وروستي:

د افغان ښوونځي د ښوونکو لپاره له سلو زياتو تنو ازموينې واخيستل شوې

دافغان بنسټ دښوونيزو چارو مديريت لخوا په افغان ښونځي،افغان مدرسې او دافغان ښوونځي داحمدشاه بابا مېنې دڅانګې لپاره له سلو زياتو داوطلبو ښوونکو څخه  دجذبولو په موخه د۱۳۹۲ل کال دسلواغې په مياشت کې په دوه پړاوونوکې  ازموينې واخستل شوې.

دغه ازموينې  چې دافغان بنسټ ، اداري مديريت  اړوند داستخدام امريت ،ښوونيزو چارو ،علمي څېړنو او  د تفتيش مديريت  دڅارکمېټې په شتون کې دافغان ښوونځي په مرکزي ښوونځي او احمدشاه بابا مېنې په څانګه  کې په يوه ښه چاپېريال کې تر سره شوې دسهارپه نهو بجو پيل او دغرمې په ۱۲بجوپای ته ورسېدې.

منځ کی

دافغان بنسټ اداري مديريت دعلمي څېړنومديريت  په مرسته ، دهر مضمون لپاره دپوښتنو ځانګړې پاڼې چمتو او په ازموينوکې ګډون کوونکيوته د ترتيب شوي لېست او مخفي کوډونو له مخې توزيع کړې؛ څو دهرډول درغليو، واسطې،چل اوخيانت مخه په بشپړه توګه ډپ کړای شي، ازموينې دافغان ښوونځي د غونډو په عموي تالار کې ترسره شوې، چې دمرکز په شمول دبېلابېلو ولاياتوڅخه په کې ښوونکيوپه داوطلبانه ډول ګډون وکړ،له دې ډلې څخه ۵ تنو ددينې زده کړو دښوونکي په صفت ازموينه ورکړه،لس تنو د کېميا او بيالوژي په برخو،لسو په پښتو،دري او انګليسی په برخه ،پنځوتنو په رياضياتو اوپنځه تنو دفزيک په برخه کې ازموينې ورکړې، چې تر  ازموينو وروسته ددوی ځوابي پاڼې دپايلو دمعلومولو په موخه په هر مضمون کې مسلکي او متخصصينوته وسپارل شوې اوپه ازموينوکې بريالي ښوونکي به د کب (حوت) دمياشتې په لسمه نېټه د تقريري ازموينې  لپاره را وغوښتل شي.

 دافغان بنسټ دښوونيزو چارو مدير ښاغلي عبدالرؤف فراهي په دې اړه دافغان بنسټ وېبپاڼې ته وويل: دښوونيزو چارو مديريت هرکال د ښوونکو د غورچاڼ لپاره ډېرو استادانو څخه  دافغان بنسټ دښوونيزو چارو په علمي اداروکې د ښوونکو په توګه د ګمارلو په خاطرد ښوونيز کال له پيل کېدو  دمخه داداري مديريت په توافق او ملتيا ازموينې اخلي،ښاغلی فراهي وايي:موږ د هر مضمون لپاره تر دېرشو استادانو څخه   ازموينې اخلوچې له هغو څخه موږ د نمرو او لياقت په اساس دوه تنه غوره کوو،خوپه مجموع کې موږ په درې پړاونوکې له ۱۵۰تنوڅخه ازموينه اخلو چې د هرمضمون لپاره دهماغه مسلک لرونکی شخص ګمارو،تړون ورسره کوو او موږ سره به په افغان ښوونځي کې د ښوونکي په توګه کار پيلوي.

ډېری ښوونکي او زده کوونکي دافغان ښوونځي ځانګړنه داپه ګوته کوي ،چې د ديني او عصري علومو ترمنځ او د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن يې له منځه وړی دی،په دواړو کې په متوازن ډول سره مضامين تدريسېږي.عبدالرحمن

دښوونکيو د ازموينې په تالار کې يو تن ګډون کوونکي عبدالرحمن وويل ډېرخوښ يم چې نن په افغان ښوونځي کې د ښوونکي په صفت د دندې اخستلو لپاره دازاد رقابت له مخې ازموينه کې ګډون کوم او افغان ښوونځی مې ځکه انتخاب کړ چې د نورو ډېرو ښېګڼو ترڅنګ اسلامي ارزښتونوته پوره احترام او پاملرنه په کې کېږي، ده وويل   ما ددرې مضامينو لپاره جوړو شويو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي،عبدالرحمن وويل ما ليدلي او اوريدلي چې په ډېرو ځايونوکې کله چې له يو چاڅخه ازموينه اخستل کېږی،لياقت او وړتياپه نظر کې نه نيول کېږی بلکې هر هغه څوک چې واسطه ولري که هېڅ يې په ذهن کې نه وي بياهم بريالی کېږي او دنده ورکول کېږي،مګر دلته داخبرې مطرح نه دي،ده وويل زه په دې ځای کې نه څوک پېژنم اونه واسطه لرم، پوښتنو ته مې  سم ځوابونه ليکلي او باور لرم چې دخپل لياقت او وړتيا له مخې به په دې پروسه کې غوره شم او په تقريري ازموينه کې به هم بې له دې چې څوک مې حق تر پښو لاندې کړي په افغان ښوونځي کې دښوونکي دنده  تر لاسه کړم.

انجنير شفيق الله بختيار هم دښوونکيو د ازموينې يوتن ګډون کوونکی و، له ازموينې او د ناظرينو لخوا عادلانه چلند څخه ډېر خوښ ښکارېده ويې ويل که چېرې په نورو ځايونوکې هم په ازموينه اخستنه کې دغه شان دقت وشي، د روابطو پر ځای ضوابط په نظر کې ونيول شي ،نو حتماً به کار اهل د کار ته وسپارل شي اوټولنه به په خپله د سمون لوري ته ولاړه شي، هغه افغان بنسټ وېبپاڼې ته د ښوونکيو ځينې عمده ستونزې ورپه ګوته کړې،ويې ويل چې ډېر ښوونکي د استوګنې کورونه  نه لري،معاشونه يې کم وي ،چې نشي کولای دخپلې کورنۍ اعاشه او اباطه په هغه ډول چې لازمه ده تر سره کړی،بختيار وويل ،ډېر وخت دښوونکيو خپل اولادونه له همدې کبله بې سواده پاتې کېږی چې دده خپل معاش دومره نه وي چې دکورنۍ او بچيانو سمه پالنه پرې وکړي، همدا لامل دی چې له ګڼو ستونزو سره يو ښوونکی مخ کېږي، ده په افغان دولت او خصوصاً دپوهنې په وزارت غږ وکړ چې دښوونکيو ژوند اوستونزو ته دې دخپل مسؤوليت له مخې سمه پاملرنه وکړي،ځکه همدا ښوونکی دی چې د يوې سالمې ټولنې په رامنځته کېدوکې مهمه ونډه اخلي.شفیق بختیار

په افغان ښوونځي کې به يو پړاو ازموينه بله هم واخستل شي،له هغې وروسته به هغه ښوونکي چې واقعي استعداد او وړتيا لري د افغان بنسټ د ښوونيزو چارو د مديريت لخوا دګمارل شوي پلاوي په واسطه به تقريري ازموينو لپاره را وغوښتل شي او تر ټولو پروسو وروسته به ورسره د ښوونکي په توګه تړون وشي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*