وروستي:

محرم مياشت او د عاشورا ورځ

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم

حامداً و مصلياً: الله جل جلاله فرمايلي دي : (إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَات وَالأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ (حقيقت دادى چې د مياشتو شمېر له هماغه ورځې نه چې الله اسمانونه  او ځمکه پيداکړې ده د الله جل جلاله په ليکنه کې همدا دولس دي د هغو ( له جملې ) څخه څلور ( مياشتې ) يې حرامې ( داحترام وړ مياشتې ) دي .

په دې دولسو مياشتو کې يې څلورو مياشتو ته چې هغه د رجب ،ذوالقعدې ، ذوالحجې او محرم مياشتې دي، د حرمت او احترام وړ مياشتې ويلي دي چې د هغو د حرمت  او ادب دوه لاملونه دي لومړى دا چې په دې مياشتو کې جنگ او جگړه کول لکه څنگه چې داسلام نه مخکې ناروا وه، همدا رنگه د اسلام په پيل کې هم ناروا وه؛ خو بيا وروسته د ا حکم  د زياتو علماوو په اند د همدغه آيت په وروستۍ برخې منسوخ شو، چې  (وَقَاتِلُواْ الْمُشْرِكِينَ كَآفَّةً )  او ټول يو موټى شئ له مشرکانو سره جگړه وکړئ .

ډېری شمېر علماء بيا وايي : چې پورتنی حکم په دغه آيت سره منسوخه شو چې  (فَاقْتُلُواْ الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ) نو په هر ځای کې چې مو مشرکان وموندل وې وژنئ .

دويم د احترام  اوادب لامل يې دادى چې په دغو مياشتو کې دعبادت ثواب زياتيږي، لومړى حکم که څه هم په اسلام کې منسوخه دى؛ خو دويم حکم چې د د غو مياشتو احترام  او په دې مياشتوکې  عباداتو ته ډېره پاملرنه کول دي  دا په خپل ځاى پاتې دى.

امام جصاص رحمه الله په احکام القرآن کې د دغو مياشتو په اړه وايي :الله جل جلاله د دغو مياشتو په حرمت او ادب کې دا مصلحت او حکمت په گوته کړى دى چې په دغو مياشتو کې له ظلم څخه ځان ساتل او د الله جل جلاله حکمونو ته په بشپړه توگه پاملرنه کول  لکه لمونځ روژه او داسې نور ښه کارونه تر سره کول دا دې ته سړى هڅوي چې  په نورو وختونو کې هم په پام کې ونيول شي،  لکه چې د جمعې لمونځ يې په يوه ټاکلې ورځ کې لازم کړى، او د رمضان روژې يې په يو ځانگړي وخت کې لازمې گرځولې دي، او ځېنې ځانگړي ځايونه لکه بيت الله شريف او نبوي مسجد يې چې  د حکم د پر ځاى کولو او له حکم څخه د سر غړولو په باره کې  دنورو په پرتله د ډېر ثواب  اويا لويې گناه لامل گڼلي دي.

د پورته آيت په رڼاکې مهمې مسئلې :

له دې آيت څخه دا خبره څرگنديږي چې د اسلامي مياشتو ترتيب او شمېر دا د انسانانو له خپل ځان څخه کومه جوړه کړې اصطلاح نه ده بلکې الله جل جلاله  د ځمکې او آسمانونو د پيدايښت سره سم دا مياشتې په دې ترتيب په دغه نومونو سره نومولې دي او د ځانگړيو مياشتو ځانکړي حکمونه يې دخلکو لپاره ټاکلي او ښودلي دي . بل له همدې آيت څخه دا خبره معلوميږي چې د الله جل جلاله په وړاندې  په شرعي حکمونو کې قمري مياشتې د اعتبار وړ دي او په همدغو قمري مياشتو پورې ټول د شرعې حکمونه لکه روژه ، حج ، زکات او داسې نور تړلي دي؛ خو يوه خبره چې بايد په ډاگه شي هغه دا چې لکه څنگه چې قرآن د کال او نېټې د معلومولو لپاره سپوږمۍ يوه نښانه ښودلې ده همدا رنگه يې لمر هم  يوه نښانه ښودلې ده  لکه چې الله جل جلاله وايي : (وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُواْ فَضْلاً مِّن رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلاً.) ژباړه : او موږ شپه او ورځ دوې نښانې گرځولې دي ؛ نو د شپې  نښانه  مو له منځه يوړه او دورځې نښانه ( لمر ) مو رڼا ورکوونکې وگرځوله څو د خپل رب  مهرباني ولټوئ او د کلونو په شمېر او حساب وپوهېږئ . او هر شی مو په تفصيل سره بيان کړی دی.

د پورتني ايت له مخې د کال او نېټې حساب  په سپوږمۍ او لمر دواړو سره  روادى؛ خو الله جل جلاله د خپلو حکمونو د وختونو د پېژندلو لپاره د سپوږمۍ حساب غوره کړى دى او ټول حکمونه يې په هغه پورې تړلي دي ؛ نو ځکه د قمري حساب خوندي ساتل فرض کفايه دي که چېرې ټول مسلمانان قمري حساب ته شا کړي او هېر يې کړي؛ نو ټول گناهگار دي او که چېرې د ځېنو له لورې خوندي وي؛ نو د بل حساب څخه کار اخيستل هم روادي؛ خو بيا هم  د الله جل جلاله د را ښولې لارې خلاف او د مخکې تېر شوي امت له لارې څخه چپه لار ده،  بې له اړتيا څخه يې غوره کول  ښه کار نه دى .  (معارف القرآن \٤\ ٣٧٣\ ط: مکتبه معارف القرآن کراچي )

د عاشوراء د ورځې روژه :

د محرم لسمې نېټې ته عاشوراء وايي چې معنا يې ده لسمه ورځ او دا ورځ د الله جل جلاله د ځانگړي رحمت او برکت ورځ ده؛ تر هغه چې د رمضان روژې نه وې فرض شوې؛ نو د عاشوراء روژه پر مسلمانانو باندې فرض وه، بيا وروسته د رمضان د مياشتې د روژې د فرض کېدو سره د دغه ورځې د روژې فرض والى  په استحباب بدل شو؛ ځکه چې دايوه ډېره د برکت څخه ډکه ورځ ده. تردې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي : (صيام يوم عرفة احتسب على الله ان يکفر السنة التي قبله والسنة التي بعده ،وصيام يوم عاشوراء احتسب على الله ان يکفر السنة التي قبله) ( صحيح مسلم \٣\ ٥٧٨\ط:مکتبة البشرى کراتشي باکستان ) ژباړه : زه د عرفات د ورځې د روژې په اړه له الله جل جلاله څخه اميد لرم چې د يو کال مخکې اود يو کال وروسته  گناهونه له منځه يوسي  او د عاشوراء د ورځې د روژې په اړه دا هيله لرم چې ديو کال مخکې د گناهونو د بخښلو لامل جوړه شي .

له دې څخه د عاشوراء د ورځې فضيلت او غوره والى څرگنديږي ؛ نو د يو مسلمان لپاره د داسې ورځو او وختونو څخه گټه اخيستل په کار دي؛ ځکه چې مسلمان بايد تل د آخرت  دجوړولو په فکر کې وي اود داسې مبارکو شپو او ورځو له خير او برکت څخه شاته پاتې نه شي.

د يهوديانو له ورته والي څخه ځان ساتنه :

لکه څنگه چې له پورته ياد شوي حديث څخه دا خبره  معلومه شوه چې په دغه ورځ روژه نيول ډېر لوى ثواب لري چې ديوکال مخکې گناهونو د بخښلو لامل گرځي او رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر کال د عاشوراء دورځې روژه نيوله  او نورو ته به يې هم د روژې نيولو لارښوونه کوله  او په همدغه ورځ يهوديانوهم  د شکر ايستلو په موخه روژه نيوله چې په دغه ورځ الله جل جلاله موسى عليه السلام او بني اسرائيل  دفرعون او د هغه له لښکر څخه ژغورلي وو؛ نو  د يهوديانو سره يو ډول ورته والى تر سترگو کېدلو؛ نو له همدې کبله کله چې یو صحابي نبي کريم صلى الله عليه وسلم ته وويل: ای د الله جل جلاله رسوله! دا خو يوه داسې ورځ چې يهوديان  او عيسويان يې هم احترام کوي؛ نو رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) ورته وويل : که تر راتلونکي کاله پورې وو_ نو که الله غوښتل  ــ  د نهم ورځې روژه به هم ونيسو . ( صحيح مسلم \٣\ ٥٣۶\ باب صوم يوم عاشوراء رقم حديث ٢٦۶۳\ مکتبة البشرى )

د صحابه وو ( رضى الله عنهم ) عمل :

لکه څنگه چې دا خبره څرګنده ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د را روان کال د نهمې نېټې د روژې نيولو اراده وکړه؛ خو د راتلونکي کال تر را رسېدو مخکې رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفات شو او د روژې د نيولو وخت را ونه رسيد؛  نو ځکه صحابه وو رضي الله عنهم د عاشوراء د ورځې د روژې سره دمحرم د نهمې يا يوولسمې نېټې روژې نيولو ته په خپله هم پاملرنه وکړه او نوروته يې هم د نيولو حکم وکړ او يوازې د عاشوراء د ورځې روژه يې مکروه تنزيهي وگڼله؛ خو که چېرې يو څوک يوازې د عاشوراء د ورځې روژه ونيسي نو گناهگاره به نه وي او د عاشوراء د ورځې د روژې ثواب به  يې تر لاسه کړى وي ، دابېله خبر ده چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم هيله دا وه چې  دوې روژې دې ونيول شي؛ نو ځکه دوې روژې نيول غوره کار دى.

په عبادت کې هم بايد له نوروسره ورته والى نه وي :

د رسول الله صلى الله عليه وسلم له پورته ياد شوي حديث څخه دا خبره په ډاگه څرگنديږي  چې د کفارو سره بايد په هيڅ شي کې هيڅ ډول ورته والى نه وي او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم نه دى خوښ کړى، سره له دې چې دا ورته والى په کوم ناروا کار کې نه وو، بلکې په عبادت کې وو، چې په نوموړې ورځ يهوديانو هم روژه نيوله او مسلمانانو هم؛ خو بيا هم له ورته والي څخه د ځان ساتنې لارې چارې ولټول شوې دا ځکه چې اسلام يو بشپړه دين دى او له ټولو دينونو څخه بېلې ځانگړتياوې  او غوره والی لري؛ نو ددې دين د پيروانو  هر کړه وړه ، ناسته پاسته ، خوى اواخلاق بايد له نورو څخه ځانگړي وي او په نبوي لارښوونو کې دې ټکي ته ډېره پاملرنه هم شوې ده لکه دغه يو روايت چې (خالفوا المشرکين ) ژباړه : د مشرکانو څخه خپل  ښکاره او پټ ځانکړي کړئ .

د مشابهت گناه :

کله چې په بند گۍ ،عبادت او ښو کارونو کې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته والى خوښ نه کړ” نو په نورو هغو کارونو کې به د مسلمانانو ورته والى د کفارو سره څومره بد کار او لويه گناه وي او دشرم خبره به  وي چې يو مسلمان يې په لوى لاس دکفارو په څېر د ښکار ه کېدو په موخه تر سره کوي د دې خبرې ځواب به په  نبوي لارښـوونو کې ولټوو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي : ( من تشبه بقوم فهو منهم ) ژباړه : چا چې د بل قوم سره ورته والى غوره کړ هغه به د هغوى له ډلې څخه وي .

د بېلگې په توگه که څوک د کافر په څېرکړه وړه او د هغه کړه وړه کوي د دې لپاره چې د کافر په څېر ښکاره شي نو دا يوه لويه گناه ده؛ خو که په زړه کې يې دا قصد او اراده نه وي چې د هغوى په څېر ښکاره شي بلکې يوازې د هغوى سره ورته والى وکړي نو دا کار يې له کراهت څخه بياهم خالي نه دى .

د عاشوراء د ورځې نور اعمال :

د عاشوراء په ورځ  چې نور کوم کارونه  يا کړه وړه د ځېنو خلکو له لوري تر سره کيږي  چې ځانگړي خواړه بايد تيار کړل شي يا ځانگړي پروگرامونه  جوړ کړل شي او يا هم د نورو خلکو په مجلسونو کې گډون کوي، په قرآن کريم، احاديثو او اسلامي فقهې کې هم د دې ډول کړو هيڅ ثبوت نشته او ځان بايد ځينې وساتل شي، که نه د بدعت په لويه بې برکتۍ کې به اخته او د سنتو له برکت  څخه به محروم پاتې شي؛ خو يو ه خبره چې د يادونې  وړ ده هغه دا چې په يو ضعيف روايت کې راغلي دي چې که چا په دغه ورځ  دخپلې کورنۍ له غړيو سره له پراخۍ څخه کار واخيست  چې ښه خوراک او څښاک يې ورته تيار کړل  الله جل جلاله به  د هغه په روزۍ کې برکت  واچوي.  د دې روايت  سند که څه هم کمزورى دى ؛ خو بيا هم که چېرې يو څوک  د دې روايت پر بنسټ داسې وکړي؛  نو له الله جل جلاله څخه اميد دى چې د دغه فضيلت څخه به يې بې برخې نه کړي .

د عاشوراء په ورځ پر ځان ظلم کول :

کله چې الله جل جلاله د څلورو مبارکو او احترام  وړمياشتو بيان وکړ؛ نو په همدغه آيت کې يې دې ټکي ته هم د خلکو پاملرنه را واړوله چې په دغو مياشتو او  ورځو کې د عبادت په پرېښودلو او نورو  غلطو کارونو  په کولو سره په خپلو ځانو ظلم مه کوئ او داسې يې وويل: (فَلاَ تَظْلِمُواْ فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ) ( سورة التوبة ، آيت ٣٦ ) ژباړه : په دغه مياشتو کې په خپلو ځانونو ظلم  مه کوئ .

په دغه ورځو کې پر ځان ظلم دا دى که څوک په دغو ورځو کې گناه وکړي او يا د گناه مجلسونو ته لاړ شئ يعنې  د غلطو کړو وړو څخه لاس په سر نه شي په بدعاتو او خرافاتو کې لاس او گرېوان شي او عبادت او نېکو کاروته شا وگرځوي، الله جل جلاله ته خو د هر څه علم و؛ ځکه يې له وړاندې دا خبر ورکړ چې په دغه شپو او ورځو کې به ځېنې خلک په خپلو ځانونو ډول ډول ظلمونه کوي.

د موسى ( عليه السلام ) خلاصون د عاشوراء په ورځ :

 کله  چې موسى عليه السلام د خپل قوم سره د فرعون او د هغه له لښکر څخه د درياب په لوري روان شو” نو د الله جل جلاله په حکم سره موسى عليه السلام خپله لکړه په درياب کې ووهله چې په پايله کې د هغوى لپاره په اوبو کې لارې جوړې شوې “خو کله چې فرعون او  لښکريانو يې کړه وړه وليدل؛ نو دوى هم په اوبو ورگډ شول همغه و چې اوبه د يوې او بلې خوا پرې راغلې ، فرعون د خپلو لښکريانو سره په اوبو کې ډوب شو.  دا د عاشوراء ورځ وه لکه چې په يو حديث کې راځي چې ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی:  ( ان رسول الله صلى الله عليه وسلم  قدم المدينة ، فوجد اليهود صياما ، يوم عاشوراء ، فقال لهم رسول الله صلى الله عليه وسلم : ما هذا اليوم الذي تصومونه ؟ فقالوا: هذا يوم عظيم ، انجى الله فيه موسى وقومه وغرق فرعون وقومه ،فصامه موسى شکرا ، فنحن نصومه ،فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : فنحن احق واولى بموسى منکم  فصامه رسول الله صلى الله عليه وسلم وامر بصيامه ) ( صحيح مسلم \٣\ ٥٣٣\ باب صوم يوم عاشوراء رقم حديث ٢٦٥٥\ مکتبة البشرى )  ژباړه : کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغى ؛ نو ويې ليدل چې يهوديانو د عاشوراء په ورځ روژه نيوله ، پوښتنه يې وکړه چې په دې ورځ ولې تاسو روژه نيسئ هغوى ورته وويل : چې دا يوه لويه ورځ ده ځکه په دغه ورځ الله جل جلاله موسى عليه السلام او د هغه قوم ته نجات ورکړ او فرعون له خپل لښکر سره غرق شو، موسى عليه السلام د الله جل جلاله د شکر ايستلو په موخه روژه ونيوله؛  نو ځکه يې موږ هم نيسو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : چې موږ موسى عليه السلام ته له تاسونه ډېر ور نږدې او حق داره يو او بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپله روژه ونيوله او نوروته يې د روژې نيولو حکم وکړ .

د عاشوراء ورځې د فضيلت لامل :

د دغې ورځې د حرمت او غوره والي لامل يوازې الله جل جلاله ته ښه معلوم دى او موږ ته د دې په اړه د څېړنو اړتيا هم  نشته چې ولې دا ورځ دومره د خير او برکت ورځ وگرځېدله اودا خبره چې په ځېنو نورو خلکو کې مشهوره ده چې  آدم عليه السلام د عاشوراء په ورځ دنيا ته راغى او دنوح عليه السلام کشتۍ چې د طوفان له ختمېدو وروسته په کومه ورځ د جودي په غره تم شوه،س هغه د عاشوراء ورځ وه يا ابراهيم عليه السلام  چې  د نمرود لخوا په اور کې واچول شو او بيا هغه اور الله جل جلاله د ده لپاره گل گلزارکړلو هغه د عاشوراء ورځ وه او يا داچې قيامت به دعاشوراء په ورځ منځ ته راځي دا ټولې هغه خبرې دي چې کوم اصل او بنسټ نه لري هيڅ يو صحيح روايت نشته چې دا خبرې ترې څرگندې شي چې دا پيښې د عاشوراء په ورځ را منځ ته شوې دي.

د عاشوراء په اړه د ځېنو خلکو غلطي :

ځېنې خلک دا فکر کوي چې د عاشوراء د ورځې فضيلت او غوره والى د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لمسي د شهادت له کبله دى ځکه چې په دې ورځ د رسول الله صلى الله عليه وسلم گران لمسى حسين رضي الله عنه شهيد شو او د همده د شهادت له کبله دا ورځ دومره مبارکه او غوره وگرځېده؛ خو دا خبره صحيح نه ده ،ځکه د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وخته دا ورځ په اسلام کې يوه مقدسه ، د احترام ، خير ، برکت ، ادب او فضيلت ورځ گڼل کېدله ، قرآن کريم او احاديثو ددې د حرمت او احترام اعلان کړ اود دې ورځې ځانگړي حکمونه يې بيان کړل  دحسين رضي الله عنه د شهادت پېښه؛ خو  د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وفات څخه نږدې شپېته کاله وروسته را منځ ته شوه، بلکې اصل خبره داده چې په دغه ورځ کې  د حسين رضي الله عنه د شهادت پېښه را منځته کېدل  دا دحسين رضي الله عنه د لا زيات  فضيلت لامل شوه، او همدغې  ورځې د حسين رضي الله عنه په فضيلت کې لازياتوالى راوستلو .

ليکنه: مولوي سيف الله ساعي

د (PDF) په بڼه يې له دې ځايه ښکته کړئ.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*