وروستي:

د لوى اختر او قربانۍ فضائل او مسائل- دويمه برخه

ليکنه: مفتي عبدالرؤف

اسلامي ياد 

پخوا به د خلکو رواج وو، چې د خپلو مشرانو د يادونو د ساتلو لپاره به يې وياړ څلې ، ياد څلي ، او يا د هغوى څېرې جوړولې ، دغه وياړ څلي او څېرې يقيناً تر ډېره وخته د وياړمنو خلکو يادونه ساتي خو د تل لپاره دغه څلي او وياړونه ژوندي نه پاتې کيږي ، نو له دې کبله اسلام د مخکينيو خلکو د رواجونو پر خلاف د حضرت ابراهيم عليه السلام د قربانۍ د ياد د تازه کولو او ساتلو لپاره پر مسلمانانو قرباني واجب کړه ، د قربانۍ په کولو سره يوازې دا نه چې د حضرت ابراهيم عليه السلام ياد را تازه کيږي ، بلکې دغه د مسلمانانو پر زړونو يوه اغېزه هم اچوي .

وياړ څلي او څېرې که هر څومره کلکې او ټينګې جوړې شي ، خو بيا هم د وخت په تېرېدو سره ختمې او يا د پېښو ښکار کيږي ، خو د حضرت ابراهيم عليه السلام ياد به د قيامت تر ورځې پورې ژوندى وي ، ځکه چې هغه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پر امتيانو واجب او په قران کريم کې خوندي شوى دى ، څرنګه چې د قران کريم هر امر د قيامت تر ورځې پورې جاري او پلى کيږي نو له دې کبله به هم د حضرت ابراهيم عليه السلام ياد د قيامت تر ورځې پورې ژوندى وي ، د حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني د دې ګواهي ورکوي که يو مسلمان خپل ټول مال اوکورنۍ د خداى جل جلاله په لاره کې لګښت کړي بيا هم د الله جل جلاله حق نه شي ورپوره کولاى.(1)

 حاجيان او غير حاجيان د قربانۍ په مسئله کې يو ډول دي 

هغه ابراهيمي سنت چې په ځانګړو ځايونو پورې اړه لري؛ لکه د درېيو جمرو وېشتل ، د صفا او مروا  تر منځ منډې ، او اووه طوافونه يوازې پر حاجيانو  واجب دي . او د قربانۍ حلالول پر ټولو مسلمانانو واجب ده ، د قربانۍ حلالول يوازې دا نه چې واجب ده بلکې د اسلام له نښو څخه هم ده ، لکه څرنګه چې الله جل جلاله په قران کريم کې فرمايلي دي : (وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُم مِّن شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ) (2)

ژباړه: او د قربانۍ اوښان مو ستاسو لپاره د الله جل جلاله  د دين له نښانو څخه ګرځولي تاسو ته په هغو کې ښېګڼه ده . (3)

 آيا قرباني اقتصادي زيان دى؟

کله چې انسان د الله جل جلاله څخه بې پروا او په انساني غوښتنو کې ډوب شي، نو ټول عبادتونه ورته خيال او رواج ښکاري ، نو له دې کبله قرباني يوه ستونزه او زيان بولي او يا وايي چې که د قربانۍ دغه پيسې چې پر حيواناتو لګول کيږي ، که د قوم او کليوالو په کارونو کې ولګول شي  ، نو دابه غوره واى . خو دا خبره هم اړينه ده چې د خلکو ستونزې هغه مهال حل کېداى شي چې د خلکو ژوند ارامه او اخلاق يې نيک شي ، له غلا ، چور ، چپاول ، چل او دوکو څخه ځانونه وژغوري لکه يو پوه انسان چې علميت او تربيې ته پر نورو اړتياوو غوروالى ورکوي ، خو ويلاى شو چې د انسانانو د اخلاقو د ښه والي لپاره د الله جل جلاله رضا او خوښي غوره نخسه ده ، د الله جل جلاله او د پېغمبر صلى الله عليه وسلم پيروي انسان په هر حال کې له بدو کارونو څخه راګرځوي او قرباني د دې ډول احساس په ځواکمنتيا کې ډېره اغېزه لري ، له دې کبله ويلاى شو چې د انسانانو برياليتوب په دې کې دى چې قرباني ښه په ذوق او شوق سره وکړي او نور خلک هم دې کار ته راوبلي ، نه دا چې قرباني ونه کړي او د قربانۍ په پيسو نفسي غوښتنې تر سره کړي .

لنډه دا چې د قربانۍ کولو اصلي موخه دا نه ده چې خلک غوښه وخوري ، ځکه چې قرباني يو شرعي امر او ابراهيمي يادګار دى ،

 الله جل جلاله په قران کريم کې د قربانۍ په اړه داسې فرمايلي دي :
لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلاَ دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ ( (4)

ژباړه:  الله جل جلاله ته يې نه غوښي رسيږي نه وينې ،مګر هغه ته خو ) يوازې ( ستاسو تقوا رسيږي .(5)

 د اختر او قربانۍ فضايل او مسايل

د اخترونو مشروعيت

عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ « مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ ». قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ  (6)

ژباړه: له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له مکې څخه مدينې ته راغى، د مدينې خلکو دوې ورځې خوشحالۍ کولې او په هغو کې به يې د لوبو تماشې کولې، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورڅخه وپوښتل د دې دوو ورځو حقيقت او حيثيت څه دى؟ هغوى عرض وکړ: موږ د جاهليت په زمانه کې همدا رواج درلود، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله جل جلاله تاسو ته د هغو دوو ورځو په بدل کې تر هغه غوره ورځې مقررې کړي دي، هغه د لوى او  كوچني اختر ورځي دي.

د ولسونو او ملتونو د خوشحالۍ ورځې په اصل کې د هغو د تاريخ او رواياتو ترجماني او د ملي مزاج هندارې وي، له همدې امله ښکاره خبره ده چې تر اسلام مخکې د جاهليت په دوره کې چې د مدينې خلکو کومې د خوشحالۍ ورځې لمانځلې،د جاهلي طبعيت او تخيل او د ناپوهۍ د رواياتو منعکس کوونکي وې، د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وينا کې صراحت دى چې الله جل جلاله هغه پخوانۍ د خوشحالۍ ورځې ختمې او پر ځاى يې د کوچني اختر او لوى اختر ورځې د دې امت لپاره د خوشحالۍ ورځې وټاکلې چې په توحيدي تخيل او تصوراتو او د ژوند له اصولو سره سم د تاريخ او رواياتو هنداري دي.

 د ذوالحجې د لومړيو لسو ورځو فضيلت

( عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهِنَّ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشْرِ فَقَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلَا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَلِكَ بِشَيْءٍ)(7)

ژباړه: له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ) څومره چې نېک اعمال الله جل جلاله ته په دې لسو ورځو کې محبوب دي په نورو ورځو کې ورته دومره محبوب نه دي(، صحابه وو وپوښتل: اى د الله رسوله! د الله جل جلاله په لار کې جهاد هم د دغه لسو ورځو د نېک عمل په پرتله الله جل جلاله ته محبوب نه دى؟، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: )د الله جل جلاله په لار کې جهاد هم د دغو ورځو د نېک عمل په شان الله جل جلاله ته محبوب نه دى، البته بې له هغه چا چې په ځان او مال سره د الله  جل جلاله په لارې کې ووځي، او بيا د هيڅ شي سره راستون نشي، يعنې ځان او مال ټول د الله جل جلاله په لار کې وښندي(

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : )د الله جل جلاله د عبادت لپاره غوره وخت د ذوالحجې لس ورځې دي ، په دې لس ورځو کې يوه ورځ روژه د يو کال روژې نيولو په اندازه او يوه شپه عبادت د قدر د شپې په اندازه ثواب لري ( (8)

الله جل جلاله په قران کريم کې په دې لسو ورځو قسم ياد  کړى دى ، او زياتره علماء په دې خبره په يوه خوله دي چې له دې لسو ورځو څخه همدغه د ذوالحجې لومړنۍ لسې ورځي مراد دي ، په ځانګړې توګه نهمه ورځ يعنې د عرفات ورځ او شپه د دې لسو شپو څخه غوره او منلې ده ، څوک چې په نهمه ورځ روژه ونيسي د يو تېر شوي کال او د بل راتلونکي کال ګناهونه يې بخښل کيږي . او همدارنګه د لوى اختر د شپې عبادت هم د الله جل جلاله په وړاندې ډېر ثواب لري .(9)

 د لوى اختر په ورځ تر ټولو غوره عمل

عَنْ عَائِشَةَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ :« مَا عَمِلَ آدَمِىٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ دَمٍ وَإِنَّهُ لَيَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِى فَرْثِهِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلاَفِهَا وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ اللَّهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ فِى الأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا » (10)

ژباړه: له عايشې رضي الله عنها څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: الله جل جلاله ته د لوى اختر د ورځې په عملونو کې تر قربانۍ زيات غوره بل عمل نشته د قيامت په ورځ به د قربانۍ څاروى له ښکرونو او وېښتانو سره )ژوندى( راشي، او د قربانۍ وينه مځکې ته تر رسېدو مخکې الله جل جلاله ته د قبول وړ ګرځي، نو اى د الله جل جلاله بنده ګانو د زړه له اخلاصه قرباني کوئ.

 د تشريق تکبيرونه

 اَللهُ اَکْبَرْ اَللهُ اَکْبَرْ –  لَااِلٰهَ اِلَا اللهُ وَاللهُ اَکْبَرْ اَللهُ اَکْبَرْ وَللهِ الحَمْدُ ( د ذوالحجې د نهمې ) عرفات ( ورځې له سهارڅخه تر ديارلسمې ورځې پورې د هر لمانځه څخه وروسته يو ځل دغه تکبيرونه ويل واجب دي ، که څوک په جمع لمونځ او که يې يوازې د نر او ښځې ټولو لپاره دغه حکم يو ډول دى .

تکبيرونه بايد له هر لمانځه وروسته په لوړ ږغ سره وويل شي ، که څوک يې په ټيټ ږغ وايي بايد هغه ته وويل شي چې په لوړ ږغ سره يې ووايه . (11)

 د لوى اختر د ورځې سنت کارونه

د لوى اختر د ورځې سنت کارونه په لاندې ډول دي :

  • سهار وختي له خوبه پاڅېدل .
  • غسل کول او مسواک وهل .
  • نوې او پاکې جامې اغوستل ، که څوک نوې جامې ونه لري خو پاکې بايد وي .
  • د عطرو لګول .
  • په وړوکي اخترکې دلمونځ څخه مخکې خوراک ، څښاک کول اوپه لوى اخترکې دلمانځه څخه وروسته خوراک او څښاک کول.
  • د اختر د لمانځه ځاى ) عيدګاه ( ته د تللو په وخت کې په لوړ ږغ سره تکبيرونه ويل .(12)

 

د اختر د لمانځه لپاره اذان او اقامت نشته

عن جابر بن سمرة قال صليت مع رسول الله صلى الله عليه وسلم العيدين غير مرة و لا مرتين بغير اذانٍ ولا اقامةٍ.(13)

له جابر بن سمرةرضي الله عنه څخه روايت دى چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يو يا دوه ځلې نه بلکې څو ځلې لمونځ کړى دى، تل پرته له اذان او اقامت څخه.

 د اختر د لمانځه ترتيب

د اختر لمونځ دووه رکعته دى او په هر رکعت کې درې ـ درې تکبيرونه اضافه دي ، په لومړي رکعت کې تکبيرونه د ثناء ( سُبْحَانَکَ اللٰهُمَ ) څخه وروسته او د فاتحې ( الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) څخه وړاندې ويل کيږي ، د اضافه تکبيرونو د ويلو پر مهال لاسونه غوږونو ته پورته کېږي )مقتديان دي هم لاسونه غوږونو ته پورته کړي( او بيا ځوړند پرېښودل کيږي .

د درې تکبيرونوويلوڅخه وروسته  امام فاتحه او بيا قرائت لولي…، او په دويم رکعت کې د فاتحې سورت او قرائت څخه وروسته درې ځله بياتکبيرونه ويل کيږي او د څلورم تکبير په ويلو سره رکوع ته کښته کيږي . (14)

 د اختر خطبه

که څه هم د اختر خطبه سنت ده، خو په پټه خوله يې اورېدل او ورته کېناستل واجب دي؛ که خطبه اورېدل کېږي او که نه اورېدل کېږي.(15)

 د اختر په ورځ نفلي لمونځ 

عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى يَوْمَ الْفِطْرِ رَكْعَتَيْنِ لَمْ يُصَلِّ قَبْلَهَا وَلَا بَعْدَهَا (16)

ژباړه: له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت  دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د کوچني اختر په ورځ دوه رکعته لمونځ کاوه تر هغه مخکې او وروسته به يې کوم نفل لمونځ نه کاوو.

د اختر تر لمانځه مخکې نفل کول مکروه دي که هغه په عيدګاه کې وي او که بل ځاى، خو د اختر تر لمانځه وروسته يوازې په عيدګاه کې نفل لمونځ مکروه دى په کور کې مکروه نه دى.(17)



(1) د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(2) د حج سورت 36 ايت .

(3) د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(4) د حج سورت 37 ايت .

(5)  د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(6)  ابوداؤد: باب صلاة العيدين، رقم الحديث 1136

(7)  سنن الترمذى: باب ما جاء فى العمل فى ايام العشر، رقم الحديث 757

(8) سنن الترمذى: باب ماجاء فى العمل فى ايام العشر، رقم الحديث 758.

(9)  د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(10)  تزمذى: ابواب الاضاحى، رقم الحديث 1493

(11) د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(12)  د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(13)  مسلم

(14)  د مفتي محمد شفيع  رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(15)  مسايل رفعت قاسمى 5/97

(16)  بخارى: باب الطيب للجمعة، رقم الحديث 964

(17)  مسايل رفعت قاسمى: 5/69

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*