وروستي:

په احمد شاه بابا مېنه کې د افغان ښوونځي څانګه پرانيستل شوه

افغان بنسټ د خپلو ښوونيزو چارو د پراختيا په لړ کې نن – پنجشنبه، د کب دوه ويشتمه – په احمد شاه بابا مېنه (ارزان قيمت) کې د افغان ښوونځي څانګه په رسمي ډول پرانيستله، دا پرانسته له هغه وروسته کيږي چې د افغان ښوونځي مرکزي څانګې د دريو کلونو په لړ کې  په ښه برياليتوب او لوړ معيار ټولنې ته خپل خدمات وړاندې کړل او لا هم دوام ورکوي.

نننۍ غونډه کې د افغان بنسټ د مشرتابه او همکارانو په ګډون د سيمې ګڼ شمېر مخورو او عامو خلکو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د افغان بنسټ د علمي څېړنو مدير ښاغلي مفتي عبدالحق حقاني وينا وکړه او د علم په اهميت او اړتيا يې رڼا واچوله، نوموړي د علم غوراوي ته په اشارې سره وويل چې انسان ته الله جل جلاله يوازې د علم له امله پر پرښتو غوراوی ورکړی، سره له دې چې د انسان په فطرت کې د عصيان او نافرمانۍ ماده نغښتې ده او پرښتې په فطري ډول د الله اطاعت کوي؛ خو دا چې الله جل جلاله آدم عليه السلام ته د هغو ټولو شيانو علم ورکړ چې په دنيا کې ورته اړتيا لري، له همدې امله يې پر پرښتو او نورو مخلوقاتو غوراوی هم ورکړ.

ښاغلي حقاني د خپلي وينا په ترڅ کې د استاذ او معلم  دنده وستايله او زياته يې کړه:

“لومړنی معلم پخپله الله تعالی و چې آدم عليه السلام ته يې د د نيا د ټولو اشياوو نومونه ور وښودل، ورپسې د پيغمبرانو له ډلې څخه نوح عليه السلام هغه پيغمبر و چې د پيغمبرۍ تر څنګ يې د نجارۍ فن هم زده کړی و او وړاندې له دې چې پر قوم يې د الله عذاب راشي، په خپل لاس يې د مسلمانانو د ژغورلو لپاره کښتۍ جوړه کړه، داؤد عليه السلام ته الله وسپنه نرمه کړې وه چې نوموړي به ورڅخه جنګي اوزار او د اړتيا شيان په ډېره اسانۍ سره جوړولای شول، سليمان عليه السلام ته يې له حيواناتو سره د خبرو کولو او د هغوی په خبرو د پوهېدلو ملکه ورکړې وه، او په دې امت کې هم الله جل جلاله د خپل پيغام (وحي) پيل له  لوستلو او زده کړې څخه کړی دی (اقرأباسم ربک الذي خلق، خلق الانسان من علق، اقرأ وربک الاکرم، الذي علم بالقلم، علم الانسان ما لم يعلم)”.

نوموړي د رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه حديث ته په اشارې سره چې علماء د انبياوو وارثان دي، وويل: اړينه ده چې په هر ښار کې يو داسې عالم وي چې د دين په ټولو احکامو پوهه ولري څو د اړتيا پر وخت ورته خلک مراجعه وکړي، او که په کوم ښار کې داسې يو عالم نه وي، د هغه ښار ټول اوسېدونکي د الله په وړاندې ملامت دي.

نوموړي د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې په دنيا کې د ديني علومو تر څنګ هغه دنياوي علوم هم  فرض کفايي دي چې انسان ورته د ژوند په چارو کې اړتيا لري، لکه: طب، زراعت، انجينيري، او دې ته ورته علوم چې انسان يې په رڼا کې د ژوند چارې پر مخ بيايي.

ورپسې د افغان بنسټ مشر ښاغلي مولوي عبدالسلام ضعيف مختصره وينا واورله اوپه خپل وار يې د علم د اهميت په اړه څو نکتې وړاندې کړې او ويې ويل:

علم له انسان سره يو لوی ملګری دی، علم د انسان لپاره حفاظت دی، علم د انسان لپاره لارښوونه ده، علم د انسان لپاره رڼا ده، او له علم پرته هدف ته رسېدل ډېر ګران دي، ځکه الله تعالی هم په قرآن کريم کې ورته اشاره کړې ده ، هغه څوک چې نه پوهېږي له هغو سره نه دي برابر چې پوهيږي. عالم د ټولنې رهنما دی او د علم پر مټ انسان لويو مقامونو ته رسېدلای شي او د نجاح او فلاح لار پيدا کولای شي.

نوموړي د افغان ښوونځي تاسيس ته په اشارې سره وويل : کله چې زه له  اوږد مهاله بند څخه ازاد  او په کابل کې اوسېدلو ته اړايستل شوم، نو ومې ليدل چې د وطن بچيان د زده کړو په ترلاسه کولو کې له يو شمېر ستونزو سره مخ  وو، چې  يو له هغو څخه د مدارسو نشتوالی او په ښوونځيو کې د مخلوط نظام او يو شمېرو ستونزو شتوالی وو، ځکه مې  وپتېيله چې د هېواد په کچه يوه داسې نمونيي مدرسه تاسيس کړل شي چې د علومو د زده کړې تر څنګ د وخت غوښتنو ته هم ځواب وويلای شي، ورسره يو داسې ښوونځی جوړ کړل شي چې نه يوازې نظم او اداري چارې يې مثالي وي بلکې د تربيت له پلوه هم داسې زده کوونکي وروزي چې د عصري علومو تر څنګ د خپل دين له ضرورياتو، آدابو او اخلاقو څخه هم په کافي ډول معلومات ولري، په دې لړ کې مو يو شمېر کتابونه د تقويتي نصاب په بڼه وليکل چې د هېواد په کچه يې تود هرکلی وشو او ډېر ګټور ثابت شول، او هڅه مو دا ده چې د نصاب په برخه کې د نورو مضامينو تر څنګ د انګريزي ژبې د زده کړې لپاره هم داسې کتابونو وليکو چې زموږ د ټولنې له عنعناتو، کلتور او اصولو سره سمون وخوري.

نوموړي په پای کې د سيمې له اوسېدونکو مننه وکړه چې د افغان ښوونځي د څانګي په تاسيس کې يې همکاري او هرکلی وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې افغان مدرسه او افغان ښوونځی د هېواد په کچه مثالي ادارې وګرځي.

ورپسې د سيمې څو سپين روبو او مشرانو ويناوې وکړې او د افغان ښوونځي د څانګې پرانستل يې د سيمې لپاره د نېکمرغۍ يو ګام وباله او په دې لړ کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه او د بنسټ له مشرتابه او د هغه له کاري ګروپ څخه مننه وکړه چې د هېواد بچيو ته د زده کړې ښه ضمينه برابروي.

د غونډې په لړ کې د افغان پوهنتون -چې د لوړو زده کړو په برخه کې د بنسټ يوه څانګه ده- علمي مرستيال ښاغلي عبدالجبار بهير وينا وکړه او د بنسټ د ښوونيزو چارو په اړه يې رڼا واچوله، نوموړي د خصوصي ښونځيو په برخه کې هغه نيمګړتياوې يادې کړې چې د څو کلونو راهيسې د هېواد په کچه پر هېوادوالو تپل شوي وې:

“متاسفانه له هغه وخت راهيسې چې په هېواد کې له نه نجربې سره په لومړي ځل خصوصي سکتور ته اجازه ورکړل شوه، ډېرو خصوصي ښوونځيو په پټو سترګو په يوه او بل نامه وارداتي نصابونه پلي کړل او يوازې په دې پلمه يې چې ګواکې زده کوونکو ته انګريزي ژبه ورښيي، ټول ، آن اسلامي مضامين هم په انګريزي ژبه تدريس کول چې دا يوه ستره تېروتنه وه، او لوی زيان يې دا و چې زده کوونکو يوازې په هغو فرعي مضامينو کې مهارت ترلاسه کولای شو چې په لنډ وخت کې يې د کورسونو له لارې هم لاسته راوړای شي او کوم چې د ښوونځي اصلي او مغزن مضامين دي، هغه به پاتې وو”.

ښاغلي بهير د ښوونځيو درسي نظام  ته په اشارې سره تاسف ښکاره کړ چې د ډېرو ښوونځيو درسي نظامونه ډېر کمزوري دي او ډېر ځله يو زده کوونکی تر دولسم ټولګي ورسيږي خو نشي کولای چې حتی املا هم وليکي، نوموړي زياته کړه چې د افغان ښوونځي درسي نظام په داسې بڼه چمتو شوی چې په هره معنا د زده کوونکو ښه روزنه وکړي.

په پای کې د افغان بنسټ د ښوونيزو چارو مدير ښاغلي مفتي عبدالرؤف فراهي وينا وکړه، نوموړي د ټولنې د هغه قشر ارزښت ياد کړ چې په اوس کې ورته کمکی يا کوچنی ويل کيږي؛ خو د راتلونکي مشر او آن پاچا دی، ښاغلي فراهي وويل:

“تعليمي ادارې په حقيقت کې د انسان جوړونې فابريکې دي، د نن ماشوم له همدې فابريکې څخه د سبا رهبر جوړيږي، او د سيمې او آن ټول بشيرت لپاره د خدمت  يوه مرجع ګرځي”.

ښاغلي فراهي دې حديث ته په اشارې سره چې ستاسو هر يو څارونکی دی او له هر يوه څخه به د خپل رعيت پوښتنه کيږي، وويل: موږ چې د خپلو اولادونو د مادي او بدني درملنې لپاره څومره هلې ځلي کوو بايد د معنوي روزنې او درملنې لپاره هم همدومره منډې ترړي وکړو، او داسې تعليمي ادارو ته يې وسپارو چې پوره باور پرې ولرو.

نوموړي په دې خبره وياړ څرګند کړ چې افغان بنسټ په خصوصي سکتور کې په لومړي ځل وتوانېد چې د نجونو او هلکانو څانګې په کامله توګه جلا کړي، که هغه په اداري برخه کې وي او که درسي برخه کې.

ښاغلي فراهي د احمد شاه بابا مينې اوسېدونکو ته ژمنه ورکړه چې هڅه به کوي د افغان ښوونځي په دغه څانګه کې هغه نظام په کامله توګه پلی کړي چې د خوشحال خان په مرکزي څانګه کې د دريو کلونو په اوږدو کې په پشپړه برياسره پر مخ تللی.

د يادونې وړه ده چې په احمد شاه بابا مېنه کې د افغان ښوونځي څانګه له چمتووالي تر نهم ټولګي پورې زده کوونکي مني، د هلکانو لپاره جلا او نجونو لپاره جلا ودانۍ لري.

نوم ليکنه دوام لري…

 عبدالحق حماد

1 څرګندونه on په احمد شاه بابا مېنه کې د افغان ښوونځي څانګه پرانيستل شوه

  1. عصمت الله صىدیقي // March 14, 2014 at 10:13 am //

    ماشالله الله تعالی نور هم کامیابه لره موفقیت مو غواړو

Comments are closed.