وروستي:

دجمعي ارزښتناک واو!

(جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا…)

په قران کریم کې یوځای د جمعي ډیر ارزښتاک واو راغلی ده، علامه الشنقیطي رحمه الله په خپل تفسیر (اضواء البیان) کې په دې ایت د دې ارزښتناک واو یادونه کړې ده: (ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ ُ (32) جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا…) يعني وروسته موږ خپل کتاب خپلو پاکو بندګانو ته پرېښود، چې په هغوی کې ځيني پرخپل ځان ظلم کوونکي دي، ځیني منځلاري دي، اوځیني دالله په اجازه سره په ښوکارونو کې مخ کي دي. دالویه مهرباني ده د عدن جنتونو به وي او هغوی به ورننوځي.

په دې ایت کې د الله پاک بندګان(اصْطَفَيْنَ) په دری ډوله شوې دي: لومړی: (ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ) دا هغه خلک دي چې دالله اطاعت به کوي او نافرماني به یې هم کوي…
دویم: (مُّقْتَصِدٌ) دا هغه خلک دي چې دالله اطاعت کوي او مخالفت یې نه کوي خو نفلي عبادتونه هم نه کوي.
دريم: (سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ) داهغه خلك دي چې واجبات ترسره کوي، له حرامو ځانونه ژغوري، او په نفلي عبادتونو سره هم الله ته ځانونه ورنږدې کوي.

د ایت په اخر کې له دې دریواړه ډوله خلکو سره د عدن جنتونو وعده شوې ده او الله جل جلاله هیڅکله د وعدې مخالفت نه کوي، د ایت په پای کې راغلي دي: (جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا…)

دلته په (يَدْخُلُونَهَا ) .. کې چې کوم (واو) راغلی دی دا (الظالم، المقتصد اوالسابق) دریواړوته شامل ده ځکه خو ځیني علماو ویلي دي چې باید دا (واو) د سترګو په اوبو سره ولیکل شي، ځکه له دې دریو ډولونو نه هیڅ مسلمان هم ندی بهر ټولو په کې داخل دي او له ټولو سره د عدن جنتونو وعده وشوه . الله جل جلاله ډیر مهربانه ذات دی الله دي موږ ګناه ګار هم دجنت وړ وګرځوي .

حامد افغان

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*