وروستي:

د حج او عمرې لنډ لارښود – دويمه برخه

د حج فرضونه

دحج درې فرضونه دي: ([1])

۱. احرام .

یعنې له زړه دحج نیت کولو سره تلبیه ویل یا د حرم لوري ته څاروی (هدي) بېول .

۲. دعرفې په ورځ دعرفات په میدان کې دیوې ګړۍ لپاره  درېدل.

یادونه : د عرفات په میدان کې د  درېدلو وخت  د ذوالحجې دنهمې ورځې دلمر له زوال (دسیوري دماتېدو) څخه نیولې د لسم ذوالحجې د لسمې ورځ ترسهارسپېدو پورې دی.([2])

۳. طواف زیارت کول (چې فرضي طواف/ طواف افاضه /دقرباني دورځې طواف/رکني طواف) هم ورته  ویل کېږي .

دطواف زیارت وخت : دویښتانو له خریولو یا کمولو وروسته د ذوالحجې د لسمې دسهار سپېدو څخه د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدو پورې دی .([3])

د حج د فرضونو حکم

د حج له فرضونو څخه که یو فرض  هم پاتې شي؛ نو حج سهي نه دی او جبران یې په قرباني ورکولو(دم) هم نه راګرځي.([4])

مسئله: له احرام   وروسته او عرفات کې له دریدلو مخکې کوروالی نه کول پخپله واجب خو د فرضو په حکم کې دي.([5])

د حج رکنونه

دحج رکنونه دوه دي.

۱. عرفات میدان کې درېدل.

۲. طواف زیارت  کول. ([6])

د حج د رکنونو حکم

که دحج کوم رکن پاتې  یا پرېښودل شي، حج سهي نه دی خو دحج کړنې به ترسره کوي او د همدې حج بیا را ګرځول پرې فرض دي.([7])

د حج سبب

دحج سبب بیت الله (کعبه) ده، ځکه چې حج کعبې ته منسوبیږي.([8])

د حج واجبات

د حج خپل واجبات شپږ دي.

۱. مزدلفه کې درېدل .

 ۲. د صفا او مروه  تر منځ سعي کول .

۳.  دجمراتو ویشتل .

 ۴.  قِران او تمتع حج کوونکي لپاره قرباني کول .

۵. دسر ویښتان خریېل یا کمول (حلق یاقصر) .

۶. طواف وداع، دهغه چا لپاره چې له میقاتونو هاخوا اوسیږي.([9])

يادونه : دحج اصلي واجبات شپږ دي په دې برسېره دحج دځینو کړنو واجبات هم شته،  لکه داحرام، طواف، سعي او د داسې نورو کړنو واجبات .([10])

مسئله: دفرضونو تر منځ  ترتیب او هر فرض په ټاکل شوي ځای او وخت کې ترسره کول هم واجب دي .([11])

د حج د واجباتو حکم

که د حج کوم واجب په لوی لاس یا سهوا پاتې شي؛ نو حج یې سهي دی؛ البته دکمي پوره کولو په موخه قرباني (دم) پرې لازمېږي؛ خو که واجب د کوم شرعي عذر له امله پرېښودل شي، بیا پرې دم نه لازمیږي.([12])

د دم  او دشرعي عذورونو مسئلې به انشاء الله  په وروستۍ برخه کې څېړو.

د حج سنتونه

۱.  افراد افاقي حج کوونکي  او قارن لپاره طواف قدوم کول .

۲.  طواف قدوم  کې رمل کول،  او که طواف قدوم کې رمل ونه کړي بیا به يې طواف زیارت یا طواف وداع کې کوي .

۳.  د امام لخوا درې خطبې لوستل، لومړۍ خطبه مکه مکرمه کې د ذالحجې په اوومه، دويمه دعرفات په میدان مسجد نمره  کې دذوالحجې په نهمه، د لمونځونو له جمع کولو نه مخکې، او درېمه د ذوالحجې په لسمه په منی کې.

۴.  د ذوالحجې نهمه شپه په منی کې تېرول .

۵.  دذوالحجې د نهمې له لمر ختلو وروسته عرفات ته تلل .

۶. له امام  وروسته له منی څخه عرفات ته  تلل.

۷.  عرفات کې غسل کول .

۸. عرفات نه وروسته په مزدلفه کې شپه تېرول .

۹.  د منی د ورځو شپې په منی کې تېرول .

۱۰.  منی نه دستنېدو پرمهال “محصب” ناو کې دیوې ګړۍ لپاره تمېدل.([13])

يادونه : دا د حج سنتونه دي، له دې نه علاوه دحج نورې کړنې خپل سنتونه هم لري ، لکه : دطواف،سعي یا په عرفات کې د ودرېدلو سنتونه.([14])

د حج د سنتونو حکم

د حج د سنتونو ادا کول د ثواب لامل دي، او په لوی لاس یې پرېښودل  ګناه ده؛ خو په پرېښودلو یې نه حج فاسدیږي او نه  دم لازمېږي.([15])

د حج مستحبات او آداب

۱. زیاته تلبیه لوستل .

 ۲.  زیاته نفلي قرباني کول .

۳. که افاقي وي مکې ته دننوتلو لپاره غسل کول .

۴.  مزدلفه کې د درېدلو لپاره غسل کول .

۵.  عرفات کې “جبل رحمت” غونډۍ ته نژدې درېدل .

۶.  په عرفات کې دوه لمونځونه (ماسپښين او مازديګر) د ماسپښین په وخت کې جمع کول .

۷.  په عرفات کې د درېدلو پرمهال زیاتې دعاوې کول .

۸.  په عرفات کې امام ته نژدې درېدل.

 ۹. داختر په سهار “مشعرالحرام” ته نژدې درېدل .

۱۰.  د اختر دورځې (ذوالحجې دلسمې) دسهار لمونځ په مشعر الحرام کې په تیاره کې اداکول .

۱۱.  داختر په ورځ (ذوالحجې  لسمه) دلمرختلو وروسته سمدلاسه جمرات ویشتل .

۱۲.  د اختر په ورځ (ذوالحجې  لسمه) طواف زیارت ترسره کول .

۱۳.  زیات اذکار لوستل .

 ۱۴.  په مسجدحرام کې دلمونځونو د ادا کولو هڅه کول .([16])

يادونه : له دې پرته دحج نور مستحبات او آداب دي چې وړاندې به يې ځای ځای یادونه کیږي .

د حج د مستحباتو حکم

د حج مستحبات ترسره کول  دزیات ثواب لامل دی او پرېښودل یې ګناه نه لري.([17])

د حج مفسدات

حج په يو شي فاسديږی، له احرام تړلو وروسته او په عرفه کې له درېدلو  مخکې کوروالی کول .([18])

د حج د مفسداتو حکم

که په عرفات کې له  درېدلو مخکې کوروالي کولو سره حج فاسد شي؛ نو دحج ټولې کړنې به ترسره کوي او راتلونکی کال به د همدې حج قضا راګرځوي.([19])

د حج باطلوونکي

دحج باطلوونکی یو دی، ارتداد (له اسلام څخه اووښتل).([20])

د حج د باطلوونکو حکم

ارتداد احرام له منځه وړي او حج باطلوي چې ترې وروسته به نه دحج کړنې ترسره کوي او نه به يې قضا  راګرځوي، او که یو حج یا څو حجونه یې کړي وي، د ارتداد له کبله ټول له منځه ځي او که بیا اسلام ومني؛ نو د وجوب د شرطونو له پلي کېدلو وروسته به بیا  حج کوي.([21])

د حج مکروهات

دحج مکروهات ډېر زیات دي چې ځینې به یې دلته بیان کړو او نور به په خپل خپل ځای بیانیږي .

۱. له زوال  مخکې په عرفات کې خطبې لوستل . ۲. په عرفات کې دلمونځونو جمع کولو  وروسته په عرفات کې درېدل ځنډول. ۳. له امام وړاندې  عرفات څخه وتل . ۴. له عرفات څخه دامام له وتلو نه وروسته په ځنډ وتل. ۵. په ویشتل شویو ګيټیو جمرات ویشتل . ۶. دجومات په ګيټیو جمرات ویشتل . ۷. په لویو ګیټیو جمرات ویشتل . ۸. یوازې دسر دڅلورمې برخې ويښتان خرېیل . ۹. دعرفې شپه له منی پرته په بل ځای کې تېرول . ۱۰. دجمراتو شپې له منی پرته په بل ځای کې تېرول. ([22])

قاعده : دواجب پرېښودل مکروه تحریمي او سنت مؤکدة پرېښودل مکروه تنزیهي دي.([23])

د مکروهاتو حکم

دحج دهغه کړنې په ثواب کې کمښت راځي چې مکره پکې ترسره شوی وي، خو په ترسره کولو یې دم یا صدقه نه واجبیږي.([24])

د حج ممنوعات

دحج ممنوعات داحرام ممنوعات دي چې په احرام کې به تفصیلا بیان شي.


[1] -شامي ۲/۱۶۰

[2] -البحرالرائق۲/۵۳۷

[3] -پورتنی مرجع

[4] -ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۹۴

[5] – ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۹۴

[6] – شامي۲/۱۶۰

[7] -البحرالرائق۲/۵۳۸

[8] -پورتنۍ مرجع

[9] -شامي-۲/۱۶۰

[10] -شامي۲/۱۶۰

[11] – ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۹۳

[12] -ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۱۰۲

[13] – ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۱۰۴-۱۰۵

[14] -ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۱۰۵

[15] -پورتنۍ مرجع

[16] – ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۱۰۵

[17] -ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۱۰۶

[18] -شامي۲/۲۲۹

[19] -ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۸۵

[20] -شامي۲/۲۲۹

[21] – ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۴۴

[22] – ارشادالساري الی مناسک الملا علی القاري۱۰۷

[23] -پورتنۍ مرجع

[24] – ارشادالساري الی مناسک الملا علی القاري۱۰۷