محمدي اخلاق – څلورمه برخه
ليکنه: عبدالمحمد وردگ
د فرايضو په لور دعوت
بيهقي د جرير بن عبدالله (رضي الله عنه ) نه روايت کړى دى چې وويل : رسول الله (صلى الله عليه وسلم)يو شخص په ما پسې راوستلو کله چې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) حضور ته راورسېدم پوښتنه يې راڅخه وکړه او راته يې وويل :
اې جريره د څه لپاره راغلى يې ؟
ومې ويل : راغلى يم تر څو ستا پر مبارکو لاسو باندې ايمان راوړم .
جرير وايي : رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پر ما باندې جامه يا چپنه واچوله وروسته يې خپل مخ د خپلو اصحابو لوري ته واړولو او وفرمايل : (( هر کله چې د يوه قوم مشر تاسو ته راغى د هغه عزت او درناوى وکړئ )) بيايې وويل (( اې جريره زه تا ددې شهادت ورکولو لوري ته رابولم چې ووايي بې له واحد الله (جل جلاله ) نه بل الله نشته او زه د الله (جل جلاله) استازى يم او تا دېته رابولم چې په الله (جل جلاله ) د آخرت په ورځ او د خير او شر په اندازه ايمان راوړې ، فرضي لمنځونه پځاى کړې او فرض شوى زکات اداء کړې )) مادغه ټول سرته ورسول . وروسته لدېنه هر کله به چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) زه ليدم راته موسکل به يې([1] ) .
همدارنګه بخاري د عبدالله ابن عباس (رضي الله عنه) نه روايت کړى دى چې وويل : رسول الله (صلى الله عليه وسلم) کله چې معاذ بن جبل( رضي الله عنه) د يمن په لوري واستولو ورته وويل : ته دداسې قوم په لوري وردورومې چې اهل کتاب دي کله چې هلته ورسېدې هغوى دېته راوبوله چې د الله (جل جلاله ) په يووالي شهادت ورکړي او پدې شهادت ورکړي چې محمد (صلى الله عليه وسلم) د الله (جل جلاله) بنده او استازى دى . کــه چېرې هغوى له تانه اطاعت وکړ او دغه خبره يې ومنله بيا نو دوى ته خبر ورکړه چې الله (جل جلاله)پر دوى باندې د يوې شپې او ورځې په ترڅ کې پنځه وخته لمنځونه فرض کړيدي . که هغوى ستا دا خبره هم ومنله او اطاعت يې وکړ بيا دوى ته پدې باندې خبر ورکړه چې الله (جل جلاله)پر دوى باندې صدقه (زکات ) فرض کړې ده چې له بډايانو څخه يې اخيستل کېږي او بېوزلانو ته يې ورکول کېږي که چېرې هغوى ستا دا خبره هم ومنله او اطاعت يې وکړ بيا نو د هغوى د غوره مال اخيستلو نه ډډه وکړه . او د مظلوم ددعا څخه وويرېږه ځکه د مظلوم د لاس پورته کولو او د الله (جل جلاله)تر منځ پرده او حجاب نشته( 1 ).
درسونه
١-کله چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) خپل تره ابوطالب ته وويل : اکاجانه زه له دوى نه ( له مشرکانو څخه ) د يوې کلمې ويل غواړم چې د هغو په ويلو او اقرار سره به ټول عرب دوى ته سر کېږدي او عجم به جزيه ورکړي . مشرکان ددې خبرې له اورېدو نه هک پک حيران شول او وې ويل : يوه کلمه ؟ هغه کومه کلمه ده رسول الله (صلى الله عليه وسلم)په ځواب کې ورته ويل : (( لا اله الا الله )) ددې خبرې په اورېدو سره ( چې بشپړ مضمون يې مخکې تېر شو ) د انسان په فکر کې دا ګرځي چې څرنګه ددې کلمې په ويلو سره رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د هغې زمانې او وخت د قريشو مشرکينو ته د ګردو عربو او عجمو د تسليمۍ او اطاعت ژمنه ورکوله حال دا چې په اوسنۍ نړۍ کې څه دپاسه يو ميليارد انسانان دا کلمه وايي سربېره پردې چې څوک اطاعت ورڅخه نکوي بلکې په خپل هېواد کې په بېلابېلو نومونو ټکول کېږي ان د کفري نړۍ استخباراتي شبکې پوره حکومت پرې چلوي . لامل يې څه دى هغه بايد روښانه شي اولاً مؤمن انسان بايد پدې باندې پوه شي چې د (( لا اله الا الله ) له ويلو نه موخه يوازې ددې څو حروفو حفظول او په ژبه راوړل ندي بلکې دا کلمه ځانته يو لړ شرايط لري هر کله چې مومن انسان ددې کلمې شرايط په پوره ډول عملي کړي دلته دي چې الله (جل جلاله) بيا هغه ته وعده ورکړل شوى قدرت او صلاحيت په ځمکه کې ورکوي .
لمــــړى شرط : هر راز باطل معبودان له تيږي نه نيولې تــــر مستبد انسان پورې چې ځان يې په پوهه يا ناپوهۍ الله ګرځولى دى نفې کول او وحدانيت يوازې د الله (جل جلاله)لپاره اثباتول ځکه د شرک نه پېژندل ددې کلمې له ويلو سره منافـات لري .
فَاعْلَمْ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ )محمد: ١٩)
(( ښه وپوهېږه چې له الله نه پرته هېڅوک د عبادت وړ نشته ))
شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (عمران: ١٨)
(( الله خپله ددې خبرې شاهدي ويلې ده چې له هغه نه پرته بل هېڅ الله نشته پرښتې او ټول اهل علم په ريښتني او منصفانه توګه يې شاهدان دي چې له هغه زورور باحکمته څخه پرته په واقع کې بل الله نشته ))
بخاري د عثمان (رضي الله عنه) نه روايت کړى دى چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم)وفرمايل : هر هغه څوک چې پداسې حال کې مړ شي چې پدې باندې پوره علم او پوهاوى ولري چې بې له واحد الله (جل جلاله) نه بل بر حقه الله نشته جنت ته داخلېدل يې حتمي دي (1 ) .
دويم شرط : ددې کلمې ويونکى بايد ددې کلمې په ټولو مدلولاتو پوره يقين ولري ، ځکه ايمان په علم اليقين باندې بناء دى نه په علم ظن .
درېيم شرط : ددې کلمې د غوښتنو منل په زړه او ژبه باندې او اوامرو ته يې غاړه ايښودل ([2]).
وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا ([3])
(( راوګرځئ د خپل رب خواته اوامر منونکي شئ ))
وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لله وَهُوَ مُحْسِنٌ ([4])
(( له هغه چانه د بل چا د ژوند لاره غوره کېداى شي چې هغه د الله (ج)په وړاندې د بندګۍ سرښکته کړ او په نيکو کارۍ يې لاس پورکړ ))
وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ ([5])
(( هـــر څوک چې ځان الله ته وسپاري او نيکو کاره وي هغه په واقع کې يوه د اعتماد وړ اسره ونيوله )).
فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا ([6])
(( ستا په رب قسم چې دوى هېڅکله مومنان نشي کېداى تر څو چې دوى پخپل منځي شخړو کې تا فيصله کوونکى ونه مني بيا چې ته څه فيصله وکړې پر هغې باندې پخپلو زړونو کې هم څه تنګي احساس نکړي بلکې له سره تر پايه يې ومني )) .
څلورم شرط : ددې کلمې په وړاندې صدق درلودل . ابن قيم جوزي (رح)پدې اړه وايي : د (( لا اله الا الله )) په وړاندې صداقت درلودل د اسلامي شريعت په ټولو چارو اقرار درلودل دي چې هغه ددې کلمې د تفصيل او شرحې څخه عبارت دي ([7]) .
يعنې هغه څوک چې په ژبه باندې ((لا اله الا الله)) ووايي وروسته بيا د شيطان او يا د خپل نفس لاروي کوي دغسې انسان د الله (جل جلاله)په معصيت کې قرار لري او د (( لا اله الا الله )) د اقرار پر وړاندې دروغجن دى او ددې کلمې غوښتنې يې نقض کړېدي حال دا چې الله (جل جلاله) موږ د شيطان او نفس د غوښتنو له لاروى څخه منع کړي يو .
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ([8])
(( اې مومنانو ! تاسې په هر اړخيز ډول په اسلام کې ننوځئ او د شيطان لاروي مه کوئ ځکه هغه ستاسې ښکاره دښمن دى )).
وَلاَ تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ([9])
(( د نفسي غوښتنې لاروي مه کوه چې هغه به تا د الله له لارې نه واړوي )).
پنځم شرط : اخلاص د ى چې دمومن انسان نيت د شرک له ټولو ازغيو څخه صاف او سپېڅلى ګرځوي .
أَلاَ لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ ([10])
(( خبر دار دين خالص د الله حق دى )) .
وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء ( ([11])
(( هغو ته پرته لدې بل هېڅ حکم نه ؤ ورکړاى شوى چې د الله (ج)بندګي وکړي خپل دين د هغه لپاره خالص او سوچې وګرځوي )) .
شپږم شرط : ددې کلمې په نسبت محبت درلودل ، د محبت نښه داده چې د الله (جل جلاله) لپاره دوستي او دښمني وکړي .
اوم شرط : ددې کلمې د اخلاقي ، فرهنګي ، عقيدتي ، ايماني سياسي ، اقتصادي اونورو غوښتنو عامل ګرځېدل او شروط يې په پام کې نيول دي . لنډه دا کله چې ددې کلمې حقيقت او شروط تحقق ومومي پدې وخت کې دي چې الله (جل جلاله) بيا ددې کلمې ويونکي ته په ځمکه کې قدرت او په دښمن باندې برۍ ورکوي .
[1] _ الحافظ ابي الفداء اسماعيل ابن کثير الد مشقي ( متوفاى ٧٧٤ ) البدايے والنهايے چاپ ځاى ( دار الريان للتراث مصر ) د چاپ کال ( ١٤٠٥ هـ س ) لومړى چاپ پنځم ټوک ٧٨ مخ ، بيهقي ٨\١٦٨.
1_ امام الحافظ ابي عبدالله محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن المغيره بن بردزيه البخاري( رح) ( ١٩٤- ٢٠٦ هـ س ) ( صحيح البخاري ) چاپځاى دارالفکر [ بيروت لبنان ] د چاپ کال (١٤١١) هجرى سپوږميز ( لومړى چاپ ) (٤٣٤٧ ) شمېره حديث .
امام الحافظ ابي الحسين بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري( رح ) ٢٠٦ – ٢٦١ هـ س ) ( صحيح المسلم ) چاپځاى ( داراحياء التراث العربي ) د ډاکټر محمد فواد عبدالباقي په تحقيق د چاپ کال ١٩٧٢ زيږديز ( بيروت لبنان ) دويم چاپ (١٩) او البدايه [٥/ ١٠٠ ].
1_ بخاري کتاب جنايز ١٠٩
[2] _ د لا اله الا الله د غوښتنو په هکله استاد محمد قطب يو ډېر په زړه پورې کتاب د (لا اله الا الله عقيدے شريعے و منهاج حياے) تر عنوان لاندې ليکلى دى او ددې رسالې د مؤلف په قلم پښتو ته اړول شوى دزيات معلومات لپاره نوموړي کتاب ته مراجعه وکړئ..
[3]– الزمر: ٥٤
[4]– النساء: ١٢٥
[5] – لقمان: ٢٢
[6] النساء: ٦٥
[7]_ محمد بن ابي بکر بن قيم الجوزي [ التبيان فى اقسام القرآن ] چاپ ځاى دارالقلم (بيروت -لبنان ) ٤٣٤ مخ
[8]– البقرة: ٢٠٨
[9] – ص: ٢٦
[10]– الزمر: ٣
[11]-البينة: ٥