وروستي:

د قلم رسالت

حق او رښتیا ته د رابللو په لړ کې قلم او قلموال تاریخي رول لري لکه په ژبه چې د الله جل جلاله دین ته د خلکو رابلل څومره مهم او گټور دي قلم هم په هېڅ صورت له هغې کم نه دی، د قلم د ستر رسالت او سپېڅلتیا له پاره د قران کریم دا وينا بسنه کوي: (ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ) (د القلم سورت) ن، (یا د نور په تخته او یا د قلم په سیاهي سوگند) او په قلم او دوی چې (په قلم) څه لیکي په هغه سوگند. نو گواکي د دې سورت د پیل  آیت له قلم او د قلم له لوازمو لکه رنگ او تختې خبرې کوي او ستر څښتن په دې قسم کوي.

د قلم د ستر مسئولیت او درنښت له پاره دا جمله بس ده: (الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ) (د الاعلی سورت) یعني الله جل جلاله هغه ذات دی چې د قلم په واسطه یې تعلیم او زده کړه ورکړه. بناء هېڅ د عقل څښتن به د قلم پر سپېڅلتیا، ستر رسات  او اهمیت کې کوم شک و نه لري، بېشکه همداسې ده قلم سپیڅلی او ستایل شوی دی او د قلم په برکت د انبیاوو علیهم السلام پیغام او علوم خپاره شوي دي دا راز د همدي قلم په څوکه پوهه او حکمت، ساینس او ټکنالوجي کښل شوي اوخپاره شوي دي . او د قلم په اړه ویل شوي دي:

إذا أقسم الأبطال يوما بسيفهم

وعدوه مما يكسب المجد والكرم

كفى قلم الكتاب عزا ورفعة

مدى الدهر أن الله أقسم بالقلم

ژباړه: که اتلان يوه ورځ په خپلو تورو سوگند کوي او د تورې په مټ تر لاسه شوی عزت او وقار شماري، نو د لیکوالانو د قلم  د عزت او لوړوالي له پاره  ټول عمر همدا خبره بس او کافي ده، چې الله جل جلاله په قلم سوگند کړی دی.

د اسلامي دعوت په لاره کې د قلم رسالت او قلموال رول هر چاته روښانه دی خو په تاسف سره باید ووایو چې په دې لار کې له ډیرې مودې راهیسي موږ د یادولو وړ  کار نه دی تر سره کړی، په ځانگړې توگه د پښتو برخه په دې لړ کې ډیره کمزورې ده، موږ ډیر تکړه او پوه علماء لرل او لرو یې خو له ډیرې مودې راهیسي مو هر تکړه عالم او پوهاند په پردۍ ژبه لیکنه غوره کړې ده او خپلو ژبو ته یې اهمیت نه دی ورکړی او پکار داسې نه و. د هغه قراني لارښوونې پر اساس، چې وایي: موږ هر قوم ته د هغوی په ژبه رسول ور لیږلی دی، په کار دا ده چې موږ خپل قوم په خپله ژبه وپوهوو، موږ شرعا هم مکلف یوو او ولس مو هم راباندې حق لري چې د الله جل جلاله دین هغوی ته په خپله ژبه په اسانه سره بیان کړو.

افغان بنسټ پتېیلې ده چې خپلو هیوادوالو ته د نورو گڼو خدمتونو په ترڅ کې د  قلم له  لارې هم خپل خدمت وړاندې کړي، نن د رسنیو او میډیا دور بلل کیږې، رښتیا هم نن ميډیا ډیره ځواکمنه او پیاوړې ده او د نړۍ ولسونه یې د خورا مهمې او کارنده وسیلې په توگه کاروي، زموږ ولس چې  مادي مرستو ته څومره اړتیا لري معنوي مرستو ته یې هم لرې او باید  ووایو چې زموږ ولس ته د میډیا او قلم په برخه کې که څه هم ډیر کار کیږي او روان دی ولې د دین او دین ته د رابلنې په برخه کې څومره چې لازمه ده د هغې ډیره کمه سلنه کار شوی یا کیږې او په دې ډگر کې ډیر زیات کار ته اړتیا لرو.

موږ که د پردیو ټوپک او شپیلۍکړولي او دردولي یوو د قلم څوکو یې لا ډیر زورولي او لږځواکه کړي یوو، که د هغوی  ډیرې مرمۍ زموږ د بې وزله وگړیو په سینو کې سړې شوې دي، د هغوی د قلم تورو جملو او وژونکو کرښو زموږ د ډیرو وگړیو پر دماغ برید کړی دی، زموږ له سپیڅلې دین نه یې زموږ د مؤمن ولس د لرې کولو هڅې کړې دي، هر وخت یې زموږ د مخالف او دښمن ننگه او ملا تړلې ده. دا راز پردیو رسنیو تل زموږ د ټولني د بیلارې کولو او زموږ د ځوان کوول د گمراه کولو او له دین نه لرې کولو هڅې کړې او لا یې هم کوي.

دا چې په هېواد کې د رسنیو اوسنی بهیر لا د پرديو په سپارښتنو او مرستو ولاړ دی، نو ځکه خو د هر څه په برخه کې منفي او د هېواد او ولس د لوړو موخو او ارزښتمنو کلتورنو په خلاف خپرونې لري یا هم دا مسلمان ولس غواړي له خپلې اسلامي او په دين مینې فکرې د انحلال او لادينۍ گرداب ته سم کړي.

د دې اندیښنو په نظر کې نیولو سره زموږ ولس رشد، سمې لارښوونې او د پردیو له بلوسو ژغورنې ته اړتیا لري او دا اړتیا یې خپلواکه، ناپېیلې او رسالت پیژندونکې رسنی پوره کولی شي، افغان بنسټ د ځیني نورو سترو ارادو او لوړو موخو او اهدافو په لړ کې د یوې مهالنۍ مجلې خپرولو نیت کړی چې  دا دی لومړۍ گڼه یې ستاسې په لاس کې ده. هیله ده تنده مو پرې خړوبه او ستاسې د غوښتنو يوې برخې ته پکښې ځواب ویل شوی وي. د افغان مهالنۍ آر موخې په دې توگه دي:

  • د افغاني ټولنې مهمو علمي ستونزو ته رسېدنه او ځواب ویل.
  • په ټولنه کې د مبهمو او اختلافي علمي مسئلو د روښانولو لپاره علمي هڅې.
  • هره پديده له علمي اړخه څېړل.
  • په معیاري، اصولي او سیستماتیک ډول د علمي مسئلو څېړل او خلکو ته يې وړاندې کول.
  • د کورنيو او سيمه ايزو موضوعاتو په اړه، د هېواد او نړۍ په کچه د افغاني فکر او اند څرگنداوی.
  • د سيمې او هېواد د روانو ټولنيزو، سياسي، اقتصادي او کلتوري پېښو په اړه معلومات راټولول او د علمي څېړنو او تحقیقاتو په رڼا کې يې څېړل.

 

درنښت

له افغان مهالنۍ په مننه