وروستي:

بيع (راکړه ورکړه ) – لومړۍ برخه

ليکنه: مولوي سيف الله ساعي

بيع (راکړه ورکړه )

د نړۍ له پيل نه دانسانانو تر منځ د راکړې ورکړې لړۍ را روانه ده او دا به تر قيامت پورې همداسې روانه وي ځکه  انسانان خپلې اړتياوې د همدې لارې له يو بل څخه پوره کوي او اسلام چې يو فطري دين دی نوراکړه ورکړه يې هم د انسانانو اړتياو ته په کتو سره روا او خپل پيروان يې د دې څخه د حلالې روزۍ پيدا کولو ته وهڅول او ناروا لارو څخه يې د ډډه کولو حکم ورته وکړ لکه الله جل جلاله وايي : واحل الله البيع وحرم الربوا (البقرة 275 )

ژباړه : الله جل جلاله بیه حلاله کړې ده او سود يې ناروا کړی دی . او همدا رنګه په بل ځای کې وايي : يأيها الذين امنوا لاتأكلوا أموالكم بينكم بالباطل إلا أن تكون تجارة عن تراض منكم ( النساء 29)

ژباړه : ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ !خپلې شتمنۍ په ناحقه يو له بله مه خورئ خو که د خپلې خوښې تجارت وي ( بيا پروانه کوي ).

او په بل ځای کې الله جل جلاله وايي : فإذاقضيت الصلاة فانتشروا في الارض وابتغوا من فضل الله ( الجمعة 10)

ژباړه : کله چې د جمعې لمونځ وشي نو خپاره شئ په ځمکه کې او د الله جل جلاله روزي ولټوئ .

معنا دا چې د الله جل جلاله ياد مو پر ځای کړ اوس کولای شئ د روزي په لټه کې او خپلو اړتياو دپوره کولو په موخه په ځمکه کې خپاره شئ دا حکم واجب اولازم نه دی بلکې لدې څخه يوازې د روزي ګټلو،دښه ژوند د لټولو او خپلو اړتياو دپوره کولو لپاره هڅې کول او يوه خوا بله خوا د وتلو رواوالی معلوميږي خو دا هر څه بايد د الله ‘ د حکم لپاره خنډ جوړ نه شي او په دې کې د اسلام د لومړنيو پيروانو په قدم قدم کېږدو او دهغوی لار خپله کړو د کومو صفت چې الله جل جلاله په خپل کتاب کې بيان کړی الله جل جلاله د هغوی په اړه وايي : (رجال لاتلهیهم تجارة ولابيع عن ذكر الله ) وقال قتادة كان القوم يتبايعون ويتجرون ولكنهم إذانابهم حق من حقوق الله لم تلههم تجارة ولابيع عن ذكر الله حتى يؤدوه إلى الله. [1]

ژباړه : دا داسې خلک دي چې سوداګري او راکړه ورکړه هغوی د الله له ياد نه غافله کوي او قتاده وايي : دا يو قوم و چې په خپلو کې به يې راکړې ورکړې او سوداګرۍ کولې خو کله به چې د الله له حقوقو څخه يو حق مخ ته راغی نو سوداګرۍ او راکړې ورکړې به هغوی دالله له ياد څخه نه ايستل آن تردې چې هغه به يې اداکوی .

او کله چې مسلمان په خپل ورځني ژوند کې د الله جل جلاله حکمونو ته په بشپړه توګه پاملرنه کوي نو بيا د هغه سوداګري او راکړه ورکړه هم دالله جل جلاله د خوښۍ او خوشحالۍ لامل جوړيږي .

د خپل لاس ګټه تر ټولو غوره  ده

رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل لاس د ګټې په اړه وايي : عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ما أكل أحد طعاما قط خيرا من أن يأكل من عمل يده وإن نبي الله داود كان يأكل من عمل يده [2]

ژباړه : له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دی وايي : چې تر ټولو غوره خواړه هغه دي چې يوچا په خپل لاس ګټلي وي داود علیه السلام به د خپل لاسه ګټه خوړله .

 معنا دا چې کار او کسب کومه د عيب يا بده خبر نه ده بلکې دا يو سپېڅلی کار دی او د خپل لاس ګټه تر ټولو غوره ګټه ، بې احسانه او دغيرت ډکه ګټه ده او همدا رنګه په بل حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي : عن أبي هريرة يقول قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : لأن يحتطب أحدكم حزمة على ظهره خير له من أن يسأل أحدا فيعطيه أو يمنعه [3]

ژباړه : له ابوهریره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل يو له تاسو څخه که د لرګيو پنډه په شا راوړي دا د هغه لپاره غوره ده تر دې چې له بل چا څخه څه وغواړي هغه يې ورکړي يا يې ورنه کړي .

او همدارنګه د حلالې روزي ګټلو ته په حديث کې فریضه ويل شوې ده لکه چې په حديث کې راځي : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم طلب كسب الحلال فريضة بعد الفريضة (رواه البيهقي) [4]

ژباړه : رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي : د حلالې روزي پيدا کول له يوې فريضې څخه وروسته بله فريضه ده .معنا دا چې له لمانځه ، روژې ، زکوة او حج وروسته د حلالې روزي ګټل هم يوه مهمه فريضه ده ځکه چې هر مسلمان ته د حلالو خوړو حکم شوی او له حرامو څخه دډډه کولو حکم  شوی لکه په حديث کې راځي : عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن الله طيب لايقبل إلا طيبا, وإن الله أمر المؤمنين , بما أمر المرسلين فقال : ( يا أيها الرسل كلوا من الطيبات واعملوا صالحا) وقال : ( يا أيها الذين امنوا كلوا من طيبات ما رزقناكم ) [5]

ژباړه : له ابوهریره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : الله جل جلاله پاک دی او يوازې پاک شی قبلوي او الله جل جلاله مومنانوته د هغه څه حکم کړی د کوم شي حکم يې چې رسولانو ته کړی الله جل جلاله رسولانو ته ويلي : ای رسولانو حلال او پاک وخورئ او نېک کړه تر سره کړئ او مومنانو ته يې هم ويلي ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی وخورئ له هغو پاکو شيانو څخه کوم چې موږ تاسوته په رزق درکړي .

دا چې په خپل لاس ګټلې روزي ترټولو غوره روزي ده او اسلام خپل پيروان د ېته هڅولي چې په خپل لاس ځان ، اولاد او ټولوهغو کسانو ته روزي پيدا کړي د کوموکسانو نفقه او لګښت چې د هغوی پرغاړه دی ځکه خو ابوبکر رضي الله عنه د مسلمانانو تر خليفه جوړېدو وړاندې په بازار کې شی پلورل اوپېرل او په دې به يې چې کومه ګټه تر لاسه کوله په هغو به يې کور اهل او اولاد ساتلو خو د خلفيه جوړېدو وروسته چې د مسلمانانو په چارو کې سخت بوخت شو نو د خپل ځان لپاره يې د بيت المال څخه دومره تنخوا وټاکله چې د ده او کور لپاره يې بسنه کوله لکه په حديث کې راځي :  عن عائشة قالت : لما استخلف أبوبكر الصديق قال لقد علم قومي أن حرفتي لم تكن تعجز عن مؤونة أهلي وشغلت بأمرالمسلمين فسيأكل ال أبي بكر من هذا المال ویحترف للمسلمين فيه [6]

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : کله چې ابوبکر صديق رضي الله عنه د مسلمانانو خليفه وټاکل شو نو وې ويل : زما قوم ښه پوهيږي چې زما د راکړې ورکړې ګټه زما د کور د ټولولګښتونو لپاره بسنه کوله خو اوس زه د مسلمانانو په چارو کې بوخت شوم نو دابوبکر کورنۍ به د بيت المال څخه خپل لګښتونه اخلي اوهغه به د مسلمانانو د ګټو لپاره کار کوي .

لدې ټولو آیتونو او حديثونو څخه دا خبره څرګنده شوه چې دسودا ګرۍ او راکړې ورکړې څخه لاسته راغلې ګټه  تر ټولو غوره ګټه ده او مسلمانان يې دېته هڅولي دي چې بل چاته تر لاس غځولو ښه داده چې په خپله کار وکړي،سوداګري او راکړه ورکړه وکړي نو دلته به د راکړې ورکړې ( بيې ) څو ډولونه بيان کړو .

د راکړې ورکړې ډولونه

 راکړه ورکړه (بيه) د بېلابېلو اړخونو له پلوه يو شمېر ډولونه لري .

راکړه ورکړه د جنس (مبيعې) له پلوه څلور ډولونه لري .

۱- بيع مطلق : مطلق راکړه ورکړه دا هغه ډول راکړه ورکړه ده چې د روپيو په بدل کې یو مال ،سامان او  شی واخيستل شي دېته مطلق راکړه ورکړه ځکه وايي چې دا ډېره اوعامه ده او خلک تر ډېره بريده همدغه ډول راکړه ورکړه په خپلو منځوکې ترسره کوي او خپلې اړتياوې د همدې په مرسته پوره کوي .

۲-   بيع مقايضه : مقايضه راکړه ورکړه هغه ده چې يو مال په بل مال ورکړل شي لکه غنم په وربشو يا داسې نور .

۳- بيع صرف : صرف راکړه ورکړه هغه ته وايي چې پيسې په پيسو سره بدلې کړل شي او په دې ډول راکړه ورکړه کې د دواړو لوريو څخه يوبل ته د پيسو سپارل د راکړې ورکړې په مجلس کې اړين دي که يو لوری پيسې تر لاسه کړي خو بل لوری بيا ورسته پيسې تر لاسه کوي نودا روانه دي .

۴- بيع سلم : دا هغه ډول راکړه ورکړه ده چې پيسې اوس ورکړل شي خو مال بيا وروسته تر لاسه کيږي دا ډول راکړه ورکړه هم روا ده لکه الله جل جلاله وايي : يا أيها الذين امنوا إذا تداينتم بدين إلى أجل مسمى فاكتبوه ( البقرة 282 )

ژباړه : ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ ! کله چې مو تر يوې ټاکلې نېټې پورې معامله وکړه نو هغه وليکئ .

او په حديث کې راځي : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم نهى عن بيع ماليس عند الإنسان, ورخص في السلم (نصب الرايه)

ژباړه : رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه شي له پلورلو څخه منع کړې چې دانسان سره نه وي او دسلم راکړې ورکړې اجازه يې ورکړه .

معنا دا چې کوم شی د انسان سره نه وي لکه د هوا مرغه ، د اوبو ماهی او داسې نور دهغو شيانو راکړه ورکړه نه کيږي خو سلم هم داسې يوه راکړه ورکړه ده چې شی دانسان سره اوس نه وی بيا هم د هغه پر سر راکړه ورکړه کيږي پیسې يې اوس سپارل کيږي او جنس بيا وروسته تر لاسه کيږي نو دا هم بايد روا نه وی د حديث د لومړنۍ برخې له پلوه خو د حديث په وروستۍ برخه کې يې د سلم  راکړې ورکړې اجازه ورکړه اودا يې د هغه عامو اصولو څخه وايستله خو بيا هم د سلم راکړې ورکړې د رواوالي لپاره څوشرطونه دي تر څو هغه نه وي پلي شوي تر هغه وخته دا راکړه ورکړه نه صحيح کيږي چې هغه په لاندې ډول دي :

۱- جنس معلوم وي لکه غنم ،وربشې  او داسې نور .که چېرې جنس نه وي معلوم بيا دسلم راکړه ورکړه روا نه ده .

۲- نوع معلومه وي چې کوم ډول غنم دي غونډ وږي دي ، باري دي او که للمي دي که دا نه و معلوم بيا نه ده روا .

۳- صفت يې معلوم وي چې ښه غنم دي که بېکاره که صفت يې معلوم نه وي بيا نه صحيح کيږي .

۴- اندازه يې معلومه وي چې څومره غنم دې وي که اندازه يې معلومه نه وه بيا دا راکړه ورکړه نه صحيح کيږي .

۵- د جنس د سپارلو وخت به معلوم وي چې څومره موده وروسته او په کومه نېټه به سپارل کيږي .

۶- د پيسو اندازه به هم معلومه وي چې څومره پيسې يې کيږي .

۷- که چېرې جنس داسې وي چې په وړلو يې لکښت راځي نو دسپارلو ځای يې هم بايد معلوم وي ځکه په دې کې د يو لوري توان کيږي .

 په دوو وروستيو شرطونو کې د امام ابوحنيفه رحمه الله او صاحبينو تر منځ اختلاف دی امام ابوحنيفه يې اړين بولي صاحبين دا دوه وروستي شرطونه اړين نه بولي هغوی دواړه دشپږم شرط په اړه وايي چې که د پيسو لوري ته اشاره وشي او ورښودل شي چې په دغو پیسو به ماته دومره موده وروسته فلانی شی راکوې هم دا راکړه ورکړه روا او سمه ده د اندازې معلومولو ته يې اړتيا نشته همدا رنګه د اووم شرط په اړه وايي چې د راکړې ورکړې تړون چې په کوم ځای کې وشي هملته به جنس سپارل کيږي نوردځای  معلومولو ته يې اړتيا نشته .

 د راکړې ورکړې دويم وېش

راکړه ورکړه د ثمن له پلوه هم په څلور ډوله ده :

۱- بيع مساومه : مساومه هغه راکړې ورکړې ته ويل کيږي چې د شي په پلورلو کې پرته دهغه له اصلي ارزښت يادلو څخه نوموړی شی په ګټه يا زيان وپلورل شي . معنا داچې د لوړمني ارزښت او قيمت يادونه پکې ونه شي چې په دومره مې اخېستی دی .

۲- بيع مرابحه : مرابحه هغه راکړې ورکړې ته ويل کيږي چې د شي لومړنی ارزښت پکې ياد شي او بيا په هغه باندې يوه اندازه ګټه وغوښتل شي لکه يوشی په سل روپۍ اخيستی وي په يونيم سل يې ورکړي .

۳- بيع تولیه : توليه هغه راکړې ورکړې ته ويل کيږي چې د لومړني ارزښت په يادولو سره بېرته بل چا په همغه ارزښت شی ورکړل شي .

۴- بيع وضيعه : وضيعه هغه راکړې ورکړې ته ويل کيږي چې د اصلي ارزښت له يادولو وروسته له هغه څخه په کم ارزښت بل چا ته شی ورکړل شي .



[1] / صحیح البخاری ۱/ ۵۴۸.

[2] / البخاري / 1/ 551/ رقم 2072.

[3] / وفيه أيضا رقم 2074.

[4] / مشكوة رقم 2781.

[5] / وفيه أيضا رقم 2761.

[6] / البخاري 1/551/رقم 2070/

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*