وروستي:

هغوی ولې جهنم ته غورځول شوي

إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ} [الحاقة:33-34ٍ]
ځکه ده په لوی خدای ایمان نه لاره او نه یې خلک تیزول چې له مسکین سره د خوړو مرسته وکړي.

له دې ایت مخکي جهنم ته دغورځول شویو خلکو حالت بیان شوی ده او په دې ایت کې یې جهنم ته د تللو دووه لاملونه شوولي دي یو داچې هغوی په لوی الله ایمان نه لاره او بل دا چې هغوی خلک نه تیارول چې له مسکینانو سره دخوړو مرسته وکړي، یو پخپله له مسکینانو سره مرسته ده او بل له مسکینانو سره دمرستو له پاره نور خلک تیارول دي، لومړی کار دهرچا په وس کې نه وي او دویم کار دهرچا په وس کي. له دې ایت نه په واضحه توګه څرګنده شوه چې له مسکینانو سره مرسته نه کول او له مسکینانو سره مرستې ته خلک نه تیارول دقران له حکم سره سم جهنم ته درسیدلو لامل ګرځي یعني داشرعا لوی جرم او ګناه ده.

موږ شپه ورځ په څه ډول کارونو لګیایو، زموږ بوختیاوې او لیوالتیاوې څه دي، دتاسف خبره ده له موږ نه اساسي موضوعات او ترټولو مهم کارونه پاته دي، زموږ په هیواد کې زیاته سلنه انسانان له فقر لاندي درجه کې ژوند کوي موږ د هغوی دیوې ستونزې په فکر کې نه یو موږ یې په دې فکر کې یو چې د دوی په سر څنګه واک او قدرت ته ورسیږو!! له هغوی سره دمرستو او کومک خبره هیڅوک نه کوې، نه یې څوک اوري ، او نه یې څوک په کیسه کې دي.

حامدافغان