصطلاح هيرو او نموذج ونه لري، له دې امله په ابن حزم الظاهري بد ويل کېږي، چې هغه له شيوخو نه استفاده او اخذ نه و کړي او له هغوی نه يې اخلاق او اداب نه و ترلاسه کړي او د دې پرخلاف، د سلفو په لويو امامانو کې داسې څوک نشته، چې هغوی دې له کوم معلوم او وتلي شيخ او امام څخه علم نه وي ترلاسه کړی.

تاسې د څلورو مذاهبو د امامانو او نورو ډېرو علماوو ژوندليکونه وگورئ، د هريوه په ژوند ليک کې راځي ولازم فلان … واستفاد منه … و تأدب بادابه … او داسې نور. يعنې له فلاني شيخ سره يې دومره وخت تير کړ، له هغه يې علم ترلاسه کړ او له هغه نه يې اخلاق زده کړل؛ زموږ په موجوده پير کې د ابن حزم الظاهري په څېر پر سيدابوالأعلی مودودي باندې هم محققين علماء دا نيوکه لري او وايي، چې هغه يوازې يو تکړه ليکوال او ناقل بلل کېدای شي؛ خو عالم او محقق هېڅکله هم نه دی؛ ځکه هغه له معلومو پوهانو څخه په رواجي توگه اخذ او استفاده نه ده کړې؛ هغه ډېرې تيروتنې لري او په مخکېنيو علماوو او ان ټول امت باندې په ډېره بې تکلفي سره نيوکې او انتقادونه کوي؛ لکه د ابن حزم په اړه، چې ويل شوي دي: قلمه کسيف الحجاج؛ يعنې قلم يې د حجاج د توري په څير و، هېڅوک ترې روغ نه دي پاتې شوي او دا مشکل په مودودي صاحب کې هم  و. الله دې پر دوی رحم وکړي .

په دې اړه يوه نوي څيړنه:

يوه مبصر د نوبل انعام گټونکو پر يوه ډله تر څېړنو وروسته ويلي، چې ذهني تمايل (Attitude  of  mind) هغه آر ټکۍ دی، چې يو لوی ساينس پوه يې خپل شاگرد ته ورکوي؛ دی وايي د ډېرو ساينسي معلوماتو په ترلاسه کولو سره يوساينس پوه د نوبل انعام نه شي ترلاسه کولی، بلکې يوازې د اخذ او مطالعې د يوه ځانگړي ذهني تمايل په برکت سره خلکو دا ستر نړيوال انعام ترلاسه کړی او دا ځانگړی ذهني تمايل هغه د يوه لوی ساينس پوه په ملتيا سره ترلاسه کړی وي او همدا د د يوه لوی استاد ملتيا دی د برياليتوب لوړ پوړ ته رسولی وي .

د صوفيانو په نزد صحبت هم په همدې معنی دی او موږ چې د يوه محقق عالم د ملتيا خبره کوو او ضروري یې بولو، د هغې هم دا مطلب دي، چې دا صحبت او ملتيا کوم پټ او غامض شي نه دی؛ دا يو ساده فطري حقيقت دی، له مذهبي خلکو سره هم دا حقيقت شتون لري او له بې مذهبه خلکو سره هم يوکس، چې له اوږدو تجربواو ډېرو خواريو وروسته دعلم او پوهې خپله برخه ترلاسه کړي، هره خبره یې عميقه او ژوره وي کله چې خبرې کوي، د علم رازونه راسپړي او کله چې تبصره کوي؛ نو د کتابونو د يوې پراخې زيرمې غورچاڼ بيانوي؛ کله چې خپلې تجربي بيانوي، د څوکلونو د سفر هڅې په څو جملو کې د اوريدونکو مخې ته ږدي؛ کله چې چا ته مشوره ورکوي، د دې مشورې ترشا يې د لوړو، ژورو، برياليتوبونو او ناکاميو لوی داستان پروت وي، چې دي ترې راتېر شوي وي. دده هره جمله يوکتاب وي او هره وينا يې د پوره کتابخونې غورچاڼ وي. د ده خبرې ژوندی تاريخ وي او سوچ يې د ټولې بشري نړۍ سوچ وي او دا د ملگرتيا او صحبت د فلسفې لنډيز دی. له داسې کس سره اوسېدل ډېر گټور وي، له ده سره، چې څوک وخت تېر کړي، په کمه موده ترې زیاتې تجربي او مهارتونه ترلاسه کولی شي. له ده سره چې څوک اوسي، یوازې علم ترې نه ترلاسه کوي، بلکې له ده نه د فکر او سوچ يوه ځانگړې زاويه زده کوي؛ له داسې کس سره په ملتيا يو شاگرد کولی شي، د مطالعې هغه ځانگړی تمايل ترې ترلاسه کړي او په دې توگه د علم په سمندر کې د غوپو وهلو چلونه ترې زده کړي .

نو دا خبره ثابته شوه، چې علم او پوهه به له اهل علم څخه ترلاسه کېدای شي او د دې تر ټولو غوره لاره داده، چې زده کوونکي د استاد مخته کېني او د درسونو له لارې ترې پوهه ترلاسه کړي؛ دا ځکه چې لوی څښتن تعالی د عالم او متعلم ترمنځ يوه ځانگړنه او خاصيت ايښی دی، چې يوازې هغه چا ته معلومېږي، چې په علمي کړيو کې يې وخت تېرکړي وي او په خپله يې د شاگردۍ او استادۍ مراحل وهلي وي؛ داسې ډېر پيښ شوي، چې يو شاگرد په يوه کتاب کې يوه مسئله يا يوه موضوع ولولي، تکرار يې کړي او ياده يې هم کړي؛ خو په مطلب يې نه پوهېږي؛ خو کله چې د استاد له خوا هغه موضوع ورته تدريس شي؛ نو په ناڅاپي توگه پر موضوع پوه شي او سمدستي د هغې مسئلې علم ترلاسه کړي او په ذهن کې يې خبره ځای ونيسي او دا پوهه په عادي توگه ترلاسه شي. بس استاد پر موضوع تفصيلي خبرې وکړي؛ بېلگې او مثالونه بيان کړي او د حالاتو په لحاظ سره هغه موضوع شاگرد ته اسانه وگرځوي او پرې پوه شي.

او کله بيا دغه پوهه په غير عادي توگه ترلاسه کېږي او هغه داسې، چې شاگر په عاجزي سره د استاد په مخکې کېني او ځان پوهې ته یې اړ او محتاج وگڼي؛ نو په همدې وخت کې الله جل جلاله په شاگرد باندې د علم او پوهې داسې دروازې راپرانېزي، چې له دې مجلسه او درسه پرته یې بل ځای نه شوای ترلاسه کولی او دا هسې هوايي خبرې نه دي، له دې څخه بايد انکار ونه شي. تجريو داسې ښوولې ده او بل د حضرت حنظله الأسيدي رضی الله عنه له حديث څخه هم داخبره ثابته شوې ده.

دغه صحيح حديث دی؛ امام مسلم بن الحجاج په خپل صحيح او امام ابو عيسی الترمذي په خپل جامع کې یې داسې راخيستی دی : حنظله الاسيدي رضی الله تعالی عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته شکايت وکړ، چې يارسول الله! موږ چې کله له تاسره ستا په مجلس کې ناست يو؛ نو ډېر ښه حالت مو وي او په هغه حالت خوشحاله يو؛ خو چې کله له تانه ولاړ شو دا حالت ختم شي؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : په هغه ذات مې دې سوگند وي، چې زما ساه يې په واک کې ده، که تاسې هر وخت داسې وای لکه له ما سره، چې په مجلس کې ناست يئ؛ نو خامخا به ملايکو له تاسې سره ستاسې په ځايونو او لارو کې روغبړ کړي وو.

له حضرت عمر رضی الله عنه څخه يو روايت راغلی دی وايي، چې زه له خپل رب سره په دريو شيانو کې موافق شوي يم او په اړه په علم التفسير کې موافقات عمر بېله موضوع ده؛ نو دا هر څه له علماوو سره د ناستې په برکت ترلاسه کېږي، شاگر د استاد په مجلس کې هغه څه ترلاسه کوي، چې نه يې په خپلو هڅو او نه یې په کوم بل ځای کې ترلاسه کولی شي او د محقق او کره استاد ملتيا هغه ستر برکتي نعمت دی، چې په برکت سره يې په شاگر د د علم دروازې راخلاصې شي او دا په هر صورت گټوره لاره ده .

زما يوه ډېر پوه ملگري ما ته خپله تجربه بيانوله او ويل يې: ما ټول مروج علوم په ښه دقيقه توگه له استادانو وويل؛ او الحمدلله، الله تعالی ډېر ښه علم پرې لورولی دی؛ خو ده ويل، چې د درسونو پر مهال ما وخت پيدا نه کړ، چې د علم الميراث معروف کتاب سراجي ووايم، اخر مې له ځانه سره پرېکړه وکړه، چې دا يو کتاب او تقريباً مختصر علم به تر فراغت وروسته د مطالعې له لارې ترلاسه کړم؛ تر فراغت وروسته مې وخت هم لاره او اوس يې هم لرم او څو څو ځله مې د دې کتاب او د دې علم اړوند نورو کتابونو د مطالعې هڅه کړې ده؛ خو تراوسه پر دې نه يم بريالی شوی، چې د دغه علم يوه مسئله هم زده کړم؛ که څه هم دغه کتاب په ډېر کم وخت کې تدريسېږي او ډېر وخت نه غواړي. په هرصورت، استاد ته د شاگر دي ځانو وهل او علم ترې ترلاسه کول، د علم د زده کړې تر ټولو پخه او غوره لاره ده او دا لاره بيا په خپل ځای کې خپل شرايط او تفصيلي اداب لري ، چې په مراعتولو سره یې سړی خپل مراد ته رسيدلی شي او هغه بېله موضوع ده.

له افغان مهالنۍ په مننه