وروستي:

دالتباس قانون

وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِم مَّا يَلْبِسُونَ
دپیغمبر منکرېنو به ویل که خدای موږ ته خپل پیغام رالېږي نو هغه دې دخپلې ملایکې په لاس راولېږي څوموږ ته کوم شک او شبهه پیدانشي اوموږپرته له څه التباس نه هغه ومنو . ددوی په ځواب کې ویل شوې دې : که الله ملایکه دپیغمبر په توګه لیږلی نو هغه به یې هم دانسان په شکل کې لېږله او بیا به هم دوی په شک او التباس کی پاتې وو. وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنَاهُ رَجُلاً وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِم مَّا يَلْبِسُونَ . (الانعام 9) یعنی موږ به بیاهم دوی په هغه شبهه کی اچوو په کومه شبهه کې چې دوی دې داکومه ځانګړې پېښه نده په دې ایت کی الله جل جلاله دالتباس عام قانون بیان کړی دی څرنګه چې الله جل جلاله انسان دازمیښت له پاره پنځولی دی ځکه یې په دې دنیا کی هر شی دشبهی دعنصر element of doubt په څنګ کی پیدا کړی دی .
داددی نړۍ عام قانون دی چی له هرې پېښی سره دشبهې او التباس عنصر شتون لرې په دې نړۍ کی به سمه لاره هغه څوک بیامومي چی خپل شعور متحرک کړې دشبهې پرده څېرې کړې او له شبهې سره سره حقیقت په پوره یقین سره ومنې .. دالتباس دقانون دا معامله له ټولو پیغبرانوسره شوې ده او دا راز ترقیامته پورې به دامعامله روانه وې کله چې کوم داعې ، رښتینی مصلح اومجاهد پورته کيږې دهغه له شخصیت سره به د التباس عنصر وې تردې پورې چې په اخر وخت کې به له مهدې او عیسی علیه السلام سره هم دالتباس عنصرشتون لرې او هغوی هم له دې پېښی نشې مستثنی کیدلی .
دپیغمبر په څېر مهمدی او عیسی به هم هغه خلک پېژنې چې دالتباس دپردې دڅېرلو وړتیالرې په دې نړۍ کی داد الله جل جلاله قانون دی چې دلته لوړه نیکمرغی هغه څوک ترلاسه کولی شې چې له شبهاتو پورته لېد وکړای شې اوپه دې توکه رښتیا وپېژنې اوپه هغه یقین وکړې . دادنیا دازمیښت له پاره پیدا کړل شوې ده له دې کبله دلته حق او حقائق د دووه او دووه څلورپه څېر روښانه اوڅرګند ندې دلته له هر حقیقت سره دشبهې عنصر موجود دی دا اصول د پیغمبر په زمانه کې هم وو او ترقیامته به وې .

حامدافغان