وروستي:

په افغان ښوونځي کې له ښوونکيو درېيم پړاو ازموينې هم واخستل شوې

[stextbox id=”info” direction=”rtl”]شېراغا کريمي: موږ هڅه  کوو چې په راتلونکيو پنځو کلونو کې دهېواد اکثرو هغو ولاياتو ته چې ،دامنيت له پلوه ډاډمنې ندي او دولتي ښوونځي پکې نشته  اوياهم فعاليتونه نشي کولای ،د افغان ښوونځي څانګې وغځوو.[/stextbox]

د افغان ښونځي په دوهمه څانګه  چې داحمدشاه بابا مېنې (ارزان قېمت) سيمه کې بت خاک څلور لاري شمال لورته  ته نږدې په A بلاک درېيمه کوڅه  کې موقعيت لري،دښوونکيو لپاره د درېيم پړاو ازموينې واخستل شوې.

DSC00019دافغان ښوونځي دغه څانګه د پوهنې وزارت او معارف شهر په موافقه د افغان بنسټ د ښوونيزو چارو لخوا نوې پرانيستل شوه،ددغې څانګې اداري مديرښاغلی امان الله عرفان  افغان بنسټ وېبپاڼې ته وويل :دافغان ښوونځي دغه څانګه هم لکه مرکزي ښوونځی له نورو خصوصي ښوونځيوسره په دېر تفاوت کې واقع ده،هغه داچې موږ دلته هم د هلکانو او نجونو لپاره جلا تعميرونه نيولي چې نجونې له اماده ګۍ څخه تر شپږم  او هلکان به له اماده ګۍ څخه تر نهم ټولګي پورې په مناسب  فيس په داسې حال کې جذب کړل شي،چې د هغو د ضروت وړ مواد لکه،قرطاسيه،تراسپوټېشن يا دلېږ رالېږد وسيلي،همدارنګه په ژمني او اوړي کې د اصنفونو د ګرمولو او يخولو لپاره به ورته هرڅه امکانات اماده وی،همدا دليل دی چې کله هم موږ په احمد شاه بابا مېنه کې د سيمي له اوسېدونکو سره خبرې وکړې ،هغوی ته مو خپل مېتود تشرېح کړ،نو هغوی په ډېره لېوالتياسره موږ ته هرکلی ووايه او موږ ته يې دلته د څانګې د پرانيستو سپارښتنې وکړې،دی وايي افغان ښوونځي په افغانستان کې يواځينی خصوصي ښوونځي دی چې د هېواد په دوه رسمي ژبو د تدريس وياړ لري.

په احمدشاه بابا مېنه کې دافغان ښوونخي په څانګه کې دښوونکيو څخه دازموينو اخستلو ددرېيم پړاو پروسې په هکله د افغان بنسټ د اداري مديريت  سرپرست مدير ښاغلي شېراغا کريمی وويل:موږ د استخدام امريت او علمي څېړنو مديريت په مرسته د ښوونکيو داستخدام لپاره ځانګړې پوښتن پاڼې برابرې کړي او د هېواد له بېلابېلو ولاياتوڅخه  مو وړ او با استعداده ښوونکي راغوښتي اونن  ورڅخه ازموينه اخلو،په دغه پروسه کې موږ ځيني شرايط  وضع کړي دي چې له جملې څخه يې يوهم د استاد په خپل  مسلک کې مهارت او لياقت،لېسانس او اسلامي ارزښتونه دی،ښاغلي کريمی وويل موږ د ښوونکيو دازموينې دوه پړاونه دمخه ترسره کړی چې له نږدې سلو تنو څخه مو ازموينې اخستي او نن به هم تر ۵۰ تنو پورې ازموينه ورکړي،چې ددوی د پايلو له معلولو وروسته به هغه اشخاص چې د خپل لياقت اوړ تياله مخې د ښوونکي په ډول   يوه تړون له مخې له موږ سره درې مياشتې ازمايښتي کار کوی او له درې مياشتو وروسته په دې شرط چې زده کوونکي يې له درسي ميتود څخه راضي اوسي او موږ پوهېدو چې نوموړی ښوونکی دافغان ښوونځي د لا برياليتوب جوګه کېدای شي نو بيا ورسره د يو کال لپاره تړون لاسليک کوو.

همدارنګه ښاغلي کريمی وويل چې ،موږ دخپلو هېواد والو او کابل ښاريانو له مکررو غوښتنو سره هڅه کوو دکابل په مرکزی ساحوکې نورې څانګې جوړې کړو ترڅو زده کوونکي په معياري ډول زده کړې وکړي،دی په خپلو خبروکې زياتوي موږ کوشش کوو چې په راتلونکيو پنځوکلونوکې دهېواد اکثرو ولاياتو ته هم د افغان ښوونځي  څانګې وغځوو ترڅو موپه دغه لاره کې د پام وړ خدمتونه کړي وي.

په نننۍ ازموينه کې يوتن ګډون کوونکی مبارک شاه همت چې دکابل پوهنتون ساينس پوهنځۍ په رياضي ديپارتمنت کې يې خپلې زده کړې کړي دی،د ازموينې او په راتلونکي کې د بريالي کېدو په صورت کې وايي: دازموينې له چاپېريال څخه راضي يم،ځکه هرچا پارچه په خپل ذهن،لياقت او ذکاوت سره حل کوله،پارټ پارټ بازی او روابط پالل پکې نه ول، همت وايي که چېرې زه په افغان ښوونځي کې ښوونکی وټاکل شم نو خپلو شاګردانوته به داسې ميتود باندې درس وکړم چې هغوی ورڅخه خوند واخلی نه داچی هغوی راسره ستړي شی. دی دهغو استادانو لپاره چې نشي کولی زده کوونکي سم پوه کړی وايي چې ښوونکی بايد په خپل ورکړل شوي مضمون پوره حاکميت ولري او دی بايد تدريس په هغه ژبه وکړي چې زده کوونکي يې غواړی،يعنې دهغوی له سويي پورته درس ونه وايي اونه هم هغوی ته د چل او فرېب ورکولو په خاطر په صنف کې خپل وخت په هسې بې ځايه کيسو تېر کړي.

DSC00046په احمد شاه بابا مېنه کې د هلکانو اونجونو زده کوونکيو لپاره جوړ شوي ښوونځي  دوه جلا تعميرونه چې يو بل ته مخامخ او له نفوس څخه په ډکه ساحه کې  موقعيت لري،ترمنځ يې د لوبو پراخه ميدان،لوی جامع مسجداو پراخه ساحه لري،دواړه ودانۍ چې د درې او څلوو پوړونو لرونکي دی په داخل کې دلويو اوسيعو حويليو لرونکې هم دي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*