وروستي:

دښکاري اوښکې

یوه ښکاري په ګردجنه فضا کې مرغی ښکارکولې او دګرد لامله یې له سترګو اوښکې بهیدلې، ده به چې هره مرغۍ ونیوله وزرونه به یې ورمات کړل اوخپل لوی قفس ته به یې وغورځوله.

یوې مرغۍ نوروته وویل: زموږ ښکاري لالا څومره مهربانه سړی دی تاسویې اوښکوته وګورئ چې پر مخ یې رارواني دي؟ شاید زموږ په حال ژاړي…. بلې هوښیارې مرغۍ ورته وویل: فکرکوم په پوره معنا بېعقله یې، دهغه اوښکو ته مه ګوره دلاسونو عمل ته یې وګوره.

نن سبا ډیزساده خلک دځیني/ډیرو سیاستوالو اونورو مشرانو دخولې په خبرو اوکله د تمساح په اوښکو د دې کم عقلې مرغۍ په څیر دوکه شي. اوفکر کوي هغه یې رښتيني خواخوږی دی خو دهغه دلاسونو تیرعمل او موجوده عمل یې هیرکړی وي. د مشرانو کړنو اوعمل ته ګورئ دخولو خبرې او پر پاڼو لیکلې پروګرامونه یې دښکاري اوښکې دي.

حامد افغان

1 څرګندونه on دښکاري اوښکې

  1. ع.ق.پوپل // February 28, 2014 at 9:47 am //

    واقعیت چی نن سبا هم دغه ډول دی ، ډیر په زړه پوری کیسه او یو ننی مشرانو د تشریح کولو ښه بلګه ده
    پر قلم مو برکت سه حامد صاحبه

    په درنښت
    ّع.ق.پوپل

Comments are closed.