وروستي:

امريکا او د نړۍ په اړه د دوی قضاوت

 قدرت الله جمال-

امريکا چې اوس اوس د نړۍ زبرځواک دی، په ټوله نړۍ کې پريکړه او فتواوې دوی ورکوي، خو په ټوله نړۍ کې بل داسې مفتي نشته چې کله هم د امريکې پر ضد فتوا ورکړي، ان تر دې چې په اسلامي کې نړۍ کې شته مشران، وسله وال پوځونه، مخور، علماو، پوهان او شناندې هم د دوی ډولونو ته ناڅي.

که ته کله هم د امريکې مخالفت کوې ، ستا روڼ اندی درته وايي چې (( وروره که امريکا نه وي تنخوا به څوک درکوي، پوځ به دې څوک جوړوي………..)) خو دوی په دې نه پوهيږي چې انسان خدايي خلقت دی، نه امريکايي خلقت، انسان ته ذلت ، عزت، روزي او شته خدای ورکوي نه امريکا.

په ټوله اسلامي نړۍ کې به د ګوتو په شمار هيوادونه هم نه وي چې د اسلامي همدردۍ لپاره يي د کوم اسلامي هيواد ننګه کړي وي، په ټوله اسلامي نړۍ کې به داسې اسلامي پوځ نه وي چې د خپل مسلمان ورور پر سر لاس ونيسي.

په تيرو څو ورځو کې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني امريکايي پلوه پوځ عمليات او پر ملکي وګړو د دوی په راکټي بریدونو ټول انسانيت خبر دی او يو ډول يي د دې زياتي غږ اوريدلی دی خو په ټوله نړۍ کې د دې زياتي پر وړاندې چوپتيا د دې ښودنه کوي چې نور اسلامي اخوت او اسلامي درد نشته دی، ځکه چيرې دا درد وی نو نن بايد ملتونه او اسلامي امت په دې پوه شوی وی چې د مسلمان په وژنه به ناشونې وي چې بل مسلمان ته خير ورسيږي.

په ميرعلي کې د پاکستاني پوځ په روان زياتي کې تر ديرشو ډير کسان شهيدان شوي، په لسګونو مسيد يا محسود کډې کولو ته اړ شوي دي او هره ورځ له وزيرستان څخه په تيښته دي.

زما يو ملګری چې په ميرعلي کې د سوداګرۍ په کار بوخت دی راته کيسه کوله چې نن سبا وزيرستان د ځمکې پر سر دوزخ ګرځيدلی دی، هيڅوک به ونه وينې چې وخاندي،هره ورځ جنازې وي، وژنې وي، غندنې وي، مرثيي وي، او ………….

په دې زياتي کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او نن سبا بې کوره کيدونکي هم ددې سيمې مظلوم خو له غروره ډک ولسونه دي، خو د دې ولسونو له حده پورته مجبوريت د دوی غرور يو ډول له خاور سره خاورې کړی دی او يوازې په دې لټه کې دي څو ژوندي پاتې شي.

پاکستان اوس اوس کې د کفري نقشو د پلي کيدو لپاره اسلامي نړۍ ته نوی سرخوږی شوی دی، ځکه همدې پاکستان له نن څخه لس کاله وړاندې، د شمسي او جيکه باباد پوځي اډې امريکې ته ورکړې، افغانستان يي پرې لوټې لوټې کړ، ډير مسلمانان يي په يو او بل نوم ونيول او په امريکې يي خرڅ کړل.

همداسې د ناټو او امريکې له پوځي کاروانونو د ټکس په اخيستو يي سره يي ملت دا وښوده چې دوی ګواکې له کفري نړۍ جزيه اخلي خو نه داسې نه ده دا جزيه نه بلکه هره ورځ د مسلمان وژنې ته د جواز ورکړې پريکړه وکړه.

اوس اوس په شمالي وزيرستان کې روان ناورين د امريکې په پيسو د را لوی پاکستاني پوځ د زياتي  پيلامه ده، پاکستان وښوده چې دوی ته يوازې څو تنه په انګريزي قانون بلد کسان ارزښت لري او ملتونه ورته هيڅ ډول ارزښت نلري، دوی ته د ملتونو ارزښت يوازې په دې کې دی، څو يي سرونه خرڅ کړي او په پيسو يي څو تنه تنخواوې واخلي او عيشونه وکړي.

امريکا په ټوله نړۍ کې د جنګي جنايت خبره کوي، خو د امريکې جنايت تر شويو جنګي جنايتونو ډير پورته دی، له خلکو د بدن د غړو غڅول، د شپې وژنې، هوايي بريدونه، او تشې بخښنې غوښتل هغه جنايت دی چې په تاريخ کې به يي انسانيت له ياده ونه باسي.

د اسلامي خلافت تر ړنګيدو وروسته په اسلامي نړۍ را منځ ته شوې جغرافيه او د دې جغرافيي ويش ډيرې پوښتنې له ځان سره لري، د اسلامي نړۍ ځينې پوهان چې ځانونه تر ټولو ډير روڼ اندي بولي واک ته د رسيدو په ترڅ کې دا هرڅه ترې هير شي، او دومره له زياتي ډک واک چلوي چې هيڅ تمه يي نه کيږي.

که چيرې د اسلام له پيل څخه اسلامي فتوحات له عربي نړۍ بيا د هسپانيې تر جبل الطارق پورې په پوره غور سره وکتل شي، د دې مقدسې جګړې بریا يوازې او يوازې په اسلامي اخوت، مساواتو او له يو بل سره په ورورولۍ کې وه، له نن څخه ۱۴۰۰ کاله وړاندې هم مسلمانان همدومره کمزوری او بې وسلې و خو فولادي عزم يي ډيرې کرښې ونړولې او په ټوله نړۍ کې  د اسلام بيرغ ورپيد، خو د حضرت محمد او صحابه تر وفات وروسته په اسلامي نړۍ کې نظم د هرې ورځې په تيريدو سره ګډ وډ شو، اسلامي خلافت د مسلمانانو په لاس د کفري دسيسو ښکار شو.

نن که چيرې په اسلامي نړۍ کې د چارو چلونکو ته په غور سره وګورو همداسې لوبه روانه ده، پاکستان د افغانستان دښمن دی، د مسلمان دښمن دی، په افغانستان کې په امريکايانو مسلمانان وژني او په وزيرستان کې يي په خپله وژني.

پخوا به خلکو د ژوند لپاره مبارزه کوله او مبارزه به يي په ژوند کې د سمون په موخه وه، خو نن په ژوند مبارزه کيږي څو ژوند سم شي، خو داسې نه کيږي هره مبارزه بايد ژوند ته وشي، د ژوند پيلامه په ژړا پيل مومي او په ژړا پای ته رسيږي، خو تر داسې ژوند چې له ذلته ډک وي مرګ غوره دی، سياست هم د ژوند لپاره کيږي، ډير چې انقلابي فکر لري، بدلون راولي دوی د ځان په خاطر دا کار نکوي بلکه د ولسونو لپاره يي کوي، او ډير انقلابیان په تاريخ کې تير شوي چې دوی د خپل انقلاب مزه نه ده څکلې خو راتلونکو نسلونو يي کړنې ستايلي دي او د دې انقلاب او مبارزې مزه يي څکلې.

په افغانستان کې روان وسله وال مقاومت هم  د همداسې يوې مبارزې پيل دی، دوی يي مزه ونه څکله، او هره ورځ قرباني ورکوي  خو کيدای شي سبا ته د امريکې د ماتې په صورت کې پاتې نسل د دې انقلابي فکر مزه وڅکي او په خپلواک ډول سره آزاده هوا تنفس کړي.

په پای کې د اسلامي نړۍ د روڼ اندو دا چوپتيا خدای مه کړه داسې نه وي چې موږ د تباهي کندې ته واچوي، ټولو پوهانو ته په کار دي چې د بيدارۍ لپاره خولو خلاصه کړي او قلم وچلوي.

پای

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*