وروستي:

دافغان مدرسې له مدير محمد طیب مبارک سره مرکه

دافغان مدرسې  مدير محمدطيب مبارک :

[stextbox id=”info”]   په افغان مدرسه کې ديني اودکمپيوټراوانګليسي په شمول عصري علوم تدريسوو  [/stextbox]

[stextbox id=”info”]  قدرمنو لوستونکيو دمرکو په لړ کې  داځل په کابل کې دافغان مدرسې مديرمحمدطيب مبارک ددې مدرسې په اړه معلومات درسره شريکوي[/stextbox]

  افغان مدرسه دافغان بنسټ په تشکيل پورې اړونده ده اوپه ۱۳۹۱ل کال کې تاسيس شوې اود کال له پيله  يې رسمي چارې پيل شوې،په لومړي کال کې مو له دريېم څخه تر اتم ټولګي طالبان درلودل اوددې ترڅنګ مو دقرانکريم دحفظ حلقه لرله،چې طالبانو شمېر مو په لومړي کال ۱۰۴تنه و،په دې کې ۲۳تنه دحفظ په برخه اوباقي له ۳څخه تر ۸م پورې په ټولګيوکې په درسونو بوخت ول،موږ خپلو طالبانوته نصاب داسې برابر کړي دي چې له لومړي ټولګي تر اتم پورې ديني اوعصري علوم ګډ لوستل کېږي،يعنې عصري هغه کوم چې په مکاتبوکې لوستل کې هغه موټول پکې شامل کړي دي،ترڅومو طالب ته په اينده کې د عصري علومو، کمپيوټر او انګليسي په برخه کې هم مشکلات نه وي،اوسږکال (۱۳۹۲)چې اوس په خلاصېدو دي زموږ دطالبانو شمېره ۱۴۶تنوته ورسيده،چې له څلورم څخه تر نهم ټولګي پورې په زده کړو بوخت ول.

CIMG0243داچې  په افغانستان کې نورو علمي اداروته په کتنې سره دمدرسو او ديني زده کړو ځايونو رنګ ډېر پيکه ښکاري دافغان مدرسې مدير محمدطيب مبارک يې په اړه وايي:

 ډېرلاملونه لري چې لوي او عمده يې په افغانستان کې پنځه دېرش کلنه جګړه ده،چې تر ننه ورسره موږ افغانان لاس او ګرېوان يو،خودا په موږ راتپل شوې جګړې دې چې دهېوادټولې هستۍ يې له موږ څخه واخستې،يايې خرابې کړي چې له دې جملې څخه مدرسې او جوماتونه هم مستثني ندي،بندشوي،خراب شوي،ړنګ شوي،شهيدان شوي،په همدې ډول هجرت بل هغه لامل دي چې دلته يې مدرسې کم رنګه کړي دي،علماء هم هجرت سره تيت اوپرک کړل خو اوس لله الحمد بيا په هېواد کې مدرسو په فعاليتونوپيل کړي دي او غواړي بيا خپل بچيان په ديني اوشرعي توګه په علم سنبال کړي،چې له هغې جملې څخه يوهم دافغان مدرسې مؤسسين دي چې هوډ يې وکړ او دغه مدرسه يې تاسيس کړه بيا يې دلته دديني ښوونو لپاره يولوي  بنياد کېښود او په خدمت يې لاس پورې کړ،له ديني زده کړو سره دډېرې مينې په خاطر زموږ ډېر طالبان نورو مسلمانو هېوادونوته ځي،داځکه چې دلته مشکلات دي خوبيا هم دهېواد او دين خادمان شته چې خپل ملي اوديني رسالتونه غواړي سرته ورسوي  او خپل هغه اولادونه چې د زده کړو لپاره نورو همسايه هېوادونوته ځي له تګ څخه راوګرځوي اوهمدلته په خپل هېواد کې ورته زمينه برابره کړي ترڅو دخپل مور اوپلار ترسترګولاندې خپلې ديني زده کړې وکړي.

ښاغلي مبارک دې پوښتنې ته چې:  اوس خوژمي دي اوتعليمي کال پايته رسېدلي دي خو په افغان مدرسه کې بياهم دطالبانو ګڼه ګوڼه ډېره ده اياتاسو ژمنۍ رخصتۍ نه لرۍ اوکه نور کورسونه مو جوړ کړي داسې ځواب وايي:

 هو اوس تعليمي کال پايته رسېدلي دي او ژمنۍ رخصتۍ هم لرو چې طالبان مو رخصت دي،خو موږ په سر کې يواځې له دريم څخه تر اتم ټولګي زده کوونکي لرل مګر اوس  له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي زده کوونکي لرو چې په ديني اوعصري علوموکې زده کړې ترسره کوي،چې په هغوکې قرانکريم،تجويد ، محفوظات (د لمانځه يادول،دجنازې لمونځ،ځينې صورتونه چې په لمانځه کې ويل کېږي) اسلامي اداب،سيرت النبي صلي الله عليه وسلم ده،عربي،فقه،عقايد اونور دي چې موږ جدا نصاب جوړ کړي دي او اوس وخت کې دغه شاګردان پکې په درس ويلو بوخت دي،اودا دښوونځيوشاګردان دي چې اوس موورته ژمني کورسونه  برابر کړي دي،که دمدرسي شاګردان راځي هم راتلاي شي خو داچې موږ تېرکال ډېر موفقه وو اوسږکال بيا د خلکو تقاضا اوغوښتنه هماغه شان وه نو مو ږ هم اقدام وکړ، او ۱۸۰تنه شاګردان په بېلابېلو صنفونوکې لرو،چې دامو هم تقسيم بندي کړي دي اويومهالوېش موورته برابر کړي دي لکه له لومړي ټولګي تر دريېم پورې تمهيدي برخه ( اماده ګي)،له څلورم څخه تر شپږم پورې دمکتب زده کوونکي چې ابتدايه دوره ورته وايي،له اووم څخه تر نهم پورې دلېسې دوره ده او له لسم څخه تردولسم اويا دپوهنتون محصلينولپاره چې موږ ورته ثانوي دوره وايو صنفونه لرو، چې دوي ټولوته مو ددوي له استعدادونوسره سم نصاب هم تيار کړي دي،لوړو صنفونوته درسونه هم يوڅه په لوړه سويه دي لکه قصص الانبياء،قران کريم ترجمه او نور چې په عربي ژبه دي خوټيټوصنفونوته يواځې په خپلو ژبو درس ورکول کېږي.

داچې  په افغان مدرسه کې په کومو شرايطو برابر طالبان منل کېږي او ددې مدرسې زده کوونکي دکوموسيمو اوسيدونکي دي مبارک وايي:

  افغان مدرسه دوه ډوله شرايط لري،يوډول داچې تېرکال موږ پنځوس تنه چې په ليليه کې  لرل،چې لس تنه يې د حفظ په برخه کې ول او ۴۰ تنه يې دنوردرسونو ويونکي ول اودا دولاياتوپه کچه ول،له هر ولايت څخه موږ درې اوڅلور تنه غوره کړي و،داچې افغان بنسټ يوافغان شمول بنسټ دي نو موږ دټول افغانستان په تناسب شاګردان منلي،اونهاري طالبان چې کوم راځي د معارف وزارت داسلامي تعليماتودلايحې  په حساب دسه پارچې په اساس راځي،داسلامي زده کړو لپاره،بياموږ ګوروکه طالبان په درس کي ضعيفه وي يوصنف تنزيل ورکوو اوکه لايقه وي امتحان ورڅخه اخلو او پورته صنفونوکې يې شاملوو اوبعضې وروڼه چې سه پارچې نلري،مکتبونه يې ندي ويلي مدرسي يي ويلي هغوي هم داسلامي تعليماتودلايحې په اساس له ارزونې وروسته،دهغه دلياقت په اساس ورته له معارف څخه دمنظورۍ په صورت کې ټولګي ټاکواو   دمختلفو عمرونو لرونکي طالبان لرو.Af-Madrasa

  دافغان مدرسې دطالبانو ذهنيتونه له نورو مدرسو سره دپرتلې په اړه دافغان مدرسې مدير محمد طيب مبارک دا ډول توضېحات ورکوي:

  داخوفرق کوي ،زموږ  اداره داسې جوړه شوې چې ديوه متوازن نصاب له مخې  پرمخ  ځو،هغه څه چې دمدرسو اوښوونځيو ترمنځ واټنونه رامنځته شوي غواړو دا له منځه يوسو،موږ دين ،ولس اوبچيانوته خدمت کوو او موږ دهر مسلمان بچي خپل اولاد ګڼو،ځکه ورسره ډيرکوشش کوو اوترڅومره چې موږ ليدلي ماشاء الله زموږ شاګردان ښه دي لياقت او وړتيا لري اوباور لرو چې دهرې مدرسې له طالب سره په هرډول د سيالي جوګه دي.

په همدې ډول نوموړي د مدرسې دتشکيل په اړه وايي:

  دافغان مدرسې تشکيل په دې دوه کلونوکې دومره لوي نه، يو مدير،يوسرمعلم  اولس نفره استادان لرو،چې يو استاد دحفظ په برخه کې دي چې حافظ اومجوز دي  اودارزونې په اساس تعين شوي دي،شپږنفره مولوي صاحبان دديني علومو دي او څلور استادان هم د عصري علومو دي،چې ټول لېسانسه او ماسټري لري يعنې موږ له دولسم ټولګي څخه فارغ استاد نلرو،ټول استادان مو مسلکي او دلوړو زده کړو لرونکي دي.

مبارک ددې پوښتنې په ځواب کې چې په افغان مدرسه کې د هلکانو ترڅنګ د نجونو لپاره هم د درس اسانتياوې برابرې دي اوکنه وايي:

  متاسفانه چې نه موږ تر اوسه پورې په مدرسه کې دنجونوپه برخه کې طالبانې نلرو،ځکه موږ په يوه اسلامي هېواد او اسلامي اوشرعي ټولنه کې ژوند کوو اوپه اسلامي ټولنه کې بايد دنجونو اوهلکانولپاره د درس ويلو بېلابېل ماحول او استادان موجود وي خو تر اوسه پورې موږ په دې نه يو توانېدلې چې د نجونولپاره بېله اداره جوړه کړو ترڅو هغوي خپلې ديني زده کړې پرمخ بوزي، خوپه ښوونځي کې موږ دنجونولپاره بېله ځانګه لرو چې بېله اداره،بېله مديره اوبېلې استادانې لري اوموږ هڅه کوو چې د ديني زده کړو په برخه کې هم دنجونولپاره بېله مدرسه ولرو.

  مرکه کوونکی: رفيع الله  روشن