وروستي:

بيع (راکړه ورکړه) – څلورمه برخه

لیکنه: مولوي سيف الله ساعي

په وږوکې پلورل

أن النبي صلی الله علیه وسلم نهى عن بيع السنبل حتى يبيض ويأمن العاهة ,نهى البائع والمشتري [1]

ژباړه : رسول الله  په وږو کې دغلې دانې له پلورلو څخه منع وکړه تر څو په هغو کې سپینوالی نه وي راغلی او د  آفتونو څخه نه ويخوندي شوی اخيستونکی او پلورونکی دواړه يې منع کړي دي .

د سپینوالي له راتلو څخه موخه دا ده چې هغه غله دانه پخه شي او له آفتونو څخه خوندي شي اوکله چې غله دانه خامه وي نو له آفتونو څخه هم خوندي نه وي کله د تېزې هوا چلېدو او کله دبلې ناروغۍ له امله خرابيږي او  زيان ورته رسيږي .

د سبزيو او مېوو دراکړې ورکړې په اړه څو خبرې د يادولو وړ دي

لومړۍ خبره دا ده چې په رواياتو کې بېلابېل توري راغلي لکه په يو حديث کې دي (نهى عن بيع النخل حتى يزهو) رسول الله صلی الله علیه وسلم د خرماو له راکړې ورکړې څخه منع کړې تر څو پخې شي .او په بل روايت کې راځي (نهى عن بيع السنبل حتى يبيض) رسول الله صلی الله علیه وسلم په وږو کې د غلې دانې څخه دراکړې ورکړې څخه منع کړې ده تر څو سپين نه شي .او په يو روايت کې راغلي (نهى عن بيع الثمرة حتى يبدو صلاحها) رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېوې له پلورلو څخه منع کړې ده تر څو د ګټې اخيستو نه وي شوې .

دې ټولوروايتونو ته په کتو سره امام شافعي رحمه الله وايي : تر څو غله دانه او مېوه پخه شوې نه وي اخيستل او پلورل يې روا نه دي  خو امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : چې تر څو له آفتونو څخه خوندي شوي نه وي اخيستل او پلورل يې روا نه  دي بشپړه پخوالی او خوږوالی يې اړين نه دی خو که غور وکړو دا دواړه ويناوې سره نېږدې دي او کوم لوی توپير نه لري .

بيع السنين

نهى رسول الله صلی الله علیه وسلم عن بيع السنين .

ژباړه : رسول الله د څو کالو له راکړې ورکړې څخه منع کړې ده .

ټول علماء په دې خبره په يوه خوله دي چې تر څو مېوه او غله دانه څرګنده شوې نه وي د هغوراکړه ورکړه ناروا ده .

نن سبا چې خلک خپل باغونه په ټېکو ورکوي او پلورونکی اخيستونکي ته وايي سږ کال چې زما په باغ کې کومه مېوه راځي هغه زه په تا پلورم دا راکړه ورکړه په بشپړه توګه ناروا ده ځکه دا د يو داسې شي پلورل دي چې هغه تر اوسه لا پيدا شوي نه دي او شتون نه لري او کوم شی چې شتون ونه لري د هغه پلورل ناروا او حرام دي  د همدې راکړې ورکړې يوه ډېره ناروا لار دا ده چې دا ډول راکړه ورکړه د څو کالو لپاره کوي چې پلورونکی اخيستونکي ته وايي زما د باغ راتلونکې مېوه د پنځو يا لسو کالو لپاره په دومره اندازه پيسو په ټېکه درکوم او پيسې اوس تر لاسه کوم دا ډول راکړه ورکړه د پورتني حديث په رڼا کې ناروا او حرامه ده .

که مېوه په ونو کې ښکاره شي خو پخه شوې او له آفتونوڅخه خوندي شوې نه وي نو د هغې د پلورلو درې ډولونه او صورتونه دي.

بيع بشرط القطع

که په ونه کې مېوه ښکاره شوې وه خو پخه نه وه او څښتن يې په یو چا وپلورله او د سمدستي پرېکولو شرط يې پرې ولګوی دا راکړه ورکړه ټول علماء وايي روا ده او کومه ستونزه پکې نشته .

بيع بشرط الترک

که خامه مېوه په ونه کې وپلورل شوه او تر پخېدو پورې يې په ونه کې د پرېښودو شرط ولګوی دا ډول راکړه ورکړه د ټولو علماو په وينا ناروا ده .

مطلق عن الشرط

که خامه مېوه يو چا په بل چا وپلوره خو د پلورلو او رانيولو په وخت د پرېښودلو يا پرېکولو شرط پکې ونه لګول شو د دې ډول راکړې ورکړې په اړه علماء په يوه خوله نه دي يو شمېر علماء دا ډول راکړه ورکړه ناروا بولي د مخکېني حديث له امله خو امام ابوحنيفه رحمه الله دا ډول راکړه ورکړه روا بولي او د هغو نورو علماو په ځواب کې وايي : چې وګورئ که په پلورلو کې د پرېکولو شرط ولګول شي نو هغه راکړه ورکړه تاسو هم روا بولئ نو که اوس کوم د پرېکولو يا پرېښودلو شرط نه وي لګول شوی دا هم روا ده ځکه دا هم په اصل کې دا سې ده لکه د پرېکولو شرط چې پکې لګول شوی وي ځکه پلورونکی هر وخت اخيستونکي ته ويلی شي چې خپله اخيستې مېوه دې  زما له ونو څخه پرې کړه او هغه هم په دې کې څه نه شي ويلای اړ دی چې پرې يې کړي .

د احنافو ځينې علماء وايي :  که يو څوک د خپل باغ مېوه پرته له کوم شرط څخه وپلوري چې دپرېکولو يا پر  ونه د پرېښودلو شرط نه وي خو  اخيستونکی او پلورونکی دواړه په دې پوه وي چې تر پخېدو پورې به دا مېوه په ونه کې پاتې کيږي نو دا ډول   راکړه ورکړه هم ناروا ده ځکه مشهور د شرط غوندې دی .

خو نور يو شمېر علماء وايي : چې که يو شرط په اصل کې د تړون د غوښتنې خلاف وي خو په خلکو کې زيات رواج شي او له امله يې په خلکو کې شخړه نه رامنځته کيږي پروا نه کوي لکه يو څوک بوټ اخلي خودا شرط ورسره لګوي چې پسک به ورکې نو دا هم په اصل کې د تړون خلاف يو شرط دی خو په خلکو کې رواج شوی او د شخړو لامل نه جوړيږي نو ځکه دا شرط روا دی او له امله يې راکړه ورکړه نه خرابيږي .

همدا رنګه نن سبا د مبايل ټلېفون ، يخچال او نورو ماشيني شيانو په راکړه ورکړه کې پلورنځی اخيستونکي ته د يو کال بيا روغونې او جوړولو يو زيات شرط پر ځان مني نودا روا دی ځکه دا که څه هم د تړون د اصل خلاف يوشرط دی خو نن سباپه خلکو کې زيات رواج شوی اود شخړې لامل هم نه ګرځي نو ځکه روا دی او پروا نه کوي نو له دې ټولو ويناو څخه دا سې څرګنديږي چې د مېوې پر  ونه د پرېښودلو شرط ولګول شي بيا هم  پروا نه کوي ځکه دا رواج شوی او د شخړو لامل نه جوړيږي .

د راکړې ورکړې په وخت نرمي کول

عن جابربن عبدالله أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال رحم الله رجلا سمحا إذا باع وإذا اشترى وإذا اقتضى [2]

ژباړه : له جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل الله جل جلاله د ې په هغه کس رحم وکړي چې له نرمۍ څخه کار اخلي کله چې شی پلوري ، شی اخلي او يا پور غواړي . رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته د بخښنې دعا کړې ده چې د رانيولو ، پلورلو او پور غوښتلو په وخت له خلکو سره نرمي کوي او دا څومره لويه خبر ده چې څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا تر لاسه کړي .او په يو بل حديث کې راځي : قال النبي صلی الله علیه وسلم تلقت الملائكة روح رجل ممن كان قبلكم فقالوا أعملت من الخير شيئا قال كنت امر فتياني أن ينظروا ويتجاوزوا عن الموسر قال قال فتجاوزوا عنه .[3]

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي : د مخکېنيو خلکو څخه د يو کس د روح مخې ته پرېښتې ورغلې او ورته وې ويل آيا څه ښه کار دې کړئ هغه کس ورته وويل : چې ما به خپلو خادمانو ته حکم کوی چې شتمن ته هم وخت ورکړي اوتېروتنه يې وبخښي نو پرېښتو هم د هغه کس له تېرووتنو څخه تېرې شوې.

او په يو حديث کې راځي چې بېوزلو ته وخت ورکول د الله ‘ له لوري د بخښنې لامل ګرځي : عن ابي هريرة عن النبي . قال : كان تاجر يداين الناس فإذا رأى معسرا قال لفتيانه تجاوزوا عنه لعل الله أن يتجاوز عنا فتجاوزالله عنه [4]

ژباړه : له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : يو سوداګر به د خلکو سره دپورمعامله کوله   خو کله به يې چې بېوزله وليدی خپلو خادمانو ته به يې ويل : ترې تېر شئ ښايي الله ‘ زموږ ګناهونه وبخښي او بياالله جل جلاله نوموړی کس وبخښی .



[1] / الترمذي

[2] / البخاري/1/ 552/ 2067.

[3] / البخاري رقم 2077.

[4] / وفيه أيضا رقم 2078.