وروستي:

د ديني مدرسو ورانول، د دښمنانو اصلي موخه

نن مې په بي بي سي پښتو او دري ويب پاڼو کې يو انځوريز راپور وکوت چې د کندز ولايت د يوې ديني مدرسې په اړه يې کښلی و، په راپور کې ډېره زهرژنه لهجه کارول شوې او د اسلام مقدساتو ته پکې سپکاوی شوی، نن له لويديځو رسنيو څخه اغيزمن ځينې افغان خبريالان هم د هغوی په خولو غږيږي او د تورو په کارولو کې د اسلام سپېڅلي عقيدې ته  پاملرنه نه کوي.

د مطبوعاتي اصولو له مخې ژورنالست او خبريال نشي کولای د يو قوم پر مذهبي بنسټونو نيوکي وکړي که څه هم نوموړی ورته پخپله عقيده ونه لري،

د دې د راپور په يوه برخه کې راغلي (( په دې مدرسه کې زده کوونکو ته سخت دریځې زده کړې ورکول کېږي، چې زده کوونکي یې د رادیو اورېدل، د تلوېزیون کتل، د انځوورنو اخیستل، د ښوونکي، مور، نوي کال او زیږېدو د ورځو لمانځل حرام بولي))

بي بي سي دغو کارونو ته سخت دريځي وايي په داسې حال کې چې دا ټولې خبرې د اسلام له اصولو سره سمې دي چې هره يوه يې د لږ تفصيل سره ستاسو مخ ته ږدم:

راديو اورېدل : که لږ نظر واچول شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې جوړې شوي ډېری محلي راديوګاني په سلو کې پنځه نوي برخه سندري او فحاشي خپروي، له ځوانانو –نجونو او هلکانو- سره مرکې کوي او په لوی لاس يې ناروا اړېکو او فحاشۍ ته هڅوي، چې د داسې راديوګانو اورېدل په اسلام کې په قطعي ډول حرام دي، الله تعالی فرمايي: إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ[النور: 19]

ژباړه: بې شکه هغه کسان چې په مؤمنانو کې فحشاء خپرول خوښوي، د هغو دپاره په دنيا او آخرت کې دردناک عذاب دی.

تلوېزيون کتل : د اسلام د لارښوونو له مخې مېرمن نشي کولای نامحرم نارينه ته وګوري، هغه که مخامخ وي، که په ښيښه کې وي، او که يې انځور وي، په يو حديث کې  دي چې يو ړوند صحابي (عبدالله ابن ام مکتوم) د رسول الله صلی الله عليه وسلم کورته راغی نو رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو مېرمنو ته وويل چې پرده ترې وکړي، مېرمنو يې پوښتنه وکړه چې اې د الله رسوله! دا خو ړوند دی په سترګو څه نه ويني نو موږ ولې پرده ورڅخه وکړو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وویل: ايا تاسو هم ړندې ياسئ!!؟ (سنن ابي داؤد حديث شمېره ۴۱۱۴)

بل پلو ته اوسني تلوېزيونونه له هندي، ترکي او غربي سريالونو پرته چې يوازې د خلکو د ذهنونو د خرابولو لپاره جوړ شوي دي، نور څه لري؟؟

انځورونه اخيستل: رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو حديث کې وايي : د قيامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب د انځورګرانو وي. (صحيح البخاري، حديث شمېره: ۵۹۵۰)

له اخترونو پرته نورې ورځې لمانځل: له دوو اخترونو –کوچني او لوی اختر- پرته د نورو ورځو لمانځل په اسلام کې هيڅ اصل نه لري، او د زيږېدو، ښوونکي او نورې ورځې لمانځل له کفارو سره مشابهت دی چې په اسلام کې دا کار هم ناروا دی. يو حديث کې دي چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی د هغه ځای خلکو د نوروز او مهرجان ورځې لمانځلې، رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې دا څه دي چې تاسو يې لمانځئ؟ هغوی ورته وويل: دا دوې ورځې د جاهليت له زمانې څخه موږ لمانځو او لوبې پکې کوو، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: الله له دې نه غوره ورځې تاسو ته درکړي دي، چې يوه د کوچني او يوه د لوی اختر ورځ ده، او له هغې ورځې وروسته د نورو ورځو لمانځل په اسلام کې ناروا شول. (سنن النسائي حديث شمېره: ۱۵۵۶)

د راپور په يوه برخه کې د نجونو شرعي لباس د تمسخر په ډول د (خيمه پوش) په نوم ياد شوی، که چيرې د خبريال موخه له دې تورو څخه د اسلام د يو حکم سپکاوی وي، نو له ايمانه د خلاصون وېره يې ده، او که موخه يې تمسخر نه وي هم د دين يو حکم ته داسې نسبت کول ګناه ده.

له بلې خوا پر دې مدرسې بې ځايه او له ځانه تورونه لګول شوي چې ګواکې نورو خلکو ته د کفر نسبت کوي….، په حقيقت کې دا د هغه پروپاګند يوه برخه ده چې غواړي په هېواد کې اسلامي مرکزونه او مدرسې بدنامي کړي او د اسلام له اصلي روح څخه خلک بېلاري کړي.

د يوې اسلامي ټولنې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره ترټولو اساسي بنسټ مدرسه ده، همدغو مدرسو په نړۍ کې اسلام ژوندی ساتلی او که خدای مکړه دا مدرسې له منځه ولاړې شي ډېر ژر به افغانستان د اوسنۍ هسپانيې په برخليک اخته شي، چې يو وخت (اندلس) د اسلام مرکز و؛ خو اوس هلته مسلمانان د ګوتو په شمار دي.

زموږ ژورنالستان بايد په مذهبي چارو او ورته مسائلو کې له ډېر احتياط څخه کار واخلي او په دې برخه کې د لويځوالو خبريالانو توري ټکي په ټکي را کاپي نه کړي؛ ځکه چې هغوی څه وايي د خپلې عقيدې له مخې يې وايي نو يو مسلمان خبريال ته نه ښايي چې د اسلام په اړه هم د هغوی خبرې کټ مټ را وژباړي، بله دا چې  دښمنانو تل هڅه کړې ده چې د اسلام اساسات او بنسټونه ونړوي چې بيا وکولای شي په ډېره اسانه خپل نظريات او افکار پر مسلمانانو تحميل کړي؛ نو يو مسلمان ته نه ښايي چې د کافرانو په داسې شومو پلانونو کې هغوی سره برخه واخلي.

الله دې په هېواد کې ديني مرکزونه او مدرسې تل آبادي لري

عبدالحق حماد

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*